کلاسیک ریالیزم، جوړښتي ریالیزم، او نوی کلاسیک ریالیزم / احمدالله ارچیوال

احمدالله ارچیوال
احمدالله ارچیوال په ۲۰۰۴ کال کې له پېښور پوهنتونه په ژورنالېزم او په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا له نیوسکول پوهنتونه د نړیوالو چارو په برخه کې ماسټرۍ ترلاسه کړي. دا راز، نوموړی «د خدایې خدمتګار کلتوري اغېزې» او «ولسي مبارزې (عدم تشدد)» کتابونو لیکوال هم دی. ښاغلی ارچیوال له تېرو دوو لسیزو راهیسې، د امریکا د سولې په انستیتوت، یوناما، د افغانستان ټاکنو کمیسیون کې د عامه پوهاوي د رییس او کارډان پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې د استاد په توګه دندې ترسره کړي دي.
د نړیوالو اړیکو د ځینو نورو تیوریو برعکس، ریالیزم د دولتونو په چلند کې د ایډیالوژۍ او یوټوپیا رول مني. د ریالیزم بېلابېلې بڼې؛ نړیوالې اړیکې د ځانګړو اصولو، ارزښتونو او ایډیالوژیو له زاویې نه، بلکې د موجودو حالاتو او واقعاتو پر بنسټ تعریفوي. دا تیوري په ټینګار سره وايي چې نړیوالې اړیکې څرنګه چې دي، هماغسې مطالعه کوي، نه له نورماټیف اړخه، یانې دا چې څه ډول باید وي.
د ریالیزم رېښې تر توسېډیډیس د پیلوپونیس جګړو کتاب، د میکیاولي د «شهزاده» اثر، او د هابس د «لیویتانه» تر کتابه رسیږي (ایلمان او جېنسن، ۲۰۱۴). د کېوهن په وینا، په ۱۶۴۸ کال کې د ویسټفیلیا تړون له رامنځته کېدو سره، چې په نړیوال ډګر کې یې دولتونه د مشروع لوبغاړو په توګه وپېژندل، ریالیزم لا پسې پیاوړی شو.
خو له دې وروسته ایمانویل کانټ او نورو د پر ځواک ولاړ سیاست لپاره د بدیلو لیبرالو لارو د وړاندې کولو هڅه وکړه. په امریکا او بریتانیا کې په ځانګړي ډول د دې تیورۍ لپاره د متبادلو لارو چارو هڅې وشوې. په امریکا کې له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د ولسمشر ویلسن ویناوې، د منځګړتوب هڅې، او د جګړې د ناقانونه کولو لپاره د کېلوګ ـ براینډ د ۱۹۲۷ کال تړون، ټول لیبرال افکار وو، چې پر ځواک ولاړ سیاست ته یې د بدیل موندلو طرحې وړاندې کړې. خو د دغو ښکاره او رمزي کړنو سره سره، بیا هم تر ۱۹۳۰ پورې لیبراله تیوري مخ په زوړ شوه.
د ریالیزم اوسنۍ بڼه د شلمې پېړۍ په نیمايي کې پيل شوه او تر اوسه هم دود ده. په تیوریکي ډګر کې په دې اړه لومړی قدم اي. اېچ. کار پورته کړ. اې. اېچ. کار، په ۱۹۳۹ کال کې، د «شلو کلونو د ناورین» په لیکلو سره د دې تنستې پیل وکړ. وروسته، کار په همدې اثر په دویم ایډیشن (۱۹۴۶) کې وویل چې په نړیوال سیاست کې د ځواک رول د مورالټۍ (اخلاقو) په پرتله پیاوړی دی.
هانس مورګنتاو په ۱۹۴۸ کال کې د «ملتونو ترمنځ سیاست» په نوم د کتاب په لیکلو سره د ریالیزم تنسته نوره هم وغځوله. په شلمه پېړۍ کې نورو پوهانو لکه هینري کیسنجر، رایموند ارون، رینهولډ نیبر او نورو، دا تنسته لا پسې وپېیوله (سپیکټر، ۲۰۲۲).
له دې سره یو لړ نړیوالو پرمختګونو ریالیستي دریځونه نور هم غښتلي کړل. د دویمې نړیوالې جګړې رامنځته کېدو، ریالیزم د یوې تیورۍ په توګه پیاوړی کړ (کېوهن، ۱۹۸۶). د کېوهن (۱۹۸۶) په وینا، له دویمې نړیوالې جګړې سربېره، د جګړې وروسته شرایط، د نازیانو پر وړاندې هڅو کې د نړیوالو قوانینو نهموثریت، او په اروپا کې د ځواک د بېلانس نړېدو سره د امریکا د مخکښ رول ترلاسه کېدو، په نړیوالو اړیکو کې د ریالیزم تیوري لا پسې پیاوړې کړه.
