نوی کنسټرکټیویزم؛ د نړیوالو اړیکو نوې تیوري – احمدالله ارچیوال

احمدالله ارچیوال
احمدالله ارچیوال په ۲۰۰۴ کال کې له پېښور پوهنتونه په ژورنالېزم او په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا له نیوسکول پوهنتونه د نړیوالو چارو په برخه کې ماسټرۍ ترلاسه کړي. دا راز، نوموړی «د خدایې خدمتګار کلتوري اغېزې» او «ولسي مبارزې (عدم تشدد)» کتابونو لیکوال هم دی. ښاغلی ارچیوال له تېرو دوو لسیزو راهیسې، د امریکا د سولې په انستیتوت، یوناما، د افغانستان ټاکنو کمیسیون کې د عامه پوهاوي د رییس او کارډان پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې د استاد په توګه دندې ترسره کړي دي.
لیکوال: احمدالله ارچیوال
لنډه پېژندنه
دا چې کنسټرکټیویزم نورمونه، کلتور او پېژندګلوي د دولتونو د چلند ټاکونکي فکتورونه بولي، او تر ډېره پر ژبه متکي دی، او ټولیز نظریات او افکار د انسانانو د ټولنیز، اقتصادي او سیاسي نړۍ جوړونکي اجزا ګڼي، نو له همدې ځایه کنسټرکټیویزم تر نیوکو لاندې راغلی دی.
پر دې تیوري لومړۍ نیوکه دا ده چې دا تعریف کنسټرکټیویزم له ایډیالیزم سره ورته کوي (ګولډسټاین او کیوهن، ۱۹۹۳). که دا خبره ومنل شي، مانا یې دا ده چې د کنسټرکټیویزم او ایډیالیزم ترمنځ پولې روښانه نه دي، او د یوې ځانګړې او جلا تیورۍ په توګه د کنسټرکټیویزم شتون ننګوي.
پر دې تیورۍ دویمه نیوکه دا ده چې دا تیوري د ایجنسي او جوړښت ترمنځ ایساره ده. د ایجنسي او جوړښت بحث د انفرادي لوبغاړو او د ټولنیزو ځواکونو ترمنځ د لامل پر اړیکو تمرکز کوي. په بل عبارت، ایجنسي-جوړښت پر دې بحث کوي چې ټولنیز جوړښتونه تر کومه بریده د انفرادي انتخابونو مخه نیسي یا برعکس هغه لاپسې غوړوي. همدارنګه، دا پوښتنه هم راپورته کېږي، چې ټولنیز جوړښتونه د افرادو له خوښۍ څومره خپلواک عمل کوي (جېکسن او نېکسن، ۱۹۹۹).
هغه نور بحثونه چې کنسټرکټیویزم پکې ښکېل دی، د ایډیالیزم او میټریالیزم ترمنځ شخړه ده، او همدارنګه د سیسټم د جوړونکو اجزاوو ترمنځ د لاملي اړیکو د دوه ګونو پدیدو دوامداره ټکر دی. ځینې پوهان د موجودو ساینسي تیوریو پر بنسټ د دولتونو د چلند مطالعه بېپایله ګڼي او د دې ستونزې د حل لپاره پراګماټیزم (۱) ته د مراجعې غوښتنه کوي.
له دې حالت سره د مقابلې لپاره نوی کنسټرکټیویزم د پخواني کنسټرکټیویزم ملاتړ ته رادانګي. نوی کنسټرکټیویزم د نړیوالو اړیکو د تیورۍ افق لا پسې پراخوي، د پورته یادو شویو دوه ګونو تضادونو د حل هڅه کوي او د تیورۍ د خوندي کولو دروند بار ته اوږه ورکوي. سربېره پر دې، د سیاست په ډګر کې معمول عادتونه او پروسې د دولتونو د چلند د مطالعې لپاره نوي ابعاد معرفي کوي. دا تیوري د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر او د نړیوالو اړیکو د مخکښ تیوریسن هېنري کیسنجر د هغې خبرې عملي بېلګه ده چې ویلي یې وو: «ډیپلوماسي ساینس نه، بلکې هنر دی.» (پولیوټ، ۲۰۰۸).
