پر قانون د زور برلاسي؛ پر ایران د اسراییلو برید او د نړیوال نظم راتلونکی – دکتور توفیق حامل

دکتور توفیق حامل
ډاکټر توفیق حامل څېړونکی او استاد دی چې د ستراتیژیکو مطالعاتو، پوځي تاریخ، او جیوپولیټیک په برخه کې تخصص لري. نوموړی د فرانسې له پول والېري پوهنتون څخه د تاریخ په برخه کې دوکتورا لري او دا مهال د فرانسې د ستراسبور اکاډمۍ استاد دی. سربېره پر دې، نوموړی د افریقا د سولې او امنیت نوښت، د غوښتنلیک جیوپولیتیک انسټیټیوټ (فرانسه)، او د هنرونو او مسلکونو ملي کنزرواټوار علمي غړی دی. د هغه وروستي آثار د عصري پوځي ستراتیژیو، په MENA سیمه کې د امنیتي تعاملاتو، او د جګړې او تکنالوژۍ ترمنځ اړیکو ته ځانګړي شوي دي. نوموړی په علمي او پالیسۍ ژورنالونو کې منظمې لیکنې کوي، چې پکې Sécurité Globale او Revue de Défense Nationale شامل دي.
ژباړه: د جیوافغانیکا د آی آر مرکز
د جون پر ۱۳مه نېټه، اسراییل پر ایران بریدونه پیل کړل، چې دا تر ډېره د سیمې د زیاتېدونکي کړکېچ له کبله ول. دې بریدونه یو ځل بیا هماغه زوړ بحث بیا را تازه کړی چې آیا زور قانوني مشروعیت لري او آیا زور ته دې قانوني مشروعیت ورکړل شي او که نه؟ او آیا د ملي امنیت تر نامه لاندې هر ډول ګام د توجیه وړ ده، که ځواب مثبت وي نو دا بیا څومره د منلو وړ ده؟
دا چې دا عملیات په مستقیمه توګه د پوځي تاسیساتو پر ضد ترسره شوي او که یوازې یوه غچ اخیستنه وه، له دې څخه اخوا، دې بریدونو دا بنسټیزه پوښتنه هم راپيدا کړې، چې دا ډول ګامونه به نړیوال قانون، سیاسي مشروعیت، او سیمه ییز ثبات څومره له ګواښ سره مواجه کړي؟ اسراییل خپله کړنه، چې د ایران اتومي پروګرام د خپلې بقاء لپاره ګواښ ګڼي، په توګه توجیه کوي. خو دا توجیه بیا اسراییل له هغې حقوقي چوکاټه وباسي چې د ملګرو ملتونو له خوا ټاکل شوی، او دا د یوه ستراتیژیک بدلون نښه ده او هغه دا چې یو اړخیزهتوب به د نړیوالو اصولو پر ځای عمل کوي.
په دې شرایطو کې اړینه ده چې له امنیتي محوره لیدلوري هاخوا، دا کړنه په دوهګوني محور کې وڅېړو: د نړیوال قانون له مخې یې حقوقي اعتبار او په اوسني نازک جیوپولیټیک چاپېریال کې یې سیاسي او ستراتیژیک مشروعیت وارزوو.
دا برید یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ تر دښمنۍ محدود نه دی، بلکې دا د ګډ امنیت د میکانیزمونو کمزورتیا هم ښيي او د دې بریدونو له لارې آیا دا ممکنه ده چې زور د سیاست د یوې اسانه وسیلې په توګه دود شي. دلته یوازې د یوه هېواد له ځانه د دفاع حق مطرح نه دی، بلکې دلته پر قانون ولاړ د نړیوال نظم راتلونکی مهم دی.
نړیوال قانون پر یوه اساسي اصل ولاړ دی او هغه دا چې د زور کارول پکې منع شوي دي. دا اصل د ملګرو ملتونو د منشور په ۲(۴)مه ماده کې هم ذکر شوی دی. خو یوازې دوه استثناوې لري: لومړی، د یوه وسلوال برید پر وړاندې له ځان څخه د دفاع حق (د ۵۱مې مادې له مخې) او دویم، دا چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ورته اجازه ورکړي. د اسراییلو د برید په قضیه کې، له دې یو شرط هم پوره نه دی. ایران په مستقیم ډول پر اسراییلي خاورې برید نه دی کړی، او ترڅنګ یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم کومه داسې پرېکړه نه ده کړې چې د اسراییل بریدونو ته مشروعیت ورکړي.