دې پرمختګونو د وتلو پوهانو لکه جان هرټز، جورج کېنن، والټر لېفمن او هانس مورګنتاو، چې د شوروي اتحاد سره د مقابلې او نړۍ د ولسواکۍ لپاره د خوندي کولو په خاطر، د یوټوپیانېزم، قانونمندۍ (لیګالیزم) او ایډیالیزم پر ځای، په نړیوالو اړیکو کې ځواک د یوې وسیلې په توګه وړاندې کړ، او د «سیاسي ریالیزم» اصطلاح یې په خپلو لیکنو کې وکارول (کېوهن، ۱۹۸۶).
له ۱۹۴۵ کال وروسته، پر انارشي ولاړ نظام، دولت د نړیوالو اړیکو مهم لوبغاړی، او د ژوندي پاتې کېدو ویره هغه درې ځانګړتیاوې دي چې ریالیزم تعریفوي (ګیلفین، ۲۰۲۲). توسیدیدس ډېر پخوا دولت (ښاري دولت)، د ځواک ترلاسه کول د موخې په توګه یا د موخې د ترلاسه کولو وسیله، او دولت د منطقي چلند لرونکې پدیده، د سیاسي ریالیزم د دریو فرضیو په توګه یاد کړي دي (کېوهن، ۱۹۸۶).
په ټوله کې ریالیزم نړیوال سیاست د ځواک د ترلاسه کولو او د خپلو ګټو د خوندي کولو هڅه ګڼي. د مورګنتاو له نظره ځواک نه یوازې یوې موخې ته د رسېدو وسیله ده، بلکې پخپله ځواک یوه موخه ده چې انسانان یې د خپل انساني فطرت له مخې پر سیالۍ ولاړه نړۍ کې د ترلاسه کولو هڅه کوي (کېوهن، ۱۹۸۶). دا نظر د توماس هابس د ځنګل قانون له فلسفي فکر سره تړاو لري. کلاسیک ریالیستان وايي چې ځینې کارونه له دې امله رامنځته کېږي چې انسانان احمقان یا بد دي (کونز او سالټزمن، ۲۰۱۲). په نړیواله کچه د قوانینو د تطبیق لپاره د یوې واحدې مرجع د نشتون له امله، د دولتونو یوازینۍ موخه بقا یا د ژوندي پاتې کېدو تضمین ګڼل کېږي.
کلاسیک ریالیزم
د ریالیزم هغه بڼه چې انساني فطرت د نړیوالو اړیکو په ډګر کې د دولتونو لخوا د ځواک د ترلاسه کولو اصلي لامل ګڼي، د کلاسیک ریالیزم په نوم یادیږي (کېوهن، ۱۹۸۶). د ریالیزم دا بڼه د دولتونو ترمنځ د ځواک د ویش پر بنسټ، یعنې دا چې هر دولت څومره ځواک لري، د هغوی ترمنځ د راکړې ورکړې پایلې ټاکي. هغه وسایل چې پر مټ یې یو ځانګړی دولت د یو لړ پایلو لپاره نور اړخونه یوې ځانګړې کړنې ته مجبوروي، د ځواک په نوم یادېږي (کېوهن، ۱۹۸۶).
کېوهن د دې پایلې له کبله نړیوالې اړیکې په دوو ډلو وېشي: د دولتونو ترمنځ د پوځي او دیپلوماتیکو لانجو پایلې، او د دولتونو ترمنځ د اړیکو د مدیریت لپاره د موجودو اصولو او ادارو تغییر.
د کلاسیک ریالیزم له مخې دولتونه اړ دي چې د خپل پر ځواک ولاړ مقام وساتي او د ځواک د زیاتولو هڅې وکړي (کېوهن، ۱۹۸۶). توسیدیدس همدا موضوع په لرغوني یونان کې د اتن او سپارتا ترمنځ د جګړې د رامنځته کېدو اصلي لامل ګڼلی دی. د توسیدیدس له نظره د دې جګړې ریښتینی لامل، چې له خلکو پټ پاتې شوی و، د اتن د ځواک د زیاتېدلو له امله په سپارتا کې په دې اړه رامنځته شوې اندېښنې وې (کېوهن، ۱۹۸۶).
دې ته په پام، په نړیوال ډګر کې دولت محوري رول لري، دولتونه د نړیوالو اړیکو د اصلي لوبغاړو په توګه پر تعقل ولاړې کړنې ترسره کوي، او تل د ځواک د ترلاسه کولو په لټه کې وي.