له دې امله چې د نړیوالو اړیکو په موجودو تیوریو کې پوهان یوازې پر نظریاتو، افکارو او تیوریکي بحثونو وخت تېروي، په حقیقت کې یو ډول د پوهې استازولي کوي او نړۍ ته د یوې صحنې په څېر ګوري. دا طریقه له ځمکنیو حقایقو لېرې ده او د ستونزو په حل کې مرسته نه کوي. برعکس، پر عادتونو تمرکز د ستونزو د حل یوه عملي لاره ده (پولیوټ، ۲۰۰۸). د نړیوالو اړیکو د لوبغاړو لخوا په ورځنیو چارو کې د عملي اړخونو تمرکز او خپلو عادتونو ته مراجعه، د دې تیورۍ او د نړیوالو اړیکو د نورو تیوریو د انټالوژي (هستۍ پېژندنه)، ایپیسټمالوژي (پوهنپوهنه) او میتودولوژي ترمنځ ژور واټن رامنځته کوي.
خو تر دې بحث وړاندې، اړینه ده چې د نوي کنسټرکټیویزم د جوړونکو اجزاوو په اړه لږه رڼا واچوو.
د نوي کنسټرکټیویزم جوړونکي اجزا – د عمل او نسبیت تیورۍ
نوی کنسټرکټیویزم په حقیقت کې د یو لړ نورو تیوریو ټولګه ده. همدا وجه ده چې ډېر خلک دواړه کنسټرکټیویزم او نوی کنسټرکټیویزم د نړیوالو اړیکو له تیوریو پورته ګڼي او ورته د ټولنیزو تیوریو په سترګه ګوري. په همدې لړ کې، پریکټس (عمل) تیوري ډېرو ته یوازې د نړیوالو اړیکو نه، بلکې د ټولنیزو اړیکو د یوې عمومي تیورۍ په څېر ښکاري. د نوي کنسټرکټیویزم پلویان ټینګار کوي چې د دوی لیدلوری د نړیوالو اړیکو د یوې ځانګړې تیورۍ یا پاراډایم استازیتوب نه کوي، بلکې د یوې پراخې ټولنیزې تیورۍ استازیتوب کوي (اډلر، ۱۹۹۷). خو برعکس، ځینې پوهانو ته دا تیوري په مادي توګه یوه منظمه او مجسمه تیوري ښکاري، چې له یو بل سره د تړلو عملي پوهاوي پر محور راټوله شوې ده (شاټزکي او ملګري یې، ۲۰۰۱).
د پریکټس (عمل) تیوري او نسبیت د نوي کنسټرکټیویزم د تیورۍ د ملا تیر دي. که لږ یې نوره هم روښانه ووایو، نو نوی کنسټرکټیویزم د همدې دواړو تیوریو ټولګه ده. له همدې امله اړینه ده چې د دواړو تیوریو په اړه یو لنډ بحث وکړو.
پریکټس تیوري ملي ګټې، پېژندګلوي او لومړیتوبونه د نړیوالو اړیکو په جوړېدو کې کمارزښته ګڼي (میکورټ، ۲۰۱۶). برعکس، دا تیوري عادتونه او عملي دودونه د نړیوالو اړیکو اصلي محرک ګڼي. د دې تیورۍ له نظره، نړیوالې اړیکې زیاتره د ځانګړو شرایطو له مخې رامنځته کېږي. پریکټس یا د عمل تیوري د افرادو پر هغو عادتونو او خویونو ټینګار کوي چې دوی یې د ټولنیزو راکړو ورکړو لپاره د وخت په تېرېدو سره رامنځته کوي (پولیوټ، ۲۰۰۸).
د میکورټ په وینا، په نړیوالو اړیکو کې دا پوښتنې چې خلک څه کوي او څرنګه یې کوي، له پامه غورځول شوې دي. خو له بلې خوا، دا دواړه له یو بل سره تړلې خبرې د عملي اقداماتو دوه اړخونه دي. په دې تیورۍ کې پر دې تمرکز کېږي چې څنګه خلک له فکر پرته کړنې ترسره کوي، او د همدې تمرکز له لارې د نړیوالو اړیکو په تیورۍ کې شته تشې ته ځواب ویل شوی دی (میکورټ، ۲۰۱۶). سره له دې چې په نړیوالو اړیکو کې نوی کنسټرکټیویزم د ۱۹۹۰مې لسیزې په جریان کې رامنځته شو او ورسره سم په نړیوالو اړیکو کې پر عملي اړخ (practicality) ټینګار هم زور واخیست، خو په علم کې د دې پدیدې ریښې تر سقراطه رسېږي. وروسته افلاطون او نورو د علمي اصولو پر بنسټ ولاړ پوهاوی د استازولۍ پوهې (representational knowledge) ته د مراجعې له امله دغه پدیده په تدریج کمزورې کړه (پولیوټ، ۲۰۰۸). په بشري علومو کې رایل، پولاني او سیریل د دې پدیدې معاصر سرلاري دي.
