LOADING CLOSE

د ایران-اسراییلو جګړې د ایران دننه څه بدل کړل؟ – الېکس وطن‌خواه

الېکس وطن‌خواه
لیکوال او څېړونکی

الېکس وطن‌خواه د منځني ختیځ د انسټیټیوټ د ایران مېز مشر دی. د هغه وروستی کتاب ” په ایران کې د آیت‌الله‌ګانو جګړه: متحده ایالات، بهرنی سیاست، او له ۱۹۷۹ کال راهیسې د سیاسي سیالۍ تاریخ” نومېږي.

 

لیکوال: الېکس وطن‌خواه

ژباړه: د جیوافغانیکا د آی آر مرکز

د ایران، اسراییلو او متحده ایالاتو ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړه پای ته رسېدلې، خو د جګړې ګردونه لا هم نه دي ناست. په تهران کې ګڼ شمېر رسمي غږونه ګواښ کوي، چې جګړه هره شېبه بېرته پیلېدلی شي. ایران دا مهال له ژور اقتصادي کړکېچ، سیاسي بې‌ثباتۍ او د خپل اټومي پروګرام د راتلونکې په اړه له سختو پرېکړو سره مخ دی. دلته بنسټیزه پوښتنه دا ده، چې آیا اسلامي جمهوریت به د ملتپالنې له لارې نور هم پیاوړی شي، او که به هغه کمزورۍ نورې هم بربنډې شي چې کلونه یې ترې سترګې پټې کړې دي؟

په دې کې شک نشته چې د ایران مشرتابه دا مهال د پریکړو په یوې مهمې څلورلارۍ کې ولاړ دی. د ویډیوي پيغامونو پرته،‌ له عامه خلکو د ستر مشر آیت‌الله علي خامنه‌يي دوامداره غیابت داسې شکونه راولاړ کړي چې ښايي هغه نور پر پالیسیو واک ونه لري—په ځانګړي ډول په یو داسې مهال کې چې د اسراییلو ګواښونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي. دا احتمالي تشه کېدای شي د رژیم دننه د واقع‌بینانه (پراګماتیکو) غږونو لپاره فضا پرانیزي، خو دا چې دا ډول بدلون به رامنځته شي او که نه، تر اوسه روښانه نه ده.

پر ایران د اسراییلو بریدونه او ورپسې د جون پر ۲۲مه د امریکا بمبارۍ، تر ډېره د ایران پر اټومي تاسیساتو او د بالیستیک توغندیو پر پروګرام متمرکزې وې. د جګړې په ۱۱مه ورځ اسراییلو د ایراني رژیم د زور و قوت پر دستګاوو بریدونه وکړل—د بسیج قومانداني (چې د بلوا ضد ځواکونه هم پکې شامل دي)، د سپاه پاسدارانو امنیتي واحدونه، د پولیسو استخبارات، او ان د اوین زندان یې په نښه کړ—خو دا بریدونه ناوخته ترسره شول او ثانوي ارزښت یې درلود.

اټومي او توغندیزو اهدافو ته لومړیتوب ورکول؛ دا پیغام ورکاوه، چې د اسلامي جمهوریت د نسکورېدو لپاره د عام پاڅون هڅه د اسراییلو اساسي هدف نه دی. هېڅ داسې شواهد نشته څو وښيي اسراییل دې د تهران د رژیم د بدلون لپاره پراخ پلان ولري، ځکه دا کار له ستراتيژیک، سیاسي او سیمه‌ییز اړخه یوه ډېره پېچلې پروسه ده.  خو له دې سره، دا ناوخته بریدونه؛ د ایران مشرتابه ته یو روښانه خبرداری ورکړ: که جګړه دوام پیدا کړي، نو دوی به له څه ډول خطرونو سره مخ شي؟!

که څه هم د ایران د رهبرۍ دننه کوم ښکاره درز نه دی څرګند شوی، خو پر تهران له روانو فشارونو هم سترګې نه شو پټولی. جګړې نه د ایران کورني اختلافونه حل کړل، او نه یې هم له بهرنیو دښمنانو سره د دوی ترینګلتیاوو ته د پای ټکی کېښود. دې جګړې یوازې د دغو ستونزو بڼه بدله کړه.