هانس مورګنتاو او کار د کلاسیک ریالیزم دوه مهم مخکښان دي. دوی هم د میکیاولي لاره تعقیبوي. دوی په نړیوالو اړیکو کې د مورالټي، نورمونو، رواجونو او اصولو ارزښت ته قایل نه دي. کلاسیک ریالیزم په بنسټیزه توګه د یوټوپیایي ایډیالیزم مخالفت کوي او دا نظر، چې ګواکې یو لړ افاقي ارزښتونه او اصول د دولتونو ترمنځ اړیکې ټاکي، ردوي.
مورګنتاو (۱۹۷۲) په کلاسیک ریالیزم کې نړیوال سیسټم د فطرت په زمانه کې د انسانانو له حالت سره ورته ګڼي. ریالیزم داسې ساحه ده چې ځواک، چې د مادي وړتیاوو پر مټ اندازه کېږي، پکې مرکزي رول لري. ځواک د دې لپاره ساتل کېږي، خوندي کېږي او کارول کېږي، څو ملي ګټې او په سر کې یې ملي امنیت تأمین شي.
له دې امله چې نړیوال سیسټم یوه عالي مرجع نه لري، دا سیسټم پر انارشۍ ولاړ دی. همدا دلیل دی چې د هېوادونو لپاره په دې سیسټم کې ژوندي پاتې کېدل او امنیت د هغوی د باندنیو تګلارو پر پرېکړو اغېز لري، یا په بل عبارت د دولتونو مهمې موخې دي (۱۹۷۲).
اړینه ده چې د ریالیزم په دې ډول کې د ایډیالوژۍ رول ته هم یو ځل بیا سر ورښکاره کړو. په ښکاره توګه، ریالیزم په سیاست کې د ایډیالوژۍ رول نفي کوي، خو ځینې پوهان په دې اړه بل نظر لري. د کلاسیک ریالیزم دا عمومي فرضیه، چې ګواکې دا بڼه یوازې د ځواک په اړه ده، ناسم تعبیر شوی دی. د ریالیزم د دې بڼې له مخې سیاست پر ځواک ولاړ دی، خو دا د دې مانا نه لري چې یوازې ځواک پخپله سیاست دی (کېچن، ۲۰۱۰).
اي. اېچ. کار په خپل کتاب «د شلو کلونو ناورین» کې یوه موخه دا وه، چې دا فکر، چې انساني منطق نړیوال سیاست بدلولی شي، رد کړي، خو په عین حال کې په نړیوال سیاست کې د ایډیالوژۍ ارزښت هم مني. بارکین (۲۰۰۳) دې موضوع ته اشاره کړې ده. د کار په وینا، ځینې وختونه مورالټي د ځواک په تړاو پر اندېښنو برلاسي کېدای شي، چې دا کار د دولتونو لخوا د یوې موخې د ترلاسه کولو لپاره د هر ډول قربانیو منلو ته لاره هواروي. له همدې امله د ریالیزم دا بڼه په نړیوال سیاست کې د ایډیالوژۍ رول نه نفي کوي.
وروسته له هغه چې ریالیزم پرمختګ وکړ، نیو ریالیزم له پراخو نیوکو سره مخ شو، چې له امله یې د ریالیزم نوې بڼې مخې ته راغلې. سره له دې چې کینت والټز هم د ریالیزم د تیورۍ یو لاروی دی، خو نوموړي په ۱۹۷۹ کال کې د «د نړیوالو اړیکو د تیوري» په نوم خپل کتاب کې پر پازیټیویزم او چلندي میتودولوژۍ تمرکز وکړ. له همدې امله له هغه مخکې ریالیزم د «کلاسیک ریالیزم» په نوم یادېده (سپیکټر، ۲۰۲۲). د والټز برعکس، د کلاسیک ریالیزم لارویانو پخپلو لیکنو کې له تاریخي او نورماټیف اپروچونو ګټه اخیسته.
سټرکچرال ریالیزم
د ریالیزم په اړه د والټز دریځ او چلند دې تیورۍ ته یو نوی لیدلوری ورکړ. معاصر ریالیزم د سټرکچرال ریالیزم او نوي ریالیزم په نوم یادیږي. والټز د ریالیزم تیورۍ ته یو بل توکی، یعنې پر انارشۍ ولاړ نړیوال سیسټم، ورزیات کړ. د ریالیزم دا بڼه د دولتونو د چلند لامل؛ انساني فطرت نه، بلکې نړیوال سیسټم ګڼي. نړیوال سیسټم پر انارشي ولاړ دی، په دې سیسټم کې د سیسټم اجزا (دولتونه) یو له بل سره ورته رول لري، او دولتونه په نړیوال سیسټم کې ډول ډول وړتیاوې لري (کېوهن، ۱۹۸۶). د والټز (۱۹۵۹) په وینا، د هېوادونو ترمنځ جګړې ځکه رامنځته کېږي چې په نړیواله کچه داسې کومه مرجع نه شته چې د دغو جګړو مخنیوی وکړي.