د نسبیت تیوري؛ دولتونه او نړیوال سازمانونه د نړیوال سیاست د بنسټیزو واحدونو په توګه نه مني، بلکې پر ځای یې پر روانو پروسو تمرکز کوي (میکورټ، ۲۰۱۶). دا تیوري نړیوالې اړیکې د دوامداره پروسو پایله بولي، او له همدې امله پروسې او اړیکې د نړیوالو اړیکو د تحلیل د واحدونو په توګه معرفي کوي. پوهان؛ د پریکټس (عمل) او نسبیت تیورۍ د کنسټرکټیویزم په ګډ نوم یادوي.
د یوې ګډې ځانګړتیا په توګه، کنسټرکټیویزم او نوی کنسټرکټیویزم دواړه ټولنیز شرایط او کلتور د نړیوالو اړیکو محراق ته ورداخلوي (میکورټ، ۲۰۱۶). یوازې د کلتور، پېژندګلوۍ او نورمونو له زاویې د دولتونو د چلند مطالعه کول، د کنسټرکټیویزم انټالوژي (هستيپېژندنه) محدوده کړې ده (میکورټ، ۲۰۱۶).
د دې تیورۍ یوه مهمه ځانګړنه د ډېرو موجودو تیوریو ردول دي. لامل یې دا دی چې پخوانۍ تیورۍ د لوبغاړو ترمنځ د افهام او تفهیم له رامنځته کېدو مخکې پر موجودو فکتورونو ولاړې دي. د نړیوالو اړیکو د انټالوژۍ (هستيپېژندنې) په اړه د عمل یا پریکټس تیوري او نسبیت تر ډېره بریده یوه خوله دي.
سره له دې هم، د کنسټرکټیویزم او نوي کنسټرکټیویزم ترمنځ مشترکات شته. دواړه حقیقت یوه ټولنیزه پدیده ګڼي او حقیقت ته د اړوندې ټولنې د کلتوري او نورو شرایطو په رڼا کې د خلکو ترمنځ د رامنځته شوي تعامل په سترګه ګوري. دا طریقه د نړیوالو اړیکو په تیوریو کې د اړونده ټولنو کلتور ته ټاکونکی رول ورکوي.
دا دواړه تیورۍ په دې اړه چې نړیوال سیاست یو له پخوا ټاکل شوی حالت نه دی، بلکې د یوې ټولنیزې پروسې پایله ده، له کنسټرکټیویزم سره یوه خوله دي. دا خبره په پخوانیو تیوریو لکه ریالیزم، لیبرالیزم او نورو ته له یوې ځغلنده کتنې وروسته روښانه کېږي. په ډېری دغو تیوریو کې دولت، انارشي، ګټې او نورې پدیدې چې له پخوا موجودې ګڼل کېږي، د تیوریو محوري موضوعات دي او ډېری وخت د تحلیل د واحد په توګه کارول کېږي.
د میکورټ (۲۰۱۶) په وینا، نوی کنسټرکټیویزم د مبناءګرایۍ (۲) (anti-foundationalist) او وجودیت (Anti-essentialist) (۳) ضد دی. د دې مانا دا ده چې دا تیوري د علم ارثي، افقي او دایمي بنسټونه ردوي.
دلته له نورو تیوریو سره د انټالوژۍ (هستۍ پېژندنې) په اړه اختلاف پخپل ځای دي، خو د کنسټرکټیویزم او نوي کنسټرکټیویزم د انټالوژیو ترمنځ اختلاف ځانګړی اهمیت لري. د دې موضوع د روښانولو لپاره، کلاشي پوپو (۲۰۲۳) له نسبیت تیورۍ سره تړلې نسبي سوسیولوژي (ټولنپوهنې) ته مراجعه کړې ده. د ټولنپوهنې پوهان، ټولنیزې نړۍ ته له دوو بعدونو ګوري: یو یې مادهګرايي او بل یې نسبيت دی.
