د نړیوالو اړیکو د پوسټاستعمار یا تر استعمار وروسته تیوري – احمدالله ارچیوال

احمدالله ارچیوال
احمدالله ارچیوال په ۲۰۰۴ کال کې له پېښور پوهنتونه په ژورنالېزم او په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا له نیوسکول پوهنتونه د نړیوالو چارو په برخه کې ماسټرۍ ترلاسه کړي. دا راز، نوموړی «د خدایې خدمتګار کلتوري اغېزې» او «ولسي مبارزې (عدم تشدد)» کتابونو لیکوال هم دی. ښاغلی ارچیوال له تېرو دوو لسیزو راهیسې، د امریکا د سولې په انستیتوت، یوناما، د افغانستان ټاکنو کمیسیون کې د عامه پوهاوي د رییس او کارډان پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې د استاد په توګه دندې ترسره کړي دي.
لیکوال: احمدالله ارچیوال
نړیوالې اړیکې (ای ار) تر ډېره بریده یو اروپايي مضمون بلل کېږي. دا علم د لومړۍ نړیوالې جګړې له پای سره یو ځای رامنځته شو. د لومړي ځل لپاره د انګلستان د آبریستویث پوهنتون په ۱۹۱۹ کال کې نړیوالې اړیکې د یوه جلا مضمون په توګه تدریسول پیل کړل (سټاکمن، ۲۰۲۲). سره له دې چې د نړۍ په نورو برخو کې هم اوس د دې مضمون د تیوریو د تولید او رامنځته کولو هڅې کېږي، خو د نړیوالو اړیکو د مضمون حاکمې تیورۍ او مفهومونه د خپلو اروپايي تاریخي ریښو له امله لا هم د اروپا د تاریخ، سیاست او اقتصاد تر اغېزو لاندې دي. په بله وینا، نړیوالې اړیکې اروپا-محوره دي. نړیوالې اړیکې په بنسټیز ډول نه یوازې د نړیوال نظم د رامنځته کېدو د تاریخي روایت (بیانیې)، بلکې د دغه نظم د فطرت او فعالیت له مخې هم اروپا-محوره دي (سیت، ۲۰۱۱). د نړیوالو اړیکو یو شمېر پوهانو په وروستیو کلونو کې په یو او بل ډول د اروپا-محورۍ د سلطې پر وړاندې بېرغونه پورته کړي دي.
تر استعمار وروسته (یا پوسټ استعمار) تیوریو تر راڅرګندېدو مخکې، د ریالیزم، لیبرالیزم، او مارکسیزم په څېر د نړیوالو اړیکو حاکمو تیوریو ونه شو کړای چې د شلمې پېړۍ پرمختګونه د نړیوالو اړیکو د چوکاټ دننه تشریح کړي. پخوانۍ تیورۍ د ملتونو د هغو هڅو په اړه چې د استعمار جغ د ښکته کولو لپاره یې ترسره کړې وې، او همدا راز د برلین دیوال د له منځه تللو، او د پخواني شوروي او امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ د سړې جګړې د سولهییز پای په اړه، په وړاندوینه کې پاتې راغلې (۱) (سېلوېسټر، ۲۰۱۶).
دا هماغه وخت و چې د نړیوالو اړیکو پوهانو د متبادلو تیوریو د وړاندې کولو هڅې پیل کړې. له استعمار وروسته د نړیوالو اړیکو تیوري هم همدا مهال رامنځته شوه (سېلوېسټر، ۲۰۱۶). تر استعمار وروسته تېورۍ او که لږه پراخه اصطلاح وکاروو، نو «له استعمار وروسته پاراډایم» دغه تشه ډکه کړه او په نړیوالو اړیکو کې رامنځته شويو بحثونو ته یې د تیورۍ په مټ اوږه ورکړه. پر پخوانیو تیوریو یوه بنسټیزه نیوکه د دغو تیوریو یوازې پر اروپا تمرکز، یا په بل عبارت، اروپا-محوریت و. مخکې له دې چې د له استعمار وروسته د نړیوالو اړیکو پر تیورۍ بحث وکړو، اړینه ده چې د «اروپا-محوریت» پر مفهوم رڼا واچوو.
اروپا-محوریت (یورو سنټریزم)
په نړیوالو اړیکو کې د اروپا-محوریت مفهوم دا دی چې د دې علم هره پدیده لکه تاریخ، تیورۍ او نور د اروپایي لیدلوري په تېره بیا په اروپا کې د روښانفکرۍ له دورې وروسته حالت له مخې کتل شوي دي.
