د افغانستان د نرم ځواک سرچینې (د ژباړن خبرې) – احمد بلال خلیل

احمد بلال خلیل
احمد بلال خلیل له قائداعظم پوهنتونه د نړیوالو اړیکو په برخه کې ایمفېل کړی او دا مهال د بارسلونا د نړیوالو مطالعاتو په انستیتیوت کې خپله دویمه ماسټري کوي. نوموړی د «افغانستان او چین؛ دوهاړخیزې اړیکې (۱۹۵۵–۲۰۱۵)» کتاب لیکوال دی او د «افغانستان په تېره یوه نیمه لسیزه کې» د یو تحلیلي او څېړنیز راپور مخکښ څېړونکی پاتې شوی. ښاغلي خلیل نږدې پنځه کاله په افغانستان کې له یو شمېر څېړنیزو مرکزونو او د ملګرو ملتونو له ادارو سره د څېړونکي په توګه کار کړی دی.
پر نرم ځواک کتاب د ژباړن خبرې (وروستۍ برخه)
د ملي ګرا مؤرخینو په اند د اوسني افغانستان تکامل په درېیو پړاوونو کې شوی: آریانا، خراسان او افغانستان. اوسني افغانستان په درېواړو پړاوونو کې د نرم ځواک یو شمېر سرچینې درلودې چې له کلتور، تاریخ، ادب، مشاهیرو (فاتحین، علما، او صوفیا) نیولې تر خوړو، کډوالو او لوبو پورې غځېدلې دي. په دې برخه کې به موږ د نرم ځواک د سرچینو په تړاو د جوزف نای د درېیو کټګوریو دننه (چې کلتور، سیاسي ارزښتونه او بهرنی سیاست دی) یو لنډکی بحث وکړو.
نرم ځواک، چې د امریکایي سیاستوال، مفکر او استاد جوزف نای له لوري تعریف شوی، د یوه هېواد هغه ځواک دی چې د زور یا اجبار پر ځای د جاذبې، اعتبار او ارزښتونو له لارې پر نورو هېوادونو اغېز لري. د نای په وینا نرم ځواک درې سرچینې لري: کلتور، سیاسي ارزښتونه او بهرنی سیاست. دا درې سرچینې باید همغږې وي او یو له بله سره ټکر ونه لري، څو له مخې یې یو ملت وکولای شي خپل نرم ځواک لوړ او اغېزمن کړي.
زموږ بحث پر دې نه دی چې افغانستان له خپلو نرمو سرچینو څومره اغېزناکه ګټه اخیستې او یا په دې تړاو څومره فرصتونه او ننګونې دي، بلکې پر دې دی چې دغه سرچینې په نښه او معرفي کړو. افغانستان سره له دې چې د جګړو، کړکېچونو او بهرنیو لاسوهنو قرباني پاتې شوی، خو بیا هم داسې پیاوړي فرهنګي، تاریخي او ټولنیز جوړښتونه لري چې له مخې یې کولای شي د هېواد لپاره د نرم ځواک اساسي بنسټونه جوړ کړي.
کلتور
که څه هم نوروز په ډېرو هېوادونو کې نمانځل کېږي او د یونیسکو لهخوا د مارچ ۲۱ د نوروز د ورځې په توګه منل شوې ده؛ خو له دې هر څه پرته د نوروز ټاټوبی د افغانستان بلخ ګڼل کېږي. همدا لامل دی چې په سیمه کې د نوروز د پراخې کچې نمانځلو ته په کتلو یو شمېر شنونکو دا سیمه د نوروزستان په نامه هم نومولې ده.
خواړه د کلتور بل اړخ دی او د کلتوري هویت یوه مهمه برخه جوړوي. که له یوې خوا، په تاریخي توګه د ګازرو اصلي ځای اوسنی افغانستان ګڼل کېږي، نو له بلې خوا زموږ دودیز خواړه لکه قابلي پلو، روش، منتو، بولاني، ښوروا، وچه ډوډۍ او نور، نه یوازې د افغانانو د خوښې خواړه دي بلکې د سیمې په نورو هېوادونو کې هم خپل شهرت لري. دلته د بېلګې په توګه یوازې د رابندرنات ټاګور د کابلي والا کیسه یادولی شو چې افغان کرکټر په کې د وچو میوو پلورونکی و. د ټاګور دې کیسې د ډېرو ډيپلوماتانو د څو کلونو هڅو زیات په هند کې د افغانانو په تړاو همدردي زیاته کړې. له بده مرغه، تر اوسه پورې په افغانستان کې د خوړو په اړه نه تخصصي انستیتوتونه شته او نه هم علمي کتابونه چې دا فرهنګي سرمایه په سیستماتیک ډول نورو ته معرفي کړي.
