هند به د روسیې شا پرېنږدي – سمیت ګنګولي

سمیت ګنګولي
سمیت ګنګولي د اندیانا پوهنتون (بلومینګټن) د سیاسي علومو ممتاز پروفېسور او د هندي کلتورونو او تمدنونو د «رابندرناتھ ټاګور» میز مشر دی. هغه د «مرګونې بنبست: د نوې پېړۍ په پیل کې د هند–پاکستان اړیکې» (Deadly Impasse: India–Pakistan Relations at the Dawn of a New Century) او د «د داعش راتلونکی: سیمهییزې او نړیوالې پایلې» کتابونو په ګډون د یو شمېر نورو کتابونو لیکوال دی.
لیکوال: سمیت ګنګولي
ژباړه: د جیو افغانیکا د نړیوالو اړیکو مرکز
تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر هندي توکو نوره ۲۵ سلنه اضافي تعرفه ولګوله، چې په دې سره د هند پر وارداتو ټوله تعرفه نږدې۵۰ سلنې ته ورسېده. دغه ثانوي مالیات په دې موخه اعلان شول چې هند دې له روسیې د نفتو اخیستل بند کړي، ځکه ټرمپ استدلال کوي چې دغه نفت د اوکراین جګړې ته سونګ برابروي. تر دې وړاندې امریکا هند ته د روسیې له نفتو د اخیستو اجازه ورکړې وه، خو په دې شرط چې د بیې د یوې ټاکل شوې کچې دننه پاتې شي.
سره له دې چې د ټرمپ دغه تعرفې هند ته ښکاره اقتصادي زیانونه اړوي – او که څه هم امکان لري چې هند به په پای کې د خپلو نفتو واردات کم کړي – خو بیا هم نوې ډیلي له مسکو سره خپله اوږدمهاله ملګرتیا نه پرېږدي. په دې تړاو لږ تر لږه څلور داسې قانع کوونکي دلیلونه شته چې دا خبره ثابتوي:
لومړی؛ که څه هم شمېرې توپیر لري، خو د هند اوسنی وسله وال پوځي ځواک وسلې له ۶۰ سلنې ډېر یا خو له شوروي اتحاد دی او یا روسي الاصله دی. هند بېشکه په وروستیو لسیزو کې هڅه کړې چې د وسلو اخیستل متنوع کړي، خو نوې ډیلي نه شي کولای په ناڅاپي ډول له مسکو د وسلو رانیول بند کړي؛ ځکه دا به یا د دې هېواد امنیت له خطر سره مخ کړي او یا به یې خزانې ته سخت لګښتونه ور اضافه کړي. سره له دې چې روسیه هم په خپله د اوکراین په جګړه کې وسلو ته اړتیا لري، خو بیا هم د هند لپاره د پرمختللو پوځي تجهیزاتو او د پرزو یو مهم عرضه کوونکی پاتې شوی دی.
سربېره پر دې، د هند د امنیتي تګلارې ډېری چارواکي باور لري چې روسیه، د امریکا برعکس، د هند پر وسلو لږ محدودیتونه وضع کوي. امریکا د دوهګوني استعمال پر ټکنالوژۍ محدودیتونه پلي کړي او همدارنګه پر درېیم ګړو هم د حساسو دفاعي ټکنالوژیو د بیا صادرولو پر وړاندې سخت بندیزونه عملي کوي.
دویم؛ هند په رښتیا وېره لري چې که له روسیې څخه ځان په دیپلوماتیکه بڼه لرې کړي، نو ستراتیژیک لګښتونه به پرې بار شي. نوې ډیلي د مسکو او بېجینګ د نږدې کېدو په اړه اندېښمن دی، ځکه چین د هند اوږدمهاله سیال پاتې شوی. د هندي چارواکو په باور، هر ناڅاپي ګام چې د هند او روسیې اړیکې کنګلوي، نو د مسکو او بېجینګ ترمنځ به تودې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي. دا به د هند لپاره یو ډېر ناوړه وضعیت وي، په ځانګړي ډول چې د هند او چین ترمنځ په اړیکو کې ستراتیژیکه ناانډولتیا لا له وړاندې موجوده ده.
درېیم؛ هند او روسیه اوږده او تر ډېره بریده د همکارۍ تاریخ لري، چې له لوړو ژورو تېر شوی او لا هم پایدار پاتې شوی او دا اړیکې ان د سړې جګړې مهال ته رسېږي. په ځانګړي ډول له ۱۹۷۱ کال راهیسې، چې هند او شوروي اتحاد د “سولې، ملګرتیا او همکارۍ” ۲۰ کلن تړون لاسلیک کړ، مسکو د نوې ډیلي اصلي امنیتي شریک پاتې شوی دی. په داسې وخت کې چې هند په نړیوال ډګر کې ډېر دوستان نه درلودل، روسیې ځان د یو ټینګ او باور وړ ملاتړي په توګه ثابتوه. د دې ملګرتیا ګډې ګټې بې شمېره وې.
