څلوېښت کاله په توپان کې؛ د یو اسلامپال ملتپال سرګذشت – مشتاق رحیم

مشتاق رحیم
مشتاق رحیم د جګړې، سولې او امنیت برخې کارپوه دی، او له جګړې وروسته د بیا رغونې په برخه کې عملي تجربه لري. هغه د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې له لارې په افغانستان او سوریې کې کار کړی. همداراز، نوموړي د افغانستان د سولې پروسې مهم غړی پاتې شوی؛ دی د سولې عالي شورا د دارالانشاء مرستیال او د اجرائیه بورډ غړی و.
ښاغلی رحیم د کابل په کاردان پوهنتون کې د بشري علومو په څانګه کې د ماسټرۍ دورې د مېلمه استاد په توګه دنده ترسره کړې. د نوموړي ګڼ شمېر تحلیلي لیکنې د یو شمېر معتبرو نړیوالو او سیمهییزو رسنیو لکهThe Diplomat،Arab News،The American Thinker،Pajhwok News AgencyاوBBC Pashtoله خوا خپرې شوي دي.
لیکوال: مشتاق رحیم
(یادښت: دا لیکنه د ښاغلي مشتاق رحیم له خوا څو کاله مخکې، د «څلوېښت کاله په توپان کې» له خپرېدو وروسته، خپره شوې وه. دا مهال د خپروونکي آنلاین مرجع نه شته؛ له همدې امله یې جیوافغانیکا بیا ځلي خپروي. مننه.)
افغانستان په تېرې نیمې پېړۍ کې له یوې پېښې وروسته له بلې سره مخ شوی او هره پېښه د هېواد خلکو ته د بدمرغیو نوی پړاو راوړی دی. سره له دې چې د افغانستان روانه غمیزه ډېر لاملونه او اړخونه لري، ښايي له تاریخه نه زدهکړه د دې بدمرغیو د دوام یو ستر لامل وي. له همدې کبله افغان ولس وار وار د تکراري توطیو، تېروتنو او دوکو ښکار کېږي. د تاریخ نه مستندول او ورڅخه د درسي موادو نه جوړولو په برخه کې ټول هغه مشران ګرم دي چې د پېښو شاهدان وو او په بېلابېلو پړاوونو کې د مشرتابه په کچه په سیاسي بهیرونو کې ښکېل پاتې شوي دي؛ ځکه هغوی د راتلونکو نسلونو لپاره تاریخي یادښتونه نه دي پرېښي.
په داسې یو هېواد کې چې تاریخ یې تر ډېره بهرنیانو لیکلی، د سیاسي ژوندلیکونه او خاطرو لیکل نادر دي، او د واک او ځواک خاوندان د خپلو تجربو د شریکولو له دود سره نابلده دي، نو د سیاسي شخصیتونو له خوا د ژوندلیکونو په بڼه د تجربو شریکول یو ستر کار دی. په دې برخه کې د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا نوم هر ځل ذهن ته راځي؛ ښاغلي سپنتا څو کاله وړاندې خپل ژوند، سیاسي هڅې، د افغانستان سیاسي تاریخ د خپل لید له مخې او د خپلو حساسو دندو تجربې له لوستونکو سره شریکې کړې. همداراز، ښاغلي کریم خرم هم د خپل فکري مخالف خو کاري ملګري سپنتا په پلونو پل ایښی او خپل شخصي، سیاسي او کاري تجربې یې زموږ مخې ته د «څلوېښت کاله په توپان کې» په نوم، په ۶۷۲ مخونو کې، چې د اکسوس کتابپلورنځي له خوا چاپ شوی، ایښې دي.
ښاغلی خرم، چې له فکري او ایډیالوژیک پلوه اسلامپال او د اخواني مفکورې درلودونکی دی، کتاب د خپل د زلمیتوب د مبارزې پر بحث پیلوي؛ هغه مبارزه چې د ښوونځي په دوره کې یې د حزب اسلامي له ادرسه د وخت کمونیستي رژیم پر وړاندې کوله. لکه څنګه چې په کتاب کې څرګندېږي، ښاغلي خرم د یو ځوان ایډیالیسټ په توګه د افغانستان د یو ایډیال نظام د جوړېدو لپاره په عملي مبارزه کې ور پېښې ستونزې په ډېر تفصیل لیکلي او د هغه چا په توګه چې د رژیم استبداد یې پخپله تجربه کړی، د تاریخ قضاوت ته یې سپارلې دي. خرم په دویمه برخه کې بیا د یو ملتپال شخصیت په توګه راڅرګندېږي، چې د یو اسلامي ایډیالوژۍ لرونکي شخصیت لپاره یو ستر شخصیتي بدلون دی.
د کتاب د لومړیو برخو، یعنې د ښاغلي خرم د ځوانۍ د دورې د پېښو په لیکنه کې، هغه ډېر متوازن چلند کړی دی. لیکوال که له یوې خوا د وخت د حکومت د استبداد او جبر یادونه کوي، نو له بلې خوا د جهادي رهبرانو او مشرانو—چې یو شمېر یې د ښاغلي خرم د فکري مبارزې سرلارې وو—له جهاد سره د شوې جفا او خیانت ته هم ګوته نیسي. هغه په دې بحث کې د خپلو جهادي همفکره مشرانو پر دې جفا ناهیلي څرګندوي، او دا اخلاقي جرأت یې د ستاینې وړ دی.