د افغانستان تاریخي مشاهیر – فاتحین، علماء او صوفیان – نه یوازې دا چې زموږ مشاهیر دي، بلکې تر ډېره زموږ د سیمې د ګډ هویت، نهجلاکېدونکې برخه هم ګڼل کېږي. د غوریانو، غزنویانو او ابدالیانو په څېر افغان فاتحین؛ د برصغیر د مسلمانانو مشاهیر هم دي. دا راز بابر، که څه هم په هند کې د مغولي امپراتورۍ بنسټ اېښودونکی و، خو په کابل کې ښخ دی. تیمور، چې له بهره راغلی و، زوی یې په هرات کې د یوه پياوړي تمدن بنسټ کېښود. له دې ورهاخوا، په اموي او عباسي دورو کې افغان علماوو هم خپل رول ادا کړی دی. د بېلګې په توګه افغان شاعر خلیل الله خلیلي په بغداد کې د لغماني فقهاوو په تړاو یوه رساله کښلې (فقهای لغمانیون فی بغداد)، چې دا په سیمه کې د افغانستان د وصل ټکی ښيي. د جلال الدین بلخي، داتا ګنج بخش او چشت شریف په څېر صوفیانو هم افغان محوره سیمه کې ډېر رول لوبولی. همدا لامل دی چې کله د هند لومړی وزیر نارېندر مودي په ۲۰۱۶ کال کې هرات ته راغی نو ویې ویل: د سلما د دوستۍ بند موږ هماغسې یووالي ته رابولي لکه څنګه چې څو پېړۍ وړاندې چشت شریف موږ په روحاني شکل رابللي وو. ځکه له همدې ځایه د تصوف چشتي طریقت پیل شو او بیا تر هنده ورسېد. د دې ویاړلي دود او ښوونې د اجمیر، ډیلي او فتحپور سیکري په خانقاوو کې هم انګازې کوي. دا د مینې، سولې، ترحم او د بېلابېلو عقایدو ترمنځ د همغږۍ پیغام خپروي؛ د خدای ټولو مخلوقاتو ته درناوی کوي او د انسانیت خدمت یې بنسټ دی. دی مخکې زیاتوي، خواجه معینالدین چشتي، چې په هند کې د چشتي طریقت لومړنی پیر و، ویلي و: انسان باید د لمر په شان مینهناک، د سیند په شان سخي او د ځمکې په شان مېلمهپال وي. هغه نه یوازې دا چې د خپل پلرني وطن ښکلې منظره منعکسوله، بلکې د افغان ولس ځانګړتیاوې یې هم بیانولې. دا هر څه ښيي چې افغانستان د تمدنونو د څلورلارې په توګه نه و پاتې شوی، بلکې د نورو تمدنونو ته یې هم بڼه ورکوله.
په بل اړخ کې کډوال که څه هم د کړکېچ او جګړو نښه ده؛ خو له دې سره سره د نرم ځواک پر سرچینو هم بدلون موندلی شي. د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د افغان کډوالو پراخ حضور کولی شي له یو اړخه د افغان فرهنګ، ژبې، خوړو او ارزښتونو استازیتوب وکړي، نو له بل اړخه دا هم کولی شي چې له کوربه هېوادونو سره د کابل اړیکو ته هم مثبته بڼه ورکړي. له بده مرغه زموږ کډوال لا هم په کوربه هېوادونو کې منسجم نه دي، د لابي او فشار ډلو لرل خو لرې خبره ده. دا راز افغانستان باید له هغو ملتپالو او مذهبي سیاسي ګوندونو سره د اړیکو رغولو ته لومړیتوب ورکړي، کوم چې له تاریخي، فرهنګي یا جیوپولیتیکي اړخه له افغانستان سره هممسیره لیدلوری لري. دا ډول همکارۍ به د افغانستان په تړاو سیمهيیز ملاتړ زیات کړي.
لوبې او لوبغاړي هم د نرم ځواک یوه مهمه برخه ده. وزلوبه (بزکشي) که څه هم د ازبکو دودیزه لوبه بلل کېږي، خو د افغانستان د ملي لوبې حیثیت لري او په منځنۍ اسیا کې په پراخه کچه ترسره کېږي. د دې ترڅنګ افغان کرکټ او د راشد خان په څېر افسانوي لوبغاړي په ډېر لنډ وخت کې له بې وسۍ تر نړیوالو میدانونو پورته شول، افغانستان ته یې نه یوازې دا چې نړیوال حیثیت ورکړ، بلکې د هېواد مثبت تصویر یې هم وړاندې کړ.
سیاسي ارزښتونه
افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې له ډېرو توکمونو، ژبو، مذهبونو او سیمهییزو ځانګړنو سره یې، تل هڅه کړې چې یو ګډ ملي هویت وساتي. د افغانیت ارزښتونه، چې په ګډژوند، مېلمهپالنه، ویاړونو، وفادارۍ، له خپلواکۍ سره په مینه او زړه ورتیا باندې ولاړ دي، د افغانستان د ټولنیز جوړښت روح ګڼل کېږي.
