LOADING CLOSE

د هند او پاکستان په سیالۍ کې د طالبانو برخه اخیستنه – راجه موهن

راجه موهن

راجه موهن د هند مخکښ څېړونکی او د بهرني سیاست پېژندل شوی شنونکی دی. هغه اوس د سنګاپور د ملي پوهنتون د جنوبي اسیا د مطالعاتو د انسټیټیوټ رئیس دی او تر دې وړاندې یې د Carnegie India مشري هم کړې ده. راجه موهن د هند د بهرني سیاست، د چین–هند سیالۍ او د اسیا د ځواک د توازن په اړه مهم کتابونه او مقالې لیکلي دي. هغه د هند د ملي امنیت د سلاکارانو د بورډ غړی هم پاتې شوی دی.

سرچینه: فارن پالیسي

ژباړه: د جیو افغانیکا د ژباړې ډله

که جغرافیه د تقدیر ټاکونکې وي، نو د هند د نیم‌وچې په شمال‌لوېدیځ سرحد کې دا معادله تر بل هر ځای ډېره بې‌ رحمه او نه‌بدلېدونکې ده. په ۱۹۴۷ کال کې د برتانوي هند له وېش وروسته، دوه ثابتې او دوامداره شرايط  تل پر خپل ځای پاتې شوې دي: د افغانستان او پاکستان ترمنځ دښمني او د افغانستان او هند ترمنځ تودې او نږدې اړیکې. 

په کابل کې چې هر څوک واکمن وي، له باچایانو او کمونیستانو نیولې د اسلامپالو تر بېلابېلو ډلو؛ دا حالت بدل شوی نه دی. پاکستان د همدې حالت د بدلولو لپاره د طالبانو په رامنځته کولو او روزلو کې ونډه واخیسته، خو نن ورځ همدا طالبان له پاکستان سره په ټکر کې دي او د اسلام‌اباد پر وړاندې د توازن د رامنځته کولو لپاره یې هند ته مخه کړې.

د اکتوبر په میاشت کې پر ډېورنډ کرښې بیاځلي نښتې په بشپړه توګه له همدې تاریخي بهیر او دوامداره حالت سره سمون خوري. دا یو ډېر تریخ حقیقت دی؛ هغه پاکستان، چې طالبان یې واک ته ورسول، نن ورځ له همدغو طالبانو سره په یو زیاتېدونکي ټکر کې راګېر دی او اړ شوی چې یوازې د درېیمو لورو له لارې له کابل سره خبرې اترې او مذاکرات وکړي.

له پاکستان سره د سرحدي تاوتریخوالي تر سیوري لاندې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي، د اکتوبر په میاشت کې د یوې اوونۍ له پاره هند ته سفر وکړ او له نوي ‌ډیلي سره یې د قوي او ټینګو اړیکو په اړه د کابل لېوالتیا بیا تازه کړه. هند، چې پخوا یې په ښکاره ویلي وو «ښه طالبان» وجود نه لري، او دا ډله به یې د پاکستان ستراتیژیکه وسیله بلله، په دې ونه ‌توانېدله چې خپله خوښي پټه کړي. له دغه سفر څو ورځې وروسته، نوي ‌ډیلي په کابل کې خپله تخنیکي استازولي سفارت ته لوړه کړه، او په دا ډول د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د اړیکو د عادي کولو په برخه کې له لومړنیو هېوادونو شو.

د دواړو لورو د نږدې کېدو لپاره د استثنايي دیپلوماتیکو هڅو اړتیا نه وه. سرحدي سیمې د تاریخ او جغرافیې منطق؛ تر ډېره اصلي او درنې چارې ترسره کړي. د کابل او نوي ‌ډیلي ترمنځ طبیعي همغږي یو ځل بیا د نویو لوبغاړو په شتون کې ځان څرګندوي.

