LOADING CLOSE

 تیانجین ۲۰۲۵؛ د ختیځ یو لاس شوي قدرتونه او د څو قطبي نظم نقشه – عزیز احمد فضلي

عزیز احمد فضلي
د پوهنتون استاد

عزیزاحمد فضلي د ملي پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې رییس او د یاد پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د نړیوالو اړیکو څانګې استاد دی. ښاغلي فضلي خپله ماستري په نړیوالو اړیکو کې له خاتم‌النبیین پوهنتون څخه کړې.

لیکوال: عزیز احمد فضلي

د شانګهای د همکاریو سازمان (SCO) د ۲۰۲۵ کال کلنۍ غونډه، چې د چین په تیانجین ښار کې ترسره شوه، د نړیوالو اړیکو په ډګر کې یو ستر تحول بلل کېږي. ځکه په دې غونډه کې نه یوازې دا چې د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او امنیتي همکاریو په تړاو نوی چوکاټ وړاندې شو، بلکې د څو اړخیزه نړیوال نظم د پراختیا لپاره هم یو ابتدايي بنسټ شو.

تیانجین ښار، چې د چین په شمال کې یو مهم صنعتي او اقتصادي مرکز دی، د شانګهای د همکاریو سازمان د ۲۰۲۵ کال غونډې لپاره غوره شوی و. د دې ښار ځانګړی جغرافیایي موقعیت، د بیجینګ سیاسي مرکز ته نږدېوالی او د “یو کمربند، یوې لارې” سترې پروژې په اساسي کرښه کې ځای پر ځای کېدل، هغه څه دي چې تیانجین یې د چین د نړیوالو اقتصادي او ډیپلوماتیکو ستراتیژیو یو سېمبول ګرځولی دی.

غونډه د شاوخوا شلو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د مشرانو په ګډون جوړه شوه. د ګډونوالو په منځ کې د چین ولسمشر شي جین‌پینګ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د هند لومړی وزیر نارېندرا مودي، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د مصر لومړی وزیر مصطفی مدبولي او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش شامل وو. دا پراخ ګډون د سازمان د نړیوال ارزښت تر څنګ، د نوي نړیوال نظم په جوړښت کې د هغې د رول څرګندونه کوي. ځکه په غونډه کې د امنیتي او اقتصادي چارو د همغږۍ او د سیمه‌ییزو کړکېچونو د حل لارو په اړه بحث وشو.

شي جین‌پینګ د غونډې په ترڅ کې د څو اړخیز نړیوال نظم د رامنځته کولو پر ارزښت ټینګار وکړ. د هغه په وینا، دا به د یو قطبي نظم پر وړاندې بدیل، او د نوي نړیوال عدالت د ایجاد او ساتنې وسیله وي. نوموړي د اقتصادي پراختیا لپاره د نوي پرمختیایي بانک د جوړولو اړتیا روښانه کړه او د غړو هېوادونو ترمنځ یې د اعتماد او اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ. د هغه څرګندونې د چین د سترې پروژې له نړیوالو موخو سره تړلې وې، چې په ټوله نړۍ کې د اقتصادي او تجارتي شبکو د پراختیا، د پانګونې د هڅونې او د سیمه‌ییزو اتحادونو د تقویت لپاره مهمه وسیله ګڼل کېږي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د سازمان د څو اړخیزې ډیپلوماتیکې ستراتیژۍ ملاتړ وکړ او په ښکاره یې د لویدیځ د پوځي ګامونو او فشارونو پر وړاندې مخالفت څرګند کړ. نوموړي د سیمه‌ییزو امنیتي همکاریو ارزښت یاد کړ او په ځانګړي ډول یې د ختیځې اروپا د کړکېچونو د مدیریت او د منځنۍ آسیا د ثبات د ساتنې لپاره یې د ګډو هڅو پر اړتیا ټینګار وکړ.

په غونډه کې د هندوستان ولسمشر نارېندرا مودي د سازمان د انګلیسي نوم (SCO) له مخفف څخه په الهام درې کلیدي ټکي وړاندې کړل: امنیت (Security)، اتصال/همکاري (Connectivity/Cooperation) او فرصت (Opportunity). دغه درې عناصر د هند د بهرني سیاست او د سیمه‌ییزو همکاریو د اصولو انعکاس ګڼل کېږي:

لومړی، امنیت؛ د مودي په وینا، دا ستراتیژیک لومړیتوب دی، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ د تمویل او د نړیوالې ترهګرۍ د شبکو د پراختیا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې.

دویم، اتصال/همکاري؛ نوموړي وویل هېوادونه باید پر باور، متقابل درناوي او شفافیت ولاړې اړیکې ولري، نه د فشار او سیاسي اجبار او یا هم د یو‌ اړخیزې ګټې پر اساس. مودي په دې برخه کې، د چین د “یو کمربند او یوې لارې” پروژې ته په اشاره ټینګار وکړ چې اقتصادي پراختیا باید د باور او متقابل ګټو پر بنسټ وي، نه د زور او اجبار په وسیله.

درېیم، فرصت؛ مودي د اقتصادي او ټولنیزو همکاریو، د سوداګرۍ د فرصتونو، د ټکنالوژۍ د شریکولو او د خلکو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې د هند لیدلوری وړاندې کړ او په سازمان کې یې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

د ۲۰۲۵ کال د شانګهای د همکاریو سازمان غونډه د نړیوال سیاست په ډګر کې د ستراتیژیکو بدلونونو یوه مهمه نښه وه، ځکه د ختیځ درې ستر مشران—شي جین‌پینګ، ولادیمیر پوتین او نارېندرا مودي—په کې ګډون وکړ. د مودي سفر چین ته، چې له یوې اوږدې مودې وروسته ترسره شو، د سیمې او نړۍ لپاره د نوې جیوپولېټیکي نقشې یو نوی انځور وړاندې کړ. دا سفر نه یوازې د هند او چین د ستراتیژيکو اړیکو د بیارغونې نښه وه، بلکې د روسیې او چین د ګډو هڅو په لړ کې د غړو هېوادونو د ګډو ګټو څرګندونه هم کوي.

د دغو دریو مشرانو حضور یو شمېر پیغامونه درلودل: د څو قطبي نړیوال نظم پراختیا، د متحدو هېوادونو امنیتي او اقتصادي ظرفیت ښودل، د فشار پر ځای د اعتماد پر بنسټ اړیکې جوړول او د لویدیځ د نفوذ محدودول. دا غونډه ښيي چې چین د خپلو متحدانو په همکارۍ هڅه کوي څو د څو اړخیزو نوښتونو له لارې د نړیوالو قدرتونو متوازن جوړښت رامنځته کړي.

له همدې ځایه، د شانګهای د همکاریو د ۲۰۲۵ کال غونډه یوازې یوه عادي ډیپلوماتیکه ناسته نه وه، بلکې د نوې جیوپولېټیکي نقشې او د څو قطبي نړیوال نظم د ودې په تړاو یو مهم ګام ګڼل کېږي.

error: Content is protected !!