LOADING CLOSE

ولې ایران په افغانستان کې ثبات غواړي؟ – زاهد خلیلي

زاهد خلیلي

زاهد خلیلي کابل مېشتی لیکوال او څېړونکی دی. په تاریخ او سیاسي علومو کې دوه ماسترۍ لري. په تېرو لسو کلونو کې یې په بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کړي دي، چې په مختلفو انلاین او چاپي افغان رسنیو کې خپرې شوې دي. خلیلي په پښتو ژبه د دغو دوه کتابونو لیکوال هم دی: «د افغانستان او پاکستان اړیکې ۱۹۴۷–۲۰۱۹» او «د افغانستان د بهرنیو اړیکو تاریخ ۱۹۱۹–۲۰۲۰».

سرچینه: Eurasian Times

ژباړه: د جیوافغانیکا د ژباړې ډله

ایران تېره اوونۍ د افغانستان په اړه د یوې سیمه ییزې غونډې کوربه و. داسې غونډه چې افغان طالبانو په کې د خپلو دلایلو له امله ګډون و نه کړ. په دې غونډه کې د روسیې په ګډون د افغانستان ګاونډيانو (ایران، پاکستان، چین، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان) استازو ګډون کړی و.

غونډې ته د خپلو خبرو پر مهال د ایران د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې ثبات د سیمې د امنیت له پاره یوه اړتیا وبلله. دغه راز، د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې ګډه اعلامیه کې هم په افغانستان کې د ثبات په پياوړتیا ټينګار شوی.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د تېر جمهوري حکومت له ړنګېدو او د افغان طالبانو له واک ته رسېدو سره داسې اندېښنې موجودې وې چې د افغانستان امنیتي وضعیت به لا خراب شي او وېره موجوده وه چې ممکن په افغانستان کې د پخواني شمال ایتلاف او طالبانو ترمنځ دویمه کورنۍ جګړه رامنځته شي، خو افغان طالبانو ډېر ژر په ټول افغانستان ولکه ټينګه کړه او د کورنۍ جګړې مخه یې ونیوله.

په نوي یمو کلونو کې د پخواني شمال ایتلاف او طالبانو ترمنځ سختې جګړې شوې وې. پخوانی شمال ایتلاف، چې اوس یې ځان د ملي مقاومت جبهه اعلان کړی او د پخواني جنګسالار احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود یې مشري په غاړه لري او د واک نیولو له پاره هڅې کوي، په افغانستان کې د پام وړ حضور نه لري.

د ایران او افغان طالبانو بدلېدونکې اړیکې

ایران په نوي یمو کلونو کې احمد شاه مسعود او د برهان الدین رباني په مشرۍ د مجاهدینو د کم واکه او جنجالي حکومت ملاتړ کاوه. دغه راز، ایراني حکومت د افغان شیعه ګانو ملاتړ کاوه او نږدې اړیکې يې ورسره درلودې. د رباني د حکومت پر ضد طالبانو وسله راپورته کړه او ویل یې چې افغانستان له «شر و فساد» خلاصوي. 

ایران د افغان طالبانو په اړه ډېر بد ګومانه و. د افغانستان شمال په بلخ ولایت کې د ایراني ډېپلوماتانو وژلو د دواړو لورو ترمنځ اړیکې لا خرابې کړې. کله چې په ۲۰۰۱کال کې امریکا په افغانستان برید کاوه، نو سره له دې چې امریکا او ایران ډېر اختلافات درلودل، خو ایران پر افغانستان د امریکا پر یرغل خپه نه شو او په افغانستان کې یې د امریکا په ملاتړ له نوي حکومت سره همکاري وکړه او تودې اړیکې یې ورسره جوړې کړې.

د وخت په تېرېدو او په عراق د امریکا له یرغل وروسته چې د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې، نو ایران له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو پلوي پېل کړه او ورو ورو یې له افغان طالبانو سره اړیکې جوړې کړې. تر دې چې د امریکا له وتلو وړاندې یې په ایران کې د افغان طالبانو د استازو غونډې جوړې کړې او ایراني چارواکي ورسره په یو مېز کېناستل.

په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي عسکرو وتلو ته ایران خوشاله وو او هغه یې د امریکا «پوځي ناکامي» او په افغانستان کې د اوږد مهاله سولې له پاره فرصت وباله.

په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د افغان طالبانو او ایران ترمنځ اړیکې مثبتې پاتې شوي او ورځ تر بلې سیاسي او اقتصادي همکارۍ د پراختیا په لور روانې دي. ایران په افغانستان کې د ثبات ملاتړ کوي او د افغانستان ځمکني واقعیت او په افغانستان باندې د حکومت سرتاسري کنټرول ته په کتو، ایران د تېر په څېر د شمال ایتلاف (اوسني مقاومت جبهې) هغه ډول ملاتړ نه کوي، خو اړیکې يې ورسره ساتلي دي. داسې ښکاري چې په افغانستان کې د بین الافغاني مذاکراتو او د یو ټول شموله حکومت جوړېدو خبرې او غوښتنې، چې موخه یې په اوسني حکومت کې د تېر حکومت د چارواکو او سیاستوالو ور ګډول دي، نور یوازې تر اعلامیو او مجلسونو پورې محدودې پاتې شوي دي.