د دغو درېیو هېوادونو ترمنځ درې ‌اړخیزه تعامل د پاکستان رامنځته کېدو ته ورګرځي. له ایډیولوژیکي توپیرونو پرته د افغانستان هر واکمن نظام بالاخره له پاکستان سره په ټکر کې ښکېل شوی دی. د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو اساسي او جوړښتي ستونزمن عامل د ډیورنډ کرښه ده. د ۱۸۹۳ کال سرحدي تړون، چې د برتانوي هند او د افغانستان د امارت د امیر عبدالرحمن خان ترمنځ لاسلیک شو او د پښتنو او بلوڅو تاریخي مېنې یې پر دوو برخو ووېشلې. کله چې نوي جوړ شوي پاکستان ته په ۱۹۴۷ کال کې دغه استعماري کرښه په میراث ورسېده، افغانستان یوازینی هېواد و چې په ملګرو ملتونو کې یې د پاکستان د غړیتوب پر وړاندې منفي رایه وکاروله؛ ځکه کابل د ډیورنډ کرښه د یوه مشروع او قانوني سرحد په توګه نه منله.

د برتانوي امپراتورۍ له لوري د تپل شوي سرحد منل یو بحث و، خو دا چې هماغه کرښه د هغه دولت له خوا ومنل شي، چې کابل د برتانوي راج «پاتې شونی دولت» باله، بېخي بل او ډېر ستونزمن کار و. په افغانستان کې پرلپسې حکومتونو د «پښتونستان» د جوړېدو له نظریې سره لوبه کړې ده. داسې یو دولت چې د کرښې دواړو غاړو پښتانه سره یو موټی کړي، هغه بېلتون ‌پاله خوب (یا ویره) چې د اسلام ‌اباد لپاره تر ننه یوه ستره ستراتیژیکه وېره بلل کېږي.

پاکستان له افغانستان سره خپله سرحدي ستونزه یوازې یوه نقشوي یا تخنیکي موضوع نه بولي، بلکې دا یې د موجودیت او بقا مسئله ګڼلې ده. له هند او افغانستان سره په یو وخت د دوهو جبهو د رامنځته کېدو وېره د پاکستان د امنیتي بنسټونو لپاره د سختې اندېښنې او ژور اضطراب سبب شوې ده.

د پاکستان پوځ د «ستراتېژیکې ژورتیا» جیوپولیټیکه مفکوره د برتانوي راج له میراثه واخیسته. د انګرېزانو په څېر پاکستان غوښتل افغانستان یو حایل یا سپر دولت وي، چې د یو دوست او د نفوذ منونکي رژیم له خوا اداره شي. له ۱۹۵۰مې لسیزې وروسته، د ایوب خان له دورې نیولې د ضیاءالحق تر دورې پورې، د پاکستان واکمنانو هڅه وکړه چې د قبایلي ملیشو او اسلامپالو نیابتي ډلو په ملاتړ د کابل سیاست ته بڼه ورکړي. خو دا ټولې هڅې په پرلپسې توګه د پاکستان پر ضد تمامې شوې او بېرته یې منفي پایلې ورکړې.

د ۱۹۷۰مو کلونو تر وروستیو پورې اسلام ‌اباد یوه نوې وسیله وموندله: جهادي وسله ‌وال توندلاریتوب. په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان د شوروي یرغل او ورپسې د مسکو پر ضد د امریکا–سعودي عربستان–پاکستان نیابتي جګړې اسلام ‌اباد ته بې‌ سارې سیاسي او ستراتیژیکه وسیله په لاس کې ورکړه. که واشنګټن غوښتل په افغانستان کې د «شوروي خرس» وینې توې کړي، نو اسلام‌ اباد غوښتل د پښتونستان د قومي تصور ریښې له بېخه وباسي او هغه د افغانستان په چوکاټ کې په یوه پراخ اسلامي هویت بدل کړي.