د اروپا-محوریت سره تړلی بل مفهوم د اېډوارډ سعید «اورینټالیزم» یا استشراق دی. هابسن اروپا-محوریت او استشراق په یوه مانا کارولي دي. سره له دې چې اېډوارډ سعید دغه مفکوره په ۱۹۷۰یمه لسیزه کې رامنځته کړه، د هابسن په وینا اروپایي افکارو له اتلسمې پېړۍ څخه د نولسمې پېړۍ تر نیمايي پورې نړۍ پر دوو متضادو برخو یعنې په لویدیځ او ختیځ ووېشله. د اروپا-محوریت یا اورینټالیزم (استشراق) له مخې لویدیځ فطرتاً پر ختیځ برتري لري؛ ختیځ وروسته پاتې او لویدیځ پرمختللی ګڼل کېږي. د دې مفکورې له مخې، د ختیځ برعکس لویدیځ فطرتاً د خواريکښ، ګټور، لېبرال، ولسواک، پرمختللی، ایماندار، خپلواک او متحرکه په څېر د ځانګړو برترو ځانګړتیاوو څښتن ګڼل کېږي (هابسن، ۲۰۱۱). په مقابل کې، د اورینټالیزم یا استشراق له مخې ختیځ بېسواده، غیرمنطقي، سست، وحشي، ګډوډ، احساساتي، غیر فعال، مرتجع، پر نورو متکي او له یو شمېر نورو منفي ځانګړتیاوو سره انځورېږي.
په شپاړسمه پېړۍ کې اروپايي نړیواله ټولنه رامنځته شوه او د ویستفیلیا له سولې سره منسجمه شوه (سیت، ۲۰۱۱). د نړیوالو اړیکو د حاکمو تیوریو له مخې، دولت د هېوادونو ترمنځ د اړیکو اصلي لوبغاړی او د دې سیاست اصلي تعریفوونکی دی. د نړیوالو اړیکو تاریخ زیاتره د اروپا له ناندریو سرچینه اخلي. د بېلګې په توګه، د اتن او سپارټا جګړه د ریالیزم د تیورۍ او په ځانګړي ډول د «انارشۍ» د مفهوم بنسټیز فکتور ګڼل کېږي. د همدې فکر له مخې، ارزښتونه او کلتور تر ډېره د دولتونو ترمنځ د سیاست له معادلې ایستل شوي دي. دولتونه د دغه نظم جوړوونکي واحدونه وو. له دې سره تړلې بله ستونزه دا ده چې په حاکمو تیوریو کې د «ایجنسي» یا عاملیت (وسیلې) په توګه د دولت موجودیت مفروض نیول کېږي. د نړیوالو اړیکو ډېری تیورۍ د ریالیزم د درې مهمو اصولو تر سیوري لاندې رامنځته کېږي: ځواک د نړیوالو اړیکو موضوع ده؛ په نړیوال سیاست کې دولتونه اصلي لوبغاړي دي؛ او د کورني او نړیوال سیاست منطق او اصول یو له بله متفاوت دي (ټکنر، ۲۰۰۳). خو دلته یوه استثنا هم شته. د نړیوالو اړیکو انګلیسي تیوري کلتور ته مرکزي رول ورکوي (۲۰۱۱).
په ختیځو هېوادونو کې، هغه شان چې په لوېدیځ کې دولتونه د ارتقا له مرحلې تېر شوي او بلوغ ته رسېدلي، هغه ډول دولتونه نه دي رامنځته شوي. د بېلګې په توګه، د سویلي اسیا دولتونه د ارتقا له مرحلې نه دي تېر شوي، بلکې د دغو هېوادونو پولې د استعماري برېتانیا د بېوروکراتانو له خوا ټاکل شوې دي. له همدې امله، د دې هېوادونو د خپلواکۍ پر وړاندې کورني فکتورونه نه یوازې مهم دي، بلکې بنسټیز رول هم لري. سره له دې هم، په حاکم نړیوال سیاست کې د دغو فکتورونو رول ته لومړیتوب نه ورکول کېږي. د دې لامل د نړیوال سیاست اروپا-محوره ځانګړتیا ده.
بېلابېلو پوهانو اروپا-محوریت په بېلابېلو ډولونو معرفي کړی دی. د باري بوزان او ریچارډ لېټل (۲۰۰۰) په باور، هغه لېوالتیا چې له مخې یې د نړۍ تاریخ او پخوانی/اوسنی سیاست یوازې د اروپا د تاریخ او د ویستفیلیایي نړیوال سیاست له لیدلوري پېژندل کېږي، د «اروپا-محوریت» د فکر یا چلند په نوم یادېږي.
