د اېډوارډ سعید پر “کلتور او ښکېلاک” کتاب له درې لسیزې وروسته د هاري کنزرو تبصره

هاري کنزرو
هري موهان نات کنزرو (زیږېدلی ۱۹۶۹) برېتانوي ناوللیکونکی او ژورنالېست دی. هغه د څو پېژندل شوو ناولونو لکه The Impressionist، Transmission، My Revolutions، Gods Without Men، White Tears، Red Pill او Blue Ruin لیکوال دی. د کنزرو آثار تر اوسه تر شلو ډېرو ژبو ته ژباړل شوي.
“د هر روایت (کیسې) پر وړاندې یو متقابل روایت (ضد کیسه) شته او د فرهنګ ماناواله شننه د همدغو ترینګلتیاوو او تضادونو له تجزیې راولاړېږي.”
لیکنه: هاري کنزرو
ژباړه: عنایت عازم
متني سمون: ضياءالاسلام شیرانی
په ۱۹۷۸ کال کې چې د اېډوارډ سعید کتاب “استشراق (Orientalism) ” خپور شو، سمدلاسه یو مهم علمي اثر شو. دا کتاب د ختیځ په اړه د لوېدیځوالو وګړو د تصور او اند په اړه خبرې لري. د ښکېلاک (استعمار) په دوره کې د ختيزو ملتونو په اړه د لوېديزو په تصور دا خلک جذباتي، استبدادي، غیرعقلاني او له شهوته ډک ښکارېدل. دغه تصور نه یوازې د لوېديزو وګړو فکر تسکیناوه، بلکې هغه ظلم یې هم توجېه کاوه چې دوی له ختیځ سره کاوه. هغه ظلم چې د مسیحیت او روښانفکرۍ له اصولو سره په ټکر کې و. د کتاب تر خپرېدو وروسته سعید درک کړه چې د استعمار پر موضوع باید لا ژور غور وشي او دا وڅېړي چې مستعمره ملتونو څنګه د استعمار پر ضد مقاومت کړی دی. نوموړي غوښتل دا هم معلوم کړي چې استعمار د استعمارګرو هېوادونو پر کلتور څه ډول اغېز کړی دی.
د څېړنو په پای کې نوموړي «کلتور او امپریالېزم» کتاب ولیکه. په دې کتاب کې تر ټولو زیات تمرکز پر ناول شوی دی. پر هغه ادبي ژانر چې د برتانیې او فرانسې د پراخېدونکو امپراتوریو له ټولنیز جوړښت سره ځانګړې اړیکه لري او همدې اړیکې د دې ژانر لوستل او ارزول په زړه پورې کړي دي. د سعید د ادبي تحلیلونو حیثیت اوس دومره لوړ شوی چې پر یو ډول معیار یا اصل اوښتی دی. هېڅ داسې څېړونکی چې د Heart of Darkness («د تیارو زړه») ناول مطالعه کوي، نهشي کولی د جوزیف کانراد تبعیدي حالت له پامه وغورځوي. نوموړی لیکوال جلا وطنه پاتې شوی او دې حالت “جلاوطنۍ” د ناول استعماري سیاستونه او هنري جوړښت نور هم پېچلي کړي دي. همداراز، د البرټ کامو د The Stranger («پردی») ناول هغه ساده او سوچه سبک، چې پخوا به خلکو د انسان د ژوند د ژورو پوښتنو او وجودي احساساتو د بیان یوه بېطرفه وسیله ګڼله، اوس داسې نه ګڼل کېږي. دا سبک اوس داسې ښکاري چې په قصدي ډول د تاریخ په اړه چوپ پاتې کېږي. یعنې نوموړي د استعماري تېروتنو، ظلمونو او تاریخي واقعیتونو یادونه نه ده کړې او له سیاسي او تاریخي واقعیتونو څخه یې ځان لرې ساتلی.