د ایران او اسراییلو ترمنځ اوربند، چې د امریکا په منځګړتوب وشو، هغو اصلي بحرانونو ته د پای ټکی نه دی ایښی، چې د دواړو ترمنځ د شخړو د زیاتېدو لامل شوي. برعکس، جګړې د ایران د مشرتابه لپاره د تصمیم‌نیونې شرایط بدل کړل، او هغوی یې اړ کړل چې خپلې ستراتیژۍ او ایتلافونه له سره وارزوي. اوس ایران له درې‌ګوني ننګونې سره مخ دی: لومړی، د خپل فضايي او ځمکني حریم خوندي کول؛ دویم، د خلکو لپاره د ثبات تأمین؛ او درېیم، د عامه افکارو مدیریت. دا ټول باید د یوې راتلونکې احتمالي نښتې تر مخکې ترسره شي، او یا باید ایران د واشنګټن د زیاتېدونکو غوښتنو په غبرګون کې، له امریکا سره د عمان په څېر د منځګړو له لارې او یا هم د مستقیمو خبرو اترو لپاره چمتو شي. که څه هم دلته ډېر متغیرونه شته، خو یوه خبره واضحه ده: ایران نه شي کولای بېرته هغه حالت ته وروګرځي، چې د جون پر ۱۳مه د اسراییلي بریدونو وړاندې موجود و.

د ایران دننه، جګړې؛ اقتصادي کړکېچ لا پسې ژور کړی دی. اقتصادپوهان ګواښ کوي، چې حکومت د جګړې له پای وروسته د بیا رغونې کومه روښانه طرحه نه لري، حال دا چې هغه ټیټ عاید لرونکي قشرونه، چې د انټرنېټ د بندېدو او بې‌ثباتۍ له امله یې تر ټولو ډېر زیان لیدلی، د مرستې غوښتنه کوي. اټکل کېږي چې شاوخوا ۱۳ میلیونه ایرانیان، په ځانګړي ډول فري‌لانس کارکوونکي او د توکو رسوونکي، د جګړې پر مهال خپل عاید له لاسه ورکړی. دا حالت د ولس د نارضایتۍ لامل شوی دی. اقتصادپوه حسین رغفر خبرداری ورکوي: “فقر ته پاملرنه نه کول، یوه بېوزله ټولنه ناامنه کولی شي.” نوموړی وایي، که نغدي مرستې، د خوراکي توکو سبسایډي او د مزدونو خوندیتوب تأمین نه شي، نو ناچاري به ځینې وګړي دې ته وهڅوي چې له بهرنیو دښمنانو سره همکاري وکړي. د همدې داخلي ګډوډۍ د وېرې له امله، رژیم مجبوره دی چې د سرکوبۍ او ملي یووالي تر منځ یو ډول توازن وساتي.

په همدې حال کې، اوربند لا هم ډېر نازک دی. جګړې ته د بېرته ستنېدو هر ډول احتمال کولای شي اقتصادي ناورین لا ژور کړي. ځکه د جګړې پر مهال، اټکل شوی چې نږدې ۱.۴ میلیارده ډالره د نفتو له عوایدو څخه له لاسه وتلي دي، او پر اسراییلو د توغندیو بریدونه هم هر ځل میلیونونه ډالر لګښت درلود. د ایران پر مالي سیستم د اسراییلي سایبري بریدونو، چې د جګړې پر مهال د انټرنېټ د بندېدو اصلي لامل ګڼل کېږي، لا نور مالي زیان واړاوه. دا شخړه د ۱۹۸۰–۸۸ کلونو د ایران او عراق له جګړې سره توپیر لري، ځکه دا ځل د ایران حیاتي اقتصادي شتمنۍ، لکه د پټرولیم صنایع او نور صنعتي بنسټونه، تر مستقیم ګواښ لاندې راغلي دي. دا یو داسې خطر دی، چې ایران ورسره له دې مخکې هېڅکله هم نه و مخ شوی.