د مادهګرايي بعد بېلابېل مادي شیان لکه موجودیتونه، توکي او نور، د ټولنیزې نړۍ د بنسټیزو واحدونو په توګه ګڼي او د دغو واحدونو په اړه د پوښتنو د بنسټ په سترګه ورته ګوري. بلخوا، ژور نسبي روشونه؛ اړیکې د ټولنیزې نړۍ د بنسټیز واحد په نوم یادوي.
خو د کنسټرکټیویزم او نوي کنسټرکټیویزم د انټالوژۍ ترمنځ توپیر هم مهم دی. له نوي کنسټرکټیویزم سره تړلېد نسبیت تیوري پر هغو څه تمرکز کوي، چې د لوبغاړو ترمنځ له مخامخېدو وروسته پېلېږي، او د هېوادونو د اړیکو په بحث کې هغو ته محوري رول ورکوي.
د کنسټرکټیویزم او نوي کنسټرکټیویزم د پرتله کولو لپاره باید دې بحث ته مراجعه وشي، چې مادهګرايي لومړی راځي او که نسبیت؟ د ټیلي (۱۹۹۶) پر باور، د مادهګرايي تیورۍ له مخې مادي شیان د راکړې ورکړې او اړیکو څخه وړاندې موجود وي. په بل عبارت داسې هم ویلی شو، اړیکې هغه وخت مانا پیدا کوي چې شیان وار له مخکې موجود وي؛ خو که دا شیان نه وي، نو اړیکې به بیا د چا او د څه شي ترمنځ وي؟
برعکس، د نسبیت تیوري د بېلابېلو ټولنیزو ټولګو ترمنځ د اړیکو تنظیم د ټولنیز تحلیل اساسي برخه بولي. جېکسن او نېکسن (۱۹۹۹) په دې باور دي چې د مادې پر ځای پر اړیکو او پروسو ټینګار د سیاست د غوره تیوریو د رامنځته کېدو لامل کېږي. دا بحث ځکه هم مهم دی چې د نړیوالو اړیکو ډېری تیورۍ، مادهګرايي لومړی او نسبیت وروستی ګڼي. د جېکسن او نېکسن په وینا، دغه ډله پوهان، دولت او کله ناکله افراد او توکمونه وار دمخه موجود ګڼي، چې وروسته یې ترمنځ اړیکې رامنځته شوې دي.
د کنسټرکټیویزم او نوي کنسټرکټیویزم د انټالوژۍ ترمنځ همدغه نازک توپیر دا دی: کنسټرکټیویزم لومړی د مادې رامنځته کېدا ته پام کوي، حال دا چې نوی کنسټرکټیویزم بیا پر دې تمرکز کوي چې د مادي شیانو په پرتله، اړیکې لومړی مخې ته راځي.
د نوي کنسټرکټیویزم پلویان د ریالیزم پر انټالوژي ولاړ دریځ، چې حقیقت یو ثابت څېز ګڼي، ردوي. د دوی په وینا، له دې امله چې ټولنیزه نړۍ له طبیعي نړۍ څخه توپیر لري، د ریالیزم پر بنسټ انټالوژي د ټولنیزو واقعیتونو په تشریح کې پاتې راغلې ده (فریډریکس او کراتچویل، ۲۰۰۹). له همدې امله دوی د یوې ټولنیزې انټالوژۍ د رامنځته کولو غوښتنه کوي.
د عمل یا پریکټس تیوري پر دې باور ده چې علم یوازې پر موخو ولاړ نه دی، او نه هم نورمونه د علم د رامنځته کېدو لارښوونه کوي، بلکې علم یو عملي اړخ هم لري. دا چې څه باید وشي او څرنګه باید وشي، د پریکټس تیورۍ نهجلا کېدونکې برخې دي (میکورټ، ۲۰۲۲).
د دې خبرې د ښه وضاحت لپاره، اړینه ده چې د نوي کنسټرکټیویزم پر میتودولوژۍ لږ بحث وشي. لکه څنګه چې یادونه یې وشوه، د عمل یا پریکټس تیورۍ پلویان؛ علم یوه ټولنیزه پدیده بولي، چې د خلکو د متقابل عمل په پایله کې رامنځته کېږي. له همدې امله ویلی شو، چې د دې تیورۍ هغه پوهان چې د جګړې د رامنځته کېدو لاملونه یوازې په رواجي ساینسي میتودولوژیو کې لټوي، په خپله دې هڅه کې بریالي نه دي. د دوی په باور، له دې بنبست څخه د وتلو لپاره پراګماتیزم یوه عملي لاره ده (فریډریکس او کراتچویل، ۲۰۰۹).