سیسټم، په سیسټم کې د لوبغاړو په توګه د دولتونو موجودیت، او د ځواک بېلانس د سټرکچرال ریالیزم درې تر ټولو مهمې فرضیې دي (کېوهن، ۱۹۸۶). لکه څنګه چې کریشنر (۲۰۲۲) وايي، د نړیوالو اړیکو په معاصرو تیوریو کې دا مهال نوی ریالیزم برلاسې تېورۍ ده. ځینې نور پوهان نیو ریالیزم یوه تیوري نه، بلکې یو پاراډایم بولي. د دې مانا دا ده چې نیو ریالیزم له یو لړ بنسټیزو عناصرو پر بنسټ د دولتونو د چلندونو په اړه وړاندوینه کوي. اېلمان او ملګرو یې (۱۹۹۵) دا عناصر په لاندې ډول راخلاصه کړي دي:
په نړیوال ډګر کې داسې یوه واکمنه مرجع نشته چې د دولتونو کړنې وڅاري او هغوی ته سزا او جزا وټاکي؛ دولتونه پر انارشۍ ولاړ چاپېریال کې ژوند کوي؛ په دې سیسټم کې ژوندي پاتې کېدل تر ټولو ستره اندېښنه ده؛ دولتونه په نړیوال سیسټم کې اصلي لوبغاړي دي او د دوی محاسبې معقولي دي، یعنې دا چې تل داسې چلند کوي چې ګټه یې د زیان په پرتله زیاته وي؛ دولتونه تل د موجود باندني چاپېریال پر بنسټ پرېکړې کوي.
سټرکچرال ریالیزم د دولتونو په کورنيو اړخونو تمرکز نه کوي، بلکې په مشخص ډول د دولتونو پر مادي او پوځي وړتیاوو تمرکز کوي. د ریالیزم د دې ډول مطابق، په نړیوال ډګر کې دولت یوازینی لوبغاړی دی. که د میتودولوژۍ په ژبه یې ووایو، د دې تیورۍ د تحلیل کچه دولت ده. پر سټرکچرال ریالیزم یوه مهمه نیوکه دا ده چې نورمونو، ادارو او تغییر ته کم ارزښت ورکوي (کېوهن، ۱۹۸۶). میرشایمر او والټ د نوي ریالیزم مهم لارویان دي. پر نیوریالیزم د ښه پوهېدو لپاره اړینه ده چې دا تیوري لږه نوره هم تشریح شي. په دې اړه د نیوریالیزم دوه نور ډولونه، دفاعي ریالیزم او تعرضي ریالیزم، دلته څېړو.
سټیفن والټ او کېنېت والټز د دفاعي ریالیزم دوه مخکښان دي. د ریالیزم د دې ډول له مخې، په نړیوال سیسټم کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره دولتونه د ځواک د بېلانس کولو له لارې خپله دفاع لوړوي. د ځواک بېلانس رامنځته کول د دې تیورۍ مهمه برخه ده. د دې مفهوم له مخې، هېوادونه په نړیوال سیسټم کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره له نورو هېوادونو سره د ائتلاف جوړولو له لارې خپله دفاع زیاتوي، یا په خپلواکه توګه د دفاع وړتیاوې ډېروي.
د سړې جګړې پر مهال د شوروي اتحاد پر وړاندې د امریکا لخوا د ناټو تړون، پرمختللو وسلو او ان اټومي وسلو له لارې د خپل ځواک زیاتول، خو په ورته وخت کې مخامخ جګړې ته نه داخلېدل او د تعرضي حالت پر ځای دفاعي دریځ غوره کول، د دفاعي ریالیزم یوه بېلګه ده. د نړیوالو اړیکو په ژبه، نړیوال سیسټم پر انارشۍ ولاړ دی، دولتونه د دې سیسټم اصلي لوبغاړي دي، د دولتونو لپاره ژوندي پاتې کېدل او امنیت مهمې اندېښنې دي، او ځواک لا هم نړیوال سیاست تعریفوي. همدې ته په کتو، امریکا په سړه جګړه کې خپل ځواک لوړوي، د ځواک بېلانس رامنځته کولو هڅه کوي، خو پر شوروي مخامخ یرغل نه کوي. یعنې د امریکا چلند دفاعي دی نه تعرضي، خو موخه یې بیا هم امنیت او په انارشیک سیسټم کې بقا ده.
