د افغانستان په کړکېچ کې د چین ناکامه منځګړتوب – احمد بلال خلیل

احمد بلال خلیل
احمد بلال خلیل له قائداعظم پوهنتونه د نړیوالو اړیکو په برخه کې ایمفېل کړی او دا مهال د بارسلونا د نړیوالو مطالعاتو په انستیتیوت کې خپله دویمه ماسټري کوي. نوموړی د «افغانستان او چین؛ دوهاړخیزې اړیکې (۱۹۵۵–۲۰۱۵)» کتاب لیکوال دی او د «افغانستان په تېره یوه نیمه لسیزه کې» د یو تحلیلي او څېړنیز راپور مخکښ څېړونکی پاتې شوی. ښاغلي خلیل نږدې پنځه کاله په افغانستان کې له یو شمېر څېړنیزو مرکزونو او د ملګرو ملتونو له ادارو سره د څېړونکي په توګه کار کړی دی.
لیکوال: احمد بلال خلیل
له ۱۹۹۱ تر ۲۰۱۴ کلونو پورې، افغان حکومتونو د دوو موخو لپاره د “چین کارت” وکاراوه: لومړی، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د بیجینګ مرسته تر لاسه کول، او دویم، چین دې ته هڅول چې پر پاکستان فشار راوړي څو د افغان حکومت ضد مخالفین قانع کړي چې له حکومت سره د سولې خبرو ته کښېني. د ملي وحدت حکومت (۲۰۱۴–۲۰۱۹) تر جوړېدو مخکې لږ تر لږه څلور ځله دا ډول هڅې وشوې، خو ټولې بېپایلې پاتې شوې.
د ملي وحدت حکومت هم له دې قاعدې مستثنی نه و. د همدې پورتنیو موخو د ترلاسه کولو لپاره، افغان حکومت له چین سره اړیکه ونیوله، خو د تېر په پرتله کابل دا ځل لږ څه لاسته راوړل. د دې تګلارې له مخې، چین د افغانستان په قضیه او سولې پروسه کې ښکېل شو، او آن په ۲۰۲۰ کال کې، چې د کابل له سقوط یو کال مخکې و، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر یو ځل بیا له چینه غوښتنه وکړه چې “له سیمهییزو هېوادونو سره د ګډ کار له مخې”، “طالبان وهڅوي” څو له حکومت سره په لنډ وخت کې یوې هوکړې ته ورسېږي. کابل هیله لرله چې چین به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښهوالي په تړاو خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د ۲۰۱۴ کال وروسته، چین د افغانستان د غوښتنو په ځواب کې د ښکېلتیا بېلابېلې لارې وکارولې. البته، دا لومړی ځل نه و چې چین په یوې بهرنۍ شخړه او کړکېچ کې د منځګړي په توګه برخه اخیسته. د یوه اټکل له مخې، له ۲۰۱۳ کال وروسته چې د “یو کمربند، یوه لار” (BRI) نوښت اعلان شو، په نړیوالو او سیمهییزو شخړو او کړکېچونو کې د چین د منځګړیتوب کچه لوړه شوه. د چین دننه پراخ علمي او سیاسي بحثونه وشول چې بهرنی سیاست باید بدلون ومومي. څو بانفوذه پوهانو نوې تیورۍ وړاندې کړې، لکه “نوښتګره ښکېلتیا” او “رغوونکې ښکېلتیا”، چې دا دواړه د نهلاسوهنې له دودیز اصل سره په ټکر کې وې.
د BRI نوښت او په بهر کې د چین د پراخو پانګونو له امله، د دې هېواد ملي ګټې له خپلو جغرافیایي پولو هاخوا وغځېدې، په ځانګړي ډول هغو سیمو ته چې له شخړو او بېثباتۍ ډکې دي، لکه جنوبي اسیا او منځنی ختیځ. د دغو ګټو د خوندي کولو لپاره یوې فعالې او نوې ډیپلوماسۍ ته اړتیا وه، او په افغانستان کې منځګړتوب د چین د نوي بهرني سیاست یوه څرګنده بېلګه ګڼل کېدای شي.
په افغانستان کې د چین منځګړتوب
په افغانستان کې د چین منځګړتوب دوه اساسي موخې درلودې:
لومړی؛ د کابل او اسلامآباد ترمنځ د ښه ګاونډیتوب اړیکو پیاوړتیا، او
دویم؛ د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ یو سیاسي حللارې ته زمینه برابرول.