که ایدیالوژیک اړخ ته یې وګورو، د جګړې له پای وروسته، په لومړني چاپېریال کې یوه مهمه نښه دا ده، چې رژیم له انقلابي اسلام څخه ایران‌پالنې ته مخه کړې ده. دا بدلون په یوه داسې سیاسي نظام کې خورا مهم بلل کېږي، چې له ۱۹۷۹م کال راهیسې یې پان‌اسلامي مفکوره له ملت‌پالنې لوړه ګڼله. اوس خامنه‌ای، ولسمشر مسعود پزشکیان، د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد جواد ظریف او د خامنه‌ای سلاکار علي شمخاني د عامه خلکو د پارولو په موخه د “ملي آبرو” اصطلاوې کاروي، بې‌له دې چې د اسلامي نظام تېروتنو ته کومه اشاره وکړي. د بېلګې په توګه، د خامنه‌ای د جون  ۱۸ مې وینا، چې د جګړې پر مهال یې له درېیو ویناوو یوه وه او له خپل پټنځای یې واوروله، نه یې په کې اسلام یاد کړ، او نه هم فلسطین؛ بلکې د وطن دفاع یې یاده کړه او له جګړې ستړي ولس ته یې د یووالي پیغام ورکړ.

وروستۍ جګړې د پالیسیو د بیاکتنې لپاره ریښتیني غږونه راپورته کړي دي. ډېری استدلال کوي، چې رژیم باید د هېواد دننه اصلاحات پلي کړي، څو د جګړې لړزانده سکون وساتلای شي. د ولسمشر پزشکیان د تفاهم غږونه او د دولت او ولس ترمنځ د اړیکو د بیا تعریف غوښتنې، د یوې هیله‌مندې فضا نښه ده، که څه هم لا تر اوسه دا نه ده روښانه، چې دا یو ریښتینی بدلون دی او که یوازې یو تاکتیکي حرکت. پخواني ولسمشر حسن روحاني او د اپوزیسیون مشر مهدي کروبي هم د یووالي غوښتنې کړي، او د سیاسي اختلافاتو د زغم لپاره یې د پراخې فضا غږ پورته کړی دی. دا “یووالی” د ولس د ملاتړ نښه نه ده، بلکې یو ډول اعتراف دی، چې د جګړې پر مهال د رژیم پر ضد پاڅونونه ونه شول، خو لا هم امکان لري چې بېرته را وټوکېږي. دا چې دا غږونه به واورېدل شي او که نه، لا معلومه نه ده. دا مهال د امنیتي ادارو تمرکز یوازې پر بقا ده؛ دوی سلګونه کسان د امریکا او اسراییلو له استخباراتو سره د همکارۍ په تور نیولي، او کردان، یهودیان او بهاییان یې خپل اصلي هدف ګرځولي دي.

د رژیم دننه نورو کسانو هم، چې پخوا یې د پان‌اسلامیزم مبهم شعارونه ورکول، اوس ملت‌پالنې ته مخه کړې. د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د ایران د اټومي پروګرام په اړه د څرګندونو په غبرګون کې وویل: “ښه نیت، ښه نیت زیږوي، او درناوی، درناوی رامنځته کوي.” د عراقچي دا څرګندونه تصادفي نه وه. د امریکا پخواني ولسمشر جورج بوش پلار هم په ۱۹۸۹م کال کې د خپلې لوړې پر مهال ورته جمله کارولې وه، څو دا پیغام ورکړي، چې که ایران هم بالمثل ګام واخلي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه‌والی شونی دی.

خو دا لا روښانه نه ده، چې دا ملت‌پاله محور به دوام ومومي که نه. راتلونکې شخړه کولای شي ولس یو موټی کړي، یا دا چې د مشرتابه پر وړاندې شکونه لا ژور کړي؛ هغه مشرتوب چې ډېری خلک یې د یوې داسې جګړې مسئول بولي، چې ورته چمتو نه و. د ایران دننه، او همدارنګه د مهاجرت په چاپېریال کې، دا نظر ورځ تر بلې پیاوړی کېږي، چې د خامنه‌ای ایدیالوژیک لید ایران له اسراییلو او متحده ایالاتو سره په یوه شخړه کې ښکېل کړ، خو د دغې جګړې د پایلو لپاره یې هېڅ اغېزمن چمتووالی نه درلود.

