د ټېک ټاک د منفي محتوا زياتېدنه؛ تفريح که اوږدمهاله تراژیدي؟ / همایون خان

همایون خان
همایون خاند “The Death Within” کتاب لیکوال، او خپلواک څېړونکی دی. ښاغلی همایون دمګړی په جورج واشنګټن پوهنتون کې په نړیوالې سوداګرۍ کې ماستري کوي او د هندوستان له آی کی ګوجرال پوهنتونه یې د مالیې په برخه کې هم ماستري ترلاسه کړې ده.
په دې وروستیو کلونو کې ټولنیزې رسنۍ، په ځانګړې توګه ټېک ټاک، په نړۍ کې د شهرت او عاید یوه مهمه ډیجیټلي وسیله ګرځېدلې ده. ټېک ټاک په ۲۰۱۶ کال کې په چین کې د «دوېن» (Douyin) په نوم جوړ شو او په ۲۰۱۸ کال کې د «مېوزیکلي» (Musically) اپلېکېشن سره تر یوځای کېدو وروسته د «ټېک ټاک» (TikTok) په نوم په نړیواله کچه مشهور شو او د کاروونکو تر استفادې لاندې راغی. د دې پلېټفورم لومړنی هدف دا وو چې عامو کاروونکو ته یوه داسې اسانه ډیجیټلي فضا رامنځته کړي، چې له دې لارې دوی وکولای شي لنډې ویډیوګانې جوړې، تدوین او له نورو سره شریکې کړي؛ یا هم خپل استعداد، هنر او ورځنۍ چارې له خلکو سره شریکې کړي او تر یوه بریده اقتصادي عاید هم ترلاسه کړي. له دې سره ټېک ټاک د نوښت، هنر او اقتصادي فرصتونو لپاره نوې لارې پرانیستې.
خو په عین وخت کې ټېک ټاک بل اړخ هم لري چې د منفي محتواوو په تولید سره د ټولنې لپاره د اندېښنې وړ پدیده ګرځېدلې ده. د بېلګې په توګه، د ډېرو کاروونکو او فعالانو لپاره ټېک ټاک کله ناکله د ناسمو بحثونو او محتواوو له لارې، چې ان له ټولنیزو ارزښتونو سره په ټکر کې وي، د پاملرنې راجلبولو او شهرت موندلو وسیله ګرځي.
خو د شهرت او توجو جلبولو ترڅنګ، ټېک ټاک د ځوانانو په ذهنونو کې د کمترۍ احساس، د ځان د ارزښت یا د عزت نفس ټيټوالی، او د نورو خلکو سره ناسالمه سیالي هم رامنځته کوي. ډېر کاروونکي په یوه دوامداره ذهني فشار کې ژوند کوي، چې باید هره ورځ د خلکو توجه، ډېر لایکونه او تبصرې ترلاسه کړي. که یې ترلاسه نه کړي، نو ذهن یې د ژور خپګان او فشار لاندې راځي. د دغه ډول فشار په پایله کې ځوانان ځان د نورو په پرتله کم ګڼي، ځان د خلکو له نظره وروسته پاتې احساسوي، او د شخصي ژوند د ریښتینو موخو پر ځای د مجازي نړۍ د جعلي او لنډمهاله شهرت په منډو کې بند پاتې کېږي.
د (National Library of Medicine (NLM) د یو شمېر څېړنو له مخې، چې ۲۶ ساینسي مطالعات یې ارزولي او ۱۱،۴۶۲ ګډونوال پکې شامل وو، د ټېک ټاک کارولو عمومي کچه ۸۰٪ ته رسېږي. د دې فیصدي ډېره برخه په هغو کسانو پورې اړه لري چې عمر یې د ۱۸–۲۹ کلونو ترمنځ دی، چې کچه یې ۸۵٪ ده. یادو څېړنو په ځانګړې توګه لاندې موندنې هم روښانه کړې دي:
۱) د ټېک ټاک ډېر استعمال د اضطراب، خپګان او منفي فکرونو د زیاتېدو سبب ګرځي، په ځانګړې توګه د ۲۴ کلونو څخه په کم عمر لرونکو کې.
