LOADING CLOSE

د نړیوالو اړیکو د تحلیلي ترکیبیت تیوري- احمدالله ارچیوال

احمدالله ارچیوال
لیکوال او څېړونکی

احمدالله ارچیوال په ۲۰۰۴ کال کې له پېښور پوهنتونه په ژورنالېزم او په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا له نیو‌سکول پوهنتونه د نړیوالو چارو په برخه کې ماسټرۍ ترلاسه کړي. دا راز، نوموړی «د خدایې خدمتګار کلتوري اغېزې» او «ولسي مبارزې (عدم تشدد)» کتابونو لیکوال هم دی.‌ ښاغلی ارچیوال له تېرو دوو لسیزو راهیسې، د امریکا د سولې په انستیتوت، یوناما، د افغانستان ټاکنو کمیسیون کې د عامه پوهاوي د رییس او کارډان پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې د استاد په توګه دندې ترسره کړي دي.‌

لیکنه: احمدالله ارچیوال

تحلیلي ترکیبیت په نړیوالو اړیکو کې په پرتلیزه توګه یو نوی میتودولوژیکي چلند دی. دا اپروچ په نړیوالو اړیکو کې د یوې ځانګړې پوښتنې د ځوابولو په موخه، د بېلابېلو تیوریانو د یوځای کولو لپاره یو سیسټماټیک چوکاټ وړاندې کوي. سېل او کاټزینسټین د دې چلند مخکښان دي. دوی (۲۰۱۰) تحلیلي ترکیبیت یو داسې پاراډایم ګڼي چې د منځنۍ کچې تیوریو پر مټ حقیقي تګلارې روښانه کوي، د نړیوالو اړیکو له نورو تیوریو سره ښکېلېږي، او بې له دې چې ډېر یې ساده کړي، د پراخو ستونزو د حل لپاره پر تفصیلي علتي اړیکو تمرکز کوي.

د تحلیلي ترکیبیت چلند د ځانګړو تیوریو په پرتله، د بېلابېلو چلندونو یوځای کول؛ د نړیوالو اړیکو اړوندو پوښتنو په ځوابولو کې او په ټوله کې د نړیوالو اړیکو د یوې افاقي تیورۍ په رامنځته کولو کې اغېزمن بولي.

تر دې وړاندې چې پر تحلیلي ترکیبیت تیورۍ بحث وکړو، اړینه ده چې د نړیوالو اړیکو په علم کې د موجودو تیوریو او په ټوله کې د دې علم د اوسني حالت په اړه یو لنډ بحث وشي. د دې لپاره چې موضوع اوږده نه شي، دا بحث به ډېر لنډ او یوازې به د دې علم د تیوریو د حالت تر بریده محدود وي.

اوس مهال په نړیوالو اړیکو کې د یوې ټولمنلې تیورۍ نه‌شتون د دې علم یو له مهمو نیوکو څخه ده. نړیوالې اړیکې د همدې لامل له مخې، چې یوه عمومي تیوري نه لري، له اقتصاد، ټولنپوهنې او نورو علومو څخه تیورۍ را واردوي. د نړیوالو اړیکو ځینو پوهانو ته دا موضوع عادي ښکاري، خو ځینو نورو ته بیا دا د یوې جدي علمي ستونزې نښه ښکاري.

د دویمې ډلې پوهانو د یوې ټولمنلې تیورۍ د نه‌شته‌والي له امله، د نړیوالو اړیکو د یو ځانګړي علم په توګه موجودیت تر پوښتنې لاندې نیسي. په ۲۰۱۳ کال کې، په اروپا کې د نړیوالو اړیکو پوهانو د “د نړیوالو اړیکو د تیورۍ د پای” تر عنوان لاندې، د یوه علمي ژورنال ځانګړې ګڼه خپره کړه. په دې ګڼه کې، یو شمېر لیکوالو د دې اندېښنه څرګنده کړه چې په نړیوالو اړیکو کې د تیورۍ د جوړولو پر ځای، د فرضیو پر جوړولو تمرکز شوی دی (ډني او ملګري یې، ۲۰۱۳). په نړیوالو اړیکو کې پر پراخو تیوریو تمرکز نه‌کول، ان د دې علم د وتلو مخکښانو په فکري چلند کې له ورایه څرګندېږي.