فریډریکس او کراتچویل د میتودولوژۍ په اړه خپله بدیله لاره لاپسې پراخه کړې او په دې برخه کې یې دوه وړاندیزونه کړي: لومړی دا چې د دوی ځانګړې میتودولوژي باید د اصولو په اړه د اړوندو خواوو ترمنځ همغږي ولري. او دویم دا چې ځانګړې علمي او عملي موخې له ځانه سره ولري. د دوی په باور، د همغږۍ مانا دا ده چې د اړوند علمي ډګر پوهان باید د ټاکل شوو اصولو په اړه یوه خوله وي، د دې ساحې څخه بهر پوهان یې وارزوي، او په ټوله کې د ټولنې له اصولو سره همغږي ولري. په ټوله کې، میکورټ د دې تیورۍ له لارې د نړیوالو اړیکو د مطالعې لپاره د میتودولوژیو پر پلورالیزم باور لري او د پروسو پر بنسټ ولاړو کیفیتي څېړنو د کارولو سپارښتنه کوي.
میکورټ، د رواجي تیوریو برعکس چې پر انټالوژیک ریالیزم ولاړې دي، د علم په اړه دا بدیل فکر د ایپسټیمالوژیک (پوهنپوهنې) انسټرومینټالیزم (ابزارګرایۍ) پر بنسټ وړاندې کوي (فریډریکس او کراتچویل، ۲۰۰۹). د نورو تیوریو په پرتله، د نوي انسټرومینټالیزم چلند د میتودولوژیو په برخه کې انعطافپذیر دی، یعنې دا تیوري د وخت او شرایطو مطابق د څېړنې لارې ټاکي.
د نوي کنسټرکټیویزم له مخې، په نړیوالو اړیکو کې پراګماتیزم په درېیو ابعادو کې مطالعه کېږي:
لومړی؛ د تیوریو یو ځای کول یا ترتیبول – لکه څنګه چې فریډریکس او کراتچویل (۲۰۰۹) وایي، ډېر پوهان د اړتیا پر وخت د شرایطو مطابق بېلابېلې تیورۍ یو له بل سره یو ځای کوي، که څه هم دا کار په مختلفو نومونو ترسره کېږي.
دویم؛ تحلیلي التقاطګرايي یا انالیټیک ایکلیکټیسزم – د پراګماتیزم د تحقق په خاطر ځینې پوهان ساده تیورۍ سره یو ځای کوي، څو د پېچلو پاراډایمونو د جوړولو هڅه وکړي.
درېیم؛ څېښتونکی استدلال یا ابډکشن د پراګماتیزم درېیم اړخ دی. دا هغه استدلالي حالت دی چې پکې پوهان، سره له دې چې د یوې پدیدې لپاره کافي مشاهدات نه لري، بیا هم هغه تائیدوي، او یا د یوې مشاهدې د بیانولو لپاره د باور وړ فرضیې وړاندې کوي. د میکورټ (۲۰۲۲) په وینا، ابډکشن هغه وخت دی چې که څه هم د یوې پدیدې مشاهدې ټاکل شوې وي، بیا هم هغه منل کېږي.
د نوي کنسټرکټیویزم بېلګه
میکورټ (۲۰۱۶) عملي ډیپلوماسي د پریکټس یا عمل تیورۍ د یوې بېلګې په توګه یاده کړې ده. سره له دې چې ډیپلوماسي ځانګړي نورمونه او شرایط لري، خو کله چې یو ډیپلومات د یوې وینا د لیکلو پر مهال کار کوي، د یوې وینا لیکل ساعتونه، ځینې مهال ورځې او ان اونۍ وخت نیسي. د دې مانا دا ده، چې ډیپلومات اړ دی د خپلو شرایطو په پام کې نیولو سره یو انعطاف منونکی دریځ غوره کړي، او د همدې اړتیا له امله د خپلې وینا په متن کې څو ځله بدلون راولي. دا بېلګه د پریکټس تیورۍ عملي مظاهره ده؛ ځکه دلته د نړیوالو اړیکو پر تیوریو نه، بلکې پر عملي اصولو تکیه کېږي.