کورو (۲۰۱۶) په نړیوالو اړیکو کې د اروپا-محوریت په درې ډوله ډلبندي کړې:
د تاریخي پس منظر له مخې، اروپا د نولسمې پېړۍ له وروستیو د شلمې پېړۍ تر نیمايي پورې د خپل بېساري پرمختګ له امله په نړیوال نظم کې له اقتصادي، پوځي او ټېکنالوژیکي پلوه حاکمه وه. همدې ته په کتو، د نړیوالو اړیکو علم هم د اروپا له تاریخ او سیاست څخه اغېزمن شو. دلته بیا هم په نړیوالو اړیکو کې د ځواک موضوع مطرح کېږي: نړیوالې اړیکې د ځواکمنو هېوادونو د بهرني چلند مطالعه ده.
کینیت والتز د کوسټاریکا یا مالیزیا په څېر هېوادونو د بهرنیو اړیکو پر بنسټ د نړیوالو اړیکو د تیوریو جوړول «د خندا وړ» بولي. د والتز خبره نوې نه ده (ټکنر، ۲۰۰۳). په نړیوالو اړیکو کې د ځواک د بنسټیز رول موضوع نوې نه ده: شاوخوا دوه زره کاله وړاندې توسیدیدیس ویلي چې «زورور هغه څه کوي چې غواړي یې، او کمزوري بیا هغه څه کوي چې ورته ویل کېږي.»
په شلمه او ان په یوویشتمه پېړۍ کې له اروپا دباندې بدلونونه د نړیوالو اړیکو پوهان اړ نه کړل چې د نړۍ په نورو برخو کې پر تحولاتو—لکه له استعمار څخه ازادۍ او نورو—تمرکز وکړي. همدا لامل شو چې نړیوالې اړیکې یوازې پر اروپا متمرکزې پاتې شي.
د اروپا-محوریت تداوم یې درېیم ډول دی. په دې ډول کې د نړیوالو اړیکو پوهانو، پرته له دې چې درک کړي، د اروپا-محوریت نورې نړۍ ته څه زیان رسوي، خپلو تمایلاتو ته دوام ورکړ. هغه مهال نويو موادو ته نه لاسرسی او د اروپا تر اغېزو لاندې د نړیوالو اړیکو پر پخوانیو مشاهداتو او علم تمرکز د دې علم د تداوم لامل شو.
د اروپا محوریت سره د «لویدیځ-محوریت» هم یو تړلی مفهوم دی. د دې مفهوم له مخې، د نړیوالو اړیکو د اروپا-محوریت؛ په اصل کې د نړیوالو اړیکو د لویدیځ-محوریت معنا لري. یعنې دا علم د لویدیځ تر اغېز او ولکې لاندې دی. کورو وايي چې د نړیوالو اړیکو د اروپا-محوریت همدا معنا لري: دا علم د لویدیځ د سلطې تر سیوري لاندې دی. د اروپا-محوریت یو تعبیر دا دی چې لوېدیځ له ازله، په فطري ډول یو استثنايي حالت درلود او په یوازې ځان یې پرمختګ کړی (هېنسن، ۲۰۱۱). یو لړ پوهانو په نړیوالو اړیکو کې د اروپا یا لوېدیځ محوریت ننګولی دی. د استعمار وروسته تیورۍ پلویان او لارویان پر دې باور دي چې لوېدیځ او ختیځ له ۵۰۰ قبل میلاد راپدېخوا د نړیوالتوب پر مټ یو له بل سره تړلي دي. انیواس او نیسانسیګلو (۲۰۱۳) د ټروتسکي د «نابرابرې او ګډې پرمختیا» (Uneven and Combined Development) تیورۍ پر بنسټ استدلال کوي چې اروپا فطرتآ پرمختللې نه وه، او نه یې استثنايي حالت درلودي. دوي د اروپا پرمختګ کې د لویدیځ د فعال رول ټینګار کوي. د دوی په باور، د هلاکو خان او چنګیز خان په دیارلسمه او څوارلسمه پېړۍ کې، او د عثماني خلافت په پنځلسمه او شپاړسمه پېړۍ کې سیاسي او اقتصادي بدلونونه د اروپا د پرمختګ مهم لاملونه وو. نور خو له دې هم وړاندې ځي او وايي چې د لرغوني یونان تهذیب له لرغوني مصري تهذیب څخه اخیستل شوی دی (هېنسن، ۲۰۱۱).
