نوی نړیوال نظم، ځمکنۍ شخړې او افغانستان – جلال بازوان

جلال بازوان
جلال بازوان له نانجینګ پوهنتونه د نړیوالو اړیکو په برخه کې ماسټري لري، او اوسمهال د ژېجیانګ په پوهنتون کې د دوکتورا (PhD) کاندید دی. ښاغلی بازوان د افغانستان او چین په دوه اړخیزو اړیکو کې ژوره لېوالتیا لري.
نوموړی د کاردان پوهنتون د سیاسي علومو د څانګې د مشر او د مرستیال استاد په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
جلال بازوان
یوویشتمه پېړۍ د اسیا د عروج پېړۍ بلل کېږي. د اسیا له چټک پرمختګ سره، د نوي نړیوال نظم په اړه بحثونه هم تاوده شوي دي. دا نظم یا نړیوال اوډون، له دوو اساسي عناصرو څخه جوړ دی: یو د ځواک د وېش جوړښت دی، او بل د هېوادونو تر منځ د متقابل چلند طرز، چې دا د سولې، امنیت او همکاریو څرنګوالی ټاکي. دغه تعامل په اصل کې هغه اصول، قواعد او سیسټمونه رانغاړي چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د نړیوالو اړیکو د نظم د رامنځته کېدو لپاره وضع شوي وو. [1]
په نړیوال سیاست کې نظم مختلفې معناوې لري او په بېلابېلو بڼو راڅرګندېدای شي. دغه نظم کیدای شي د بیلابېلو ارزښتونو او اصولو له مخې جوړ شي، او دا احتمال هم شته چې ستر قدرتونه د نظم په اړه مختلف لیدونه ولري. دا سیالي د دې لامل کېدای شي، چې نوی راپورته کېدونکی ځواک یو بدیل نظم وړاندې کړي، چې د لویدیځ د لېبرال نظام پر وړاندې ودرېږي. [2]
د عصري نړیوال نظم بنسټ د ویسټفالیا د سولې له تړون څخه اخیستل شوی، چې د ځواک د توازن پر بنسټ ولاړ و. دې سیستم هڅه کوله، چې د دولتونو تر منځ مساوات تأمین کړي، د ځمکنۍ تېریو او نیواک مخه ونیسي. د ویسټفالیا سیستم د ځمکنۍ بشپړتیا اصل ته پراختیا ورکړه او د دولتونو تر منځ د نظامي تېري، د سرحدي شخړو او منابعو د غصب مخنیوی یې هدف و.
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د ملي امنیت سلاکار، هنري کیسنجر لیکلي، چې د اوولسمې پېړۍ پر مهال چې د ویسټفالیا تړون ترتیبېده، مذاکره کوونکو دا تصور نه درلود چې دوی به د یوه نړیوال سیسټم بنسټ ږدي. [3] خو دې طرحې یوه ستره نیمګړتیا هم درلودله، ځکه د نړۍ ډېری لویې وچې، آن روسیې ته هم بلنه ورنکړه، چې په دې مذاکراتو کې ونډه واخلي.
د بحث له اصلي موضوع د نه انحراف په موخه، بیرته نوي نړیوال نظم او هغو تحولاتو ته راګرځو چې اوسمهال هممهاله په سیمه او نړۍ کې روان دي.
د اسیا د وچې له چټک پرمختګ سره، د نړیوال نظم بڼه هم بدلېږي. خو د دې پرمختګ پر وړاندې یو شمېر خنډونه هم موجود دي. د بېلګې په توګه ناحل شوې ځمکنۍ شخړې، د سیمې ناپېیله امنیتي وضعیت، او په ځانګړي ډول د افغانستان ناورین. همداراز، د کوویډ–۱۹ وبا له امله رامنځته شوی اقتصادي بحران، نړۍ یو داسې حالت ته رسولې چې ښایي هېڅکله د وبا له مخه وضعیت ته بېرته و نه ګرځي.
