احمدالله ارچیوال په ۲۰۰۴ کال کې له پېښور پوهنتونه په ژورنالېزم او په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا له نیوسکول پوهنتونه د نړیوالو چارو په برخه کې ماسټرۍ ترلاسه کړي. دا راز، نوموړی «د خدایې خدمتګار کلتوري اغېزې» او «ولسي مبارزې (عدم تشدد)» کتابونو لیکوال هم دی. ښاغلی ارچیوال له تېرو دوو لسیزو راهیسې، د امریکا د سولې په انستیتوت، یوناما، د افغانستان ټاکنو کمیسیون کې د عامه پوهاوي د رییس او کارډان پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې د استاد په توګه دندې ترسره کړي دي.
کتاب: له میرویس نیکه تر احمد شاه بابا
لیکوال: عبدالباري جهاني
موضوع: د کتاب ریسرچ میتوډولوژي
په ټوله کې پښتو کې د لیکل شويو کتابونو او ان د علمي کتابونو په مخکتنو کې یوه موضوع چې ډېر کم یې په اړه بحث کېږي، هغه د ریسرچ میتوډولوژي موضوع ده. په مخکتنو کې زموږ زیاتره بحث د کتاب په منځپانګه باندې وي.
د کتاب په منځپانګه بحث کومه بده خبره نده. خو که د څېړنې میتوډلوژي نا سمه وي، د کتاب د منځپانګې موضوعات د باور وړ ندي.
میتوډولوژي هغه چوکاټ دی، چې له هغې په استفادې هر څوک ورته پایلو ته رسیږي. خو که څېړونکی ورته موندنو ته ونه رسیږي، او میتوډولوژي یې سمه وي، بېا هم څېړنې معتبرې دي. ولې که میتوډولوژي نا سمه وي، د څېړنو منځپانګه بیا د باور وړ نده.
که له یوې خوا منځپانګه موږ ته د څېړنو موندنې ښيي، د ریسرچ میتوډولوژي موږ ته د دې خبرې ځواب مومي، چې لیکوال څرنګه هغه ته رسېدلی چې دی یې وړاندې کوي؟
میتوډلوژي پر څېړنې د لوستونکو باور رامنځته کوي.
داسې هم ویلی شو، چې میتوډلوژي په علمي څېړنو کې شفافیت رامنځته کوي.
د جهاني صیب اوسنی کتاب یو تاریخي کتاب دی. له دې امله د تاریخ لیکنې میتوډولوژي له نظره باید وارزول شي. موږ زیاتره وخت اورو، چې زورور تاریخونه لیکي. دا خبره که پدې مانا وکارول شي، چې زورور د نړۍ تاریخ او حالاتو ته مسیر ورکوي، ښايي یو څه سمه وي، خو که پدې مانا وکارول شي، چې د زورورو لخوا لیکل شوي تاریخونه معتبر او ټولمنلي دي، دا خبره نا سمه ده. دغه ډول کتاب به کتاب وي خو تاریخي کتاب ورته نه ویل کېږي.
نو ځکه دا خبره ناسمه ده چې څه زورور لیکي، هغه تاریخ دی. تر هغې چې یو څوک د څېړنو پر لاره لاړ نه شي او د څېړنو اصول پلي نه کړي، څېړنې یې تاریخ نه، بلکې کیسې ګڼل کېږي، ولو که لیکوال یې زورور هم وي.
همدا میتوډولوژي ده، چې پر مټ یې د زورورو لخوا لیکل شوي تاریخونه ننګول کېږي او هغه نا سم ثابتیږي.
دویمه خبره دا ده، چې کله یو کتاب ولیکل شی، موږ وايو، د کتاب موضوع مهمه ده. یواځې د موضوع ارزښت د څېړنې ترسره کول نه توجیه کوي. د مهمو موضوعاتو په اړه خو خبرونه او افسانې هم لیکل کېدای شي، خو دغه ډول لیکنې بېا علمي څېړنې نه بلل کېږي.