۲) ښځینه کاروونکې ۶۷٪ ډېر د اعتیادي کارونې ښکار کېږي.
۳) په اقتصادي ستونزو لرونکو کورنیو کې د ټېک ټاک منفي اغېزې د ژور خپګان او د کمترۍ د احساس لامل ګرځي.
خو بل لور ته، که ژور فکر وکړو، په ټولنه کې زموږ ډېری پرېکړې د احساساتو او هغو ټولنیزو دودونو پر بنسټ کېږي چې ورسره په هماغه فرهنګي چاپېریال کې را لوی شوي یو. همدا احساسات د دې لامل کېږي چې هرې پېښې ته د حقایقو د معقول تحلیل او منطقي فکر کولو پر ځای په عاطفي قضاوتونو غبرګون وښایو. خو د قضاوت او ملامتۍ پر ځای باید پر دې تمرکز وشي چې ولې موږ د یو انسان د غبرګون پر ځای د هغه د کړنې تر شا انګېزې ته فکر نه کوو؟
مثلاً که یو انسان یو نامناسب کار کوي، باید وپوښتل شي چې د هغه تر شا اصلي محرک څه دی؟ کومه اړتیا، تشه، فشار یا هدف دی چې هغه دې کار ته هڅوي؟
نن سبا په رسنېو، په ځانګړي ډول په ټېک ټاک کې، که یو څوک ناسمه لحجه کاروي یا داسې خبرې کوي چې د ټولنیزو ارزښتونو د پښو لاندې کولو لامل کېږي، ډېر وخت یې هدف په حقیقت کې یوازې او یوازې د شهرت، لایکونو او توجو جلبول وي. ان که دا ډول شهرت د داسې محتوا له لارې وي چې په ځوان نسـل او ټولنه منفي او ناوړه اغېزې پرېږدي.
اصلي پوښتنه دا ده چې یو انسان د دا ډول کارونو انګېزه له کومه ترلاسه کوي؟
ځواب یې ساده دی: هغه په ټولنیزو رسنیو کې د فالورانو، نندارچیانو او لیدونکو په نوم “مشتریان” لري.
کله چې ټولنه یو څوک په لایک، لیدنې او تبصره مکافاته کوي، نو هغه ته د دوام، زیاتېدو او حتی د بېمسؤلیته محتوا د تولید انګېزه ورکوي. په همدې دلیل ډېری کسان د ریښتینو ارزښتونو پر ځای د هغو محتواوو په جوړولو پسې ځي چې ډېر کلیک، ډېر شور او زیات شهرت راوړي.
د دې موضوع د سم درک لپاره اړینه ده چې د بیلابېلو نظریو، زاویو او ساینسي لیدلورو له مخې څېړنه وشي او وڅېړل شي چې ټېک ټاک په فردي چلند، رواني روغتیا، ټولنیزو اړیکو او فرهنګي ارزښتونو څه ډول اغېز کوي.
۱. د ټولنیز تقلید تیوري (Social Learning Theory)
د البرټ بانډورا (Albert Bandura) د ټولنیز تقلید تیوري له مخې انسانان یو چلند نه یوازې د خپلې شخصي تجربې له لارې، بلکې د نورو د کړنو له مشاهدو هم زده کوي. په ټېک ټاک کې هغه کسان چې غواړي د قهرجنو څرګندونو، ناسمو خبرو او جعلي لانجو له لارې شهرت ترلاسه کړي، په ناآګاهانه ډول نورو کاروونکو ته دا پیغام ورکوي چې ناسمه لحجه، لانجمنې څرګندونې او د بېارزښته محتوا خپرول د شهرت او بریا کیلي ده.