د نړیوالو اړیکو د تیورۍ اوسنی حالت

د میرشایمر، سټیفن والټ، کوهن، او نورو په څېر د نړیوالو اړیکو وتلو پوهانو، چې په نړیوالو اړیکو کې یې د پوزیټیویزم او ساینسي لارو چارو په دودولو کې مخکښ رول درلود، اوس د پراخو چوکاټونو پر ځای د فرضیو د ازمایلو ملاتړ کوي (لېوېن بارډار، ۲۰۱۴). دا هغه پوهان دي، چې له تعبیري، کنسټرکټیویسټ، او انتقادي تیوریو سره یې مخالفت درلود.

همدا لامل دی، چې یو شمېر پوهان نړیوالو اړیکو ته د یوه جلا علم په سترګه نه ګوري. بېلابېلو پوهانو د دې حالت لپاره بېلابېل لاملونه وړاندې کړي دي. ځینو د سیاسي علومو تر چتر لاندې د نړیوالو اړیکو موجودیت، د دې علم د نه‌پرمختګ اصلي لامل بللی دی (روزنبرګ، ۲۰۱۶).

دغه وضعیت د دې لامل شوی، چې د نړیوالو اړیکو د یوې عمومي تیورۍ د رامنځته کولو له پخوانیو هڅو او دریځونو څخه شاتګ وشي. سره له دې، د هېوادونو د چلند، نړیوالو سازمانونو، او په ټوله کې د نړیوالو اړیکو د بېلابېلو ابعادو د روښانولو او تشریح لپاره د نړیوالو اړیکو بېلابېل پوهان؛ تیورۍ، پاراډایمونه، او چلندونه کاروي. د نړیوالو اړیکو پرمختګ هم تر ډېره د همدې موجودو تیوریو له لارې توضیح کېږي. روزنبرګ د نړیوالو اړیکو د تیورۍ د رامنځته کولو په اړه هیله‌من دی، خو د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره د “کور دننه د کوره‌کي د له منځه وړلو” او د یوې ګډې موخې د لاسته راوړلو لپاره د ګډو هڅو غوښتنه کوي.

د نړیوالو اړیکو یو شمېر پوهانو بیا دغه حالت ته په بله سترګه کتلې دي. د دوی په اند، د نړیوالو اړیکو او د نورو ټولنیزو او بشري علومو ترمنځ د تیوریو راکړه ورکړه یو اړخیزه ده، او تر ډېره د نړیوالو اړیکو په تاوان ده (براون، ۲۰۱۳).

په نړیوالو اړیکو کې د موجودو قالبونو یا “ایزمونو” د اغېزمنتیا په اړه اندېښنو یو لړ نوي بحثونه راپورته کړي دي. یاد ایزمونه د نړیوالو اړیکو د علمي بنسټونو او تیوریو د ټینګېدو او پراختیا پر وړاندې خنډ بلل کېږي. دا شته ایزمونه د دې لامل شوي، چې د هر ایزم لارویان پر خپل ایزم د عقېدې تر بریده باور ولري.

دوی نورو ایزمونو ته د شک او ناسم‌والي په سترګه ګوري، او د خپلې مشاهدې د پیاوړې ښودلو او د هغې د توجیه لپاره، تل خپل ایزم ته داسې مراجعه کوي لکه نور ایزمونه چې هېڅ د اعتبار وړ نه وي (لیک، ۲۰۱۱).

د نړیوالو اړیکو د دغسې پوهانو دا لیدلوری، په نړیوالو اړیکو کې په پرتلیز ډول یو نوی فکري بهیر رامنځته کړی. له همدې فکري بهیر څخه هغه اپروچ یا چلند راټوکېدلی، چې د تحلیلي ترکیبیت (Analytical Eclecticism) په نوم یادیږي. پر موجودو تیوریو د عقېدې تر بریده باور، ځینې وختونه د نړیوالو اړیکو د علم د شاتګ لامل ګرځي، او دا یوازې علمي نه بلکې د پالیسۍ په کچه هم جدي عواقب لري (چېرنوف او ملګري یې، ۲۰۲۰).