کیسنجر په یوه مقاله کې لیکلي، چې کورونا وایرس به نړیوال نظم ته تلپاتې بدلون ورکړي، او نړۍ به له دې وروسته هېڅکله هم د پخوا په څېر پاتې نه شي. [4] دا بحران د ۲۰۰۸ کال د مالي بحران په پرتله ډېر ژور او نه جبرانېدونکی ګڼل شوی دی.
تر کورونا وړاندې هغه وړاندوینې موجودې وې چې وایي، چین به په ۲۰۲۷ کال کې د نړۍ تر ټولو ستر اقتصاد شي. خو د امریکا د ولسمشر ټرمپ ادارې له لوري د کورونا د بحران ناسم مدیریت، چې په چین او نورو ځایونو کې د امریکا د زوال نښه ګڼل کېږي، یوه ناسمه انګیرنه ده.
د چین یو پخوانی دیپلومات او د چین د نړیوالو اړیکو د ټولنې مرستیال، پروفیسر یوآن نانشنګ، لیکلي چې چین ته په کار ده له دې انګېرنې سره مقابله وکړي چې ګواکي امریکا له سقوط سره مخ ده. ځکه، د ده په باور، امریکا به تر ټولو مخکې له دې اقتصادي بحرانه ووځي. امریکا لا هم د نړۍ تر ټولو ستر اقتصاد لري، او په ټیکنالوژۍ، تعلیم، نظامي ځواک او نورو برخو کې یو پرمختللی هېواد دی، برعکس چین لا هم د پرمختګ په حال کې دی. [5]
نوی نړیوال نظم او ځمکنۍ شخړې
لکه څنګه مو چې ترې مخکې یادونه وکړه، د اسیا د وچې د پرمختګ پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ ځمکنۍ شخړې دي. دا شخړې نه یوازې سیمهییز نظم ته ګواښ پېښوي، بلکې د نوي نړیوال نظم جوړېدل هم له ستونزو سره مخ کوي.
په دې لړ کې، د چین او هند تر منځ د لداخ پر پوله له څو میاشتو راهیسې پوځونه جګړې ته د تیارسي په حال کې دي. په یوې وروستۍ نښته کې چې د دواړو خواوو ترمنځ خونړۍ وه، د هند ۲۰ سرتېري پکې ووژل شول.
په ورته ډول، د جنوبي چین په سمندرګي کې د چین او یو شمېر ګاونډیو هېوادونو ترمنځ شخړې ورځ تر بلې پراخېږي. دغه سیمه، چې د طبیعي منابعو، سوداګریز اهمیت او سمندري لارو له امله ستراتیژیک ارزښت لري، د ختیځې اسیا پر راتلونکي نظم ژور اغېز لري. دا شخړې اوس د چین او امریکا ترمنځ د یوه احتمالي نوي نظم د سیالۍ محور ګرځېدلی دی.
د ۲۰۲۳م کال د جون په میاشت کې، د سینګاپور لومړي وزیر په “شانګریلا ډیالوګ” کې وویل:
“کله چې نوې کرښې راکاږل کېږي، هر څوک دا پوښتنه کوي چې ته زما پلوی یې او که د مقابل لوري؟”
هغه ټینګار وکړ چې کوچني هېوادونه باید دې ته اړ نه شي چې د چین او امریکا ترمنځ له یوه لوري ملاتړ اعلان کړي. [6]
د اسیا له پولې هاخوا، د اذربایجان او ارمینیا ترمنځ د نګورنو قرهباغ پر سر شخړه بله توده او ناحل شوې شخړه ده. دغه جګړه چې تازه بېرته پارېدلې، تر دې دمه د ۳۰۰ څخه د زیاتو کسانو ژوند اخیستی او لا هم د تاوتریخوالي دوام امکان لري.
په ورته ډول، د هند او پاکستان ترمنځ د جمو او کشمیر لانجه، له څو لسیزو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو اساسي لامل دی. د دې مسئلې نه حل کېدل د سیمې د اوږدمهالې بېثباتۍ یو مهم فکتور پاتې شوی.