ناول، لکه څنګه چې سعید وایي، “نه د جنګي بېړۍ حیثیت لري او نه د بانک د چک. “دا نه د طبقاتي اېډیالوژۍ ښکاره انعکاس دی او نه د واک د اعمال وسیله. د ناول اصلي موخه دا نه ده چې خلک کنټرول کړي یا پرې واکمن شي. که څه هم د ادبي ارزښتونو د زېرمو په بڼه لږ لږ دا رول لوبوي، خو سره له دې، ناولونه د داسې پټو او ورو-روانو، دوامدارو فکري خوځښتونو برخه وي چې د نړۍ په اړه د خلکو فکرونه او لیدلوري روښانوي یا یې پیاوړي کوي او کله کله يې بدلوي هم.
د سعید لهخوا د جېن آسټن د «مېنسفیلډ پارک» تفسیر اوس هم ځینې خلک خواشیني کوي، په تېره هغه کسان چې ځان د برتانوي کلتور میراثخواره ګڼي. نوموړی وایي: د برټروم کورنۍ شتمني د ګنيو د کښت له هغو فارمونو یا کروندو څخه لاسته ورځي چې په انټیګوا کې وې، او دا کروندې د غلامانو په کار چلېدې. په دې ناول کې د انټیګوا ذکر تقریباً نهشته، خو که انټیګوا نه وای، منسفیلډ پارک به هم نه و. یوازې دا خبره نه ده چې دا ځای د غلامانو د مزدورۍ د ګټې په زور اباده ده، بلکې هغه ښکلايي او اخلاقي نظم چې دا محله راته تمثیلوي، د “وقار او ښکلا” مفهوم ترې جوړېږي او څښتنان له خپلو پټو (نامرئي) کارګرو څخه جلا کوي. دا جلاوالی نه یوازې اقتصادي جوړښت راښيي، بلکې یو ټولنیز او اخلاقي بېلتون هم راپه ګوته کوي، هسې بېلتون چې د «تمدن» په نامه توجېه کېږي. دغه پټ کارګران نه یوازې د فزيکي کار په اساس حذف شوي، بلکې د ناول له هنري او اخلاقي منظرې څخه هم غايب شوي، چې د “متمدنو” ارزښتونو او د هغوی د شتمنو څښتنانو د برترۍ ښکارندویي کوي.
په ۲۰۲۰ کال کې، د برتانیا «نېشنل ټرسټ» ادارې، چې تاریخي یادګارونه او پخوانۍ ماڼۍ اداره کوي، یو راپور خپور کړ. دغه راپور څرگندوله چې د دوی تر ادارې لاندې ډېرو ملکیتونو (ماڼیو او ودانیو) د غلامۍ او استعمار له تاریخ سره اړیکه درلوده. یعنې دا شتمنۍ د استعماري واک، د غلامانو د کار او بهرنیو مستعمرو له لارې جوړې شوې وې. خو سمدلاسه محافظهکاره سیاستوالو او شنونکو دا چاره سخته وغندله. دوی تور پورې کړ چې د «نېشنل ټرسټ» اداره خلک تربیه کوي، هغوی ته «درس» ورکوي؛ دوی باید پر خلکو باندې ښکلا وویني، نه دا چې له سیاست سره تړلي بحثونه راپورته کړي. غبرګون دومره توند و چې د ادارې مشر ته پټ د مرګ ګواښونه وشول او د ادارې د بورډ مشر اړ شو چې استعفا ورکړي. د اېډوارډ سعید آثار او نظر لا هم په ۲۱مه پېړۍ کې ډېرو خلکو ته د زغملو نه دی. هغوی ته د دې منل سخت دي چې کله څوک وايي: «موږ غواړو د نړۍ تیارو سیمو ته رڼا یوسو»، نو دا ظاهري نېکه جمله ډېر وخت د یوه پټ نیت نښه هم وي: «وحشي خلک باید له منځه یووړل شي.»