که دا وضعیت راخلاصه کړو، دا مهال په دې اړه دوه ډوله دریځونه شته: یوه ډله پوهان د موجودو پاراډایمونو د تداوم ملاتړي دي او بله ډله د یوې پراخې او ټول‌شموله تیورۍ د رامنځته کولو ملاتړ کوي.
خو دواړه ډلې د موجودو پاراډایمونو د یوځای کېدو او فکري تبادلې په اړه شکمن دي (چېرنوف او ملګري یې، ۲۰۲۰). د دې دواړو ډلو برعکس، تحلیلي ترکیبیت د موجودو پاراډایمونو د یو بل سره د راګډېدو او تعامل ننګه کوي. دا پاراډایم د نړیوالو اړیکو د دودیزو پاراډایمونو ترمنځ د پولو شتون نه مني (چېرنوف او ملګري یې، ۲۰۲۰).

تحلیلي ترکیبیت (Analytical Eclecticism)

تحلیلي ترکیبیت د نړیوالو اړیکو هغه میتودولوژیکي اپروچ یا چلند دی، چې په هغه کې لیبرالیزم، ریالیزم، او کنسټرکټیویزم سره یوځای شوي دي. د چېرنوف او ملګرو په وینا، د دې پاراډایم غېږه د نړیوالو اړیکو د هر دودیز پاراډایم پر مخ خلاصه ده.

د نړیوالو اړیکو د یوې تیورۍ د نه‌موجودیت تشه باید څنګه ډکه شي؟

د نړیوالو اړیکو پوهان د دې علم د تیورۍ له ستونزو او محدودیتونو د وتلو لپاره سپارښتنه کوي، چې پر ځای د دې چې د پخوانیو “ایزمونو” پر تداوم تمرکز وشي، باید د نړیوالو اړیکو واقعي ستونزو ته پام وشي او د دغو ایزمونو ترمنځ واټن راکم شي.

دا د دې مانا نه لري چې موجودې تیورۍ باید له منځه لاړې شي، بلکې دا تیورۍ باید د حقیقي نړۍ د پېښو د توصیف (description) تر څنګ د هغو د توضیح (explanation) لپاره هم وکارول شي — یعنې یوازې دا نه چې “څه، کله، او څوک؟” بلکې دا هم چې “ولې او څنګه؟” پوښتنو تمرکز وکړي (لېک، ۲۰۱۱).

سېل او کاټزینسټین د موجودو ایزمونو د محدودیتونو په درک سره، د دغو تیوریکي ستونزو د حل لپاره د تحلیلي ترکیبیت (Analytical Eclecticism) اپروچ یا چلند وړاندې کړی دی. د دوی په باور، د نړیوالو اړیکو پوهان باید پر ځای د دې چې د خپلو ایزمونو د دفاع لپاره لیکنې وکړي او مسایل یوازې د خپلې نظری زاویې له مخې وګوري، پر هغو اړوندو تیوریو تمرکز وکړي چې د موضوع د تحلیل لپاره اړینې او ګټورې وي (لېک، ۲۰۱۱). دا نوی لیدلوری د نړیوالو اړیکو د تیوریانو ترمنځ د فکري اړیکو د رامنځته کولو غوښتنه کوي. دا د دوی ترمنځ موجود واټن راکموي او د راکړې ورکړې او ګډ کار پر اصل ولاړ دی.

د تحلیلي ترکیبیت اپروچ یا چلند د مسایلو پر حل ولاړ دی، او د نړیوالو اړیکو د عملي تیوریانو له پوهانو غواړي، چې له یوې ځانګړې تیورۍ د مطلقې ژمنتیا پر ځای، د یو شمېر تیوریکي چوکاټونو پر بنسټ تحلیلي تفکر وکړي (کرنوټ، ۲۰۱۵).

د وخت په تېرېدو سره د نړیوالو اړیکو د تیوریانو د تطبیقي او عملي اړخ پر اهمیت ټینګار زیات شوی دی. دا پر پوښتنه او فکري تبادلې ولاړ نوی اپروچ یا چلند د نړیوالو اړیکو په علم کې د یوې نوې دورې یعنې Post-Foundationalist دورې پیلامه ګڼل کېږي.

هغه پوهان چې په دې باور دي، چې د پوهې لپاره کومه ځانګړې او افاقي تیوري یا اپروچ نه شته، بلکې پوهه د بېلابېلو اپروچونو له تعدده رامنځته کېږي، د Post-Foundationalists ډلې برخه ګڼل کېږي (پولیوټ، ۲۰۰۴).

