LOADING CLOSE

د چین مریتوکراسي د غربي ډیموکراسۍ پر وړاندې – ژانګ وی‌وې

ژانګ وی‌وې
لیکوال او مفکر

ژانګ وی‌وې د چین د فودان پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاد او د دغه پوهنتون د چین انسټیټیوټ رییس دی. نوموړی د چین د پرمختیايي ماډل یو مخکښ مدافع، د «تمدني دولت» نظريې مطرح کوونکی او د څو مشهورو کتابونو لیکوال هم دی. ښاغلی وی‌وې د چین د پخواني او اصلاح‌خوښوونکي ولسمشر ډینګ شیاوپینګ ژباړونکی هم پاتې شوی او نن د چین د سیاسي او فکري بحثونو یوه اغېزمنه اکادمیکه او رسنیزه څېره ګڼل کېږي.

لیکوال: ژانګ وی وې

ژباړه: احمدنشاط کلیوال

نن ورځ د دوو سیاسي ماډلونو سیالي روانه ده: یو د وړتیا پر بنسټ د رهبرۍ ماډل او بل د خلکو د رایو پر بنسټ او ښايي د چین ماډل بریالی شي. د چین د اقتصادي راټوکېدنې په اړه نړیوال پام زیات شوی، خو د دې هیواد سیاسي او اداري بدلونونه لږ لیدل شوي یا قصداً له پامه غورځول شوي دي، ځکه دا له غربي نظریاتو سره سمون نه خوري. په حقیقت کې، بیجینګ پرته له ډېرو اعلانونو، د حکومتدارۍ په سیستم کې مهم بدلونونه راوستي او یو مفصل نظام یې رامنځته کړی چې “ټاکنه جمع ټاکنه” ورته ویلی شو. په لنډه توګه، وړ او باصلاحيته مشران د سختو فلټرونو، نظرپوښتنو، داخلي ارزونو او کوچنیو انتخاباتو له لارې د وړتیا، لاسته راوړنو او ولسي ملاتړ پر اساس ټاکل کېږي. ، په یوه معنا، د چین کمونیست ګوند د نړۍ له تر ټولو وړتیا محوره یا «مریتوکراتیک» بنسټونو څخه دی.

د وړتیا پر بنسټ حکومتولي (Meritocracy) د چین په کنفیوشیوسي سیاسي دود کې ژورې ریښې لري. هغه دود چې د «کېجو» د عامه ازموینو تاریخي سیسټم یې رامنځته کړی و، چې دا د دولتي چارواکو د انتخاب لپاره د نړۍ لومړنی سیستم وو. د همدې دود له مخې، بیجینګ هڅه کوي چې په ټول سیاسي جوړښت کې د وړتیا سیستم پلی کړي. که څه هم تل بریالی نه وي. د فقر کمول، د کار موندنې رامنځته کول، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ او پاک چاپیریال؛ دا هغه معیارونه دي چې د محلي چارواکو په ارتقاء کې مهم رول لري. د چین د تېرو درې لسیزو چټک پرمختګ له دې سیستم سره په کلکه تړلی دی.

د فساد او نورو ټولنیزو ستونزو سربېره د چین حکومتولي په ځینو برخو، لکه د چین اقتصاد کې لا هم پیاوړې او ثابته پاتې ده. حکومت په اداري برخه او د ګوند د تقاعد اجباري عمر او د ماموریت د دورو په برخو کې محدودیتونه وضع کړي دي. عمومي منشي، ولسمشر او لومړی وزیر اوس یوازې دوه دورې (لس کاله) د خدمت حق لري. په پولیټبورو (سیاسي رهبرۍ) کې د ګډې رهبرۍ سیستم عملي کېږي، څو د هغو شخصیتي بت جوړونو مخه ونیول شي چې د کلتوري انقلاب پر مهال یې ستونزې رامنځته کړې وې. دا احتیاطي بدلونونه دې ته لاره هواروي چې هیڅ فرد ته دایمي قدرت په لاس ورنه شي .هغه څه چې د عرب پسرلي د پاڅون یو لوی لامل و.