د همدې لپاره، چین له ۲۰۱۴ تر ۲۰۲۰ کلونو پورې، د منځګړتوب بېلابېلې لارې وازمویلې:
لومړی: په ۲۰۱۴ کال کې چین د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه، او وروسته یې په پرله پسې توګه نور ځانګړي استازي هم واټکل. دا د افغانستان په قضیه کې د چین د پاملرنې او ښکېلتیا یوه څرګنده نښه وه.
دویم: په ۲۰۱۵ کال کې چین؛ افغان حکومت او د طالبانو استازي کوربه کړل او هغوی یې د ارومچي د سولې خبرو ته راوبلل. خو کله چې د طالبانو مشر دغه خبرې تایید نه کړې، مذاکرات بېپایلې پاتې شول. هغه طالبان چې په دغو خبرو کې یې ګډون کړی و، یا خو له اصلي ډلې بېل کسان وو، او یا یې پر تحریک لږ نفوذ درلود.
درېیم: چین د شاتل ډیپلوماسۍ او درېاړخیزو خبرو اترو هڅه وکړه. په ۲۰۱۷ کې، د ډېورنډ پر کرښه تر ټولو سختو نښتو وروسته، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د شاتل ډیپلوماسۍ له لارې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو هڅه وکړه. دې هڅو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بحرانمدیریت دوهاړخیز میکانیزم ته لاره هواره کړه، او ورپسې د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ د وزیرانو په کچه درېاړخیزې غونډې پیل شوې. د دې بهیر پایله د ۲۰۱۸ کال د افغانستان–پاکستان د سولې او همغږۍ د عمل پلان (PAPAS) وه.
څلورم: چین د څلوراړخیزې همکارۍ د ډلې (QCG) غړیتوب هم درلود. په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د چین، امریکا، پاکستان او افغانستان ترمنځ غونډې وشوې، چې د افغان سولې په تړاو یو چارچوب هم جوړ شو. په دې چارچوب کې د هغو ډلو پر ضد د زور کارولو پرېکړه هم شامله وه چې له سولې یې انکار کاوه.
وروستی ټکی دا دی چې چین له طالبانو سره مستقیمې اړیکې هم ټینګې کړې. د طالبانو پلاوي په ۲۰۱۵، ۲۰۱۶، ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې چین ته سفرونه وکړل. سربېره پر دې، د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ، چينايي چارواکو څو ځله په قطر کې له طالب استازو سره ولیدل. دا ټولې هڅې د افغان حکومت په رضایت ترسره شوې، ځکه کابل هیله لرله چې له دې لارې به له طالبانو سره مشخصې او مستقیمې خبرې پیل شي.
چین ولې په افغان شخړه کې منځګړتوب کاوه؟
په افغانستان کې د چین ګټې باید د امنیت له زاویې وڅېړل شي. په ۱۹۹۰مو کلونو او له ۲۰۰۱ کال وروسته، بیجینګ له افغان او نړیوالو سختدریځو ډلو سره د شینجیانګ ایالت د ایغورانو ترمنځ د اړیکو په اړه ژورې اندېښنې لرلې. د همدې لپاره، د چین اصلي انګیزه دا وه چې په افغانستان کې له بهرنیو جنګیالیو سره مقابله وکړي، په ځانګړي ډول له ایغوري جنګیالیو او د اسلامي دولت (داعش) او القاعدې له هغو غړو سره چې چینضد فعالیتونه یې هم په تبلیغاتي ډګر کې او هم په عملي بڼه ترسره کول.
کله چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د امریکایانو د وتلو احتمال زیات شو، بیجینګ د خپلو دودیزو سیاستونو خلاف یوه فعاله ډیپلوماسي پیل کړه. چینایانو اټکل کاوه چې په افغانستان کې رامنځته کېدونکې د قدرت تشه به یوازې د شینجیانګ امنیت اغېزمن نه کړي، بلکې د دې هېواد سیمهییز اقتصادي پلانونه، په ځانګړي ډول د یو کمربند، یوه لار (BRI) ستراتیژي او د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) به هم له جدي ګواښ سره مخ کړي.
له همدې امله، چین افغانستان ته د یوې “کیلي” او هم “قولپ” په توګه ګوري چې یا به د سیمهییزو اتصالونو دروازې پرانیزي، او یا به یې تړي. د همدې لیدلوري له مخې، د چین د افغان سیاست یوه مهمه ځانګړنه دا وه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سولهيیزې او باثباته اړیکې رامنځته کړي.
