پاکستان ولې د افغان کډوالو مسئله امنیتي کوي؟ – د. مصباح عبدالباقي

دکتور مصباح الله عبدالباقي
دکتور مصباح الله عبدالباقي د اسلام آباد له اسلامي پوهنتونه دکتورا لري او دمګړې په کابل کې د سلام پوهنتون رییس دی. ښاغلی مصباح له دې وړاندې په کابل کې د سیمهییزو او ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز رییس هم پاتې شوی و. دی په نړیوالو مجلو او ورځپاڼو کې د افغانستان په تړاو لیکنې خپروي او ترڅنګ یې د ګڼشمېرو کتابونو لیکوال هم دی.
(یادونه؛ دا لیکنه د ښاغلي دکتور مصباح الله عبدالباقي د افغانستان د اکاډمي علومو د سیمهییزو مطالعاتو په مجله کې له یوې خپرې شوې لیکنې څخه اقتباس ده.)
اوس پوښتنه دا را ولاړېږي چې د پاکستان د نظامي استخباراتو او چارواکو له پلوه د افغان کډوالو مسئله چې یوه انساني مسئله ده ولې په دې توګه امنیتي کړای شوه او په دې امنیتي کولو کې ولې داسې تعامل وشو چې د هغو افغانانو ټول انساني حقوق تر پښو لاندې شول چې یو وخت یې د هغه مشترک دښمن (شوروي اتحاد) په وړاندې خپله سینه سپر کړې وه چې د افغانستان د اشغال تر څنګ یې د پاکستان امنیت هم تر ګواښ لاندې را وړی و او پاکستان یې د وجودي خطر سره مخ کړی و؟
زما له نظره خو هغه توجيهات چې پاکستاني چارواکي او د هغوی پلوي علماء او مفتي صاحبان یې د دې کار لپاره وړاندې کوي درست او صحیح نه دي، بلکې د دې ټولې مسئلې تر شا د پاکستان د حکومت ځینې داسې غوښتنې دي چې د افغانستان د اسلامي امارت د چارواکو لپاره د منلو وړ نه دي، په زوره د دې مسئلو په اړه د خپلې خوښې د حل د مسلط کولو لپاره یې د کډوالو له مسئلې څخه ناروا او ناوړه ګټه پورته کړه، دا یې امنیتي کړه او په دې توګه یې یوه انساني مسئله د خپلو سیاسي موخو لپاره استعمال کړه. هغه بنسټیزې مسئلې چې د هغې له امله د پاکستان نظامي استخبارات او اردو په اسلامي امارت فشارونه راوړي چې د هغوی له غوښتنو سره یې سم حل کړي زما له نظره په اوسنیو شرایطو کې په لاندې ډول دي:
لومړی: د پښتنو او بلوڅو د مظلومیت مسئله
لومړی مسئله چې د پاکستان اردو او نظامي استخبارات یې د افغانستان د اسلامي امارت څخه د حل کولو غوښتنه لري، هغه د پښتنو او بلوڅو ترمنځ د پاکستان پر ضد د وسله وال مقاومت خوځښتونه دي او له دې امله چې اسلامي امارت په دې ډول مسئلو کې ښکېل نه دی، نو د فشار څخه کار اخلي.
د بلوڅو او پښتنو مسئله په حقیقت کې څه ده؟ په دې اړه باید ووایو چې له مودو راهیسې بلکې له هغه مهال راهیسې چې پاکستان جوړ شوی په پاکستان کې یو غیر عادلانه نظام حاکم دی، چې تر شا یې په عامه توګه د پاکستان اردو، نظامي استخبارات او تر شا نظام (Establishment) ولاړ دی، په دې نظام کې د پنجاب ولایت څخه پرته نور ټول ولایتونه او د پنجابي ملیت څخه پرته نور ټول ملیتونه د دې احساس کوي چې هغوی مظلومان دي، د ملتونو په توګه د هغوی حقونو تر پښو لاندې کېږي او د هغوی له امکاناتو او اقتصادي زېرمو څخه پنجاب تغذیه کېږي او دوی ترې هیڅ ګټه نه اخلي او په وروستیو کلونو کې د دې ترڅنګ یوه بله لویه مسئله هم ور زیاته شوه او هغه د بې شمېره ورک شوو بلوڅو او پښتنو مسئله ده، د پاکستان د نظامي استخباراتو له پلوه د امنیتي دلایلو پر بنسټ خلک په مرموز ډول نیول کېږي او وړل کېږي او بیا یې مړی او ژوندی ورکېږي، نه یې څوک پوښتنه کولی شي او نه یې په اړه څوک معلومات ترلاسه کولای شي، نه قضا د دې توان لري او نه هم پارلمان، دې ډول خلکو ته په پاکستاني رسنیو کې ورک شوي خلک، یا په زوره غایب کړی شوي خلک ویل کېږي، چې دې مسئلې د مظلومیت دا حالت اوج ته رسولی دی.