کله چې په ۱۹۹۲ کال کې د شوروي له ملاتړه برخمن د نجیب‌الله رژیم بالاخره ړنګ شو، د پاکستان له لوري روزل شوي افغان مجاهدین واک ته ورسېدل. خو همدغه نوي اسلامپال واکمنان، چې تر دې وړاندې یې د شوروي ‌پلوه رژیم په ملاتړ د هند رول غندلی و، ډېر ژر د اسلام‌اباد د لاسوهنو د مهار او توازن لپاره نوي‌ ډیلي ته مخه کړه.

کله چې مجاهدین په کور دننه سره ووېشل شول او یو پر بل راوګرځېدل، پاکستان د ۱۹۹۰مو کلونو په لومړیو کې د نظم د بیا ټینګولو په پلمه د طالبانو ملاتړ ته مخه کړه. تر ۱۹۹۶ کال پورې طالبانو کابل ونیوه او داسې انګېرل کېده چې اسلام ‌اباد بالاخره هغه ستراتیژیکه ژورتیا ترلاسه کړه چې له ډېر وخت راهیسې یې په لټه کې و.

خو ان د پاکستان د بشپړ ملاتړ او سرپرستۍ په اوج کې هم طالبان هېڅکله په رښتینې معنا د پاکستان تابع نه شول. هغوی د خپلواک دریځ نښې وښودې او له هند سره یې د مثبتو اړیکو د پرانیستیا پیغامونه ورکړل. که پاکستان دا هیله لرله چې اسلامپال ځواکونه به ان که د مجاهدینو بڼه ولري او یا د طالبانو، د پښتونستان له ادعا به تېر شي او د ډیورنډ کرښه به ومني، نو دا هیله یې پوره نه شوه او په پای کې ناامېده پاتې شو.

په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ته تر ستنېدو وروسته، طالبانو هوډ کړی چې د افغانستان ملي حاکمیت په ټینګه ثابت کړي. له پاکستان سره یې اړیکې په چټکۍ سره خرابې شوې دي. پر پوله هاخوا بریدونه، د ډیورنډ کرښې پر امتداد د پاکستان له لوري د اغزن دېوال (سرحدي کټارې) جوړول او د اسلام ‌اباد هغه تورونه چې ګواکې کابل د تحریک طالبان پاکستان (یو توندلارې ډله چې د پاکستاني طالبانو په نوم هم پېژندل کېږي) ته پټنځایونه ورکوي، دواړه لوري یې ښکر په ښکر کړي دي. سربېره پر دې، طالبان د افغان کډوالو د شړلو او همدارنګه د شرایطو د تحمیلولو په برخه کې د اسلام ‌اباد له تګلارو سخت ناراضه دي.

د همدې شالید په رڼا کې، له هند سره د طالبانو اړیکې پراخول هېڅ د حیرانتیا وړ نه وو. له ۲۰۲۱ کال راهیسې له کابل سره د هند بیا اړیکه نیول محتاطانه، عملي او په قصدي ډول په چوپتیا ترسره شوي. نوي ‌ډیلي بشري مرستې بېرته پیل کړي او ترڅنګ یې چمتووالی ښودلی چې تر هغو به له طالبانو سره خپل تعامل ته دوام ورکړي، څو هغوی ډاډه شي چې د افغانستان خاوره به د هند پر ضد د ترهګرو ډلو د پناه‌ځای او د عملیاتو د اډې په توګه و نه کارول شي.

طالبان له دې شرطونو سره موافق او چمتو وو او هند هم په خوښۍ سره د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ ته لېواله و. څرنګه چې پاکستان د هند سمندر ته د افغانستان د لاسرسي او همدارنګه هند ته د احتمالي ځمکنیو لارو کنټرول په لاس کې لري، نو نوي ‌ډیلي هڅه کړې چې د ایران له لارې بدیلې ټرانزیټي لارې پراخه کړي او د سوداګرۍ د ودې لپاره د هند او افغانستان ترمنځ هوايي دهلېز رامنځته کړي.