د کتاب دویمه برخه، چې د کتاب اصلي محتوا جوړوي، د بن کنفرانس له جوړېدو وروسته پېښو او بیا د افغانستان د عصري حکومتولۍ په مرکز، یعنې ارګ کې د لیکوال د کاري دورې په اړه بحث کوي. په دې برخه کې لیکوال ځایځای هڅه کړې ده چې پر افغان ولسمشر د نیوکې له لارې ثابته کړي چې ګوندې دلته یې هم په خپل نظر کې توازن ساتلی؛ خو که په دقت سره وکتل شي، لیکوال په دې برخه کې پاتې راغلی دی او تر ډېره د پخواني ولسمشر حامد کرزي د مدافع وکیل په څېر راښکاره کېږي. همداراز، ښاغلی خرم د ولسمشر کرزي د حکومت پر ستونزو له بحثه ځان څنګ ته کړی، چې زما په اند په دې برخه کې د خپل ولس پوروړی دی. لیکوال په همدغه فصل کې هڅه کړې چې د خپلې کاري دورې پر مهال د خپل شخصیت په تړاو راپورته شوي جنجالي بحثونه هم روښانه او سپین کړي.
که څه هم د کتاب د لوست پر مهال څرګندېږي چې ښاغلي خرم هڅه کړې د چارو په اړه له امانتدارۍ کار واخلي او پېښې په اصلي بڼه وړاندې کړي، خو بیا هم لیدل کېږي چې د یادو موضوعاتو په اړه د لیکوال شخصي دریځ پر متن ډېر اغېز کړی او تبصره یې دومره بېپرې او متوازنه نه ده. بله خوا، د پېښو تفصیلي او کټ مټ وړاندې کول ځینې وخت لوستونکی ستړي کوي او اضافي جزئیات ښکاري. البته، دا استدلال هم پر ځای دی چې یو شمېر داسې پېښې هم وي چې باید د تاریخ حافظې ته په بشپړ تفصیل سره وسپارل شي.
د پېښو په قضاوت کې د توازن نشتوالی له دې ځایه هم څرګندېږي چې ښاغلی خرم په کتاب کې تل د امریکا له متحده ایالاتو سره په ټکر کې ښکاري. که څه هم روښانه نه ده چې له هغه هېواد سره، چې له کبله یې ښاغلی خرم د منصب خاوند شوی و، د دومره سخت مخالفت اصلي سرچینه څه ده، خو لیکوال هڅه کوي وښيي چې امریکايي اداره له افغانستان سره رښتینې نه وه. که دا لامل ومنو هم، د «څلوېښت کاله په توپان کې» د لوست پر مهال ښکاري چې د ښاغلي خرم مخالفت د مصلحت او تدبیر له تومنې خالي او په وچ کلک تقابل ولاړ دی.
کتاب دا هم راڅرګندوي چې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی یو احساساتي شخصیت و او د مصلحت او تدبیر په برخه کې یې ډېره وړتیا نه درلوده. بیا هم د دې استدلال لامل د هغه وچ کلک مخالفت او تقابل له هغه چاسره و چې ښاغلي کرزي ورسره د ستراتیژیکې ملګرتیا سند لاسلیک کړی و. په دې کتاب کې هغه کسان هم، چې ښايي د مصلحت او سیاسي تدبیر له مخې له امریکا سره د اړیکو د پاللو غوښتنه کوله، د ښاغلي خرم د قلم په نوکه ټپي ښکاري. ښاغلی خرم په خپل کتاب کې داسې ښکاره کوي چې ګوندې هر هغه چا چې د مصلحتي چلند غوښتنه کوله، ګواګې د کوم بهرني هیواد لاسپوڅی وو. همداراز، د کتاب له متن څخه داسې برېښي چې په ځینو پړاوونو کې «ټول نظام» په یوه خوا او ښاغلی کرزی او خرم په بله خوا ولاړ وو.
په ټوله کې، د ښاغلي خرم دا هڅه «څلوېښت کاله په توپان کې» د ستاینې وړ ده. کتاب اوسني نسل ته پر هغو مسایلو رڼا اچوي چې ډېرو ته یې د لومړي لاس معلوماتو ته لاسرسی نه شته، او د راتلونکو نسلونو لپاره د معاصر تاریخ یو پیاوړی او د اعتبار وړ ماخذ برابروي. که څه هم دا اثر په پښتو او دري خپور شوی، خو ځکه چې منځپانګه یې د افغانستان د معاصرې حکومتولۍ په تړاو له نړیوالو په تېره بیا د امریکا له متحده ایالاتو سره پر بحثونو راڅرخي، غوره دا ده چې «څلوېښت کاله په توپان کې» انګلیسي ته هم وژباړل شي، تر څو نړیوال هم د افغانانو د لید له مخې د چارو د تحلیل لپاره یوه باوري سرچینه ولري.
په پای کې، د ښاغلي خرم له زیاره مننه کوم او هیله لرم چې د بیاچاپ تر مخه د ایډیټ په موخه پر کتاب بیا کتنه وشي، څو محدودې ټایپي تېروتنې اصلاح شي. هیله ده افغان سیاستوال، مسلکي او علمي کادرونه د خپلو تجربو د لیکلو لړۍ ته دوام ورکړي، څو ولس له تاریخه زدهکړه وکړي او دغه تاریخي غمیزې بیا تکرار نه شي.