د ایران مشرتابه اوس له یوې سختې پرېکړې سره مخ دی: یا به د انقلابي افراط، انزوا، او دښمنۍ لاره تعقیبوي، او یا به پراګماتیکې ډیپلوماسۍ ته مخه کوي، څو د اسلامي مفکورې پر ځای د رژیم بقا او ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي. دا حالت د پخوانیو تاریخي شیبو یاد تازه کوي لکه هغه مهال چې قاجاري سلطنت په ۱۹مه پېړۍ کې روسیې ته خپلې ځمکې وبایللې، یا په ۱۹۴۱م کال کې د متحدینو د یرغل پرمهال، کله چې تهران د نازي آلمان پر وړاندې نرم دریځ غوره کړ، او یا هم د ایران–عراق لګښت لرونکې جګړې بې‌ځایه اوږدول. په دې ټولو مواردو کې ویاړ پر واقع‌بینۍ غالب و، او ایران یې د تخنیکي او ستراتیژیکې کمزورۍ په بڼه تاوان پرې کړ. نن، امریکا او اسراییلو دا روښانه کړه، چې عصري جګړې د هوايي برلاسۍ، استخباراتي عملیاتو، بې‌پیلوټه الوتکو، سایبري بریدونو او دقیقو توغندیو له لارې ګټل کېږي—نه د شعارونو له لارې.

د ایران غبرګوني بریدونه، که څه هم د مقاومت نښه وه او اسراییلو ته یې تاوان واړاوه، خو ونه توانېدل چې د بریدونو مخنیوی وکړي. د روسیې او چین پر ملاتړ د تهران زیاته تکیه، ایران په نړیوالو صحنو کې یوازې پرېښود. جګړې دا هم ثابته کړه، چې ایران د یوې اوږدمهاله او پر لوړې ټیکنالوژۍ ولاړې جګړې لپاره چمتو نه دی، او دا هم چې د ملاتړ لپاره ریښتیني متحدین نه لري. نو اصلي پوښتنه اوس دا ده: ایا ایران به له خپلو تېروتنو زده‌کړه وکړي، او که به هغه تېروتنې بیا تکرار کړي؟

د اټومي موضوع په اړه هم، د ایران او اسراییلو ترمنځ جګړې؛ ایران په یوه ستراتیژیکه څلورلارۍ کې ودراوه. ایران په تېرو کلونو کې د یورانیمو غني کولو ته وده ورکړه، خو تر دې دمه یې اټومي وسلې نه دي جوړې کړي. دغه مبهم دریځ، نه یوازې د اسراییلو د بریدونو مخه و نه نیوله، بلکې د ایران د دې ستراتیژۍ محدودیتونه یې هم بربنډ کړل. د ټرمپ بریدونه، چې تر هغو وروسته وشول چې اسراییلو له وړاندې د ایران هوايي دفاع له منځه وړې وه، د ایران پوځي کمزوري په ډاګه کړه. خو له دې سره، د ایران اټومي پروګرام لا اوس هم له منځه نه دی تللی. تخنیکي تخصص، د غني شویو یورانیمو زیرمې، او صنعتي ظرفیت لا هم پر ځای پاتې دي، چې د ایران لپاره د وسلو جوړولو پټ پوتنسیال خوندی ساتي. د ایران دننه، د عراقچي په څېر غږونه ښيي، چې ښايي هېواد د شفافیت له دعوې بېرته د ستراتیژیکې ګونګتیا پر لور ولاړ شي. په همدې حال کې، سخت‌دریځي د توغندیزو او اټومي ظرفیتونو د پراخولو غوښتنه کوي. دوی استدلال کوي، چې یوازې اعظمي مخنیوی (deterrence) امنیت تضمینولی شي، نه ډیپلوماسي.

