شخصیتجوړونه او ورانونه – مشتاق رحیم

مشتاق رحیم
مشتاق رحیم د جګړې، سولې او امنیت برخې کارپوه دی، او له جګړې وروسته د بیا رغونې په برخه کې عملي تجربه لري. هغه د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې له لارې په افغانستان او سوریې کې کار کړی. همداراز، نوموړي د افغانستان د سولې پروسې مهم غړی پاتې شوی؛ دی د سولې عالي شورا د دارالانشاء مرستیال او د اجرائیه بورډ غړی و.
ښاغلی رحیم د کابل په کاردان پوهنتون کې د بشري علومو په څانګه کې د ماسټرۍ دورې د مېلمه استاد په توګه دنده ترسره کړې. د نوموړي ګڼ شمېر تحلیلي لیکنې د یو شمېر معتبرو نړیوالو او سیمهییزو رسنیو لکهThe Diplomat،Arab News،The American Thinker،Pajhwok News AgencyاوBBC Pashtoله خوا خپرې شوي دي.
لیکوال: مشتاق رحیم
په سیاست کې شخصیتجوړونه، یو څوک له نورو د غوره شخصيت په توګه وړاندې کول، تر نورو يې پیاوړی ښودل او یا هم برعکس د یو چا شخصیت وژنه او هغه بدرنګه ښودل، د تاریخ په اوږدو کې د سیاسي بهیرونو برخه پاتې شوي دي. په اوسني سیاست کې چې د هېوادونو سیاستونه او سیاستوال د کورني، بهرني او نړيوال کړکېچ په منځ کې د خپل پايښت هلې ځلې کوي، سیاسي شخصیتجوړونه او ورانونه یو معمول ګرځېدلی دی. په دې برخه کې نړیوال قدرتونه نږدې ټول واک په لاس کې لري او له دې لارې تر خپل اغېز لاندې هېوادونه په خپل واک او کنټرول کې ساتي. همدا راز، د هېوادنو دننه د پردې تر شا د واک خاوندان (Establishment) هم په دې لړ کې د هېواد سیاست تر خپل اغېز لاندې ساتلو لپاره دغه چاره ترسره کوي. په دې لړ کې بېلابېل تکتیکونه کارول کېږي، چې ځینې یې د بېلګې په توګه لاندې وړاندې کېږي.
شخصیتوژنه یا ورانونه (Demonization): دا هغه بهیر دی چې د یوه سیاسي شخص د څېرې د مسخه او بدرنګه کولو هڅه پکې کېږي. ښه کار یې هم بد ښودل کېږي، مطبوعاتي پروپاګند او ډنډورې پسې خپرېږي او له دې لارې د هغه د څېرې د منفوره کولو هڅه کېږي. د مطبوعاتي کمپاینونو، تحقیقي مقالو، کتابونو او د دروغو ولسي کیسو خپرولو له لارې دا چاره ترسره کېږي ترڅو واک کمزوری او نامطلوب شخص له صحنې وایستل شي. په افغانستان کې د غازي امان الله خان پر ضد انګریزي توطئې د دې ښه بیلګه ده. په نړیواله کچه د عراق صدام حسین، د لیبیا معمر قذافي او یا هم اوس مهال د وینزویلا برحاله ولسمشر نكولس مادورو چې نړۍ ته بد یا شیطان صفته ښودل شوي، نورې بیلګې دي. له شک پرته چې یاد اشخاص به ستونزې هم لري؛ خو په نړۍ کې دوی ته ورته ډېر داسې نور کسان هم شته، چې د دوی پرتله به یې ستونزې ډیرې وي؛ خو په کړو وړو یې سترګې پټېږي. یعنې یوازې پر هغو کسانو ډېر تمرکز وي، چې نامطلوب وي.
رهبرجوړونه/بې حده ستاینه (Idolization): دا هغه چاره ده، چې یو شخصیت یا رهبر ډېر لوی او داسې وړاندې کړي، چې د ټولو دردونو دوا، د هر مرض علاج او بې جوړې شخصیت وي. په دې بهیر کې داسې ښودل کېږي چې نړۍ په همدې سړي ودانه ده او که دا سړی نه وي، نو کیسه ورانه ده! نړیوال قوتونه او کله کله کور دننه پټ ځواکونه دا چاره د مطبوعاتي کمپاینونو، نړیوالو جايزو او اېوارډونو، علمي مقالو، مستندو فلمونو او داسې نورو چارو له لارې ترسره کوي، دوی یو عادي شخص د یوه فوق العاده شخص په توګه وړاندې کوي. د دې ډول رهبر جوړونې ښه بېلګه په پاکستان کې د پوځ لهخوا د عمران خان د رهبر جوړونې بهیر و. لومړی یې عمران خان د نواز شریف په مقابل کې ودرولو او تقویه یې کړ او بیا یې واک ته د رسولو لپاره مطبوعاتي کمپاینونه ورته وکړل. همدا راز که وکتل شي تر یو بریده د سعودي شهزاده محمد بن سلمان هم د غربي مطبوعاتو لهخوا د بدلون او اصلاحاتو د پرښتې په توګه وړاندې کړای شو. دا بېله خبره ده چې سلمان د خپلو سیاسي تېروتنو له کبله دغه هڅه له بریالتوب څخه مخکې خنثی کړه.