په دې دومره اوږدې موده کې د دې مسئلې د حل لپاره د هغه هېواد عقلمند خلک سره را ټول نه شول چې دې مسئلې لپاره یو حل ولټوي، مسئله یې اردو او نظامي استخباراتو ته پرېښوده، چې د مظلومیت دا احساس نور هم تقویه شو، په دې ملیتونو کې دوه ملیتونه ډېر زیات د مظلومیت احساس کوي چې یو یې بلوڅان او بل یې پښتانه دي، د دې ملیتونو په زړونو کې د مظلومیت احساس ورځ تر بلې تقویه کېږي او د پاکستاني ادارو پر ضد په نفرت بدلېږي، بلکې د پاکستان په څه سیمو کې دې نفرت د وسله وال مقاومت حالت غوره کړی دی او مجبور بلوڅ له خپلو حقونو څخه د دفاع په نوم وسله وال فعالیتونه کوي، چې مخکې هم څو ځله داسې حالات رامنځته شوي دي، نو کله چې د بلوڅو او پښتنو د دې نظامي عملیاتو په پایله کې د پاکستان پر نظامي استخباراتو او اردو فشار زیات شي غواړي د دې حالاتو پړه د افغانستان پر اسلامي امارت واچوي او خپلو خلکو ته داسې احساس ورکړي چې د دې حالاتو تر شا افغانستان ولاړ دی.
د دې پر ځای چې پاکستان دې مسئلې ته له سیاسي او حقوقي نظره وګوري او د مظلومیت د دې احساس د له منځه وړلو لپاره صحیح او سمه تګلاره غوره کړي، ملیتونو ته د هغوی حقونه ورکړي او یا یې پر همدې فعلي حالت قانع کړي، خپلې داخلي ستونزې پخپله حل کړي، د خلکو روا غوښتنې ومني، د هغه هېواد نظامي استخبارات د دې تصور کوي چې د افغانستان اسلامي امارت د دې خلکو تر شا دی، دوی تقویه کوي او دوی ته امکانات برابروي، نو له دې امله غواړي چې پر اسلامي امارت فشار راوړي او داسې کړنې تر سره کوي چې د معقولیت له دايرې څخه بهر دي، کله یې چې اسلامي امارت داسې غوښتنې نه مني، نو د کډوالو له کارډ څخه ناوړه او نا روا استفاده کوي، د دې کډوالو ټول انساني حقونه تر پښو لاندې کوي او په ډېر تذلیل سره یې په ډېره عجله کې را شړي.
دویمه مسئله: د پاکستان د طالبانو د اسلامي تحریک مسئله
دویمه مسئله چې د پاکستان اردو او نظامي استخبارات غواړي په اړه یې د افغانستان پر اسلامي امارت فشارونه راوړي هغه د پاکستان د طالبانو د اسلامي تحریک مسئله ده او کله یې چې هغه څه تر لاسه نه کړل چې دوی غوښتل، نو د افغان کډوالو د اجباري شړلو له لارې یې د فشار راوړلو کوښښ وکړ، د پاکستان د طالبانو د اسلامي تحریک مسئله هم په حقیقت کې یوه سیاسي مسئله ده، ځکه د پاکستان د طالبانو د اسلامي تحریک دوه ډوله موخې لري:
- نړیوالې موخې: چې د دوی له وینا سره سم هغه په نړۍ کې د اسلامي نظام حاکمیت دی، د دې لپاره دوی کوم ځانګړی میکانیزم نه لري او تصور یې دا دی چې دا کار به د افغانستان د اسلامي امارت له پروګرام سره سم د افغانستان د اسلامي امارت تر قیادت لاندې سرته رسوي، دا په دې معنی دی چې دوی دې قضیې ته ډېر په جدی سترګه نه ګوري او نه یې دا اصلي موخه ده.