تهران اوس له سختو انتخابونو سره مخ دی: یا به د اټومي وسلو د نه خپراوي تړون (NPT) کې پاتې کېږي او د اټومي ظرفیت پراختیا به په مبهم ډول تعقیبوي، خو دا به د راتلونکو بریدونو د ګواښ خطر له ځان سره ولري؛ او یا به له نوموړي تړونه وځي او په پټه به د اټومي ډیټرېنس پروګرام تعقیبوي، چې دا به یې بیا له سختو بندیزونو او نړیوالې انزوا سره مخ کړي.‌ اوسنی احتمال دا دی، چې ایران به د ښکاره بیا رغونې پر ځای، په پټه د اټومي ظرفیت د ترلاسه کولو لاره غوره کړي. لکه د ساتل شویو سانټرفیوژونو پټو ځایونو ته انتقال، او که امنیتي فضا نوره هم کړکېچنه شوه، نو د احتمالي مخنیوي (deterrence) لپاره د چمتووالي زیات احتمال شته. په پای کې، دا وروستۍ جګړه – بې له دې چې ډېر لګښت ولري – د ایران د اټومي پروګرام په تړاو ابهام ته هم د پای ټکی کېښود.

له اوربند وروسته پړاو هم فرصتونه لري او هم خطرونه. ملي احساسات کولای شي، په لنډمهاله توګه ولس متحد کړي، خو اقتصادي کړاو او سیاسي نارضایتي لا هم پر خپل حال پاتې دي. که رژیم جګړه د بریا په توګه معرفي کړي، خو د نظامي کمزورۍ د اصلاح لپاره کوم عملي ګام پورته نه کړي، نو دا هڅې به یې بې‌مانا ښکاره شي. په همدې حال کې، هغه فرضیې چې ګواکې چین او روسیه به له ایرانه ملاتړ وکړي، سیمه‌ییز نیابتي ځواکونه به د بهرنیو بریدونو مخنیوی وکړي، او دا چې د اټومي وسلو د تدریجي پرمختګ سیاست به د مستقیمې جګړې مخه ونیسي—ټولې له ناکامۍ سره مخ شوي دي.

دا ټول وضعیت د امریکا او اسراییلو لپاره هم یو مهم درس لري. په ایران کې د رژیم بدلون آسانه خبره نه ده. نه داسې وسله‌وال اپوزیسیون شته، چې د رژیم مخالفین پرې راټول شي، او نه هم داسې بهرني ځواکونه موجود دي، چې د خامنه‌ای د رژیم د نسکورولو لپاره نظامي مداخله وکړي. خو د ایران رژیم دا وړتیا لري، چې که وغواړي، خپل مسیر بدلولی شي، په دې شرط چې د خپل ولس غږ واوري او له سخت‌دریځو کورنیو او بهرنیو سیاستونو لاس واخلي.

د سیاسي نظام دننه درزونه ممکن دي، لکه څنګه چې په ۲۰۰۹م کال کې د محمود احمدي‌نژاد د لانجمنو بیا ټاکنو وروسته رامنځته شول، چې د مشرتابه ترمنځ یې وېش رامنځته کړ او زرغوني خوځبښتونو ته یې لاره هواره کړه. د ایران لپاره تر ټولو عملي او واقعي بدلون هغه دی، چې له دننه راوټوکېږي، نه دا چې له بهر څخه پرې وتپل شي. تر اوسه پورې، د تهران راتلونکې اټومي پرېکړه به د ایران، اسراییلو او متحده ایالاتو ترمنځ د روانې شخړې بڼه تر ډېره ټاکي.

الېکس وطن‌خواه د منځني ختیځ د انسټیټیوټ د ایران مېز مشر دی. د هغه وروستی کتاب ” په ایران کې د آیت‌الله‌ګانو جګړه: متحده ایالات، بهرنی سیاست، او له ۱۹۷۹ کال راهیسې د سیاسي سیالۍ تاریخ” نومېږي.

error: Content is protected !!