کله چې ځوانان په همدې ډول محتوا لایکونه، کمنټونه، او مالي عاید ویني، نو دا چلند د تقلید وړ «بریالۍ نمونه» ګرځوي. په دې توګه دا ډول انحرافي چلند د کلتوري موډل بڼه خپلوي چې په پایله کې د نوي نسل په ذهنیت او تربیه ناوړه اغېز پرېږدي.
د بانډورا د ټولنیز تقلید تیوري په اساس انسانان د څلورو بنسټیزو پړاوونو له لارې یو چلند زده کوي: د بېلګې په توګه پاملرنه (Attention)، ساتنه (Retention)، بیا رامنځته کول (Reproduction) او انګېزه (Motivation). دا څلور پړاوونه موږ ته ښيي چې ولې د ټېک ټاک په څېر پلېټفارم کې د ناسمو خبرو او غیر اخلاقي محتوا خپرېدل په خلکو کې په چټکۍ سره زیاتېږي.
پاملرنه (Attention):
ټېک ټاک په داسې ډول ډیزاین شوی چې د څو ثانیو په لنډو، او ډېری وخت دلچسپو او جالبو صحنو سره د کاروونکو پام راجلبوي. د همدې لپاره ډېر فعالان د پامجلبونې مختلفې لارې کاروي. ځینې یې ان د فحشاوو، جنجالي موضوعاتو او یا ناسمو خبرو کولو سره په اسانۍ د لیدونکو په ځانګړې توګه د کم عمره ځوانانو پام ځان ته واړوي.
په ټېک ټاک کې د منفي محتوا لومړنی هدف د خلکو پام راجلبول دي. له بده مرغه، د دغو کړنو ټولنیز زیانونه، او په ځانګړي ډول د نوي نسل پر رواني جوړښت یې ناوړه اثرات، اکثره له پامه غورځول کېږي.
ساتنه (Retention):
کله چې لیدونکي کومه جالبه، او خندوونکې ویډیو وګوري، ډېر امکان لري چې دا د لیدونکو په ذهن کې پاتې شي. دغه صحنې وروسته په تکراري ډول د لېدونکو په ورځني چارو، حرکاتو او ښویونو کې انعکاس مومي.
په همدې اساس، د ټېک ټاک د نامناسبو ویډیوګانو حرکات، ژبه، او حتی ناسمې څرګندونې په حافظه کې پاتې کېږي او بیا د ورځني چلند برخه کېږي. دا کار د ټولنې په کلتوري چلند، د ځوانانو په اړیکو، خبرو کولو طرز، او د هغوی په اخلاقي جوړښت اوږدمهاله اغېز کوي
بیا رامنځته کول (Reproduction):
د البرټ بانډورا د تیورۍ له مخې، انسان هغه کړنې چې مشاهده کوي او په ذهن کې یې ساتي، وروسته یې په عملي توګه تکراروي. همدا منطق په ټېک ټاک کې هم پوره صدق کوي. که کاروونکي په ویډیوګانو کې داسې څه وویني چې ورته جالب ښکاري ان که هغه ناسمې خبرې وي، بده لحجه وي، یا د ټولنیزو ارزښتونو خلاف چلند وي، نو په ډېره اساني یې تقلید کوي.
په همدې شکل دوې هڅه کوي چې د هر ډول لارو له لارې د شهرت خاوندان شي لکه د ټېک ټاک نور فعالان يې لري. دلته ټېک ټاک د یوې ترویجي فابریکې په څېر عمل کوي. مثلأ یوه ویډیو زرګونه نورې ورته ویډیوګانې زېږوي.
