د واک ترلاسه کولو لپاره د عملي سیاست اړتیا – مشتاق رحیم

مشتاق رحیم
مشتاق رحیم د جګړې، سولې او امنیت برخې کارپوه دی، او له جګړې وروسته د بیا رغونې په برخه کې عملي تجربه لري. هغه د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې له لارې په افغانستان او سوریې کې کار کړی. همداراز، نوموړي د افغانستان د سولې پروسې مهم غړی پاتې شوی؛ دی د سولې عالي شورا د دارالانشاء مرستیال او د اجرائیه بورډ غړی و.
ښاغلی رحیم د کابل په کاردان پوهنتون کې د بشري علومو په څانګه کې د ماسټرۍ دورې د مېلمه استاد په توګه دنده ترسره کړې. د نوموړي ګڼ شمېر تحلیلي لیکنې د یو شمېر معتبرو نړیوالو او سیمهییزو رسنیو لکهThe Diplomat،Arab News،The American Thinker،Pajhwok News AgencyاوBBC Pashtoله خوا خپرې شوي دي.
لیکوال: مشتاق رحیم
(دا لیکنه په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان چارو مرکز له خوا خپره شوې وه، خو دا چې د نوموړي مرکز وېبسایټ نور په لیکه نشته، دلته بیاځلي خپرېږي)
سیاست او سیاسي مباحثې د افغانانو کابو د ټولو ټولنیزو ناستو او سیاحتي چکرونو د بحثونو غوښنه برخه وي او آن ډېری وخت ټول بحث یوازې پر سیاسي چارو راټول وي. همدا راز، هغه ابزار چې اصلاً د ساعتېرۍ، له ورځنیو چارو څخه د ذهن آرامه کولو او د ټوکو ټکالو لپاره دي، هم موږ په سیاست ککړ کړي او پکې په سیاسي بحثونو بوخت یو. که تلوېزیون او راډیو تر ډېره د سیاسي خبرونو او پروګرامونو د کتلو او اورېدلو لپاره کاروو، خو ټولنیزې رسنۍ لکه فېسبوک او ټویټر هم د سیاست او د سیاسي بحثونو او کیسو مرکز ګرځېدلی.
داسې نه ده چې په نورو هېوادونو کې دا کار نه کېږي او خلک سیاست ته وخت نه ورکوي، یا د ټېکنالوژۍ په مټ جوړ شوي د اړیکو ابزار د سیاست لپاره نه کاروي. ایتان هرېش په خپل کتاب «سیاست د واک لپاره دی» کې وايي چې د امریکا هر درېیم وګړی هره ورځ نيژدې دوه ساعته وخت په سیاسي چارو کې په داسې حال کې تېروي چې هېڅ داسې احساس هم نه کوي چې په ټوله ورځ کې دې یې یوه دقیقه هم سیاسي کار کړی وي.
خو که له نورو ټولنو سره په پرتليز ډول وکتل شي، افغانان په دې برخه کې بیا په افراطي ډول ښکېل دي. ښايي یو لامل دا هم وي چې افغانستان په تېرو څلورو لسیزو کې په دوامداره توګه په کړکېچونو کې ښکېل پاتې شوی او دغه حالت پر ولس ژور اغېز کړی دی، نو خلک هم ډېر زیات اندېښمن دي او د سیاسي بحثونو له لارې هڅه کوي خپلو پوښتنو او اندېښنو ته ځوابونه پیدا کړي.
سره له دې چې ټولنه مو له سیاسي اړخه خوځنده ده، پر سیاسي چارو ژور نظر ساتي او تل په دې تکل کې ده چې له چارو باخبره پاتې شي، خو بیا هم د سیاسي جوړښتونو له دومره کمښت سره مخ ده چې سړی وېرېږي. سیاسي شخصیتونه مو اکثره حادثو زېږولي او هغه هم د ګوتو په شمار کورنۍ او خلک دي چې دا څلور لسیزې د افغانستان سیاسي محور څرخوي او د افغانستان په اړه ټولې پرېکړې هم همدوی کوي. د دې حالت اساسي لامل دا دی چې موږ د ټولنې په توګه یوازې د خبرو تر بریده په ناستو ولاړو او غونډو کې د سیاسي بحث په محوریت کې د پاتې کېدو او یا د کور تر انګړه په سیاسي چارو کې برخه اخیستو ته چمتو یو. سیاست راته یو شوق ګرځېدلی، سیاسي بحث د وخت تېرولو لپاره کوو او که یو څوک ډېر فعال هم وي نو ډېری وخت په ټولنه کې سیاست د شخص په توګه د ځان مطرح کولو لپاره کوي. د عملي سیاست په ځای شوقي سیاست ته لومړیتوب ورکوو او همدا لامل دی چې په سیاست کې د دومره ډېر وخت تر مصرفولو وروسته هم د ریښتونیو سیاسي ګوندونو او ډلو له کمښت سره مخ یو، په معیار برابر سیاسي شخصیتونه نه لرو او پر سیاسي چارو باندې مو اغېز له نشت سره برابر دی.