که څه هم موږ د ډېرو توکمونو کوربه ملت یو، خو زموږ په تاریخ کې د توکم پر سر کورنۍ جګړې نشته. دا راز که څه هم دلته سنیان او شیعه ګان له یو بل سره ګډ اوسېږي؛ خو بیا هم دوی هېڅمهال د مذهبونو پر سر له یو بل سره جګړې نه دي کړي او دا هغه څه دي چې زموږ په سیمه کې یې بېلګې ډېرې کمې دي. تاسو یو ځل عراق، لبنان، پاکستان او ان ایران ته ځیر شئ، نو دا هر څه به درک کړای شئ. دا د ټولنې د زغم، افغاني اخلاقي جوړښتونو او د ګډ تاریخي ژوند د ارزښتونو نښه ده، چې د افغانستان د نرم ځواک د سیاسي ارزښتونو برخه جوړوي. زموږ قومونه له سیمې سره د تمدني، ژبني او کلتوري تړلتیا پلونه دي، نه خنډونه. دا څو اړخیزه پیوستون د افغانستان لپاره یو ظرفیت دی، چې کولای شي د سیمې په ګډو فرهنګي او ټولنیزو پروژو کې مثبت رول ولوبوي.
بهرنی سیاست
افغانستان که څه هم ډیر مهال په جګړو کې پاتې شوی او هم د نړیوالو رقابتونو ډګر ګرځېدلی؛ خو بیا یې هم تل هڅه کړې چې خپل اخلاقي دریځ، بېطرفي او د قانونمحوره نړیوال نظم په تړاو خپل لیدلوری ټینګ وساتي. افغانستان د ناپېیلتوب سیاست نږدې یوه پېړۍ له هغې مخکې غوره کړی و، چې د هند نهرو او د چین چو این لای د پانجشیل په اصولونو کې واضح کړه او بیا د ناپېیلتوب غورځنګ بنسټ شو. دا ښيي چې کابل له تاریخي پلوه د فشارونو، جګړو او د وېشنې (بلاک جوړونې) پر وړاندې خپل دریځ درلود. همدا لامل دی چې کله د افغانستان له لومړي وزیر داوود خان نه امریکايي ژورنالیست وپوښتل، چې تاسو د چا پلوي یاست؟ نوموړي په ځواب کې ورته وویل: «موږ نه غواړو چې په دې نړیوالو کښمکښنو کې برخهوال شو. موږ د هیڅ چا پلوي نه یو. »
همدارنګه افغانستان له لومړي سره د اټومي او ګڼوژونکو وسلو پر ضد و. په دې تړاو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان رایې او بیانیې د دې موضوع ښکاره دلیل دی.
تر ټولو مهمه، د تهاجمي سیاستونو پر ضد د افغانستان دریځ دی، چې د دې هېواد د نرم ځواک یوه بله ستن ده. ان کله چې د افغانستان د ملګرو هېوادونو لهخوا اشغالونه ترسره شول، نو افغانستان بیا هم خپل اخلاقي دریځ وساته او د دوی اشغالونه یې وغندل. د فلسطین، ویټنام، لاتیني امریکا، افریقا او سویلي افریقا د خلکو د مبارزو ملاتړ او د استعمار، اپارتاید او نیواک پر ضد یې غږ پورته کړ او دا د دې هېواد د ارزښتمحوره او عدالتمحوره بهرني سیاست بله نښه ده.
دا راز افغانستان په تاریخي توګه اقتصادمحوره سیاست پرمخ بېولی دی او خپل ځان د چین، هند، ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو په منځ کې د ملت-دولت پر ځای، یو تمدني دولت ګڼي.
سره له دې چې افغانستان د اوږدو جګړو، کورنیو کړکېچونو او نړیوالو سیالیو له امله ډېر ځپل شوی، خو بیا هم د نرم ځواک داسې ژورې، تاریخي او متنوع سرچینې لري چې باید وپېژندل شي، سیستماتیکې شي او د هېواد د نړیوال تصویر د رغولو لپاره وکارول شي. دا سرچینې افغانستان له حاشیې څخه د سیمهییزو او نړیوالو اړیکو زړه ته پورته کولای شي.
د دې کتاب ژباړه به ډېره نیمګړې وای که چېرې ضياءالاسلام شېراني یې سمون نه وای کړی او که چېرې د اکسوس خپرندویې ټولنې یې چاپ ته زړه نه وای ښه کړی، نو ښایي تر تاسو به هم نه وای درسېدلی. زه د دواړو منندوی یم. کور مو ودان!