د منځني ختیځ حالت هم له شخړو ډک دی. د اسرائیلو او اسلامي هېوادونو ترمنځ د فلسطین پر سر لانجه لا هم ژوره ده او د هر ډول پراخې نښتې خطر ورسره تړلی دی. دا موضوع د نړۍ د ژور قطبي کېدو نښه ده، چې د نظم پر جوړښت مستقیم اغېز لري.
بله ستراتیژیکه موضوع، د تایوان قضیه ده، چې دا مهال د امریکا او چین ترمنځ د جیوپولیټیکې سیالۍ اصلي محور ګرځېدلی. اټکل کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ښایي د تایوان پر سر محدود نظامي ټکر هم رامنځته شي، که وضعیت همداسې ترینګلی پاتې شي.
او بالاخره، د ډیورنډ کرښه، چې د انګرېز له خوا پر پښتنو تپل شوې، د سیمې په یوه تر ټولو لانجمنه پوله بدله شوې. دا کرښه، چې افغانستان یې په رسمیت نه پېژني، د افغان-پاکستان په اړیکو کې یو لوی شخړییز ټکی دی. د افغانستان د بېثباتۍ، او د پاکستان له لوري د مذهبي توندلارو ډلو ملاتړ او پالنه، ډېر شنونکي د همدې کرښې له سیاست سره تړلې ګڼي.
په ټوله کې، دا ټولې شخړې د دې نښه ده، چې د نوي نړیوال نظم جوړېدل به له ډېرو خنډونو او سیالیو سره مخ وي. که د سیمهییزو او نړیوالو لوبغاړو ترمنځ د باور فضا رامنځته نه شي، نو نه یوازې به دا شخړې ژورې شي، بلکې د نړیوال نظم اساسات به هم له سختو ننګونو سره مخامخ کړي.
په نوي سیمهییز نظم کې د ځمکنیو شخړو برخلیک
ډیورنډ کرښه: دا کرښه د لوی افغانستان د سل کلن تحقیر یوه بیلګه ګڼلی شو. دا هغه پوله ده چې د انګرېز له خوا د پښتون افغان پر سینه راکښل شوې، او هغه زخم دی چې ټپونه یې یوازې د لر او بر پښتنو د یووالي له لارې رغېدلی شي. د انګرېز له وتلو وروسته، د هغه ځای ناستي پاکستان هڅه کړې چې دغه کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي سرحد په توګه وپېژني، خو افغان چارواکو هېڅکله هم دا کرښه په رسمي ډول نه ده منلې.
له ۲۰۰۱ کال وروسته، چې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ، د امریکا لوړپوړو چارواکو دا کرښه په ځلونو د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي سرحد په توګه یاده کړې ده. په دې لړ کې، د امریکا پخوانۍ ډیپلوماټه الیس ویلز مخکښه وه، چې د پاکستان په ګټه یې لابي کوله او تل یې ډیورنډ کرښه د نړیوالو له خوا د منل شوي سرحد په توګه یاده کړې. په ۲۰۱۸ کال کې، چې کله د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو کمېټې د افغانستان په اړه د امریکا د بهرنۍ تګلارې د ارزونې لپاره الیس ویلز راوغوښته، هغې په خپلو څرګندونو کې څو ځله ډیورنډ د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو منل شوی سرحد وباله.
د بهرنیو چارو د کمېټې یو غړي، شرمن، له الیس ویلز وپوښتل: “ایا د ډیورنډ کرښې له حساسیته خبر یاست؟” هغې وویل: “هو، افغانان د ډیورنډ کرښې په اړه حساس دي.” بیا شرمن پوښتنه وکړه: “ایا امریکا، هند او پاکستان دا کرښه د نړیوال منل شوي سرحد په توګه تسلیم کړې؟” الیس ویلز یې په ځواب کې وویل: “هو، ډیورنډ یو نړیوال منل شوی سرحد دی.” [7]
تر دې وروسته هم الیس ویلز دا کرښه د یو منل شوي سرحد په توګه یادوله، چې په غبرګون کې د پخواني ولسمشر د دفتر مشر، ښاغلي خرم، په یو ټویټ کې ولیکل: “الیس ویلز وايي، ډیورنډ په نړیواله کچه پېژندل شوی سرحد دی. دا ځکه چې پاکستان د امريکا لپاره له ځانه د تروريستانو روزنځای جوړ کړی ؤ، پاکستان د امريکا د لويو سيمه یيزو پلانونو لپاره تروريزم تقويه کوي، او په مقابل کې، امريکا ورته ډيورنډ ګټي. د اغزن تار لګښت هم امريکا ورکړی.”