په بل اړخ کې جان میرشایمر د دویمې ډلې، یعنې د تعرضي ریالیزم سرلاری ګڼل کېږي. د میرشایمر د تعرضي ریالیزم دا نظر، چې دولتونه څومره ځواک ته اړتیا لري، د دفاعي ریالیزم له لیدلوري سره اختلاف لري (میرشایمر، ۲۰۰۱). د ریالیزم د دې ډول له مخې، پر انارشۍ ولاړ نړیوال سیسټم کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره هر دولت هڅه کوي چې خپل ځواک زیات کړي. رانډال د میرشایمر تر مشرۍ لاندې تعرضي ریالیزم داسې لنډ کړی دی: «نور وخوره، کنه د نورو له خوا به وخوړل شې» (رانډال، ۲۰۰۶: ۲۵۴).
میرشایمر وايي چې هېوادونه په نړیوال سیسټم کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپلې تعرضي وړتیاوې لوړوي. د دې تیورۍ له مخې، نړیوال سیسټم پر انارشي ولاړ دی؛ ستر ځواکونه پوځي وړتیاوې لري؛ هېوادونه د یو بل د ارادې په اړه شکمن دي؛ په نړیوال سیسټم کې ژوندي پاتې کېدل د دولتونو اصلي موخه ده؛ او ستر ځواکونه منطقي لوبغاړي دي.
د میرشایمر تعرضي ریالیزم د والټز د سټرکچرال ریالیزم او د هانس مورګنتاو د کلاسیک ریالیزم د مفکورو ګډه مجموعه ده. په دې مانا چې دولتونه د ځواکمن کېدو په لټه کې دي، او لامل یې انساني فطرت نه، بلکې پر انارشۍ ولاړ نړیوال سیسټم دی (جلیل، ۲۰۱۹).
په نړیوال سیسټم کې موجوده انارشي د تعرضي او دفاعي ریالیزم ترمنځ ګډه نقطه ده. دواړه په نړیوال سیسټم کې د انارشي د شتون په اړه یوه خوله دي. یوه بله مهمه پوښتنه دا ده چې دولتونه د چا پر وړاندې ځواک بېلانس کوي؟
د میرشایمر په باور، یو هېواد د نورو هېوادونو د وړتیاوو پر وړاندې بېلانس رامنځته کوي. والټز او والټ، چې دواړه نیوریالیستان دي، په همدې مرحله کې سره جلا کېږي. د والټز په نظر، هېوادونه د نړیوال سیسټم د عمومي فشارونو پر وړاندې ځواک بېلانس کوي؛ خو والټ بیا په دې باور دی چې هېوادونه د نورو هېوادونو له ارادو ناخبره وي، نو ځکه هغوی ګواښونه بېلانس کوي. ارادې، د وړتیاوو په اړه تصور (Perception)، او لومړیتوبونه د والټ د ګواښونو د بېلانس کولو د تیورۍ مهم عناصر دي.
د تعرضي ریالیزم یوه روښانه بېلګه د چین او امریکا ترمنځ رقابت او د دوی د اړیکو بدلون دی. چین او امریکا په ۲۱مه پېړۍ کې پر انارشۍ ولاړ نړیوال سیسټم کې د یو بل د ځواک د بېلانس کولو لپاره هڅې کوي. د چین د نفوذ د مخنیوي لپاره امریکا په اسیا–پسیفیک سیمه کې د هند، اسټرالیا، جنوبي کوریا او جاپان سره د کواډ (QUAD) او AUKUS ائتلافونه رامنځته کړي دي. چین هم د خپل ځواک د زیاتولو لپاره د «یو سړک او یوې لارې» په څېر اقتصادي نوښتونه پلي کړي او خپله دفاع یې لا پیاوړې کړې ده.
د سټرکچرال ریالیزم (والټز) پر نظریې یوه نیوکه دا ده چې دا تیوري دا نه روښانه کوي چې ائتلافونه په کوم وخت کې او ولې بدلېږي (کېوهن، ۱۹۸۶). دا تیوري یوازې د ځواک د بېلانس لپاره د ائتلافونو د جوړېدو وړاندوینه کوي. د نړیوالو اړیکو ډېری تیورۍ، په ځانګړي توګه ریالیزم، د خپلو فرضیو د تشریح لپاره پر همدې نظریاتو متکي دي؛ خو سره له دې هم ځینې هېوادونه د ځواک د بېلانس کولو تیوري ردوي.