انګېزه (Motivation):
په ټولنيزو رسنيو کې د شهرت لپاره د انګیزې او الهام تر ټولو قوي سرچینه لایکونه، کمنټونه، د ليکنو او ويډيوګانو شریکول او د هغه څخه عاید لاسته راوړل دي. کله چې په ټولنيزو رسنيو کې د يو انسان عادي محتواوې توجو جلب نه کړي، نو په ډير امکان سره هغه انسان د منفي او ناسمو محتواو په جوړولو پېلوي ترڅو د خلکو توجو جلب کړي. که چيرته دغه منفي محتواوې توجو جلب کړي بيا هغه انسان د خپلو ناسمو ویډیوګانو له لارې زرګونه لیدونکي ترلاسه کوي، چې دا کار د هغه انسان لپاره د ډوپمين د زياتيدو سبب ګرځي او ورته مثبته انګيزه ورکوي. ان که دا کار د ټولنې له نظره منفي هم وي. په دې توګه، ټولنيزې رسنۍ داسې چلند ته امتياز ورکوي چې اصلاً باید وغندل شي او مخه يې ونيول شي. دا ډول امتيازات د لایکونو او شهرت په شکل وي ترڅو د رسنيو کارونکي دې ته وهڅوي چې په رسنيو خپلو کړنو ته دوام ورکړي.
۲. د عامه نظر جوړېدو تیوري (Audience Theory)
د لېدونکو د عامه نظر د جوړېدو تیوري وايي چې د یوې محتوا تولید یوازې د تولیدوونکي پرېکړه نه وي؛ بلکې د مخاطب یا مینوالو خوښه، تمایل او ذهني اړتیاوې د هغې تر ټولو قوي لاملونه دي. د دې تیورۍ له مخې، د ټولنیزو رسنیو کاروونکي هره ویډیو، لیکنه او محتوا د خپل شخصي لېدلوري، ذوق او تجربې پر بنسټ ارزوي او ورته غبرګون ښيي.
په ساده ټکو، ډېر ټولنیز فعالان په قصدي ډول ناسم، ټیټ کیفیت یا جنجالي محتوا تولیدوي، ځکه دوی ښه پوهېږي چې د دوی مینوال همداسې محتوا خوښوي، ورته لایکونه ورکوي او له نورو سره یې شریکوي. د خلکو مثبت غبرګون هم د دې لامل کېږي چې یاد تولیدوونکي نور هم وهڅول شي څو منفي او ټیټکیفیت لرونکې ویډیوګانې جوړې کړي او د لیدونکو پام ورجلب کړي.
نن سبا، په ځانګړې توګه په ټېک ټاک کې، د پام اخستلو او توجه جلبولو پدیده یوازې تفریح نه ده؛ بلکې یو اقتصادي محاسبه ده: توجه + شهرت = عاید.
کله چې ځوانان خپل وخت هغو ویډیوګانو ته ورکوي چې ورکې بده ژبه، ټیټ طنز، منفي بحثونه او بېمخینې نمایشونه وي، نو تولیدوونکي نور هم په همدې لوري تشویقېږي. ځکه دغه ډول محتوا دوی ته اقتصادي او احساساتي امتیازات ورکوي. په دې توګه، ټولنه او ځوانان یوازې نندارچیان نه دي، بلکې د منفي محتواوو په خپرېدو او عامېدو کې برابر شریک دي. د دوی هر لایک او هر «ویو» د همدې منفي لړۍ د دوام لپاره انرژي برابروي.
په همدې کشمکش کې ډېری ځوانان د خپل ارزښت اندازه د خلکو د تایید یا رد په اساس ټاکي. که د دوی فالوران ثابت پاتې شي یا کم شي، دوی په خپل ذهن کې ځان ناکام ګڼي او د ځان په اړه منفي فکرونه پیدا کوي. د دې حالت دوام هغه څه زیږوي چې نن ورځ یې د ډیجیټلي کمترۍ احساس (digital inferiority) په نوم یادوو. دا یو داسې نوی ټولنیز فشار دی چې د ځوانانو پر ځان باوري، عزت نفس او ذهني روغتیا منفي اغېز لري.