په دې دوره کې، پر ځای د دې چې پر یو ځانګړي ایزم تمرکز وشي، پوهان د “څنګه؟” “ولې؟” په څېر پوښتنو او ورته تحلیلي موضوعاتو تمرکز کوي، او هر هغه تیورۍ چې د دغو پوښتنو ځواب پکې موندل کېږي، ته مراجعه کوي.

د ایران د اتومي پروګرام بېلګه

ساګان (۱۹۹۶) د دې تیورۍ د تشریح لپاره د ایران له‌خوا د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه د یوې څرګندې بېلګې په توګه کارولې ده. د نړیوالو اړیکو بېلابېل پوهان د دې پوښتنې “ ایران ولې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه کوي؟” ته د خپلې تیورۍ له مخې ځواب ورکوي:

ریالیستان دا کړنه د نړيوال سیسټم د انارشۍ پر بنسټ، د ایران د بقا د هڅې په توګه تعبیروي.

د نوي لیبرالانو له نظره، د دې پوښتنې ځواب د هېوادونو د یو بل په چارو کې د نه‌لاسوهنې د نړیوال رژیم پر موثریت ولاړ دی. د دغه رژیم له مخې، ځینې هېوادونه کولای شي اټومي وسلې ولري، خو نورو ته دا اجازه نه‌ورکول کېږي. د همدې لیدلوري له مخې، ایران د دویمې ډلې هېوادونو له جملې څخه دی. که دغه رژیم اغېزناک نه‌وي، اصول به هم روښانه نه‌وي، او له همدې امله هېوادونه له ټاکل شوې کرښې هاخوا او دېخوا تګ راتګ کوي.

د دې برعکس، هغه پوهان چې په کورني اړخ تمرکز کوي، باور لري چې د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه ښايي د کور دننه د ځینو سیاسي یا ټولنیزو حلقو د ملاتړ د جلبولو هڅه وي.

کنسټرکټیویسټان بیا د دې موضوع په اړه یو بل وضاحت وړاندې کوي. د دوی په اند، هر هغه هېواد چې اټومي وسلې ولري، د ځواک او اعتبار نښه ده. له همدې امله، ایرانیان فکر کوي چې ځان د پیاوړي او اغېزناک په توګه د ښودلو لپاره باید اټومي وسلې ولري.

موډرنیسټ تیوریانې په دې اړه یو بل تعبیر لري. د دوی په اند، ایران د اټومي وسلو د درلودلو له لارې غواړي د ازادۍ، عدالت، او مقاومت په څېر ارزښتونو استازولي وکړي او ځان د دغو مفاهیمو د مدافع په توګه معرفي کړي.

د کرنوټ په وینا، د ایران له‌خوا د وسلو د درلودلو په اړه مطرح شوې پوښتنه روښانه نه‌ده، ځکه په خپله په پوښتنه کې یو ډول ابهام موجود دی. نوموړی د دې ابهام د له‌منځه وړلو لپاره د Contrast Theory یا د “مقایسوي تیورۍ” ته مراجعه کوي. د دې تیورۍ له مخې، پوښتنه باید د یو مقایسوي معلوم حالت سره پرتله شي.

د بېلګې په توګه، که دا پوښتنه د ریالیزم له زاویې مطرح شي، باید داسې وپوښتل شي: “سره له دې چې ایران دودیزه وسلې لري، ولې بیا هم د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه کوي؟”

دغه پوښتنه د کنټراسټ تیورۍ عملي مثال دی، ځکه دلته د دوو حالتونو ترمنځ مقایسه شوې: له یوې خوا یو معلوم حالت یعنې د ایران د دودیزو وسلو درلودل، او له بلې خوا یو مبهم حالت یعنې د ایران هڅه چې ولې غواړي اټومي وسلې تر لاسه کړي.

د تحلیلي ترکیبیت تیورۍ پلویان په دې باور دي، چې د دې ډول پوښتنو مطرح کول یا د مقایسوي تیورۍ پر مټ پوښتنې جوړول، د تحلیلي ترکیبیت پر وړاندې موجودې نیوکې راکمولی شي. د کرنوټ په وینا، له دې ډول پوښتنو ګټه اخیستل نه‌یوازې د تیوریانو ترمنځ د همغږۍ ستونزه حلوي، بلکې دا څرګندوي چې د یوې پوښتنې یوه برخه د یوې، او بله برخه د بلې تیورۍ له مخې ځوابېږي. په دې توګه، تیورۍ د یو بل مخالفې نه، بلکې د یو بل متممې دي.