په نړیوالو اړیکو کې حاکمې تیورۍ او پاراډایمونه په عموم کې د سلطې او تر سلطې لاندې هېوادونو ترمنځ اړیکو ته ډېره توجه نه کوي. له یو قطبي حالته څو قطبي ته د نړۍ له بدلېدو سره هممهاله، په نړیوالو اړیکو کې د حاکمو تیوریو د بدلون پر وړاندې غږونه اوچت شوي، او د بدیلو تیوریو او مفاهیمو د رامنځته کولو غوښتنې ورځ تر بلې پیاوړې کېږي. د دې نوي لرلید له مخې، په شلمه او یوویشتمه پېړۍ کې اروپا د ژوند په بېلابېلو ډګرونو کې د خپل پرمختګ له امله د نړیوالو اړیکو علم تر خپلې سلطې لاندې راووست. خو دا چې هغه مهال اروپا او لویدیځه نړۍ په نړیوال سیاسي نظم کې برلاسې وه، دا تیورۍ هغه مهال نه ننګول کېدې خو اوس ننګول کېږي. دا ښيي چې پر نړیوالو اړیکو د اروپا تسلط د اروپا د ځواک پایله ده.
د نړیوالو اړیکو د پوسټاستعمار یا تر استعمار وروسته تیوري
د نړیوالو اړیکو ځینې پوهان په دې باور دي چې د دې علم د فطرت له مخې، حاکم جریانونه نه د سلطې/استعمار او نه هم د استعمار تر واک لاندې ملتونو او دولتونو ترمنځ اړیکې په جدي ډول تشریح کوي؛ او د نړیوالو اړیکو حاکمې تیورۍ نړیوال سیاست ته د لویدیځ له عینکو ګوري. د له استعمار وروسته تیورۍ تر راڅرګندېدو مخکې، حاکمو تیوریو د مستعمرو د نړیوالو اړیکو مطالعه ځکه نه کوله چې مستعمرې «خپلواکه» نه ګڼل کېدل. له همدې کبله، نن چې دغه پخوانۍ مستعمرې خپلواک خو بېوزله هېوادونه دي، د نړیوالو اړیکو د مطالعې لپاره چوکاټ نه لري (سېلوېسټر، ۲۰۱۶).
له استعمار وروسته د نړیوالو اړیکو تیوري د پېژندګلوۍ له اړخه یوه تنقیدي تیوري ده، چې د اروپا پر محوریت نیوکه کوي او د نړیوالو اړیکو د ساحې د پراخولو غوښتنه کوي. د سیت (۲۰۱۱) په وینا، «له استعمار وروسته» یو داسې وضعیت نه دی چې یوازې یوه زماني مقطع وښيي چې استعمار پکې ختم شو؛ بلکې د استعمار د دورې پاتې اغېزې څېړي چې لا هم پر نړۍ حاکمې دي. دا تیوري په اروپا کې پر ادبیاتو، سیاسي تیوري، ساینس او پر نورو برخو د استعمار اغېزې او دا چې دغه اغېزې څرنګه تعریف شوي مطالعه کوي.
له استعمار وروسته تیوري د نړیوالو اړیکو څېړونکو ته سپارښتنه کوي چې د خپلو څېړنو ساحه تر استعمار لاندې هېوادونو ته وغځوي او د هغوي تجربې هم په نظر کې ونیسي (هېنسن، ۲۰۱۶).
که څه هم حاکمې تیورۍ؛ تاریخ ته محدود ارزښت ورکوي او «انارشي» د نړیوال سیستم له پخوا موجوده بنسټیزه ځانګړنه ګڼي، خو د له استعمار وروسته چوکاټ د همدې لید د بیاکتنې غوښتنه کوي. مرو برخو غير اروپایان هم د دې ټولنې برخه شول.
له استعمار وروسته د نړیوالو اړیکو تیوریانې پر دې باوري دي چې د «اروپايي نړیوالې ټولنې» له رامنځته کېدو وړاندې هم په نړۍ کې بېلابېل سیاسي واحدونه موجود وو چې د خپلو سیمو خلکو ته یې د پېژند او هویت چوکاټ ورکاوه.