د متقي د هند د سفر له مهمو اړخونو یو هم د هغه د اترپردېش ایالت د دیوبند ښار ته تګ و، هغه ښار چې له نوي ‌ډیلي ډېر لرې نه دی. دارالعلوم دیوبند، چې د اسلامي زده‌کړو له تر ټولو اغېزناکو مرکزونو شمېرل کېږي، په ټوله سویلي اسیا کې یې پر اسلامي فکري بهیر ژور اغېز کړی دی. د اسلام دیوبندي مکتب تر ټولو لومړی د طالبانو د ایډیولوژۍ بنسټ و، خو وروسته په پاکستان او افغانستان کې په لا سخت ‌دریځه او تنده بڼه واوښت.

متقي ته د خپل سفر پر مهال د حدیثو د تدریس اجازه‌ لیک (سند) ورکړل شو او همدارنګه د «قاسمي» لقب د کارولو حق ور وبښل شو. دا د طالبانو لپاره یو مهم او معنا لرونکی بدلون بلل کېږي، ځکه د دې ډلې د دیني کادر ډېری غړي په پاکستان کې روزل شوي، په ځانګړي ډول د اکوړه خټک د دارالعلوم حقانیه په مدرسه کې. له دیوبند سره د اړیکو په بیا ټینګولو سره، متقي دا پیغام هم ورکاوه چې طالبان غواړي خپله دیني خپلواکي له پاکستانه جلا او څرګنده کړي.

خو په کابل کې د هند د سیاسي موقعیت پیاوړتیا دا معنا نه لري چې د افغانستان پر سر به د هند او پاکستان ترمنځ جدي سیالي رامنځته شي. له افغانستان سره د هند د ګډ سرحد نشتوالی دا تضمینوي چې نوي ‌ډیلي هېڅکله په رښتینې توګه له اسلام ‌اباد سره سیالي نه شي کولی، حال دا چې پاکستان له افغانستان سره نږدې ۱۶۰۰ میله ګډه پوله لري. سربېره پر دې، د پاکستان استخباراتي ادارې په تېرو پنځو لسیزو کې د افغانستان په جګړو کې ژور او دوامدار لاس لرلی دی.

خو هند اړ نه دی چې په افغانستان کې له پاکستان سره سیالي وکړي. له افغانستان سره د هند طبیعي همغږي پر زغم، محدودو پرمختیايي مرستو، او د افغانستان د ملي حاکمیت پر درناوي ولاړه ده. افغانستان د پاکستان لپاره د له لاسه ورکولو یوه موضوع ده او هند ته اړتیا نشته چې ډېرې هڅې وکړي څو کابل په خپل طرف کې وساتي.

د پاکستان تراژیدي په اسانه درک کېدای شي. دا هېواد په افغانستان کې تر ټولو مهم بهرنی لوبغاړی دی او دومره ځواک لري چې هر واکمن نظام ګډوډ کړي. خو د برتانوي راج برعکس، پاکستان هغه سیاسي، اقتصادي او اداري سرچینې نه لري چې پر مټ یې وکولای شي په کابل کې یو دوامدار، باثباته او دوست‌محوره جوړښت رامنځته کړي. پر افغانستان د برلاسۍ (هېژمونۍ) د ټینګولو لپاره به د پاکستان هڅې همېشه له خنډونو سره مخ وي، خو سره له دې، دا امکان نه شته چې اسلام ‌اباد به له دې هڅو لاس واخلي. کېدای شي پاکستان د رژیم د بدلون په موخه د طالبانو د وېشلو هڅه هم وکړي. خو که پاکستان هر څه وکړي او ان که په خپلو موخو کې بریالی هم شي، د افغانستان پر سرحد د جیوپولیټیکي منطق بدلول به ورته بیا هم ناممکن وي.

Visited 11 times, 1 visit(s) today

ځواب دلته پرېږدئ

error: Content is protected !!