علمي څېړنې له موضوع سمدستي وروسته د میتوډولوژي په اړه پوښتنه ایجابوي. د موضوع ارزښت څيړونکي ته یواځې د څېړنو یو ادرس په لاس ورکوي.
خو د ریسرچ میتوډولوژي له نظره موضوع که هر څومره مهمه وي، خو د موضوع په اړه د نویو څېړنو لپاره د ځانګړي شرايطو او لاملونو موجودیت اړین دی. تر څو چې د یوې موضوع په اړه ځانکړي شرايط نه وي رامنځته شوي، یواځې د موضوع ارزښت د علمي څېړنو د ترسره کېدلو لامل نه شي کېدای.
زه غواړم دلته هغه شرایطو ته اشاره وکړم چې د یوې موضوع په اړه د یوې نوې څېړنې لامل کېږي. یو شرط دا دی، چې د موضوع په اړه په پخوانیو موادو کې تشه یا خلا موجوده وي. د دې مانا دا ده، چې یوې مهمې پوښتنې ته یې ځواب نه وي ویلی. بل لامل یې دا دی، چې هغه حوالې چې په تیرو لیکنو کې یې پر بنسټ استدلال شوی وي، په هغو کې ستونزه موجوده وي. درېیم لامل یې دا دی، چې لیکوال داسې شواهد ومومي چې پخوانۍ لیکنې نا سمې ثابت کړي. میتوډولوژي یې یا ناسمه وي، او یا هم زیات تفصیل ته اړتیا وي، یا هم د څېړنې برخوال، چې له هغو معلومات راټولیږې، د هغو شمېر کم وي، یا سمپل یې اړونده اشخاص نه وي، او یا هم له موضوع سره تړاو نلري. یا یې اعداد او ارقام غلط وي. دا هغه نور شرایط دي،چې د یوې موضوع په اړه څېړنو ترسره کولو اړتیا رامنځته کېږي.
اوسمهال په لویدیځه نړۍ کې په زیاترو ټولنیزو علومو کې د ټولنیزو علومو څېړنې له یوې پوښتنې پېلېږي. نو که لیکوال یوه نوې پوښتنه ولري، چې د موضوع یو نوی اړخ رابرسېره کړي، دا کار هم د نوې څېړنې کولو لامل راپیدا کوي.
که موږ د جهاني صیب کتاب په پورته پیمانه وتلو، دا کتاب تر ډېره بریده پدغو معیارونو پوره خیژي. ځکه چې د موضوع په تړاو په پخوانیو څېړنو کې داسې ډېرې خلاګانې موجودي دي، چې نورو څېړنو ته اړتیا لري. پخپله د میرویس نیکه د توکم او کورنۍ د دې یوه ښه بېلګه ده. د دې موضوعاتو په اړه د موادو کمښت د جهاني صیب دې څېړنې ترسره کولو اړتیا رامنځته کوي. د دې کتاب له مخې ځینې لیکوالانو، لکه ډاکټر لال زاد په څېر لیکوالانو خو میرویس نیکه ان د ازبک یا تاتارو د توکم سره تړلی دی.
د نادر افشار د پوځونو سره په اوسنۍ پښتونخواه کې د یوسفزیو او په کابل کې د ساپیو جګړې هغه څه دي چې په نورو تاریخونو کې یې په اړه کم معلومات موندل کېږي. په ټوله کې له میرویس نیکه څخه تر احمدشاه بابا پورې مودې په اړه تاریخي څېړنې کمې او محدودې دي.
لکه چې مخکې مې ورته اشاره وکړه، دلته هغه خبره ، چې کتاب کې مهم موضوعات دي، پدې کتاب کې له ورایه ښکاري.
دلته موضوع یواځې دا نده چې له میرویس خان څخه تر احمد شاه بابا دغه وخت مهم دی. دغه عمومي موضوع موږ ته د یوې نوې څېړنې د ترسره کولو یواځې یو ادرس را په ګوته کوي. هغه څه چې د جهاني صیب کتاب کې نوې زاويې دي، هغه دا دي چې پخوانیو څېړنو کې خلاګانې موجودې دي. ځینې مالومات یې ناسم دي، حوالې یې غلطي دي او نورې ستونزې لري، چې باید په اړه یې څېړنې شوی وی. جهاني صیب دغه زاویو ته تفصیلي اشاره کړې.