د نوي کنسټرکټیویزم د ښې روښانتیا لپاره د کېسنجر خبرې ته بېرته ورګرځو. د نوموړي په وینا، د سیاستوال او د څېړونکي د نظرونو ترمنځ پراخ توپیرونه موجود دي: پر سیاستوال ستونزې تپل کېږي او د هغو د حل لپاره محدود وخت لري، خو برعکس څېړونکی په خپله خوښه ستونزې غوره کوي او د څېړنې لپاره د معلوماتو د راټولولو او تحلیل لپاره وخت ټاکي (پولیوټ، ۲۰۰۸).
د دې خبرې مانا دا ده، چې هغه سپارښتنې چې پوهان یې د ځانګړو سیاسي شرایطو لپاره وړاندې کوي، تل د سیاستوالو لپاره عملي نه وي. سیاستوال زیاتره وخت د خپلو شرایطو، عادتونو او تجاربو په پام کې نیولو سره، پرته له دې چې کتابي تیوریو او سپارښتنو ته مراجعه وکړي، اقدام کوي.
د کیسنجر دا څرګندونه په نړیوالو اړیکو کې پر دې ټینګار کوي، چې د علمي اصولو، تیوریو او فرضیو پر ځای باید د اړوندو لوبغاړو عادتونه او د اړیکو عملي اړخونه په پام کې ونیول شي. دا خبره د نوي کنسټرکټیویزم لنډیز ګڼل کېږي.
ایومي (۲۰۲۲) د نوي کنسټرکټیویزم په اړه د میکورټ لیدلوری په ښه توګه خلاصه کړی دی. د هغه په وینا، دا تیوري یوه عملي او پر هوښیارۍ ولاړه تیوري ده، چې له سیاسي او ټولنیزو شرایطو سره تړلې ده او د لوبغاړو له فکر او نړیوالو اړیکو له پوهاوي سره مستقیمه اړیکه لري. ایومي دا تیوري د علم په اړه مشکوکه (agnostic) (۴) بولي، یعنې داسې یوه تیوري چې د کتابي علم او وچو کلکو تیوریو پر ځای پر قضاوت، هوښیارۍ او شرایطو ولاړه ده.
پایلیکونه
(۱) د څېړنو د ترسره کولو لپاره پراګماټیزم داسې یوه انعطافپذیره وسیله ده، چې د څېړنو د بېلابېلو ډولونو څخه د حالاتو مطابق ګټه اخلي. کاروونکي یې باید د ایپیسټمالوژۍ او میتوډولوژۍ په اړه اړین پوهاوی ولري.
(۲) انټي فاونډېشنالیزم یا مبناءګرایۍ ضد هغه فلسفي لیدلوری دی چې له مخې یې علم یو ثابت او مطلق حقیقت نه دی، بلکې په ټولیزه توګه د کلتوري شرایطو او ګروهو په منځ کې رامنځته کېږي.
(۳) انټي ایسېنشیالېزم یا د وجودیت ضد هغه فکر او دریځ ردوي چې پر دې باور وي، تصورونه او ټولنیز ګروپونه ثابتې ځانګړتیاوې لري. د دې لیدلوري له مخې، د تصورونو او ګروپونو ځانګړتیاوې د وخت په تېرېدو سره بدلېږي او د ارتقا پر لور روانېږي.
References:
Adler, E. (1997). Seizing the middle ground: Constructivism in world politics. European Journal of International Relations, 3(3), 391–463
García Iommi, L. (2022). [Review of the book The New Constructivism in International Relations Theory, by D. M. McCourt]. International Relations Theory Review, 224 pp. Bristol: Bristol University
Goldstein, J., & Keohane, R. O. (Eds.). (1993). Ideas and foreign policy: Beliefs, institutions, and political change. Cornell University Press.
Jackson, P. T., & Nexon, D. H. (1999). Relations before states: Substance, process, and the study of world politics. European Journal of International Relations, 5(3), 291–332. https://doi.org/10.1177/1354066199005003002
Klasche, B., & Poopuu, B. (2023). What relations matter? International Studies Quarterly, 67(1), sqad010. https://doi.org/10.1093/isq/sqad010
McCourt, D. M. (2016). Practice theory and relationalism as the new constructivism. International Studies Quarterly, 60(3), 475–485. https://doi.org/10.1093/isq/sqw022
McCourt, D. M. (2022). The New Constructivism. In The New Constructivism in International Relations Theory. Bristol University Press. https://www.jstor.org/stable/j.ctv293p48m
Schatzki, T., Knorr Cetina, K., & Von Savigny, E. (2001). The practice turn in contemporary theory. Routledge