بلخوا، د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار، هنري کیسنجر، د افغانستان او سیمې د امنیت په اړه لیکلي: “که چیرې امریکا غواړي په افغانستان کې اوږدمهاله ثبات او غیرجهادي پایله ترلاسه کړي، باید د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ملي ګټې هم، لږ تر لږه، د امریکا د ګټو په کچه خوندي کړي.” نوموړي همدارنګه لیکلي، چې د افغانستان د قضیې حل لپاره پراخې نړیوالې ډیپلوماټیکې هڅې اړینې دي. دی خبرداری ورکوي، که له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونه په غیرمسؤلانه توګه ووځي، نو یوه بله د واک تشه به رامنځته شي. دی زیاتوي، چې له دې سره به د افغانستان په جنوب کې مېشت پښتانه د پاکستان له خوا په غېږ کې واخیستل شي، او د افغانستان پر پاتې قومونو به د سیمې هېوادونه لکه هند، روسیه، ایران او چین پانګونه وکړي. [8]
که د قطر د سولې خبرو ته د کیسنجر او د ټرمپ ادارې د لوړپوړو چارواکو د څرګندونو له زاویې وګورو، نو دا نتیجه اخیستلای شو چې پاکستان د طالبانو خبرو ته تیارول یوازې د خپلو نورو ګټو د خوندیتوب لپاره نه، بلکې د ډیورنډ کرښې د رسمیت پېژندنې لپاره هم یوه لویه هڅه وه.
په ۲۰۱۸ کال کې، د نوي سیمهییز نظم په چوکاټ کې، د ډیورنډ کرښې د رسمي کېدو هڅې هغه مهال لا زیاتې ښکاره شوې، کله چې پاکستان د فاټا د نیمه خپلواک قبایلي سیمو ځانګړی حیثیت پای ته ورساوه او دا سیمې یې په خیبر پښتونخوا کې ورګډې کړې. په دې اقدام د افغانستان دولت هېڅ عملي او جدي غبرګون ونه ښود، ان د ډیورنډ کرښې پر اوږدو یې د اغزن تار غندنه هم ونه کړه.
په ۲۰۱۶ کال کې، د نواز شریف د حکومت د کشمیر د چارو ځانګړي استازي، سناتور مشاهد حسین، په واشنګټن کې یوه تینکټینک ته د وینا پر مهال وویل: “کابل ته د سولې لار له کشمیره تېرېږي. داسې نه شي کېدای چې کشمیر دې سوځي او په کابل کې دې امن وي.” [9] که څه هم دغه څرګندونې هغه مهال وغندل شوې، خو اوس چې د هند له خوا د کشمیر ځانګړی حیثیت ختم شوی، داسې ښکاري چې ښايي د کشمیر معامله د ډیورنډ کرښې په مقابل کې پاکستان ته منل شوي وي.
جمو-کشمیر: جمو-کشمیر د جنوبي اسیا په کچه یوه له اوږدمهالو او پېچلو ځمکنيو شخړو ده. دا سیمه اوس مهال په درېیو برخو وېشل شوې: یوه برخه یې د هند تر ولکې لاندې ده، بله د پاکستان تر کنټرول لاندې، او یوه کوچنۍ ټوټه یې د چین تر واک لاندې ده.