د میرویس نیکه پاڅون ، چې په لومړي ځل یې افغانان د پردیو له غلامۍ څخه خلاص کړل، د افغانانو لپاره یو مهم پرمختګ دی. خو د جهاني صیب کتاب په ډاګه کوي، چې د دې مهمې موضوع سره پخوانیو څېړونکو سر سري چلند کړی. زیاتره معلومات یې مبهم دي او په اړه یې تفصیل کم دی.
نه یواځې د یادې موضوع په اړه د علمي موادو کمښت، بلکې پدې اړه یو لړ پوښتنې بې ځوابه پاتې دي، چې هغوی ته علمي ځواب اړین دی. د دې يوه ښه بېلګه پر هند د احمدشاه بابا د یرغل لامل دی. ځینې پخواني تاریخپوهان لکه غبار پر هند د احمدشاه بابا پر بریدونو نیوکه کوي. د نوموړي په وینا دغه کار د افغانانو او هند لپاره بې ګټې و.
نه یواځې دا بلکې غبار وايي، چې د پاني پت جګړې د ختیځ هند بریتانوي سوداګریز شرکت پر وړاندې د هند داخلي قوتونه کمزوري کړل، چې بالاخره انګریزان وتوانیدل چې هند لاندې کړي. پدې اړه بله نیوکه او یا هم پوښتنه چې ډېر خلک یې پر احمدشاه بابا کوي، هغه دا ده، چې احمدشاه بابا ولې هند کې پاتې نه شو؟ دې کتاب کې دې پوښتنې ته ځواب ویل شوی دی.
د افغانانو لخوا د اصفهان نیول یا د میرویس نیکه پاڅون، یا د شاه محمود او شاه اشرف د چلند او د هغو د اخلاقو په اړه، تاریخي روایتونو ته له یوې نوې زاويي کتل، یوه بله زاویه ده، چې دې کتاب کې راسپړل شوې.
له دې امله دې او نورو ډېر پوښتنو چې پدې کتاب کې ورته ځوابونه ویل شوي، له علمي اړخه د دې کتاب د لیکلو اړتیا رامنځته کوي.
ولې د دې کتاب د لیکلو اړتیا رامنځته شوې؟ دې پوښتنې ته د ځواب ویلو وروسته د کتاب په میتوډلوژي تم کېږم.
له میرویس نیکه تر احمد شاه بابا پورې کتاب کې د میتوډولوژي له نظره ځینې نورې په زړه پورې زاويې هم موجودې دي.
دې کتاب کې د هرې موضوع په اړه بېلا بېل او ځینې وختونه مخالف نظرونه دي. زیاتره وخت زموږ څېړونکي هغه دلیل چې ورته سم ښکاري، هغه لیکي او په ملاتړ یې دلایل لیکي، او د مخالف نظر یا نظرونو یادونه هم نکوي. جهاني صیب د هرې موضوع په اړه له پخوا موجود نظریات یاد کړیدي او بیا یې هغه نظر، چې نوموړی فکر کوي، هغه نظر یې د دلایلو موندلو وروسته سم دی، هغه یې د موجهه نظر په توګه یاد کړیدی او د هغه نظر په ننګه یې خپل دلایل لیکلي دي.
له دې سره تړلې بله خبره دا ده، چې جهاني صیب د منطق پر مټ استدلال کړیدی. هر دلیل چې نوموړی ورڅخه ملاتړ کوي، د هغه لپاره یې منطقي دلایل وړاندې کړي. د میرویس نیکه پلار څوک وو؟ پدې اړه جهاني صیب د نورو تاریخپوهانو لکه خلاصت الانساب نظر تاییدوي. ځکه چې د جهاني صیب په وینا د خلاصت الانساب د لیکوال حافظ رحمت خان د احمدشاه بابا واکمنۍ ته نږدې وخت کې خپل کتاب لیکلی دی. د میرویس خان نیکه د پېر او احمدشاه بابا د پېر ترمنځ دومره زیات وخت ندی تیر شوی. له دې امله د حافظ رحمت خان دلیل له نورو دلایلو معتبر ګڼل د جهاني صیب یو منطقي دلیل دی.