له استعمار وروسته د نړیوالو اړیکو چوکاټ په دې برخه کې د بدلون غوښتنه کوي. د موجودو تیوریو له مخې، نړیوال نظم د نولسمې پېړۍ په نیمايي کې له اروپا پیل شو او نورو سیمو ته خپور شو. خو له استعمار وروسته لید وایي چې د اروپايي نړیوال نظم تر راټوکېدو وړاندې هم د نړیوال نظم بڼې موجودې وې؛ یعنې په نړۍ کې پېژندګلویانې شته وې، خو ډېرې یې کلتوري وې (سیت، ۲۰۱۱). د دې فکر له مخې، نشنلیزم (ملتپالنه) پر کلتوري پېژندګلوۍ نه دی ولاړ. همدا لامل دی چې ځینې وختونه ملتپاله هڅې ناکامېږي. لکه څنګه چې بېنېډیکټ اېنډرسن ملت یوه خیالي ټولنه بولي، له استعمار وروسته تیورۍ هم په دې باور ده چې د نړیوال نظم د یوه واحد په توګه، په ډېرو هېوادونو کې د بېلابېلو کلتورونو خلک د یو دولت تر چتر لاندې راټولول سخت کار او ځینې وخت یوه ناکامه چاره ده.
باراکوي او لافايي (۲۰۰۶) وايي، د نړیوالو اړیکو علم په بنسټیزه توګه د ځواکمنو هېوادونو د پرمختګ او زوال، د زبرځواکو ترمنځ د جګړې او سولې، او د هغوی د سیالیو په اړه دی. خو اوس چې په نړیوال ډګر کې افراطي ډلې د ډېرو ټولنو امنیت ګواښي، اړینه ده چې نړیوالې اړیکې له پخواني فکره یو نوي فکر ته بدلون ومومي.
د نړیوالو اړیکو د حاکمو تیوریو او د له استعمار وروسته تیوریو تر منځ یو بل مهم توپیر د دوی انټالوژي او ایپیسټیمولوژي ده. د حاکمو تیوریو برعکس، له استعمار وروسته تیورۍ د نظریو په جوړولو کې د اړوندو ټولنو شرایطو ته لومړیتوب ورکوي. د پوسټپوزیتیویزم له مخې، په نړیواله کچه کوم ګډ بشري ارزښتونه نشته؛ او تیورۍ له هغو ځانګړو سیاسي، کلتوري او تاریخي شرایطو سره تړلې دي چې پکې رامنځته کېږي (ټکنر، ۲۰۰۳).
په همدې تړاو یو بل توپیر دا دی چې د حاکمو تیوریو برعکس، له استعمار وروسته تیوري علم ته یوازې د حقیقت د روښانهکولو د یوې «هېندارې» په سترګه نه ګوري، بلکې دا یو داسې ځواک ګڼي چې موجودې پدیدې تعریفوي او بڼه ورکوي (سیت، ۲۰۱۱).
هارډینګ (۲۰۱۱) له استعمار وروسته تیوري په لنډو ټکو کې راخلاصه کړې ده. د نوموړې په وینا، موډرناېزیشن له لوېدیځ-محوریت څخه متفاوت دی. له استعمار وروسته تیورۍ د موډرنېزیشن د تیورۍ هغه باور ردوي چې د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې د اروپا پرمختګ د موډرنیزم د تاج غمی بولي. د دې لید پلویان برعکس استدلال کوي چې موډرنېت یوازې له لوېدیځه نه دی راټوکېدلی او خپور شوی؛ بلکې په هره ټولنه کې کولای شي په خپلواکه توګه هم رامنځته شي.
د له استعمار وروسته تیورۍ ځانګړتیاوې
سره له دې چې له استعمار وروسته تیوري د خپل فطرت له مخې ډېرو ته نوې ښکاري، خو تر دې مخکې هم یو شمېر د لویدیځو مخکښو پوهانو د نړیوالو اړیکو پر حاکمو تیوریو نیوکې کړې وې. سیت له استعمار وروسته تیوري د نیچه، فوکو او نورو هغه پخوانۍ اندېښنې تداوم بولي چې د لویدیځو علوم د فطرت او د «هرځای د پلي کېدو» د وړتیا په اړه پوښتنې راولاړوي.
له استعمار وروسته تیوري د نورو تیوریو د «له منځه وړلو» یا د سیمهییزو بدیلو تیوریو د ځایناستې غوښتونکې نه ده؛ خو، د همدې اندېښنو ترڅنګ، له استعمار وروسته تیوري د موجودو حاکمو تیوریو بیاکتنه او د سمون غوښتنه کوي.