تقدس بښنه (cult of personality): دا ډول چاره ډېری مهال کور دننه ترسره کېږي او د یوې ډلې خلک د خپل مشر شخصیت د تقدس تر حده رسوي. دا ډول چاره پخوا یوازې تر دیکتاتوري نظام لاندې هېوادنو کې ترسره کېده؛ خو اوس نږدې په ټولو هېوادونو کې معمول ده. دا ډول شخصیتجوړونه سیاسي څېره له نیوکې، د شخص چارې تر بحث لاندې نیولو او یا هم اختلاف کولو څخه خلاص او لوړ وړاندې کوي. دا ډول شخصیتجوړونه داسې ښيي چې ګوندې شخصیت له اشتباه پاک او په هره چاره کې یې حکمت وي. دا ډول تقدس بښنه په افغانستان کې د جهادي ډلو رهبرانو ترمنځ معمول پاتې شوی او آن نن هم دا دود پالل کېږي؛ خو که له هېواده د باندې بېلګې ګورو، نو په پاکستان کې د محمد علي جناح شخصیت همدا ډول لوړ کړای شوی او کابو اتیا کاله کېږي چې دا دود په ډېر منظم ډول ساتل شوی دی.
نامي معرفي کول (Lionize): په دا ډول شخصیتجوړونه کې د یو چا د شهرت او شخصیت لوړولو په خاطر هلې ځلې کېږي. د دې ډول شخصیت وړوکی کار ستر ښودل کېږي، ستر کار خارق العاده او همدا راز نه کار یو ښه کار ښودل کېږي. په دې ډول له یوه عادي سړي څخه ستر سړی جوړیږي او ملاتړي پیدا کوي. په مصر کې د مرسي په مقابل کې کودتا کوونکی سیسي همدا ډول معرفي شو او همدا نامي معرفي کول و، چې یو کودتاکوونکی دیکتاتور ـ چې ځینو اړخونو ته د منلو وړ و ـ ستر مقام ته ورسید. دا راز، که بیا هم د پاکستان عمران خان تر بحث لاندې ونیول شي، ښایي په دغه کټګورۍ کې ځای ومومي.
ماضي سپینول (whitewashing): دا هغه پروسه ده چې په ترڅ کې يې د شیطان صفته کس په پرښته صفته شخصيت بدلولو هڅه کېږي. هغه چې تر پرونه نامطلوب، رټل شوی او بد و، اوس ښاغلی، سپیڅلی او سپینه کوتره ترې جوړیږي. د هغه د شخصیت غوره خواوې څو څو ځله مخې ته را وړاندې کېږي ترڅو بد اړخونه یې له پامه ولویږي او هېر شي. دا چاره ډیری وخت هغه مهال ترسره کېږي کله چې یو شخص یا ډله حاضره شي چې د ځواکمن اړخ غوښتنو سره سم ځان برابر کړي او د هغو د اجنډا مطابق کار کولو ته چمتو شي. د افغانستان غوندې هېوادنو په سیاست کې دا ډول چاره ډېره په سپین سترګۍ ترسره کېږي. د بیلګې په ډول په ۲۰۱۴ کې عبدالرشید دوستم چې ولسمشر به تل قاتل او جاني مخاطب کولو د یوې مبطوعاتي بښنې په بدل کې د یوه اصلاح شوي انسان په توګه وړاندې کړ.
مړ پالنه (Canonization) : مړ پالنه یوه مړه کس ته د شخصیت ورکولو، سپیڅلي کولو او ستر شخصیت په توګه وړاندې کولو ته وايي. دا ډول چاره د مړي د ملګرو او ملاتړو لهخوا ترسره کېږي ترڅو د هغه شخصیت د خپلو سیاسي موخو لپاره وکاروي. دا کار د درېیمې نړۍ او جنګ ځپلو سیمو کې ډېر معمول دی. یو مړی ښاغلی شي، بیا ښاغلی الګو شخصیت شي، د الګو شخصیت په اړه ادبیات تولید شي او هوايي کیسې جوړې شي او ورپسې ناوړه ګټه اخيستونکي د یاد مړي په سر په ټولنه کې ځان مطرح کوي. په دې لړ کې په بنګله دیش کې شیخ حسینه واجد او ډلې یې، همدارنګه په پاکستان کې بېنظیر بوټو او د خلکو ګوند ځانګړې بیلګې دي. دا چاره په افغانستان کې بدرنګه سیاسي ابزار ګرځیدلی، چې د سیاسي افرادو او ډلو لهخوا کارول کېږي.
په کمزورو او مخ پر وده هېوادونو، دغه راز په هغو هېوادونو کې چې د لوست کچه پکې ټیټه وي، ډېری وخت خلک د دغه ډول سیاسي مانورونو ښکار کېږي. باندني او کور دننه ځواکونه د هېواد رهبرۍ ته د خپلې خوښې افرادو د غوره کولو په موخه دغه تکتیکونه کاروي او په دا ډول د هېوادونو سیاستونه تر خپل اغېز لاندې راولي او ډیری وخت په خپله ولکه کې د هېوادونو د راوستلو او ساتلو لپاره همدا طریقه کاروي.
اړینه ده چې د هېوادونو نخبه ګان، لوستي او د اغېز خاوند شخصیتونه ویښ او متوجه و اوسي ترڅو په دې برخه کې د خپل هېواد د وګړو د غولېدو مخه ډب کړي. د خپلې ټولنې په وخت ویښولو لپاره اغېزمن پروګرامونه جوړ کړي، چې د جعلي شخصیتونو د جوړېدو مخنیوی وکړي او یا هم د سمو شخصیتونو د وژنې مخه ونیول شي.
پای
(دا مقاله په ۲۰۱۹ کال د افغانستان چارو مرکز لهخوا خپره شوې وه، دا چې د یاد مرکز وېبپاڼه اوس په کرښه نشته، لیکنه بیا ځلې دلته لوستونکو ته وړاندې کېږي.)