شرویډر (۱۹۹۴) د ځواک د بېلانس کولو تیوري ردوي. د نوموړي په اند، په تېرو درې سوه کلونو کې هېڅ داسې څرګنده تاریخي بېلګه نشته چې د یو هېواد یا هېوادونو له خوا د نورو په وړاندې د ځواک د بېلانس کولو ثبوت وړاندې کړي.
په ټوله کې، د کلاسیک ریالیزم او سټرکچرال ریالیزم ترمنځ یو بل مهم توپیر دا دی چې په سټرکچرال ریالیزم کې د دولتونو بنسټیزه موخه ژوندي پاتې کېدل دي، خو په کلاسیک ریالیزم کې موخه یوازې بقا نه ده؛ بلکې له بقا هاخوا نور هدفونه هم شامل دي، او ان ځینې وختونه دولتونه هغه موخې تعقیبوي چې د امنیت له منطق سره هم اړخ نه لګوي، لکه د پرستیژ او نړیوال درناوي ترلاسه کول.
د هیوادونو په چلند کې د کورني فکتورونو ته پام نه کول هغه مهم انتقاد دی چې کلاسیک او نیو یا سټرکچرال ریالیزم ورسره مخ دي. همدې نیوکې د ریالیزم بله بڼه رامنځته کړ.
نیو کلاسیک ریالیزم
د کلاسیک او نوي ریالیزم برعکس، نیوکلاسیک ریالیزم د هېوادونو د باندنیو تګلارو په تشریح کې هم کورنیو او هم نړیوالو متغیراتو ته په ډېر ارزښت قایل دي، او دواړو ته په دې برخه کې مهم رول ورکوي. د موخې له مخې، نوی ریالیزم او نیوکلاسیک ریالیزم یو له بل څخه توپیر لري: نوی ریالیزم په نړیوال سیسټم کې ثبات او تداوم تشریح کوي؛ خو نیوکلاسیک ریالیزم پر باندنۍ تګلارې د پوهېدو او د هغې د تغییر او تنوع په لټه کې دی. داسې هم ویلی شو، چې دواړه په جلا کچه تحلیل ترسره کوي (کېچن، ۲۰۱۲). نوی ریالیزم نړیوال سیسټم تحلیلوي، خو نیوکلاسیک ریالیزم د هغه واحد، یعنې دولت په کچه تحلیل کوي، چې سیسټم یې جوړوي.
د ریالیزم د دې ډلې استدلال دا دی چې د نړیوال سیاست د تشریح لپاره یوازې د ځواک وېش یا دا چې کوم هېواد څومره مادي ځواک لري، بسنه نه کوي. دوی ټینګار کوي چې د دولتونو د چلند د دقیق تحلیل لپاره باید له نړیوال سیسټم سره یو ځای د کورنیو فکتورونو په ګډون څو اړخونه په پام کې ونیول شي؛ لکه د دولت د مشرانو ادراک (Perception) یا تصور، د دولت او ټولنې ترمنځ اړیکې، او د دولت پېژندګلوي.
نوی کلاسیک ریالیزم هغه چوکاټ یا ماډل دی، چې د ښه تشریح لپاره یې د ریاضي ژبې کار زموږ تشریح اسانه کوي. دا ماډل په نړیوال ډګر کې د دې ساحې په اړه د یوه ځانګړي فکر تر سیوري لاندې د دولتونو چلند یو تابع متغیر بولي. دا تابع متغیر د دولت د مشرانو، د نخبهګانو د تصور، د دولت د ډول، د دولت د ادارو، او د دولت او ټولنې د اړیکو له ازادو متغیرونو سره تړاو لري. داسې هم ویلای شو، چې د دولت د مشرانو او نخبه ګانو تصور، دولتي ادارې، او د دولت او ټولنې اړیکې د دولتونو په تګلارو کې ټاکونکی رول لري (شمېت او ملګري یې، ۲۰۱۲). نه یوازې دا، بلکې نیوکلاسیک ریالیزم د هېوادونو په اړیکو کې د نړیوالو ادارو رول ته هم ارزښت ورکوي. د نیوکلاسیک ریالیزم له مخې ادارې د دولتونو په چلند کې مهم رول لري (کونز او سالټزمن، ۲۰۱۲).