جهاني صیب د نولسمې پېړۍ او ان د ځینو معاصرو تاریخپوهانولکه غبار، عبدالقهار هوتک، فرهنګ او نورو، چې له پخوانیو تاریخونو څخه یې ګټه اخیستې په تاریخونو کې نیمګړتیاوې په ګوته کړي.
جهاني صیب تاریخي بېګلربېګي او نورو تاریخي حوالو ضعف هم په ګوته کړی او د دغو حوالو پر بنسټ ترسره شوې څېړنې یې رد کړيدي.
له تاریخ سلطاني یوه بېلګه د بېګلربیګې او درانیانو ترمنځ د یوې پېښې په ترڅ کې د راپیدا شوي اختلاف روایت دی. تاریخ سلطاني وايي، چې د ابدالیانو یو مشر شاه حسین د هند امپراتور شاه جهان ته پناه یوړه. د جهاني صیب په خبره، تاریخ سلطاني پدغه روایت کې نه یواځې په کلونو کې تېروتنه کوي، بلکې د دوه مغلو شاهانو شاه جهان او اورنګزیب ترمنځ توپیر هم نکوي. دغه وخت، چې تاریخ سلطاني ورته اشاره کړې، د ډیلي پر تخت اورنګزیب ناست و او شاه جهان له دې پېښې یا تاریخ څه کم دېرش کاله پخوا وفات شوی و.
له دې سره یوه بله بېلګه چې جهاني صیب یې یادونه کړیده، هغه د تاریخ سلطاني په حوالو کې د ګډوډیو له امله د میرویس نیکه عمر تر دوو سوو کلونو پورې ښيي.
له دې ور هاخوا په نورو تاریخونو کې هم زیاتې تېروتنې شوې دي. تاریخ جهانګشای نادري کې پر هرات د نادر شاه د بريد پر مهال د پنځه سوه زرو افغانانو وژل د دې تېروتنو یوه بله بېلګه ده.
له میرویس نیکه تر احمدشاه بابا کتاب کې، د دې کتاب د موضوعاتو په اړه لیکل شویو کتابونو کې د موجودو ستونزو په لړۍ کې د هانوي د تاریخ ستونزو ته هم اشاره شوې. له هانوي څخه د میرویس نیکه او له هغه وروسته پېر د تاریخ په اړه افغان لیکوالانو زیاته ګټه اخیسته.د هانوي کتاب حوالې نلري او نه یې هم لیکوال افغانستان ته سفر کړی. جهاني د هانوي د کتاب معلوماتو د منلو په اړه د احتیاط څخه د کار اخیستلو سپارښتنه کوي.
په ټوله کې پدې کتاب کې جهاني صیب له میرویس نیکه تر احمدشاه بابا کتاب پر کیفیتي څېړنو ولاړ دی او د موضوع په اړه د لیکل شویو پخوانیو کتابونو او موادو یا موجودو متنونو څخه یې ګټه اخیستې. دا طریقه د څېړنو له معمولو طریقو څخه یوه ده.
دا کتاب یو تاریخي کتاب دی، له دې امله یې زما پام یوې بلې موضوع ته واړوه. د میتوډولوژي له نظره په تاریخ لیکنه کې له ارشیفي موادو هم باید ګټه واخیستل شي.
ارشیفونو کې پخواني ساتل شوي رسمي دولتي مکتوبونه او اسناد هم د تاریخي څېړنو یوه متعبره سرچینه ده. د جنجالي موضوعاتو په اړه که له ارشیفي موادو ګټه واخیستل شي، بیا داسې علمي تاریخي څېړنې ترسره کېږي، چې له هغو انکار ممکن نه وي. پدې اړه ما ته د ولي خان کتاب (حقیقت حقیقت دی) رایاد شو.