د ۲۰۱۹ کال د اګسټ په میاشت کې، هند هغه ځانګړی یا نیمه خپلواک حیثیت لغوه کړ چې جمو-کشمیر ته یې د هند اساسي قانون د ۳۷۰مې مادې له مخې ورکړل شوی و. د دې بدلون له مخې، جمو-کشمیر له خپل پخواني وضعیت څخه وایستل شو او په مستقیم ډول د نوي ډیلي تر ادارې لاندې راغی. دا اقدام د سیمې دننه او بهر پراخ غبرګونونه راوپارول.
له بلې خوا، پاکستان اوس هڅه کوي چې د جمو-کشمیر اړوند سیمه ګلګت-بلتستان، چې تر دې مخکې د اسلامآباد له لوري د یوه اداري واحد په توګه اداره کېده، په رسمي توګه د پاکستان پنځمه ایالتي (صوبه) سیمه وګرځوي.
د پاکستانۍ څېړونکې، عایشه صدیقي، په اند، که پاکستان دا ډول اقدام عملي کړي، نو بیا به له هند سره د جمو-کشمیر پر سر د شخړې او دعوې قانوني حق له لاسه ورکړي. [10] دا ځکه چې که پاکستان خپله د شخړې لاندې خاوره رسمي صوبه وګرځوي، نو له دې سره به دا تاثر رامنځته شي چې اسلامآباد نور د کشمير د بشپړ سرنوشت لپاره د ریفرنډم یا بینالمللي پرېکړې ملاتړ نه کوي، او دا به د هند د موقف پیاوړتیا ته لار هواره کړي.
هانګ کانګ: هانګ کانګ څه د پاسه ۱۵۰ کاله د بریتانیا تر ولکې لاندې مستعمره پاتې شوه، تر هغې چې په ۱۹۹۷ز کال کې، بریتانیا دا سیمه بېرته چین ته وسپارله. دا انتقال د “یو هېواد، دوه سیسټمونه” تر توافق لاندې ترسره شو. اوسمهال مکاو او تایوان هم د همدې جوړښت لاندې اداره کېږي.
هانګ کانګ د چین په سیاسي حافظه کې د “سل کلن تحقیر” یوه مهمه برخه ګڼل کېږي. تېر کال، له اوږدو مظاهرو او د بهرنیو هېوادونو د لاسوهنې پر وړاندې، چین د هانګ کانګ لپاره یوه ملي امنیتي ستراتیژي اعلان کړه. له دې سره سم، ګڼو هېوادونو له هانګ کانګ سره ځینې تړونونه لغوه کړل، او امریکا د هانګ کانګ ځانګړی سیاسي او اقتصادي حیثیت ختم کړ.
د چین لویه ستراتیژي دا ده، چې د کمونیست ګوند د سل کلن جشن ترمخه، هانګ کانګ، مکاو او تایوان ټول د بېجینګ تر مستقیم کنټرول لاندې راولي. د ملي امنیتي قانون تر تصویب وروسته، هانګ کانګ اوس په مستقیم ډول د بېجینګ تر ولکې لاندې اداره کېږي، او ټول سیاسي او ستراتیژیک تصمیمونه به له بیجینګه نیول کېږي.
منځنی ختیځ: امریکا، چې له اوږدې مودې راهیسې په منځني ختیځ کې مهم لوبغاړی و، اوس له سیمې د وتلو په حال کې ده. خو د وتلو تر څنګ، یې د یوه نوي سیمهییز نظم تیاري هم کړی دی.
په دې نوي نظم کې، سعودي عرب، عربي امارات او اسرائیل هغه درې هېوادونه دي چې د نظم د جوړښت مسؤلیت پر غاړه لري. [11] د ابراهام د سولې تړون تر نوم لاندې، د ۲۰۲۰ کال د اګست په میاشت کې، د عربي اماراتو او اسرائیلو ترمنځ رسمي اړیکې ورغول شوې. ورپسې، بحرین هم له اسراییلو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د عادي کېدو اعلان وکړ. دا بهیر د نوي نړیوال نظم یوه مهمه نښه بلل کېږي.