د شمېت او ملګرو په وینا، نیوکلاسیک ریالیزم د هېوادونو د اړیکو په اړه لیبراله او ریالیستي تیورۍ ننګوي. دا چوکاټ د دې لپاره لیبراله تیورۍ ننګوي، چې یادې تیورۍ یوازې د هېوادونو کورنیو ابعادو ته لومړیتوب ورکوي. همدارنګه د دې لپاره ریالیستي تیوري ننګوي، چې ریالیزم د هېوادونو په چلند کې نړیوال ډګر او سیسټم ته لومړیتوب ورکوي. د ریالیستي او لیبراله تیوریو برعکس، نیوکلاسیک ماډل یو منځلارې دریځ غوره کوي. دا تیوري نړیوال سیسټم او کورني فکتورونه د هېوادونو د بهرنیو تګلارو په جوړښت کې مهم ګڼي (شروېډر، ۲۰۱۲).
داسې هم ویلای شو، چې نوی کلاسیک ریالیزم د هېوادونو د بهرنیو تګلارو په جوړولو کې د مادي ځواک ترڅنګ نظریاتو او ایډیالوژۍ ته هم رول ورکوي. د ریالیزم دا ډول د بهرنیو اړیکو په ټاکلو کې ایډیالوژیو او مادي وړتیاوو ته برابر اهمیت ورکوي (کېچن، ۲۰۱۰).
نیوکلاسیک ریالیزم په حقیقت کې یو داسې ماډل دی، چې په هغه کې د تحلیل کچه یوازې نړیوال سیسټم نه، بلکې نورې کچې لکه افراد، دولت او نور هم شاملیږي، او د هېوادونو د چلند د تشریح لپاره کارول کېږي. نیوکلاسیک ریالیزم د هېوادونو په بهرنیو اړیکو د مشرانو بېوسۍ، وسایلو ته کم لاسرسی، او ورته نورو فکتورونو ته هم پام کوي.
بنسټیز استدلال دا دی، چې پرته له دې چې سیسټماټیک شرایط په نظر کې ونیول شي او و ارزول شي او د ځواک د بېلانس کولو اړتیاوې په ګوته شي، بیا هم ملي رهبران زیاتره وختونه د ځواک لپاره د هېوادونو مادي زیرمو ته لاسرسی نه لري (کونز او سالټزمن، ۲۰۱۲). له همدې امله، یوازې د هېوادونو په کچه او یا یوازې د نړیوال سیسټم په کچه د شرایطو مطالعه، د بهرنیو تګلارو د تحلیل لپاره بسنه نه کوي. د یوه دولت کورني شرایط او نړیوال وضعیت دواړه د دغه دولت پر نړیوال چلند اغېزه کوي (موراچیک، ۱۹۹۷). د دې خبرې مانا دا ده چې که یو دولت ولسواکه وي او مشران یې هم ولسواکه فکر ولري، نو دغه دولت به په نړیوال ډګر کې هم ولسواکه او په همکارۍ ولاړ چلند غوره کړي.
نوی کلاسیک ریالیزم د یو هېواد د بهرنیو تګلارو په جوړولو کې د نړیوال سیسټم انارشي او د کور دننه د هېواد د مشرانو رول ته ارزښت ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې په نړیوال سیسټم کې د ځواک بېلانس کول یې پر وړاندې خنډونه جوړوي، د بهرنیو تګلارو جوړونکي د بهرني فشار په غبرګون کې د خپل هېواد د بهرنیو تګلارو د جوړولو لپاره فوقالعاده خپلواکي لري (کېچن، ۲۰۱۲).
په دولتونو کې ځانګړي جوړښتونه او ادارې د خپل هېواد پر وړاندې د موجودو ننګونو ارزونه کوي او د هېواد د امنیت د پیاوړتیا لپاره پراخې تګلارې جوړوي (کونز او سالټزمن، ۲۰۱۲). همدا لامل دی چې تصور یا ادراک په نیوکلاسیک ریالیزم کې مخکښ رول لري.
د کلاسیک ریالیزم له نظره افراد او نظریات دواړه مهم دي. ځواک پر ملي ګټو محدودیتونه وضع کوي، خو د ځواکمنو تګلارو جوړوونکو نظریات هم مهم رول لري. په هېوادونو کې د همدې با نفوذه خلکو نظریات هغه عنصر دی چې د تګلارو په جوړولو کې پرې حساب کېږي (کېچن، ۲۰۱۲).
تصور د سیسټم قطبونه، د ځواک د بېلانس، د وسایلو، او د دولت د ادارو په اړه ټول اړخونه رانغاړي، او دا کار د اړوندو لوبغاړو لپاره د غبرګون پر مهال د کورنیو خنډونو د ارزولو زمینه برابروي (بالدوین، ۱۹۹۷).