د اېډوارډ سعید د «کلتور او استعمار» کتاب پر خپرېدو درې لسيزې اوښتې دي، خو لوستل يې اوس هم یو ځانګړی فکري تمرین ګڼل کېږي، چې دی یې په خپله «د متقابلو غږونو لوست» نوموي. دا یوه اصطلاح ده چې له موسیقۍ رااخیستل شوې؛ هلته «کنټرپواینټ» یا متقابل غږونه هغه بڼه ده چې څو خپلواک غږونه په یوه وخت سره غږېږي، خو هر یو یې خپل ځانګړی لوری او وزن لري. سعید غوښتل دا طریقه د لوست او نقد لپاره یوه بېلګه وګرځوي. داسې طریقه چې بېلابېل نظریات، تاریخي تجربې او کلتوري دریځونه سره ونښلوي او ټول یې په متقابل ډول تحلیل کړای شي.
دی وایي:
مختلفې تجربې که څه هم له یو بل سره توپیر لري او مختلف تاریخونه، جوړښتونه او ارزښتونه لري، خو موږ يې باید یو ځای درک کړو. مطلب دا چې د لوېديځ مرکزي روایتونه باید د مستعمره یا له تاریخه د حذفشویو خلکو له زاویې هم ولوستل شي. سعید باوري و چې د هر رسمي روایت تر شا، یو بل غلی، رد شوی یا پټ روایت هم پروت وي، نو د کلتور ریښتینی تحلیل هغه وخت په کره ډول کېږي کله چې موږ دا دواړه روایتونه سره پرتله کړو. نوموړی دا هم روښانوي چې دا طریقه د مارکسېستي دیالکېټیک غوندې نه ده، چې د یوه تضاد په تحلیل سره حل ته ورسېږي. بلکې دا د تضادونو د یوځای اورېدلو یوه لاره ده. خو دا «یوځایوالی» داسې نه دی چې موږ یو منظم، خوږ او موزون غږ ترې جوړ کړو؛ بلکې دا یو ډول بېغږه، چاک لرونکې، ګډهوډه، خو ریښتینې غږیزه فضا جوړوي، داسې فضا چې د نړۍ د تضادونو، نابرابریو او اختلافاتو انځور وړاندې کوي.
د یویشتمې پېړۍ د لوستونکي لپاره د «کلتور او ښکېلاک» کتاب یو مهم اړخ دا دی چې دا یوازې د خپل وخت خبرې نه کوي، بلکې ځینې برخې یې دومره اوسنۍ اېسي لکه همدا نن چې لیکل شوې وي. دا کتاب پر هغو مسایلو ژور بحثونه کوي چې موږ یې د نن ورځې د بحثونو برخه ګڼو او کله چې وینو چې دا ټولې خبرې ډېر کاله وړاندې پوره تشرېح شوې دي، نو له یوې خوا حیرانېږو او له بلې شاید لږ خواشیني هم شو.
سعید په یوه برخه کې د برتانوي ختیځپوه برنارډ لويېس پر یوه لیکنه نیوکه کوي. لويېس ویلي وو: که امریکایي پوهنتونونه د «لویو کتابونو» لېست ته د ښځو او غیراروپایي لیکوالو لیکنې هم ورزیاتې کړي، نو دا به د غلامۍ او څو ښځېلرلو خطرونه راپورته کړي. سعید دا نظر یو ډول وچه او له تعصبه ډکه کتنه بولي او وایي: له دې څخه څرګندېږي چې لوېدیځ خپلې کلتوري لاستهراوړنې څومره ځانګړې ګڼي او د نړۍ نورو وګړيو ته په څومره بده او کرکجنه سترګه ګوري. دا بحثونه، چې نن یې «نصاب د استعمار له اثره پاکول» بولو، لا په ۱۹۹۲م کال کې هم تاوده وو. په ټوله کې ويلای شو چې د کتاب ځینې برخې دومره د نن ورځې غوندې دي، چې سړی فکر کوي همدا اوس پېښې شوې دي؛ خو کله چې وینو دا خبرې کلونه وړاندې شوې دي، نو بيا، هم حیران شو او هم یو څه خواشیني.