پایله
په داسې حال کې چې چین، هند، او نور ختیځې اسیا هېوادونه په چټکۍ سره پرمختګ کوي، په سیمهییز او نړیوال نظم کې ژور بدلونونه روان دي.
د دې تحول پر وړاندې، تر ټولو ستر خنډونه د سرحدونو، ځمکنۍ دعوو او پولو شخړې دي. د هند او چین ترمنځ د لداخ لانجه لا هم نه ده حل شوې، او دواړو خواوو خپل پوځونه د تیارسۍ په حالت کې ساتلي دي.
چین د لومړي ځل لپاره د هانګ کانګ لپاره ملي امنیتي ستراتیژي جوړه او پلې کړه، چې ورسره ډېر هېوادونه اړ شول د هانګ کانګ ځانګړی حیثیت ختم کړي. تایوان، که څه هم لا هم یو لانجمنه موضوع ده، خو داسې اټکل کېږي چې ښايي د چین د کمونیست ګوند د سل کلن جشن ترمخه د بیجینګ تر ولکې لاندې راشي.
په منځني ختیځ کې، د اسراییلو او عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو رغونه، او د فلسطین په خاوره کې د اسرایلو د استوګنځایونو درول، د نوي نړیوال نظم د هڅو برخې دي. له بلې خوا، هند د جمو-کشمیر نیمه خپلواک حیثیت لغوه کړ، او دا سیمه یې په مستقیم ډول د هند خاورې برخه وګرځوله.
پاکستان هم، د ډیورنډ کرښې هاغاړې ته د فاټا قبایلي سیمو نیمه خپلواکي لغوه کړه او دا سیمې یې د فدرالي حکومت تر مستقیم ادارې لاندې راوستې. اوس بیا هڅه کوي چې ګلګت-بلتستان، چې پخوا یو ځانګړی اداري واحد و، په رسمي ډول د پاکستان پنځمه صوبه وګرځوي.
په دا ټول بدلېدونکي جیوپولیټیکي ماحول کې، افغانستان یوازې پاتې شو. د نوې سیمهییزې نقشې پر بنسټ، د افغانستان د سل کلن تحقیر تسلسل لا نور هم اوږد شو، او زخمونه یې لا ژور شول.
په ډېره احتمالي توګه، په نوي سیمهییز او نړیوال نظم کې به افغانستان د لنډ مهال لپاره یو څه نسبي امنیت ترلاسه کړي، خو د بینالافغاني مذاکراتو په نامه پیل شوی بهیر د همدې پراخې ستراتیژۍ یوه برخه ښکاري، نه د یو اصلي او دایمي حل لاره.
[1] 陈相秒,“新冠疫情会改变国籍程序吗?”FT中文网,2020年05月26日
[2] Michael J. Mazarr, Miranda Piebe, Andrew Radin &Astrid Stuth Cevallos, “Understanding the Current International Order” Rand corporation, 2016
[3] Henry Kissinger, “World Order” Penguin Books, 2014
[4] Henry Kissinger, “The Coronavirus pandemic will forever alter the world order” The Wall street Journal, April 3, 2020
[5] 袁南生,“对新冠病毒大流行后中美关系的思考”,北京大学国际战略研究院,2020年9月29日
[6] Minnie Chan, Catherine Wong, “Singapore Prime minister urges China and US not to pressure small nations to take sides during Shangri-La dialogue”, South China Morning Post, June 1, 2019
[7] Committee On Foreign Affairs, “U.S. Policy Towards Afghanistan” U.S. Government Publishing office, June 20, 2018
[8] Henry Kissinger, “World Order” Penguin Books, 2014
[9] Pajhwak Monitor, “Pakistan ties Peace in Afghanistan to Kashmir solution” Pajhwak, Oct 08, 2016
[10] Taha Siddiqui, “Pakistan to make Gilgit-Baltistan a Province: A move to Please China?” India Today, Oct 3, 2020
[11] Eleonora Ardemagni, “The Middle East after Four years of Trump: A new order in the Making”, Aspenia Online, Oct 8, 2020