پر دې تیورۍ نیوکې

سره له دې، په تحلیلي ترکیبیت نیوکې لا هم موجودې دي. ډېری پوهان استدلال کوي، چې دا تیوري لا هم بلوغ ته نه‌ده رسېدلې. د دوی په باور، له دې امله چې نړیوالې اړیکې د پاراډایمونو پر محور راټولې شوې دي، د تحلیلي ترکیبیت تیوري لا هم ډېر وخت ته اړتیا لري تر څو د یوې بشپړې او خپلواکې تیورۍ بڼه خپله کړي (لېک، ۲۰۱۱).

یوه مهمه نیوکه دا ده، چې که د ترکیبیت اصل ومنل شي، نو ولې ځینې تیورۍ پکې کارول کېږي او نورې نه؟ سمیت (۲۰۰۰) دا چاره د “منزوي کولو” یا “هژموني” په نوم یاده کړې ده. بله ستونزه دا ده، چې د موجودو تیوریانو د یوځای کولو پر مهال، د هغوی ترمنځ د فکري او فلسفي سازګارۍ په اړه اندېښنې موجودې دي. ​​کرنوټ (۲۰۱۵) زیاتوي، چې کله د بېلابېلو تیوریانو د کارولو لپاره وړاندې شوي وضاحتونه یو له بل سره په ټکر کې راځي، نو دا د تحلیلي ترکیبیت د اعتبار پر وړاندې جدي ننګونه ده.

له دې سره تړلې بله نیوکه دا ده، چې څنګه د نړیوالو اړیکو بېلابېلې تیورۍ، چې هره یوه یې ځانګړي فلسفي بنسټونه، انټالوژي، او ایپیسټیمولوژي لري، څرنګه په یوه واحد چوکاټ کې یوځای کېدای شي؟

پر دې تیورۍ بله نیوکه دا هم ده، چې په نړیوالو اړیکو کې  کومې او څه ډول پوښتنې وشي. کرنوټ دې خبرې ته اشاره کوي، چې د نړیوالو اړیکو په دویم ستر بحث کې راپورته شوی بحث، چې له ریاضي او کمېت څخه ډېره ګټه اخلي، د ظهور له امله، دا پوښتنه لا پېچلې شوې ده. د کلاسیکو اپروچونو برعکس، نوې څېړنې پر کمي (quantitative) میتودونو ټینګار کوي، او له همدې امله تحلیلي ترکیبیت له دې ننګونې سره مخ دی، چې پوښتنې باید کمي وي او که کیفي؟

د لا روښانتیا لپاره، بېرته د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د هڅې موضوع ته راګرځو. د تحلیلي ترکیبیت تیوري، د یوې تحلیلي لارې په توګه، دا موضوع په لاندې ډول روښانه کوي:

ایران ځکه د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه کوي، چې:

  • د هغه سیاسي مشران د کور دننه د هغو ډلو له ملاتړ څخه برخمن دي، چې د اټومي وسلو پلوي دي؛

  • په نړیوال چاپېریال کې، ایران د هغو هېوادونو له‌خوا د ګواښ احساس کوي، چې پخپله اټومي وسلې لري؛

  • د نړیوالو رژیمونو د کمزورتیا له امله، د “نه‌لاسوهنې” اصل په عمل کې نه‌پلي کېږي؛

  • ځواکمن هېوادونه د نړیوالو اتومي رژیمونو له لارې د اټومي وسلو د درلودلو قانوني اجازه لري، خو ایران یې نه‌لري؛

  • او د ایران د ملي پېژندګلوۍ ډیسکورس د ازادۍ او خپلواکۍ پر ارزښتونو ولاړ دی.

د همدې ګډو شرایطو له امله، ایران هڅه کوي اټومي وسلې ترلاسه کړي، څو ځان پیاوړی او خپلواک وښيي.