- سیمه ییزې موخې: په سیمه ییزو موخو کې یې تر ټولو بنسټیزه موخه دا ده چې قبایلي سیمه چې له پېړیو راهیسې ازاده او مستقله سیمه وه او دلته ډېرو علماو او پوهانو د انګرېزانو پر ضد د همدې موخې لپاره جهادونه کړي چې دا سیمه ازاده پاتې شي، د همدې جهادونو په پایله کې دا سیمه له هند څخه د انګرېزانو د وتلو په وخت کې ازاده وه او کوم قبایلي نظام چې هلته حاکم و هغه د لږ تعدیل او تصحیح سره له اسلام سره ډېر اړخ لګوي، خو انګرېزانو وغوښتل چې دلته د ذلت یو قانون مسلط کړي چې د (Frontier Crimes Regulation) (FCR) د سرحدي سیمې لپاره د جرایمو قانون په نوم یادېده او بیا په ۲۰۱۸ز. کال کې د پاکستان حکومت دا قبايلي سیمې په بشپړ ډول لاندې کړې او د خپل نظام تابع یې وګرځولې. د پاکستان د طالبانو د اسلامي تحريک مشران په حقیقت کې د دې قبایلي سیمو په هغه حیثیت د پاتې کېدو لپاره هلې ځلې کوي چې سیمې ته د انګرېزانو له راتګ څخه دمخه دې سیمو درلوده، دوی غواړي چې په دې سیمو دې نه د (FCR) (Frontier Crime Regulation) (د سرحدي سیمو لپاره د جرمونو نظامنامه) قانون پلی شي او نه د پاکستان د بندوبستي سیمو قانون چې دوی یې ظالمانه ګڼي، بلکې دلته باید د لږ تعدیل سره هماغه قبایلي نظام حاکم وي چې دې سیمې ته د انګرېزانو له راتګ څخه دمخه حاکم و. د پاکستان د طالبانو د اسلامي تحریک غوښتنه هم په حقیقت کې یوه سیاسي غوښتنه ده، چې د قبایلي سیمو د ادارې په نوعیت کې را خلاصه کېږي، د پاکستان حکومت، اردو او نظامي استخبارات باید دې غوښتنې ته په همدې سیاق کې وګوري، خو د دې پرځای چې دوی خپل مسایل پخپله حل کړي، توقع یې دا ده چې د افغانستان اسلامي امارت د دوی ستونزې په خپل سر واخلي، د دوی په نیابت د دوی له نا راضیانو سره جنګ کې ښکېل شي. غوښتنه یې دا ده چې د افغانستان اسلامي امارت دې د پاکستان د طالبانو د اسلامي تحریک غړي او مشران د ټوپک په زور ونیسي او دوی ته دې یې وسپاري او دا کار باید په فوري توګه سرته ورسېږي، په دې کې د دې انتظار هم کول نه غواړي چې دا مسئله د وخت په تېرېدو سره حل کړی شي، په دې لړ کې د افغانستان د حکومت مجبوریتونه هم په نظر کې نه نیسي او دا ډول غیر معقولې غوښتنې ځکه کوي چې د هغوی اردو او نظامي استخباراتي ادارې په افغانستان کې هر حاکم نظام ته همېشه د لاسپوڅي په سترګه کتلي او متکبرانه تعامل یې ورسره کړی او همېشه یې تصور دا پاتې شوی چې د اسلام آباد له پلوه باید حکم صادر شي او په کابل کې حاکم نظام یې باید بې له کوم تعلل څخه پلی کړي او که پلی یې نه کړي نو باید د زور، فشار او دسیسو له لارې استبدال کړی شي او کله یې چې اوس د افغانستان اسلامي امارت دا ډول غوښتنې نه مني چې د منلو وړ هم نه دي، نو بیا یې پر ضد له نورو وسیلو تر څنګ د کډوالو له کارډ څخه د فشار په توګه استفاده کوي.
درېيمه مسئله: له هند سره د افغانستان اړیکې
درېیمه هغه مسئله چې پاکستان د هغې په اړه غواړي له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو له لارې د افغانستان پر اسلامي امارت فشار راوړي هغه له هند سره د افغانستان اړیکې دي، پاکستان همېشه د دې هڅه کړې چې د افغانستان بهرنۍ اړیکې د پاکستان او پاکستاني استخباراتي ادارو تر کنترول لاندې وي، په ځانګړی توګه له هند سره د افغانستان اړیکو ته همېشه پاکستان د شک په سترګه کتلي او یوه جدي غوښتنه یې دا ده چې افغانستان باید له هند سره غښتلې اړیکې ونه لري، بلکې همدا اړیکې یې په افغانستان کې له حکومتونو او ګوندونو سره د دوستۍ او دښمنۍ لپاره معیار ګڼلی دی، غوښتنه یې همېشه دا ده چې دا اړیکې باید د پاکستان له فلتر څخه تېرې شي او د پاکستاني ادارو تر څار لاندې تر سره شي او د دې غوښتې تر شا یې د ځان د قناعت لپاره دا منطق تراشلی دی چې د هند او افغانستان له اړیکو څخه پاکستان ته زیان رسېږي.