د نړیوالو اړیکو حاکمې تیورۍ پر زبرځواکو تمرکز کوي. د بېلګې په توګه، دا تیوري د سړې جګړې مهال د یوې اوږدې «سولهییزه دوره» بولي، حال دا چې د لویدیځې نړۍ دباندې ډېر هېوادونه په همدې وخت کې په جګړه کې ښکېل ول؛ خو دوی په نظر کې نه نیول کېږي.
امیتاو اچاریا په دې تړاو دوه مهمې پوښتنې راولاړې کړي دي:
هغه پوښتنه کوي چې د نړیوالو اړیکو په موجودو تیوریو کې ولې استعماري جګړې، پر توندلاریو ولاړې جګړې او ورته موضوعات څنډې ته کوي؛ او همدا رنګه د شوکا، کوټلیه، سان زو، ابن خلدون، نهرو او نورو مفکرونو ته ولې په نړیوالو اړیکو کې لږ ځای ورکړل شوی دی؟ له همدې کبله، دا تیوري د نړیوالو اړیکو د څانګې پراختیا او جامعیت غواړي.
یوازې د اروپا پر محوریت تمرکز نیوکه کول بسنه نه کوي؛ لکه څنګه چې کورو (۲۰۱۵) ورته اشاره کړې، اړتیا ده چې د څېړنو پراخ چوکاټونه رامنځته شي او نوې تیورۍ جوړې شي.
اچاریا د نړیوالو اړیکو لپاره یو نوی پاراډایم وړاندې کوي. د ده له مخې، پلورالسټیک نړیوالې اړیکې باید د لوېدیځ د ځانګړي تاریخ (لکه د روم، امریکا او یا اروپايي تجربو) پر ځای د نړۍ پر سیاست ولاړې وي؛ موجودې تیورۍ او میتودونه په پام کې ونیول شي؛ سیمه-پر-سیمه مطالعه شي؛ په نړیوالو اړیکو کې استثناوو ته قایل نه وي؛ او له مادي عواملو اخوا د ځواک، مقاومت، نورماټیف اقدامات او د نړیوال نظم سیمهییز تولید په څېر نور عوامل/اجنسۍ (وسیلې) هم په نظر کې ونیول شي.
سره له دې چې د درېیمې نړۍ پوهان غواړي د امریکا او په ټوله کې د لوېدیځو پوهانو د تسلط له ننګولو سره د دې مسلک د مسیر په ټاکلو کې برخه ولري، خو تر اوسه یې لا د پام وړ پرمختګ نه دی کړی. هر څومره چې د نړیوالو اړیکو ژورنالونه تیوریکي وي، هومره د درېیمې نړۍ د پوهانو د ونډې امکان پکې کم وي؛ خو کله چې ژورنال د ځانګړو هېوادونو پر موضوعاتو متمرکزه وي، بیا د درېیمې نړۍ د هېوادونو پوهان پکې برخه اخلي (ټکنر، ۲۰۰۳).
ټکنر له استعمار وروسته تیوري په درېیو پدیدو کې خلاصه کوي: کلتور، هایبریډیتي او ورځنی ژوند د دې تیوري بنسټیز توکي دي. سانډرا هارډینګ (۱۹۹۸) وايي، د دې تیورۍ پلویان باور لري چې بېلابېل کلتورونه د نړۍ په اړه د خپلو موجودو لیدلورو پر بنسټ بېلابېلې پوښتنې راولاړوي. د ټکنر په وینا، لوېدیځ په دوهګونې (۲) پېژندګلوۍ باور لري او د ارزښت رول ته لږ لومړیتوب ورکوي؛ خو نور تمدنونه د نړیوالو اړیکو په تړاو متفاوت باورونه لري.
په همدې تړاو ټکنر د کنفوسيوسي، اسلامي او هندویزم فلسفو ته اشاره کوي:
په چینايي کنفوسيوسي کې د علم او عمل پر یووالي ټینګار کېږي او په ټولنیزو چارو کې د اصولو او ارزښتونو رول ته لومړیتوب ورکول کېږي. د اسلام له نظره، د ځمکې پر مخ د انسان کړنې د الله (ج) د احکاماتو او د پیغمبر (ص) د سنتو له مخې تنظیمېږي او په نړیواله کچه د امت تصور مطرح کوي. هندویزم د یوې ګډې کلتوري پېژندګلوۍ په توګه ګڼل شوی چې بېلابېل مذهبونه او کلتورونه داسې سره راټولوي چې هر یو پکې له ځانګړي درناوي او ارزښت څخه برخمن وي.