اسراییل ډیری مهال له «مخکې وړاندې د ځان دفاع» ته لومړیتوب ورکوي، او ادعا کوي چې د ایران اتومي ظرفیتونه د اسراییل د وجودي ګواښ لامل ګرځي. خو دا ادعا ټولمنلې نه ده او ډېری قانونپوهان پرې نیوکې کوي. دا مفکوره پر راتلونکي احتمالي برید اټکل کوي، نه پر موجوده بریدونو، نو له همدې ځایه، پر ایران د سراییل بریدونه د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه ده. په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د امریکا یرغل، چې د پراخو ویجاړۍ د ناموجودو وسلو پر اساس وشو، دلته یو واضحه مثال دی چې دا ډول منطق څومره خطرناک وي.
همداراز، د اسراییلو برید د ایران د حاکمیت ښکاره نقض دی. د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۱۹۷۴م کال د ۳۳۱۴ پرېکړهلیک له مخې، دا عمل د «تېري» (aggression) په توګه طبقهبندي کېدلی شي، په ځانګړي ډول که له امنیت شورا څخه پکې اجازه نه وي اخیستل شوې. دا پر نړیوالو بنسټونو باور کمزوری کوي او د نړیوالو چارو قانوني نظم ته ضربه رسوي.
له قانوني لارو څخه په تېرېدو، اسراییل د نړیوالې اتومي انرژۍ ادارې (IAEA) رول هم تر پښو لاندې کړ؛ دغه اداره د ایران له اتومي پروګرام څخه څارنه کوي او د ډیپلوماسۍ لپاره یو مهم بنسټ ګڼل کېږي. پوځي ګامونه نه یوازې دا ډول میکانیزمونه ګډوډوي، بلکې پر ځای یې دا یو داسې دود هم رامنځته کوي چې له مخې یې هېوادونه خپلسرې پرېکړې وکړي چې کوم یو «ګواښ» دی او څرنګه یې پر وړاندې برخورد وکړي. له همدې ځایه، د اسراییلو حقوقي توجیه نه یوازې کمزورې ده، بلکې ناقانونه هم برېښي. دا د هغو نړیوالو اصولو لپاره ګواښ دی چې لسګونه کاله پرې کار شوی دی.
له ستراتیژیک پلوه، اسراییل پر ایران خپل برید د اړتیا له مخې توجیه کوي، او وايي چې دا ګام د ایران د اتومي وسلو د ترلاسه کولو پر وړاندې و. دا ډول لیدلوری هم پر راتلونکي اټکل ولاړ دی، چې د سیال احتمالي وړتیا هم پکې یو نه منونکی ګواښ ګڼل کېږي. سره له دې چې په سیمه کې ډېر هېوادونه پر اتوم سمبال ایران څخه په ویره کې دي، خو له وخته وړاندې د برید مشروعیت یوازې دوو شرایطو ته اړتیا لري: نسبي تناسب او عاجلیت ته. اوسنی وضعیت دا شرایط نه پوره کوي. ایران یورانیم تر ۶۰ سلنې پورې غني کړي، خو په بل اړخ کې اتومي بم نه لري. نړیوالې اټومي ادارې هم د ایران د وسلو جوړونې نیت تایید کړی او نه یې په دې برخه کې د ایران له لوري کوم پرمختګ ته اشاره کړې. له همدې مخې، د اسراییلو برید تر ډېره پر احتمالي نیت ولاړ دی، نه پر شواهدو، او دا بیا د دې اقدام مشروعیت له منځه وړي، په تېره بیا چې کله ډیپلوماټیک بدیلونه موجود وي.
له ستراتیژیک پلوه، دا برید ممکن معکوسې پایلې ولري. دا به ممکن د ایران سختدریځه ډلې لا پیاوړې کړي او د هغو کسانو دریځ به کمزوری کړي چې له نړۍ سره د تفاهم پلوې ده. دا ښيي چې ډیپلوماسي هم له بهرني بریده څوک نه شي ژغورلی، او دا به ممکن ایران وهڅوي چې خپله اتومي برنامه چټکه کړي، نه دا چې ورو یې کړي. همداراز، دا اقدام به هغه سیمه ییز او نړیوال میکانیزمونه هم کمزوري کړي چې د دیالوګ او څار له لارې د دا ډول بحرانونو د حل لپاره جوړ شوي دي.
په پراخ جیوپولیټیک تناظر کې، د اسراییل دا برید د ستراتیژیک یواړخیزتوب نښه ده. دا نه یوازې ایران، بلکې د امریکا د ملاتړ حدود، د خلیج هېوادونو زغم، او د نړیوالو اتوميوسلو د نهخپریدو میکانیزمونه هم ازمايي. دا عملیات، د دفاعي اړتیا پر ځای، د برلاسۍ ښودلو، د نویو کرښو راښکلو، او د سیمهیزو قدرتونو د بیلابیلو توازنونو د بدلون هڅه ښکاري.