دا ډول غوښتنه څومره له عقل او منطق سره برابره ده؟ په دې اړه باید ووایو چې افغانستان یو ازاد او خپلواک هېواد دی، له بین المللي قوانینو سره سم حق لري چې د خپلو ګټو د ساتلو لپاره د نړۍ له هر هېواد سره خپلې بهرنۍ اړیکې غښتلې کړي، د دې دوه اړخیزو اړیکو موخه له اړوند هېوادونو له پلوه د خپلو ګټو ساتل وي، که په کومه مشخصه قضیه کې کوم بل هېواد ترې اغېزمنېږي، نو هغه حق لري چې د دیپلوماتیکو کانالونو له لارې د اړوند هېوادونو سره هغه مشخصه مسئله مطرح کړي او د حل لار ورته ولټول شي، خو هیڅ یو هېواد د دې حق نه لري چې له بل هېواد سره د هغه بهرنۍ اړیکې وګواښي او خلل په کې رامنځته کړي او یا د دې غوښتنه وکړي چې د یو خپلواک هېواد بهرنۍ اړیکې دې د هغه هېواد تر څار لاندې تر سره کېږي، ځکه دا د هېواد د خپلواکۍ نفي ده چې افغانستان هیڅکله هم دا نشي زغملی، پاکستاني چارواکي له هند سره د اړیکو مسئله کله په صراحت او کله هم په کنایاتو کې مطرح کوي او په پاکستان کې چې هره پېښه وشي د پاکستاني چارواکو لومړی رد عمل دا وي چې د افغانستان له خاورې څخه هندي استخباراتو سرته رسولی، د پاکستان نظامي ادارې همېشه د دې هڅه کړې چې د هند او افغانستان ترمنځ اړیکې هیڅکله هم له ثبات څخه برخمنې نه شي.
سره له دې چې پاکستان او د پاکستان اردو او نظامي استخبارات د دې غوښتنه کوي چې د افغانستان حکومت دې له هند سره خپلې اړیکې محدودې کړي، خو بیا پخپله ورسره هر ډول اړیکې ساتي، بلکې د پاکستان ځینې علماء تر دې مخ ته ځي چې د هند څخه موږ ته خطر نه دی متوجې، پاکستان د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ په مخ کې خنډونه رامنځته کوي او پخپله بیا د پاکستان او هند ترمنځ سوداګرۍ ته وده ورکوي او هغه په داسې شکل چې له خپلو هېوادوالو څخه یې پټ هم ساتي، د بېلګې په توګه د پاکستان معتبرې ورځپاڼې په همدې ورځو کې داسې راپورونه خپروي چې د پاکستان او هند ترمنځ نارسمي سوداګري لس ميلیارده ډالرو ته رسېږي، په داسې حالاتو کې چې پخپله ورسره دوستي لري، په پراخه پیمانه سوداګري ورسره کوي او له نورو هېوادونو څخه یې غوښتنه دا وي چې د دوی لپاره باید د هند سره دښمني وکړي، دا به څومره د منطق او عقل خبره وي او کله چې د اسلامي امارت له پلوه دا ډول غوښتنې نه منل کېږي، نو بیا د نورو وسایلو تر څنګ د کډوالو له اجباري را ستنولو څخه د فشار د وسیلې په توګه استفاده کېږي.
څلورم: څه نورې ستراتیژیکې مسئلې
د دې مسئلو ترڅنګ څه نورې ستراتیژیکې مسئلې هم شته چې پاکستان له بېلابېلو لارو غواړي د هغوی په اړه پر افغانستان فشار وارد کړي، دا مسئلې خو زیات تفصیل ته اړتیا لري، له دې امله یې موږ دلته یوازې د سرليکونو یادونه کوو:
- د ډیورنډ کرښه او د رسمي سرحداتو د ټاکنې مسئله؛
- د اوبو مسئله، په افغانستان کې د کونړ او کابل او نورو سیندونو څخه استفاده او په دې اړه د پاکستان غوښتنې؛
- د سوداګرۍ مسئله، همېش لپاره پر افغان لورې د قاچاق تورونه لګول، د افغانانو د سوداګريزو مالونو لپاره ستونزې رامنځته کول او پخپله د مرکزي آسیا مارکیټونو ته د لاسرسي غوښتنې.