د چین هڅې ولې ناکامې شوې؟
له ۲۰۱۴ کال راهیسې، د افغان سولې په بهیر کې د چین رول، لکه د سولې د نورو ټولو هڅو په څېر، پرته د دوحې له پروسې، بریالی نه و. د دې ناکامۍ څو مهم دلایل وو:
لومړی: طالبان، چې د شخړې اصلي اړخ و، هېڅکله د چین منځګړیتوب ونه مانه. طالبانو له افغان حکومت سره خبرو ته زړه نه ښه کاوه، ځکه دوی باور درلود چې افغان حکومت د امریکا “ګوډاګی” دی او د مهمو پرېکړو صلاحیت نه لري، لکه د امریکايي ځواکونو وتل، د بندیانو خوشې کول او د ملګرو ملتونو بندیزونه لېرې کول. نو ځکه له چین سره خبرې بېفایدې بلل کېدې. د طالبانو په ویب سایټ کې په یوې خپرې شوې لیکنه کې استدلال شوی و:
“که چین واقعاً غواړي د کابل او طالبانو ترمنځ منځګړی شي، نو آیا د دې تضمین ورکولی شي چې امریکا به پرېکړې ومني؟”
طالبانو له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې یوازې د افغان حکومت د رسمیت پېژندنې په معنا بللې. ان په دوحه او مسکو کې چې هلته یې له حکومتي استازو سره ولیدل، خو طالبانو ټینګار کاوه چې دوی له افرادو سره خبرې کوي، نه د یوه “حکومت” له استازو سره. دغه ناستې یوازې د مبهمو اعلامیو په خپرېدو پای ته ورسېدې، نه د جدي خبرو په بڼه کوم تړون ته.
دویم: د چین منځګړیتوب یوازې تر “ښه نیت” او آسانچارۍ پورې محدود و او له دې هاخوا پرمختګ ونه شو. که څه هم چین له افغان حکومت سره د ۷۰ میلیونه ډالرو په ارزښت غیر وژونکي پوځي مرسته اعلان کړه، خو په بل اړخ کې یې هېڅکله هم پر پاکستان جدي فشار رانه ووړ، سره له دې چې په پاکستان کې یې د CPEC تر نوم لاندې له ۶۲ میلیاردو ډالرو څخه ډېرې پانګونې کړې وې. بې له شکه، چین د فشار واردولو وړتیا لرله، خو اراده یې نه لرله.
درېیم: د افغانستان–پاکستان–طالبانو مثلثې اړیکې او د چین–پاکستان کلک تړاو یو بل مهم فکتور و. لکه څنګه چې مایکل بریچر وایي، تاریخ، خاوره او قومیت د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې ژور اغېز لري. له پاکستانه د ازادۍ راوروسته، افغانستان هېڅکله د ډیورنډ کرښه د نړیوال سرحد په توګه نه ده منلې. دواړو هېوادونو د یو بل له مخالفو ډلو ملاتړ کړی، او د مجاهدینو او طالبانو راټوکېدل دوه اړخیزې اړیکې لا پسې خرابې کړي. افغانستان تل ادعا کوله چې پاکستان؛ طالبان د یوه ستراتیژیکې وسیله په توګه کاروي، په داسې حال کې چې پاکستان بیا پر افغانستان او د هند پر استخباراتو (RAW) تور لګاوه چې په پاکستان کې د بې ثباتۍ تر شا دي.
له بلې خوا، چین د اسلامآباد په پرتله له کابل سره ډېر محدودې اړیکې لرلې. د چین او پاکستان اړیکې تر دې حده کلکې وې چې چین هېڅکله د پاکستان له دریځه جلا یوه خپلواکه افغان تګلاره نه لرله. دا موضوع د افغان حکومت لپاره یوه جدي اندېښنه وه، ځکه دوی پوهېدل چې بیجینګ به هېڅکله د پاکستان پر ضد ګام وانخلي، ان که دا د افغانستان په زیان هم تمام شي. دې د کابل لپاره بیا دا معنا لرله چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ اصلي لانجه، یعنې د پاکستان لهخوا د طالبانو ملاتړ، د چین د منځګړتوب لپاره یوه “ممنوعه موضوع” وګرځېده.