تقریباً ټول هغه کاندیدان چې د ګوند د دایمي کمیټې (چې د چین تر ټولو لوړ تصمیم نیوونکی ارګان دی) لپاره ټاکل شوي، لږ تر لږه دوه ځله د چین په کوم ولایت کې د ګوند د منشي په توګه یا هم په ورته مدیریتي دندو کې خدمت کړی دی. د یوه عادي چینایي ولایت اداره کول ځانګړې وړتیا او مهارت ته اړتیا لري، ځکه هر ولایت په اوسط ډول د څلورو یا پنځو اروپایي هېوادونو په اندازه لوی وي.

په حقیقت کې، د چین د مریتوکراسۍ په نظام کې داسې کمزوري او نالایقه خلک، لکه جورج ډبلیو بوش یا د جاپان نودا هېڅکله نه شي کولای د هېواد تر مشرۍ ورسېږي. د شي جین‌پینګ بېلګه واخلئ. هغه په فوژیان کې والي و، چې اقتصادي فعالیتونه پکې ډېر چټک دي. وروسته د ژیجیانګ ولایت ګوند مشر شو، چې د خصوصي سکتور فعالیت په کې پراخه او فعاله دی او بیا د شانګهای ګوند مشر شو، چې د چین د اقتصاد او مالي سکتور ستر مرکز دی. په بله مانا، شي د ولسمشرۍ له وراثته دمخه د ۱۲۰ میلیونو کسانو مشري کړې وه، چې اقتصاد یې د هند له اقتصاده لوی و. دا هر څه له دې مخکې و چې هغه پنځه کاله د هیواد د مرستیال ولسمشر په توګه د ملي او پوځي چارو د مدیریت تجربه ترلاسه کړي.

د چین مریتوکراسي د ډیموکراسۍ او استبداد دودیزه مقابله تر پوښتنې لاندې راولي. د بیجینګ له نظره، د دولت ماهیت او مشروعیت د هغه په منځپانګې پورې تړلی دی، لکه ښه حکومتولي، وړ مشري او د خلکو رضایت. له ټولو نیمګړتیاوو سربېره، د چین حکومت د نړۍ تر ټولو چټکه اقتصادي وده او د خلکو د ژوند د معیار بې‌ساری پرمختګ رامنځته کړی دی. د ۲۰۱۲ کال د «پیو» سروې له مخې، ٪۸۲ چینایان د خپل راتلونکي په اړه هیله من دي. د ابراهام لنکن مشهور تعریف، چې « د خلکو حکومت، د خلکو له لوري، د خلکو لپاره»، په عملي ډیموکراسیو کې ډېر سخت دی او د امریکا نظام هم ترې ډېر لرې دی. ځکه د نوبل جایزې ګټونکي اقتصادپوه جوزف سټیګلیټز ویلي چې د امریکا سیستم اوس «د ۱٪ لپاره، د هماغه ۱٪ له لوري» دی. چین اوس د ټولنیز، اقتصادي او سیاسي بدلون له اړخه د نړۍ تر ټولو لوی لابراتوار ګرځېدلی او د “ټاکنه جمع ټاکنه” ماډل اوس د امریکا د ټاکنیزې ډیموکراسۍ سیال ګرځېدلی دی.

چرچیل ویلي: «ډیموکراسي د حکومتولۍ تر ټولو بد ډول دی، البته له هغو نورو پرته چې تجربه شوي». ډېری چینایان یې د خپل دود په رڼا کې داسې تعبیر کوي چې دا «تر ټولو لږ بد انتخاب» دی. هغه انتخاب چې د بدو مشرانو د لرې کېدو امکان پکې شته. خو د چین په کنفیوشیوسي دود کې باید تل د «تر ټولو غوره انتخاب» هڅه وشي. یعنې د داسې مشرانو ټاکل چې تر ټولو لوړ مهارت ولري. کار اسان نه دی، خو هڅې یې باید دوام ولري. تر اوسه د چین سیاسي او اداري نوښتونو داسې یو سیستم رامنځته کړی چې په یوه معنا یې د «ښه ازمویل شویو مشرانو» د ټاکلو غوره لاره او د «ناوړه مشرانو» د لرې کولو لږ بد انتخاب سره یو ځای کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

error: Content is protected !!