د سیاست یو آسانه تعریف د واک ترلاسه کولو هلې ځلې دي. د سیاسي خوځښتونو بنسټیزه موخه همدا ده چې واک ترلاسه کړي او بیا د واک له دریځه د خپلې ټولنې لپاره د خپلو ارمانونو د پاللو هڅه وکړي. په نړۍ کې ګوندونه او د هغوی پلویان چې کله غونډې جوړوي، کمپاینونه کوي او ولس هڅوي چې په سیاسي خوځښتونو او برنامو کې فعال ګډون وکړي؛ موخه یې دا وي چې د هېواد د واک ګدۍ خپله کړي. کله چې یو عادي وګړی دې ته چمتو کېږي چې پرته له کوم مادي امتیازه خلک وهڅوي چې د هغه د خوښې سیاسي ډلې یا شخص ملاتړ وکړي، نو دی اصلاً هڅه کوي چې واکمن شي. د ده د خوښې ډلې یا شخص واک ته رسېدل په حقیقت کې د دغه سیاسي رضاکار یا فعال د ارمان پالونکو واک ته رسېدل دي. کله چې موږ د واک ترلاسه کولو خبره کوو، نو دلته بحث د وګړو واک او دندو ته رسول نه دي، بلکې د هغه ارمان د پالنې خبره ده چې موږ یې د ځان او ټولنې لپاره لرو.
د دې لپاره چې خپل سیاسي ارمانونه وپېژنو، د خپلو ټولنیزو واقعیتونو په پام کې نيولو سره باید دغه ارمانونه او لرلیدونه وارزوو او بیا د خپل سیاسي لرلید په ملاتړ خلک را ټول کړو، نو اړینه ده چې په دوامداره توګه سیاسي فعالیت ولرو. له بده مرغه، زموږ په ټولنه کې تر ډېره بریده عملي سیاست په ټاکنو کې د سیاسي اشخاصو د کمښت له کبله د راتپلشوي بد او بدتر ترمنځ ټاکنې او بیا وروسته تر نیوکو او شکایتونو پورې محدود وي. د ټاکنو پر مهال په پرتلیزه توګه موږ د خپل منلي کس لپاره تر هره بریده مبارزه کوو او تر ټاکنو وروسته بیا له هماغې ډلې او شخص څخه ګیلې او شکایتونه کوو. په دې برخه کې زموږ ستره ستونزه دا ده چې افراد مو په سیاست کې خورا ډېره انرژي په غیر منظم ډول مصرفوي. که تېرو دوو لسیزو ته ځیر شو نو جوته به شي چې دا کیسه په وار وار تکرار شوې ده. د یادونې وړ ده چې کله د واک خبره کوو نو دا تر اجرایه ځواک یانې ولسمشرۍ پورې محدود بحث نه دی بلکې په مقننه قوه یا ملي شورا پورې هم تړلې خبره ده او د څار ډلې لکه ولایتي شوراګانې پکې هم د يادولو وړ دي.
که غواړو افغانستان هغه افغانستان شي چې موږ یې ارمان او تصور لرو، په هېواد کې د هغه ژوند څښتنان شو چې موږ یې هیله لرو، او د هېواد چارې مو له خپلو غوښتنو سره سمې تنظیم شي، نو اړینه ده چې له لنډمهاله (مقطعي) او شوقي سیاست څخه د عملي سیاست لور ته لاړ شو. د عملي سیاست لپاره تر ټولو لومړنۍ اړتیا د سیاسي ادرسونو رامنځته کول دي چې هغه د سیاست په ډګر کې سیاسي احزاب دي. اړینه ده چې همفکره وګړي سره پر یوه ګډ محور را ټول شي او د خپلو سیاسي موخو د پاللو لپاره عملي سیاست وکړي.