سعید ته بې له دې چې د کلتوري جګړې برخه شي، بله لار نه وه پاتې؛ ځکه چې خپل فلسطیني امریکایيتوب دا حالت ورباندې تپلی و. په ۱۹۸۷م کال کې چې لومړۍ انتفاضه (د فلسطينيانو انقلابي غورځنګ) پیل شوه، سعید هڅه کوله چې لوستونکو ته د فلسطینیانو دریځ روښانه کړي، خو ډېرو خلکو دا هڅه داسې تعبیروله چې ګواکې هغه بېچونوچرا د فلسطین ملاتړ کوي، یا تر دې هم بد، يعنې د سیاسي پروپاګند هڅه کوي. دا ډول نیوکې هغه ته ګرانې تمامېدې؛ ځکه چې هغه تل ویل چې دی لیکنې د کرکې یا غچ اخیستلو لپاره نه، بلکې د انسانانو ترمنځ د اړیکو او تفاهم د پیداکولو لپاره یې کوي. يعنې هغه څه چې وروسته ورته “د نړیوالو قدرتونو پر وړاندې د ګډو غبرګونونو هڅې” ویل کېدې. خو خلکو دا انګېرل چې سعید د یوې سختې نړیوالې جګړې پلوی دی، هغسې پراخه جګړه چې هېڅوک ترې بچ نه وو. وروسته چې د ترهګرۍ پر ضد نړیواله جګړه پیل شوه، د مسلمانانو او ختیځوالو په اړه هماغه زړې غلطې انګېرنې یا بدبینانه نظریات نور هم زیات شول. هو، هماغه فکرونه چې سعید یې له ډېرو کلونو راهیسې تحلیل او مخالفت کاوه .کله چې القاعده او داعش منځته راغلل، نو خلکو ته دا تصور ډېر ستونزمن شو چې فکر وکړي یو داسې انسان، چې همېشه يې پاکې او ښې جامې اغوستلې، د موسیقۍ مینهوال و، د سترو امریکایي پوهنتونونو استاد و او له مسیحي مذهبي دودونو سره یې کلتوري تړاو درلود، هغه څرنګه د ښي اړخو خلکو لپاره د کلتوري جګړې دښمن ګڼل کېدای شي؟ خو له بلې خوا، همدا چې سعید یو لوی او ازادفکره انسان و، او د ختیځوالو په اړه یې له دودیزو بدو انګېرنو سره مخالفت درلود، نو له همدې امله د لوېدیزو ځواکمنو فکرونو یو خطرناک نقاد وګڼل شو. سعید خپل کتاب “کلتور او ښکېلاک” هغه مهال ولیکه کله چې نړۍ له سړې جګړې راوتله او یوې نوې بېباورۍ او بېثباتې دورې ته داخلېده. خلکو نوې آزادۍ او نوي خوځښتونه تجربه کول، خو بل پلو، خلک له خپلو سیمو او ارزښتونو بېبرخې کېدل او د ازادۍ ترڅنګ نوي ظلم هم سر راپورته کاوه. دا کتاب یوازې د هغه وخت لپاره نه دی، بلکې د ۱۹۸۰مې لسیزې وروستیو او ۱۹۹۰مې لسیزې لومړیو نړیوالو حالاتو ته هم اشاره کوي. یعنې هغه وخت چې د برلین دېوال ونړېد، پخواني قدرتونه کمزوري شول او نوی نړیوال نظم ورو ورو راڅرګندېده، او لا هم خلک نه پوهېدل چې دا نوې نړۍ به څه ډول وي.
سعید لیکي:
«دا کتاب مې چې لیکه، د عراق له خوا کوېټ اشغال شوی و او دې کار یوه لویه نړیواله ستونزه رامنځته کړې وه. په دې کړکېچ کې دوې پخوانۍ مفکورې بیا هم پر خلکو واکمنې وې: لومړۍ دا، چې د سترو هېوادونو ګټې که هر څومره لرې هم وي، دا حق لري چې ان په پوځي یرغل یې وساتي. دويمه دا، چې کوچني هېوادونه د کمارزښتو خلکو وطنونه دي؛ دا خلک نه ستر حقونه لري، نه لوړ اخلاق او نه هم کومې جدي ادعاوې.» دا د سعید د لیکوالۍ ځانګړی طرز دی: دی هڅه کوي تاریخ ته ژور وګوري او څرګنده کړي چې رسنۍ د پېښو سرسري شننه او برسېرنه تبصره کوي. سعید چې وایي: «موږ د استعماري دورې برخه هم یو او د هغه پر ضد د مقاومت برخه هم»، دا موږ ته ښيي چې سعید په ۱۹۳۵کال په بیتالمقدس کې زېږېدلی و؛ يعنې هغه مهال چې فلسطین د انګرېزانو تر واک لاندې و. سعید د استعمار ضد خوځښتونو په دوران کې لوی شوی و او ډېره ښه ورته څرګنده شوې وه چې دا خوځښتونه که څه هم د ازادۍ لپاره وو، خو اکثره یې یوازې د ملي هویت پر اساس جوړ شوي وو. سعید د فانون هغه خبره کوله چې ویل یې: که تر بریا وروسته ملي شعور پر ټولنیز شعور بدل نهشي، نو پایله به یې ازادي نه، بلکې یو نوی استعمار وي – هماغه استعمار، خو په نوې بڼه.