ولې ایران په افغانستان کې له ثباته ملاتړ کوي؟

پوښتنه دا ده چې ایران ولې په تېرو څلورو کلونو کې، د تېر ځلې برعکس، د افغانستان د ثبات ملاتړ کړی او له افغان طالبانو سره یې ښه روابط ساتلي دي؟ څو مهم لاملونه شته چې تهران یې کابل ته نږدې کړی او په تېرو څلورو کلونو کې اړیکې ورځ تر بلې نږدې شوي او د دواړو ترمنځ باور پراختیا موندلې ده.

لومړی: د داعش خراسان وېره: داعش په افغانستان کې په لومړي ځل په ۲۰۱۴ کال کې سر راپورته کړ او د پلازمېنې کابل په ګډون یې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې یې خونړي بریدونه وکړل. کله چې په ۲۰۲۱کال کې په کابل کې طالبان واکمنان شول، له ځينو هېوادونو سره د داعش په تړاو وېره موجوده وه. سره له دې چې داعش په لومړیو کې د افغانستان په مختلفو سیمو کې بریدونه وکړل، خو د داعش پر ضد د حکومت پرېکنده عملیاتو له افغانستانه د داعش لمنه ټوله کړه. لیدل کېږي چې داعش په تېرو شاوخوا دوه کلونو کې په افغانستان کې کوم پام وړ برید نه دی ترسره کړی. د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ماموریت (يوناما) یو وروستی راپور هم په افغانستان کې د داعش د بریدونو کموالی تاییدوي. د افغان حکومت له لوري د داعش پر ضد پرېکنده ګامونه او مخه نیول یې د افغان طالبانو او ایران ترمنځ د نږدېوالي یو مهم لامل دی، ځکه که چېرې افغان طالبانو د داعش پر وړاندې مبارزه نه وای کړې، نو د افغانستان بې ثباتۍ او دلته د داعش حضور په ایران هم مستقیم اغېز کاوه. په افغانستان کې ثبات او امنیت تر یوه بریده په ایران اغېزه لري.

دویم: افغان کډوال: په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان د شوروي یرغل له امله میلیونه افغانان کډوال شول، چې میلیونه ایران ته لاړل او هلته په قانوني او غېر قانوني ډول اوسېږي، خو په وروستیو کې ایران د افغان کډوالو ایستل چټک کړي، ځکه ایران د افغان کډوالو ایستل اقتصادي اړتیا بولي. د کډوالو نړیوال سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې له اووه لکو ډېر کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي چې د ایران او اسرییلو له جګړې وروسته دغه لړۍ چټکه شوې. ایران په افغانستان کې له بیا ځلې بې ثباتې ځکه وېره لري چې د افغان کډوالو له نوې څپې وېرېږي او همدا لامل دی چې له افغانستان سره په پوله دېوال جوړوي، څو د نا قانونه افغان کډوالو د ورتګ مخنیوی وکړي.

درېیم: افغانستان د ایران د سوداګرۍ له پاره مهم مارکیټ: د افغانستان اقتصاد د جګړو له امله کافي وده نه ده کړې او یو مصرفي او تر ډېره یو واردوونکی اقتصاد لري. د بهرنیو تحریمونو لاندې ایران لکه د نورو هېوادونو په څېر په افغان بازار کې مهمه ونډه لري. ایران افغانستان ته ډېر تېلي او غېر تېلي صادرات لري. ارقام ښيي چې ایران په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته د ۳.۱۴۳ میلیارد ډالرو په اندازه صادرات درلودل. افغانستان د ایران له پاره ډېر مهم بازار دی. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستۍ شخړې او لارو بندېدو څخه وړاندې ایران د افغانستان په بازار کې ۲۵ سلنه ونډه درلوده، خو داسې ښکاري چې د تېرو شاوخوا دوه میاشتو لارو بندیدو وروسته به دغه سلنه لا لوړه شوې وي.

د افغانستان کمزوري اقتصاد ایران ته دا لوی فرصت ورکړی چې خپله سوداګري په افغانستان کې زیاته کړي او که چېرې په افغانستان کې بې ثباتي رامنځته کېږي، نو په افغانستان کې به د ایران سوداګریزې ګټې له ګواښ سره مخ شي او د لویدیځ له لوري د ایران ځپل شوی اقتصاد به له نورو ډېرو ستونزو سره مخ شي.

د پورته درې مهمو لاملونو ترڅنګ یوه بله موضوع د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو مسئله هم ده. ایران له افغانستان سره د اوبو د تړون پر بنسټ په اوبو کې خپل حق غواړي، چې د افغانستان واکمنو ورته د ایران د حق د ورکړې خبره تکرار کړې ده. په افغانستان کې بې ثباتي په وچکالۍ ځپلي ایران مستقیم اغېز کوي او د ایران د اوبو په امنیت اغېز ښندلی شي.

سره له دې چې ایران په افغانستان کې افغان طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي، خو لکه د یو رسمیت پېژندل شوي نظام په څېر چلند ورسره کوي او پراګرماتیک عمل کوي.

د پایلې په ډول که ووایو، نو ایران پوهېږي چې په افغانستان کې بې ثباتي او د یو پیاوړي مرکزي نظام نه شتون کولی شي ایران تر یوې کچې بې ثباته کړي، کډوال ور مات کړي او د لویدیځ تر فشارونو لاندې اقتصاد یې، د افغانستان د بازار له بایللو سره، تر نور فشار لاندې راشي. همدا لاملونه دي چې ایران اوسمهال په افغانستان کې له ایډيالوژۍ ور اخوا د خپلو امنیتي او اقتصادي ګټو خوندي کولو په لټه کې دی.

Visited 2 times, 1 visit(s) today

ځواب دلته پرېږدئ

error: Content is protected !!