
مایکل ډویل
مایکل ډویل د نړیوالو اړیکو یو امریکایي عالم دی. دی د لېبرالې "ډیموکراټیکې سولې" (Democratic Peace) له مطرحو تیوریسنانو څخه یو دی او همدا راز د "لېبرالیزم او نړیوال سیاست" کتاب لیکوال هم دی. نوموړي د امپراتوریو د مقایسوي تاریخ او د ملګرو ملتونو د سولې ساتنې د ماموریتونو د ارزونې په اړه ګڼې لیکنې هم خپرې کړې دي.
ډویل په کولمبیا پوهنتون کې د نړیوالو چارو، قانون او سیاسي علومو پروفیسور دی. دغه راز ښاغلی ډویل د کولمبیا د نړیوالې پالیسۍ د نوښت (Columbia Global Policy Initiative) پخوانی رییس هم پاتې شوی دی.
هغوی ولې جګړه نه کوي؟
د دیموکراتیکې سولې هېښوونکی پایښت
لیکوال: مایکل دویل
ژباړن: نصرالله ټولواک
په نړیوالو اړیکو کې لږې فرضیې د وګړواکې (دیموکراتیکې) سولې نظریې په کچه اغېزناکې دي- هغه اند چې دیموکراسي د یو بل پر وړاندې جګړې ته نه ځي. هغه اند چې سیاستپوه جک لیوي یې په اړوند ولیکل «په نړیوالو اړیکو کې تر هرڅه ډېر یوه تجربي قانون ته نږدې دی.» هغه چې د متحده ایالاتو باندنۍ تګلارې ته یې کابو یوه پېړۍ لوری ورکړی. د ۱۹۰۰یمو په لومړیو کې د متحده ایالاتو ولسمشر وودرو ویلسن د دیموکراسۍ پیاوړي کول د سولې په مانا تعبیروه.
د سړې جګړې په جریان کې بېلابېلو حکومتونو له شوروي اتحاد سره د بندښت اړوند خبرو پر مهال په پرلپسې ډول له لویو ایډیالوژیکو اصطلاحاتو څخه کار اخیست. هیڅ رټنه تر دې غټه نه وه لکه په ۱۹۸۲کال کې برتانوي پارلمان ته د ولسمشر رونالډ ریګن وینا چې ادعا یې وکړه لوېدیځ «ټینګ زغم او سوله ییز هوډ» وښود او بیا یې(په ظاهره له شوخۍ پرته) په ټولې نړۍ کې «دیموکراسۍ ته د کمپاین» او د «ازادۍ لپاره د صلیبي جګړې» غوښتنه وکړه.
د دیموکراتې سولې نظریې، په ځانګړي ډول هغه مهال نوم وایست چې سړه جګړه پای ته ورسېده او متحده ایالات ترې برلاسه راووته. د ۱۹۹۴کال د هېواد وضعیت (State of the Union) وینا کې ولسمشر بېل کلینټن ادعا وکړه چې «د پاینده سولې رامنځته کولو او د ځان امنیت د ډاډمن کولو لپاره تر ټولو غوره کړنلاره دا ده چې په نورو هېوادونو کې د دیموکراسیو له پیاوړتیا څخه ملاتړ وشي.» د هغه ادارې بیا له شوروي اتحاد وروسته د راټوکېدونکو دیموکراسیو سره مرسته هم ډېره کړه.
د کلینټن ځایناستی، زوی بوش هم په ورته کچه د سولې د پیاوړتیا په موخه د ازادۍ (لیبرالیزم) د دودولو د اړتیا پلوی و. هغه په ۲۰۰۴ز کال کې «د جمهوریت غوښتونکو ملي کنوانسیون» ته په وینا کې وویل « څنګه چې ازادي له زړونو، زړونو ته او له ملتونو څخه ملتونو ته پراخېږي، د امریکا متحده ایالات به لا امن او نړۍ لا سوله ییزه وي.» ولسمشر بوش ان د دیموکراتیکې سولې نظریه پر عراق د برید په توجیه کې کاروله. هغه د ۲۰۰۳ کال د نومبر په میاشت کې د جګړې په اړه وینا کې اعلان کړه چې «د ازادۍ پراختیا به سوله رامنځته کړي.» که څه هم هغه اند چې وایي ولسواکي سوله زیږوي، په غوره حالت کې یوازي نیم سم دی. متحده ایالتونو په ځلونو پر نورو هېوادونو برید کړی. د اروپا لویې دیموکراسۍ هم په نورو سیمو کې د لاسوهنې اوږد تاریخ لري. د بېلګې په ډول په ساحل (د افریقایي هېوادونو ډله)کې.
په دې توګه، د سړې جګړې وروسته پېر د دې پر ځای چې د لیبرال ولسواکۍ د تلپاتې بریا نښې وښیي، د زیاتېدونکو نښتو او وېش ښکارندویي کوي. څنګه چې جوته ده، د لیبرالیزم پراختیا په یوازې سر له جګړې څخه مخنیوی نه کوي، خو بیا هم د ولسواکیو له لوري د ترسره شویو جګړو تبلیغ د ولسواکې سولې تیوري چورلټ ناسمه نه زباتوي. لیبرال دولتونه ښایي د هر دولت پر وړاندې سوله ییز چلند ونه کړي، خو له یو بل سره سوله ییز چلند خپلوي. داسې جوتې پېښې نه شته چې دیموکراسۍ دې د یو بل پر وړاندې جګړې ته وتلي وي او نه هم داسي ښکاري چې په راتلونکي کې دې رامنځته شي. چي رښتیا شي، اوسنۍ راښکاره کېدونکې نړیوالې وېشنې د دیموکراتیکې سولې د تیورۍ پخلی کوي:
بشپړه رساله له لاندې ځایه ښکته یا ډاونلوډ کړئ