همداسې و هم شول. کله چې امریکا پر عراق برید وکړ، چې صدام حسین له واکه لرې کړي، سعید دا جګړه «یوه امپریالېستي جګړه» وبلله. ده وویل: «دا جګړه یوازې د صدام پر ضد نه وه، بلکې د عراق د ولس پر ضد هم وه. دا هغه هڅه وه چې يوازې مشر يې له منځه ولاړ نهشي، بلکې عام وګړي یې هم برباد شي.»
سعید پر دې خواشینی و چې د فاسدو مشرانو له لاسه ولسونه جزا ویني. هغه وخت چې امریکا له عراقیانو څخه کوېت آزاد کړ، ډېر خلک پرې خوشحاله وو. خو سعید دا د “بشردوستانه مداخلې” تر نامه لاندې یو بل ډول امپریالېزم وباله. هغه دا هم وویل چې دا فکر غلط دی چې ډیموکراسي لکه د کمپیوټر نوی سافټوېیر یو هېواد ته لګول کېدای شي.
نږدې یوولس کاله وروسته، امریکایي پوځیانو له یاغیانو سره جګړه کوله او هغه کسان چې په عراق کې يې ډیموکراسي لګوله، په بغداد کې د خوندي سیمې (زرغونې سيمې) دننه پټ وو. په همدې وخت کې سعید وفات شو. ده د یوې تاریخي پرېښتې په څېر د بشري تباهیو کنډوالې یوازې ننداره کړې.
په “کلتور او استعمار” کې د ادوارد سعید اصلي خبره دا ده:
“په نړۍ کې داسې کوم ځای نشته چې خدای یا دین ورته ځانګړی امتیاز ورکړی وي. موږ باید نړۍ داسې وپېژنو چې انسانان یې جوړوي، او تاریخونه یې د انسانانو تر منځ تړلي دي. دا تاریخونه پېژندل کېدای شي، خو نه د کومې لویې تیورۍ یا یو ګډ نظم له لارې، بلکې له ساده او معقولې لارې.” نن چې له دې خبرې ۳۰ کاله تېر شوي، لا هم دا یوه جنجالي موضوع ده. که څه هم د پخوانیو زبرځواکونو استعمار اوس یو تاریخ ښکاري، خو د نړۍ په سیاست کې دا فکر لا هم ژوندی دی.
ستر هېوادونه لا هم هڅه کوي چې د خپلو ګټو لپاره خپل واک توجېه کړي، که دا د پرمختللي عقل، دین یا کوم نړیوال قانون په نوم هم وي. خو هغه فکر لا هم ډېر مخالفین لري چې وايي نړۍ باید د ځای، حالت او عملي تجربو له مخې وپېژندل شي.
د فلسطین د خپلواکۍ نظریه هم همداسې ده، چې د اېډوارډ سعید د کار اصلي موضوع وه.
محمود درویش، د فلسطین مشهور شاعروایي:
«که تېر وخت یوازې یوه تجربه وي،
نو له راتلونکي نه یوه موخه او لرلید جوړ کړه او راځه ور روان شه.»
په همدې معنا، اېډوارډ سعید لا هم زموږ د دې دور انسان دی، زموږ هممهاله، زموږ همفکره….