هایبریډیتي د ټکنر دویم وړاندیز دی. په درېیمه نړۍ کې علمي کړنې ډېر وخت هایبریډ وي. له کلتوري اړخه ځایي ځانګړتیاوې لري، خو تیورۍ له مسلطو ټولنو واردېږي؛ بیا د ځایي کلتوري ارزښتونو سره ګډېږي او نوې بڼه اخلي.
ورځنی ژوند د ټکنر درېیم وړاندیز دی. د دې فکر له مخې، علم له ورځنیو تجربو سره تړاو لري. د هرې ټولنې ورځنۍ تجربې له بلې سره توپیر لري؛ همدا تجربې په بېلابېلو ټولنو کې بېلابېل نخبهګان رامنځته کوي او د هغوی د بیلابېلو لیدلورو بنسټ جوړوي.
په ټوله کې، د نړیوالو اړیکو موجودې تیورۍ زیاتره له دولتونو دباندې شرایطو تمرکز کوي. له استعمار وروسته تیوري، د دولتونو تر پولو هاخوا شرایطو ترڅنګ، د دولتونو د پولو دننه حالتونو او عواملو ته هم ارزښت ورکوي. دا لید په اوتومات ډول د حاکمو تیوریو موثریت ننګوي او د هغوی بیاکتنه او ترمیم غواړي.
لکه څنګه چې سېلوېسټر ورته اشاره کوي، له استعمار وروسته تیوري په پیل کې د نړیوالو اړیکو د یوې منسجمې تیورۍ په توګه نه، بلکې د متبادل تاریخ او لاسکوڅي (Subaltern) (۳) څېړنو تر سرلیک لاندې راڅرګنده شوه؛ یعنې د هغو ملتونو د نړیوالو اړیکو مطالعه چې د استعمار تر واکمنۍ لاندې د ژوندانه په ټولو ډګرونو کې محکوم پاتې شوي وو. دې د استعمار او استعمار-وروسته پړاو په اړه افکار د ادبیاتو، فرانسوي فلسفې او رواني څېړنو په څېر له بېلابېلو علومو اخیستې دي (سېلوېسټر، ۲۰۱۶). خو اوس مهال، له استعمار وروسته تیوري، د نړیوالو اړیکو پر یوې مهمې تیورۍ بدله شوې. او پر پخوانیو مستعمرو د تمرکز له لارې یې د نړیوالو اړیکو ځولۍ (۴) پراخه کړې ده.
سېلوېسټر د دې تیورۍ لاستهراوړنې په لاندې څلورو ټکو کې خلاصه کوي:
لومړی؛ د استعمارګرانو له خپلو پخوانیو مستعمره هېوادونو سره تاریخي اړیکې د نړیوالو اړیکو په چوکاټ کې شاملول او ورته نوي تحلیلي چوکاټونه/تیورۍ رامنځته کول؛
دویم؛ پر ځواکمنو هېوادونو د تمرکز پر ځای، د استعمارلاندې ملتونو پر نظریاتو ټینګار؛
درېیم؛ د استعمار او له استعمار-وروسته حالتونو د مطالعې لپاره د ناولونو، شاعرۍ، د خلکو اعترافاتو او د هغوی د ورځني ژوند له بډایه منابعو څخه ګټه اخستل؛
څلورم؛ د دې تیورۍ وروستۍ لاستهراوړنه زما په اند تر ټولو فعالوونکې اضافه ده. دا تیوري له استعمار وروسته، د نژاد، جنس، ټولنیزو پاړکو او نورو په بڼه د استعمار پر شته میراث تمرکز کوي او هغه د نړیوالو اړیکو په بحثونو کې ژوندی ساتي.
د له استعمار وروسته تیورۍ برخلیک
سره له دې چې د له استعمار وروسته تیورۍ، د نړیوالو حاکمو تیوریو پر اروپا-محوریت نیوکه کوي، د دې علم ځينې پوهان د یادو تیوریو اروپا-محوریت یوه طبیعي خبره ګڼي. د ډېوېډ لانډېس په وینا، لوېدیځ وتوانېد چې پانګواله پرمختګ او مدرنیزم رامنځته کړي او په دې کې اروپا مخکښه وه. همدا لامل دی چې یادې تیورۍ اروپا-محوره دي. د دې مانا دا ده، چې د اروپا اقتصادي او سیاسي پرمختګ پر نړیوالو اړیکو د اروپا د اغېز لامل شو. هغه همداراز ټینګار کوي چې د اروپا له محوریت سره مخالفت باید له اروپا سره د نفرت په څېر ونه ګڼل شي. خو هابسن دا استدلال ردوي او وایي، ستونزه دا ده چې اروپا-محوریت د نړیوالو اړیکو پرمختګونه په ناسم ډول وړاندې کوي او د حقایقو په انعکاس کې پاتې راځي.