کېچن (۲۰۱۰) د نیوکلاسیک ریالیزم په چوکاټ کې د یادو متغیراتو رول په تفصیل سره تشریح کړی. د هېوادونو د بهرنیو تګلارو پراخوالی او موخې تر هر څه مخکې په نړیوال ډګر کې د هغه هېواد د ځای، په ځانګړي ډول د پرتلیز ځواک، سره تړاو لري. خو د دولتونو پر بهرنیو اړیکو د ځواک اغېزه غیر مستقیمه او پېچلې ده، ځکه چې سیسټماټیک فشار د دولت په کچه د نورو مداخله کوونکو متغیراتو له لارې عملي کېږي.
د نوي کلاسیک ریالیزم د لا ښه روښانولو لپاره دلته یوه بېلګه وړاندې کېږي. د پاکستان او هند سره د بنګلادېش د اړیکو تغییر د نیوکلاسیک ریالیزم څرګنده بېلګه ده. بنګلادېش له جوړېدو وروسته د هند سره دوستانه او له پاکستان سره په دښمنۍ ولاړې اړیکې درلودې، خو دې اړیکو وخت ناوخت تغییر کړی. سږکال د لومړۍ وزیرې حسینې واجد له واکه د ګوښه کېدو وروسته، د بنګلادېش او پاکستان ترمنځ اړیکې ښې شوې او برعکس، له هند سره د بنګلادېش اړیکې خړې پړې شوې. سره له دې چې په سیمه کې کوم مهم سیاسي، نظامي یا اقتصادي پرمختګ نه دی شوی، چې د اړیکو بدلون توجیه کړي، خو د بنګلادېش نویو مشرانو د پخوانیو مشرانو په پرتله د هند او پاکستان په اړه خپل لیدلوري له سره تعریف کړي. د مشرانو دا لرلید او د بنګلادېش د خلکو د ادراک بدلون ښايي د بنګلادېش او پاکستان د اړیکو د ښه کېدو او د بنګلادېش او هند د اړیکو د خرابېدو لامل شوی وي. په بل عبارت، د کور دننه فشار د بنګلادېش د بهرني سیاست په بدلون اغېزه کړې ده.
له دې بېلګې وروسته، یو شمېر مهم ټکي بیا یادول ضروري دي. یو شمېر پوهان نیوکلاسیک ریالیزم د یوې بشپړې تیورۍ په توګه د پرمختګ په نهکولو او پاتې راتلو تورنوي. کېچن (۲۰۱۰) نیوکلاسیک ریالیزم د کلاسیک ریالیزم بېلابېلې بڼې په یوه تیورۍ کې د راټولولو دوامداره هڅه بولي. له همدې امله، کېچن نیوکلاسیک ریالیزم د نړیوالو اړیکو پر موجودو تیوریو د تمرکز پر ځای د ډیپلوماټیک تاریخ سره د اړیکو غځولو یوه هڅه ګڼي. نیوکلاسیک ریالیزم لا تر اوسه هغه ډول پرمختګ نه دی کړی، لکه څنګ چې تمه یې وه.
د ریالیزم د تیوریو توپیرونه، اختلافات او کله ناکله ورته والی د شمېت او ملګرو (۲۰۱۲) هغه خبره را یادوي چې ریالیزم بېلابېلې—کله یو له بل سره متضادې او کله ورته—بڼې لري. سره له دې، هغه تر ټولو اساسي فرضیه چې د ریالیزم ټولې بڼې سره تړي، دا ده چې سیاست له ځواک څخه سرچینه اخلي.
References:
Baldwin, D. A. (1971). Thinking about threats. Journal of Conflict Resolution, 15(1), 71–78.
Elman, C., & Jensen, M. A. (Eds.). (2014). The realism reader. Routledge.
Gilpin, R. (2014). The richness of realism. In C. Elman & M. A. Jensen (Eds.), The realism reader (pp. 290–301). Routledge.
Jalil, G. Y. (2019). China’s rise. Strategic Studies, 39(1), 41–58. https://www.jstor.org/stable/10.2307/48544287
Kirshner, J. (2022). An unwritten future. Princeton University Press.
Keohane, R. O. (Ed.). (1986). Neorealism and its critics. Columbia University Press.
Kunz, B., & Saltzman, I. Z. (n.d.). 6 External and domestic determinants of state behavior (pp. 96–116). In J. J. Journal title. https://www.jstor.org/stable/jj.17842161.11
Moravcsik, A. (1997). Taking preferences seriously: A liberal theory of international politics. International Organization, 51(4), 513–553
Morgenthau, H. J. (1948). Politics among nations: The struggle for power and peace. Alfred A. Knopf.
Schroeder, P. W. (1994). Historical reality vs. neo-realist theory. International Security, 19(1), 108–148. https://www.jstor.org/stable/2539222
Specter, M. (2022). The Atlantic realists. Stanford University Press