دا اقدام د عراق، سوریې او حزب الله په څېر ایرانپلوه ډلو کې د تاوتریخوالي د رجحان د زیاتېدو خطر لري. له دې پلوه، که څه هم اسراییل یو شمېر سمې امنیتي اندېښنې لري خو د اسراییلي بریدونو په تړاو استدلال د ډیپلوماسۍ، ډېټرینس، او سیمهیز ثبات له نظره نه شي توجیه کېدلی. دا برید د امنیت د تامین پر ځای، یوه ستراتیژیکه تېروتنه ده چې ډېرې ژورې پایلې به ولري.
د ملګرو ملتونو له اجازې پرته دا ډول ګامونه اخیستل به دا تګلاره پیاوړې کړي چې هېوادونه له قانوني چوکاټونو وتښتي او د مليامنیت په استناد زور وکاروي. دا د ګډ امنیت د میکانیزمونو د زوال نښه ده. د امنیت شورا له خوا د زبرځواکونو د اختلاف له امله چې ډېری وخت فلج وي، هېوادونه په خپل سر پرېکړې وکړي او د زور کارونه به د دفاع په نوم توجیه شي؛ ان چې ګواښ فرضي هم وي. د اسراییلو دا برید استثنا نه، بلکې د یوه پراخ تحول برخه ده چې قانون به پکې د زور تابع کېږي او تصمیمونه به د اجماع پر ځای د صلاحیت پر اساس نیول کېږي.
دا ډول پېښې بېعواقبه نه وي. نور سیمهییز قدرتونه—په سوریه کې ترکیه، په قفقاز کې اذربایجان، یا په یمن کې سعودي عربستان—هم ممکن ځان ته دا اجازه ورکړي چې مخکې له وړاندې د دفاع تر نامه لاندې پوځي ګامونه واخلي. څومره چې دا کړنې بې ځوابه پاتې کېږي، هومره به نړیوال اصل کمزوری کېږي. په دې چوکاټ کې، د اسراییلو برید د نړیوال امنیت لپاره خطرناک تحول رامنځته کولی شي، چې له مخې یې د زور اصول پر قانوني چوکاټ برلاسې کېږي.
د اندېښنې تر ټولو لوی ټکی دا دی چې دا ډول کړنې له کنټروله وځي. د قانوني خنډونو کمښت د تاوتریخوالي، تېروتنو، او اوږد مهاله شخړو امکان زیاتوي. همداراز، دا ډول خپلسري اقدامات به د اتومي انرژۍ ادارې او ملګرو ملتونو په څېر پر بنسټونو د خلکو اعتماد له منځه ویسي او راتلونکې ډیپلوماسۍ به لا ستونزمنه او بېباوره کړي.
که څه هم د ایران په اړه د اسراییلو اندېښنې بېځایه نه دي، خو له قانوني لارو پرته پوځي اقدامات د نړیوال نظم اساسي اصل زیانمنوي. دا یو داسې نظام تقویه کوي چې زور به پکې د مشروعیت معیار شي، نه قانون. دا یوه اوږدمهاله ناکامه تګلاره ده. هېڅ هېواد، ان اسراییل، د داسې نړۍ له قانوني زوال څخه ګټه نه شي پورته کولی. که نړیواله ټولنه له ګډ امنیت سره خپل تعهد تازه نه کړي، نړۍ به یوې داسې دورې ته داخله شي چې زور به پکې د وروستي انتخاب پر ځای لومړی انتخاب وي.
پر ایران د اسراییلو برید له حقوقي او ستراتیژیک پلوه یوه خطرناکه بېلګه تر شا پرېږدي. د نړیوال قانون څخه په شا کېدو د اسراییل بریدونه د حاکمیت او څو اړخیزو حکومتولۍ تر پښو لاندې کوي. مخکې له وړاندې د ځان پر دفاع تکیه، د زور د منع اصل کمزوری کوي او دا بیا نور هېوادونه هڅوي چې د خپلو کړنو لپاره دا ډول دلایل وکاروي. له ستراتیژیک اړخه، دا اقدام نه یوازې سیمهییز ثبات له ګواښ سره مخ کوي، بلکې د ایران سختدریځه ډلې نورې هم پیاوړې کوي، او دغه راز د څارنو نړیوالو بنسټونو ته زیان رسوي. دا ډول بریدونه نه د شخړې مخه نیسي، بلکې د پراخېدلو زمینه ورته برابروي، او نور هېوادونه هڅوي چې د امنیت لپاره اتومي وسلې ترلاسه کړي.
دا یوازې د اسراییل او ایران تر منځ یوه شخړه نه ده. دا د نړیوالو اصولو، د سولې بنسټونو، او د قانون حاکمیت ته یو ګواښ دی. نړیواله ټولنه باید یوازې له بیانیو تېر شي، بلکې په دې تړاو واقعي ګامونه پورته کړي، څو د زور پر وړاندې د قانون برلاسي بیا ثابته کړي. که چېرې داسې ونه شي، نړۍ به یوې داسې دورې ته لاړه شي چې قانون به پکې بېمانا وي، او زور ته به مشروعیت ورکړل شي.
پای