د سیاسي ادرس پیدا کول، لومړنی او اړین ګام دی خو د سیاسي موخو د پالنې لپاره بسنه نه کوي. اصل کار د یوه سیاسي حزب له ادرسه د ولسونو انسجام، تنظیم او په خپل سیاسي فکر را ټولول دي. دا دوامداره کار او منډو ترړو ته اړتیا لري. په سیاسي چارو کې ټولنه پر درېیو برخو وېشل کېږي. لومړۍ ډله سیاسي مشران دي چې په شمار اشخاص د یوه سیاسي ادرس استازي، څېره او غږ وي. دویمه ډله د سیاسي فعالانو ده چې د مشرانو او ولس ترمنځ د پل دنده ترسره کوي او په ټولنه کې د دوامدار فعالیت له لارې، که یوې خوا ته د خپل سیاسي هدف په ملاتړ خلک منسجموي نو بلې خوا ته په سیاسي ډګر کې مشرۍ ته د یوه فعال شخص د رسېدو يا ارتقا هلې ځلې کوي. درېیمه ډله او ستره ډله ولس دی، رایه کاروونکي دي او همدا ډله ده چې د واک سرچینه ده او چې چاته یې خوښه وي، د واک ګدۍ ورسپاري. سیاسي رهبران اړ دي چې په ورځنیو سیاسي چارو کې د ولس غږ راپورته کړي، سیاسي فعالان له یوې خوا د مشرانو او ولس ترمنځ اړیکه پیاوړې وساتي او بلې خوا ته د ولس د پوهاوي ورځنۍ دنده مخته یوسي.
سیاسي هلې ځلې دوامداره چاره ده چې په لنډمهاله بڼه مطلوبې پایلې نه لري، نه واک ورباندې ترلاسه کېدای شي او نه خپلو ارمانونو ته رسېدای شي. سیاسي مشران باید ولس ته د هغوی د ارمانونه په رڼا کې برنامه وړاندې کړي، سیاسي فعال د دغو برنامو په اړه ولس ته پوهاوی ورکړي او ولس د انسجام له لارې د همغې ډلې واک ته د رسولو هڅه وکړي چې د دوی غوښتنې پرځای کوي. دا چاره د دوامداره کار، ناستو ولاړو، غونډو او سیمنارونو او مطبوعاتي بحثونو له لارې شونې ده. حقیقي سیاسي قدرت ترلاسه کول اوږد مهاله مبارزې، دوامداره کار او خوځنده سیاسي فعالیت ته اړتیا لري.
که د افغانستان د تېرو دوو لسیزو سیاست ته وګورو، نو آن هغه خلک چې د پیاوړو ډلو استازي هم وو، د فرد په توګه واک ته ننوتي او همدا لامل دی چې هغه ستر ارمانونه چې د دوی ډلو له لسیزو او کلونو راهيسې پاللي، د هغو د تحقق ارمان ته نه دي رسېدلي. بلې خوا ته، که د نوي نسل استازي ځوانان مو سیاسي ډګر ته راغلي، هغوی هم د فرد په توګه مطرح پاتې شوي او له همدې کبله نه دي توانېدلي چې هغه بدلون راولي چې ترې تمه کېده. د حالاتو په خپل حال پاتې کېدل، یا هم د هرې ورځې په تېرېدو سره له بد څخه بدتر لوري ته تګ ولس هم ستړی کړی دی. سیاسي فعال د ارمان پر ځای پر دنده فکر کوي او سیاسي مشران ولس یوازې تر هغې پېژني چې واک ترلاسه کړي. د خلاصون لار مو دا ده چې د شوقی سیاست پر ځای عملي سیاست ته راودانګو، په ملي چارو کې د ځان مطرح کولو لپاره ولسونه له ځان سره ملګري کړو او د ریښتيني بدلون لپاره اوږدمهاله زیار او زحمت ته ملا وتړو. د سیاسي فعال په توګه دا خپله دنده وګرځوو چې ولس پر ملي مسایلو پوه کړو، سیاسي مشران د ولس له زړه خبر کړو او د واک خاوندان دې ته اړ کړو چې د حساب ورکولو اصل ته درناوی ولري.
یادونه: دا مقاله د امریکايي پروفیسور ایتن هېرش (Eitan Hersh) د کتاب «سیاست د قدرت لپاره دی /Politics is for Power» څخه په الهام اخيستو لیکل شوی ده.
(1) Comments
اسدالله شینواری
ستاسې لیکنه بیخي په زړه پوري ده
خو اوس وخت خلکو له سیاسي بخث څخه یوه د ساعتیري اله جوړه کړی ده
که نو ته ورسره منطق په اساس عږیږي نو بیا وای چې ستا په الفاظو مونږ چیرته پوهیږوو.
خو زه همدومره وایم . چې بی تعلیمه سړئ چې په سیاست کې عږیږې لکه ټیکټر کې چې ټیپ (سندرو ویلو اله) عږیږي.
Comments are closed.