له دیپلوماتیک پلوه، هند کولای شو پر شوروي اتحاد حساب وکړي، څو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ویټو ځواک په کار واچوي او له پاکستان سره د کشمیر پر شخړه کوم دښمنانه پرېکړه لیک رد کړي. په بدل کې، مسکو پر نوې ډیلي حساب کاوه چې د امریکا نفوذ په سویلي اسیا کې محدود کړي. شوروي بیا کولای شو خپله ملګرتیا له هند سره – چې هغه مهال یوه پیاوړې ولسواکي وه – د پرمختیايي نړۍ پر وړاندې د لاسته راوړنې په توګه وښيي. له ۱۹۶۹ کال وروسته د چین او شوروي د اړیکو د خرابېدو په پام کې نیولو سره، شوروي ته ګټوره وه چې د چین په سویل کې له یو بل لوی اسیایي ځواک سره دوستانه اړیکې وساتي، هغه هم داسې ځواک چې له بېجینګ سره په شخړو کې ښکېل پاتې و. نوی ډيلي هم پوهېده چې په هر ډول پوځي کړکېچ کې د خپلې اوږدې او لانجمنې هیمالیایي پولې په اوږدو کې پر مسکو حساب کولی شي.
البته، له شوروي اتحاد سره ملګرتیا د هند لپاره بې لګښته نه وه، په ځانګړي ډول د شهرت له اړخه. هند هغه یوازینی مهم ولسواک هېواد و چې د شوروي د یرغل او د ۱۹۸۰مې لسیزې په اوږدو کې یې د شوروي له لوري د افغانستان نیول ونه غندل.
هند ته د شوروي اتحاد له لوري د وسلو پراخ لېږد دغه دیپلوماتیک نږدېوالی لا پیاوړی کړ. شوروي اتحاد هند ته د خپلو پرمختللو دودیزو وسلو د ورکړې چمتووالی درلود، نه یوازې په غیر بازاري بیو، بلکې د روپۍ ـ روبل د سوداګرۍ پر اساس. هغه مهال چې د هند اقتصاد ډېر کمزوری و او له نړیوالې سوداګرۍ سره یې تړاو محدود و، دغه تړون د هند د پوځ د عصري کېدا لپاره خورا مهم و.
په پای کې، د سړې جګړې د وخت ډېری حکومتونو په نوې ډیلي کې پر دې حساب کاوه چې شوروي اتحاد به د هند د کورنیو سیاستونو په شکل سازۍ کې مهم رول ولوبوي. د شوروي سیاسي مشرتابه پر دې حساب کاوه چې د هند د دوو کمونست ګوندونو له ډلې د هغه ګوند توندلاري مهار کړي، کوم چې له مسکو څخه ایډیالوژیکې او سیاسي لارښوونې غوښتې. که څه هم د هند کمونیستي غورځنګ نن ورځ خورا محدود اهمیت لري، خو د هند د بهرني سیاست ځینې مهم شخصیتونه لا هم د سړې جګړې د دورې یادونه کوي او د مسکو له هغه رول نه منندوی دي.
که څه هم دا ټول د څو اړخیزې اړیکې د جوړېدو لامل شول، خو د شوروي اتحاد تر سقوط وروسته روسیې ځان له هند څخه لرې کړ. خو دا بدلون ډېر دوامداره نه و، ځکه دواړو اړخونو وپتيېله چې د اړیکو د دوام لپاره کافي بنسټونه شته. د امریکا لنډمهاله یوه قطبي واکمني، په ځانګړي ډول د ۱۹۹۰مو کلونو پر مهال، په نوې ډیلي، مسکو او نورو ځایونو کې د څو قطبي نړۍ غږ پورته کړ. کله چې ېوګني پریماکوف، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر او وروسته لومړی وزیر و، دغه نظریه وړاندې کړه، نو په نوې ډیلي کې یې ښه انعکاس وموند.
د سړې جګړې پر مهال له شوروي اتحاد سره د هند اوږدې او د باور وړ ملګرتیا په نوې ډیلي کې د بهرني سیاست پر کړیو یوه مهمه او نږدې نه له منځه تلونکې شتمني پرېښوده، کومه چې په نورو ځایونو کې ورته د “سړې جګړې نوستالژي” ویل کېږي. په ټوله کې، دغه لیدلوری پر دې باور دی چې روسیه – د شوروي اصلي ځای ناستی – لا هم د هند لپاره په یوه ناڅرګنده نړۍ کې د باور وړ ملګری پاتې شوی.
اوس چې ټرمپ دویم ځلې واکمن دی، د هغه بې ثباته او له بدلون ډکې تګلارې د هند د بهرني او امنیتي سیاستي کړیو اندېښنې زیاتې کړې دي چې امریکا نور د باور او د اعتماد وړ نه ده. هغه دوه ګوندي اجماع چې د امریکا او هند د اړیکو په اړه د کلنټن د ادارې له وروستیو ورځو راهیسې جوړه شوې وه او د ۲۰۰۸ کال د ملکي اټومي تړون وروسته یې لا نوره وده وکړه، اوس له جدي خطر سره مخ ده.
د دې احتمال پر وړاندې چې هند به، له نږدې دوو لسیزو وروسته، له امریکا سره د ګټو د نږدېوالي له حالته لرې شي، نوې ډیلي ښایي پرېکړه وکړي چې روسیې ته مخه کول به ورته د خوندي پناه ځای په څېر وي.