۳. د انومیا تیوري (Durkheim’s Anomie)
امیل دورکهایم د انومیا په مفهوم کې وايي چې کله په یوه ټولنه کې دودیز اخلاق، قاعدې او منل شوي ارزښتونه کمزوري شي، نو د انحرافي چلند کچه لوړېږي. زموږ په معاصرې ټولنه کې، چې دودیزه اخلاقي چوکاټ کمزوری شوی او ټولنیزې رسنۍ په چټکۍ د بدلون پر لوري روانې دي، ځوانان له یو ډول اخلاقي تشې سره مخ دي.
په دې خلا کې هر هغه څه چې چټک شهرت، پام او مالي ګټه راوړي ان که منفي هم وي، روا او «عادي» ګڼل کېږي. ټېک ټاک د همدې خلا لپاره یو مناسب چاپېریال دی: ګړندی شهرت، ډېر کم مسوولیت او د واقعي ټولنیز قضاوت نه شتون.
په رواني لحاظ، ټېک ټاک د همداسې یو دوامداره پرتلیز چاپېریال په توګه عمل کوي. هر څوک ځان د نورو په پرتله سنجوي، او د دې له امله ځوانان داسې فکر کوي چې ګواکې دوی کافي لاسته راوړنې نه لري یا د نورو حیثیت او مرتبې ته رسېدلای نه شي.
۴. د مجازي هویت جوړېدو تیوري (Identity Construction Theory)
ډیجیټلي فضا انسان ته دا اجازه ورکوي چې ځان ته یو نوی هویت جوړ کړي. یو داسې هویت چې په ریښتیني ژوند کې یې د څرګندولو جرئت یا ظرفیت ونه لري.
خو دغه ډیجیټلي هویت ډېری مهال لنډمهاله او په دروغو ولاړ وي. کله چې د شهرت کچه را ټیټه شي، فالوران کم شي، یا اپلېکېشن بند شي/کمزوری شي، هماغه مصنوعي هویت هم ورسره ورکېږي. په دې وخت کې انسان له خپل اصلي شخصیت سره یوازې پاتې کېږي او دا خلا ځوان نسل د رواني فشار، بېهدفۍ، خپګان او په ځانبېباورۍ اخته کوي.
د ټېک ټاک د منفي او ناوړه اغېزو مسوولیت یوازې د محتوا په تولیدوونکو نه دی، بلکې ټوله ټولنه هم په کې شریکه ده. که د ټولنیز تقلید، د عامه نظر جوړېدو او انومیا له تیوریو سره موضوع وګورو، نو پایله ساده ده: منفي محتوا ځکه جوړېږي چې موږ ورته لایک ورکوو، ګورو یې او شریکوو یې.
هغه څوک چې بده ژبه کاروي، یوازې یو شی «عرضه» کوي؛ خو موږ یې «تقاضا» کوو. او هر بازار د تقاضا پر اساس ژوندی پاتې کېږي.
له اسلامي او اخلاقي نظره، شهرت او مال د انسان لپاره ازموینه ده. که انسان یې د خیر لپاره ونه کاروي، اغېزې یې یوازې پر فرد نه، بلکې پر ټولنه پرېوځي. نو د هرې ویډیو له لایک او شریکولو مخکې باید له خپل ځان وپوښتو: دا محتوا زموږ ارزښتونه تقویه کوي او که یې زیانمنوي؟
په همدې پوښتنه کې د شهرت او اخلاقو ترمنځ هغه توازن نغښتی دی چې د راتلونکي نسل رواني، فکري او ټولنیز جوړښت به پرې ولاړ وي.
خو د دې ټولو تر شا یو مهم حقیقت شته. د ټېک ټاک ډېری کاروونکي یوازې د شهرت په لټه کې نه دي، بلکې د یوې ژورې رواني اړتیا، چې په خلکو د ځان منلو او د نفس ارزښت د ثابتولو په لټه کې دي. کله چې دا اړتیا نه پوره کېږي، انسان په رواني ستونزو اخته کېږي.