په ټوله کې، د له استعمار وروسته تیورۍ نړیوالو اړیکو ته یو نوی لیدلوری ور زیاتوي. دا هغه لیدلوری دی چې له ۱۹۸۰مې لسیزې مخکې د حاکمو تیوریو په منځ کې نه و. سره له دې، ښايي له حاکمو تیوریو سره د سیال کېدو لپاره له استعمار وروسته تیوریو ته د نورو هڅو او وخت اړتیا وي. زما له نظره، له استعمار وروسته تیورۍ، د لوېدیځو تیوریو بدیل نه، بلکې د نړیوالو اړیکو تیوریو او بحثونو ته د یو نوي لیدلوري په ور زیاتولو کې بریالي شوي دي. داسې هم ویلای شو چې ډېر امکان شته له استعمار وروسته تیوري له موجودو حاکمو تیوریو سره یو ځای پاتې شي؛ او که څه هم دواړه مخالف لیدلورونه وړاندې کوي، خو بیا هم کولای شي د یو بل متممې شي.
پایلیکونه
(۱) هغه مهال حاکمو تیوریو اټکل کاوه چې د شوروي اتحاد او امریکا ترمنځ ټکر به د یوې خونړۍ جګړې له لارې پای ته رسېږي (سېلوېسټر،۲۰۱۶).
(۲) دا پېژندګلوۍ پر دوو برخو یعنې پر لویدیځوالو او نورې نړۍ وېشل شوې ده.
(۳) د لاسکوڅي اصطلاح په لومړی ځل انتونیو ګرامشي د شلمې پېړۍ په لومړیو کې وړاندې کړه. وروسته د هندي پوهانو یوې ډلې د همدې تر سرلیک لاندې د هند تاریخ، کلتور، ټولنه او په ټوله کې ټولنیزې چارې نه د استعمار له زاویې، بلکې له خپلې زاویې او له ټیټې کچې مطالعه کول پیل کړل. د دې ډلې د پوهانو فعالیتونه یو مدني اړخ هم درلود: هغوی غوښتل د هندي ټولنې د محرومو طبقو د ودې او پرمختګ لپاره عملي کار وکړي.
(۴) له دې وړاندې د مستعمرو او استعمار لاندې ملتونو په تړاو د نړیوالو اړیکو ځولۍ لنډه، تنګه او محدوده وه.
References:
Hobson, J. (2011). The postcolonial science and technology studies. In S. Harding (Ed.), Postcolonial science and technology studies (33-39). Duke University Press.
Acharya, A. (2014). Global International Relations (IR) and regional worlds: A new agenda for international studies. International Studies Quarterly, 58(4), 647–659.
Barkawi, T., & Laffey, M. (2006). The postcolonial moment in security studies. Review of International Studies, 32(2), 329–352. https://doi.org/10.1017/S0260210506007054
Buzan, B., & Little, R. (2000). International systems in world history: Remaking the study of international relations (p. 440). Oxford University Press.
Harding, S. (1998). Is science multicultural? Postcolonialisms, feminisms, and epistemologies. Indiana University Press.
Harding, S. (Ed.). (2011). The Postcolonial Science and Technology Studies Reader. Durham, NC: Duke University Press
Kuru, D. (2016). Historicizing Eurocentrism and anti-Eurocentrism in IR: A revisionist account of disciplinary self-reflexivity. Review of International Studies, 42, 351–376. https://doi.org/10.1017/S0260210515000315
Mignolo, W. D. (2000). Local histories/global designs: Coloniality, subaltern knowledges, and border thinking. Princeton University Press.
Seth, S. (2011). Postcolonial theory and the critique of international relations. Millennium: Journal of International Studies, 40(1), 167–183. https://doi.org/10.1177/0305829811412325
Stöckmann, J. (2022). Genesis of a discipline. In The architects of international relations: Building a discipline, designing the world, 1914-1940 (pp. 72–118). Cambridge University Press. https://doi.org/10.1017/9781108913910.004
Sylvester, C. (2016). Post-colonialism. In J. Baylis, S. Smith, & P. Owens (Eds.), The globalization of world politics: An introduction to international relations (7th ed., pp. 184–197). Oxford University Press.