که د تحلیلي ترکیبیت له نظره پورته وضاحت ته وګورو، څرګنده ده چې په دې تشریح کې د څو تیوریو له یوځای کولو ګټه اخیستل شوې ده لکه ریالیزم، لیبرالیزم، کورني فکتورونه، کنسټرکټیویزم، او نوی کنسټرکټیویزم. له دې بېلګې څرګندېږي، چې د نړیوالو اړیکو د یوې پېښې یا پدیدې تشریح کول د یوې واحدې تیورۍ له لارې ممکن نه دي، بلکې د بېلابېلو تیوریو د ګډ تحلیل پر مټ لا دقیق درک تر لاسه کېدای شي.

ځینې کسان ښايي دا اندېښنه ولري، چې یو شخص څنګه کولای شي د نړیوالو اړیکو له ټولو پاراډایمونو په تړاوپوره پوهه ولري.

د تحلیلي ترکیبیت تیورۍ پلویان د دې ستونزې د حل لپاره د نړیوالو اړیکو پر عملي اړخ د تمرکز سپارښتنه کوي. د دوی په باور، په تحصیلي بنسټونو او څېړنو کې د دې پر ځای چې د یوه ځانګړي “ایزم” پر بېلابېلو اصولو او تیوریکي بنسټونو تمرکز وشي، باید د موضوع د اړوندو اړخونو پر درک او عملي پوهې ټینګار وشي.

همدا لامل دی، چې د دې تیورۍ انټالوژي له موجودو پاراډایمونو سره توپیر لري. د پراګماتیزم له زاویې، حقیقت نه مطلق دی او نه هم له وړاندې ټاکل شوی، بلکې د یوې خبرې رښتینولي یوازې د هغې په عملي اغېزو او د هغو پایلو پورې تړلې ده، چې له هغې خبرې څخه رامنځته کېږي (چېرنوف او ملګري یې، ۲۰۲۰).

لېک (۲۰۱۵) دا موضوع داسې روښانه کړې ده، چې پر ځای د دې چې وخت د یوه ایزم په تشریح او دفاع مصرف شي، باید د هغو واقعي موضوعاتو پر تحلیل تمرکز وشي چې نړیوال اهمیت لري — لکه د نړیوال اقلیم بدلون، پرمختګ او وده، اقتصادي او سیاسي ناانډولۍ، او ورته نور مسائل.

د سېل او کاټزینسټین (۲۰۱۰) په وینا، دا لیدلوری په نړیوالو اړیکو کې یو نوی فکري بهیر او چلند رامنځته کړی، چې د موجودو تیوریو په قالب کې نه ځایېږي، خو بیا هم له هغو سره فکري او عملي اړیکه لري. دا چلند د تحلیلي ترکیبیت (Analytical Eclecticism) په نوم یادیږي.

که لنډه یې کړو، دا تیوري د نړیوالو اړیکو د تیوریکي چوکاټونو پر ځای، د هغو عملي اړخونو ته ډېر اهمیت ورکوي.

References

Brown, C. (2013). The poverty of grand theory. European Journal of International Relations, 19(3), 485.

Chernoff, F., Cornut, J., & James, P. (2020). Analytic eclecticism and International Relations. International Journal, 75(3), 383–391. https://www.jstor.org/stable/10.2307/27105715

Dunne, T., Hansen, L., & Wight, C. (2013). The end of International Relations theory? European Journal of International Relations, 19(3), 406.

Mearsheimer, J., & Walt, S. (2013). Leaving theory behind: Why simplistic hypothesis testing is bad for IR. European Journal of International Relations, 19(3), 427–457.

Rosenberg, J. (2016). International Relations in the prison of Political Science. [University of Sussex].

Levine, D. J., & Barder, A. D. (2014). The closing of the American mind: ‘American School’ International Relations and the state of grand theory. European Journal of International Relations, 20(4), 863–888. https://doi.org/10.1177/1354066114530010

Snidal, D., & Wendt, A. (Year). Why there is international theory now. In [Book or Journal Title, Volume(Issue), pages]. [Please provide full publication details for completion.]

Sil, R., & Katzenstein, P. J. (2010). Analytic eclecticism in the study of world politics: Reconfiguring problems and mechanisms across research traditions. Perspectives on Politics, 8(2), 411–431. https://www.jstor.org/stable/25698610

ځواب دلته پرېږدئ

error: Content is protected !!