خان عبدالغفار خان (باچا خان) او د پښتنو نورو ملتپالو مشرانو تل پاکستان د فیرنګي یوه دسیسه بللې او د پښتنو پر وړاندې یې په توطیو جوړولو تورن کړی. خو دغه خبرې پاکستان کې چا تر هغه نه منلې، چې ولي خان حقیقت حقیقت دی کتاب ولیکلو. پدغه کتاب د پاکستان حکومت له لیکلو وروسته بندیز ولګوه، خو اوس چې کتاب باندې بندیز نشته، تر اوسه یې هیڅوک موندنې نه شي رد کولی.
ولي خان د دې کتاب د لیکلو لپاره، له ۱۹۱۹ څخه وروسته، تر ډېره بريده د بریتانیې د باندنیو چارو وزارت او د هند د وایسرای ترمنځ تبادله شوې رسمي او اوونیز ډول لیږل شوي اسناد د سرچینو یا منابعو په توګه کارولي.
همدا لامل وو، چې له چاپ کېدو وروسته تر ډېره وخته پر دغه کتاب پاکستان کې بندېز ولګېد، ځکه له هغو تاریخي اسنادو، چې په کتاب کې ترې استفاده شوې، له هغو ان د ولي خان مخالفین هم سترګې نه شي پټولی. ولي خان پدغه کتاب کې په مقدمه کې لیکلي:
((ما ته یوه څه اندازه وه، چې دغه موادو کې به څه وي. خو هغه څه چې ما ته په ګوتو راغلل، هغه زما له تمې ډېر زیات وو.))
هغه خبرې چې ولي خان دې کتاب کې لیکلي، له زیاتو یې کوز پښتانه خبر وو. هغه څه، چې د ده په کتاب کې نوي دي، هغه د نوموړي میتوډولوژي ده. نوموړي پخپله میتوډولوژي کې د هند د وایسرای او د بریتانیې د باندنیو چارو وزیر ترمنځ د اوونیز افهام او تفهیم سکرپټ د سرچینو په توګه کارولی. له دې امله ویلی شو، که له یوې خوا د ولي خان موندنې مهمې وې، له دې د کتاب د لیکلو لپاره د ولي خان د څېړنو ډول مهم دی.
جهاني صیب پدې اړه د ابدالیانو او نادر افشار ترمنځ د جګړو پر مهال د الله یار خان په اړه د نادر افشار د مکتوب په اړه خبرې کوي. اوس پوښتنه دا ده، چې د هغه مهال په اړه، چې دا څېړنې ورسره تړاو لري، د افغانستان، ایران، او یا د هند په ارشیفونو کې لیکلي مواد شته او که نه؟
ځینې وختونه د څېړنو لیکوالان نه شي کولای چې د څېړنو لپاره له اړینو موادو ګټه واخلي. دوي بیا اړ دي، چې له نورو موجودو موادو ګټه واخلي. خو شرط یې دا دی، چې پدې اړه به خپله بې وسي له لوستونکو سره شریکوي. د څېړنو اصولو څېړونکو ته لاره پرېښي ده. هغه لاره دا ده، چې څېړونکی اړ دی، چې دغه ستونزې ته په خپلو لیکنو کې اشاره وکړي.
اوس پوښتنه دا ده، چې د هغه مهال په اړه، چې دا څېړنې ورسره تړاو لري، د افغانستان، ایران، او یا د هند په ارشیفونو کې لیکلي مواد شته او که نه؟ جهاني صیب پدې اړه لږ تر لږه د ابدالیانو او نادر افشار ترمنځ د جګړو پر مهال د الله یار خان په اړه د نادر افشار د مکتوب حواله ورکړې.
د میتوډولوژي له اړخه له میرویس نیکه تر احمد شاه بابا کتاب بله ځانګړتیا کتاب د یو روایت یا یوې کیسې په بڼه لیکل دي. پدې کتاب کې د پخوانیو مدارکو نقل قولونه داسې ځای پر ځای شوي، چې د هر عنوان مندرجات پکې یوې کیسې ته ورته دي.


