LOADING CLOSE

په ۸۰ کلنۍ کې ملګري ملتونه؛ کمزورې شوې، خو لا له منځه نه ده تللې – د فارن پالیسي مجله

ریچرډ ګوان

ریچرډ ګوان، د کړکېچ نړیوالې ډلې (ICG) د ملګرو ملتونو د چارو رییس دی. دی دمګړی په نیویارک کې د ملګرو ملتونو اړوند فعالیتونه او پالیسي‌ څاري او ډېری مهال په همدې تړاو هملته په نیویارک کې له ډيپلوماتانو سره کتنې کوي.

لیکوال: ریچارد ګوان

ژباړه: د جیو افغانیکا د نړیوالو اړیکو مرکز د ژباړې ټیم

ملګري ملتونه سږکال په داسې حال کې خپله ۸۰مه کلیزه لمانځي چې له سختې ګډوډۍ او کمزورۍ سره مخ ده. دا اداره د ۱۹۴۵ کال د جون پر ۲۶مه د ۵۰ هېوادونو له خوا په دې موخه جوړه شوه چې «راتلونکي نسلونه به د جګړې له افتونو ژغوري.» دمګړۍ دا اداره ۱۹۳ غړي لري، خو د اوکراین، غزې او نورو سیمو د روانو جګړو په منځ کې هېڅ یو غړی هم، ان د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو په ګډون، دا ادعا نه شي کولی چې دغه موخه یې سر ته رسولې ده.

د اسراییلو او ایران ترمنځ جګړې د دې ادارې نیمګړتیاوې لا پسې په ډاګه کړې. که څه هم په دې تړاو د امنیت شورا څو ځله راوبلل شوه، سفیرانو یو بل ته پکې توندې خبرې وکړې او چین، روسیې او پاکستان د یوه پرېکړه لیک مسوده جوړه کړه څو د ایران پر اتومي تاسیساتو د امریکا بریدونه وغندي، خو دا ټولې هڅې یوازې یو ډول ډیپلوماتیک نمایش ښکارېده، ځکه هېڅوک په رښتیا هم باوري نه دي چې ملګري ملتونه به د جګړې د درولو واک ولري.

په ورته مهال کې، د ټرمپ اداره چې له اوږدې مودې راهیسې یې د ملګري ملتونو اداره د بودیجې له کموالي سره مخ کړې، اوس یې له دې ادارې سره نږدې ټولې مالي مرستې وځنډولې. له همدې امله د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوټیریش د دې ادارې کارکوونکو ته ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې به د دې ادارې د کارکوونکو شمېره نږدې شل سلنه کمه کړي. د نړۍ د خوړو پروګرام په څېر سترې بشري ادارې، چې ډېره اتکا یې د امریکا پر مرستو ده، لا هم له سختو ننګونو سره مخ ده. ځینو لوړ پوړو نړیوالو چارواکو په خصوصي خبرو اترو کې دا وېره څرګنده کړې چې ښایي ملګري ملتونه به هم د ملتونو د ټولنې (League of Nations) په څېر له ورته برخلیک سره مخ شي.

له دې ویروونکي شالید سره په نیویارک کې د دې ادارې د راتلونکي په اړه ډېر کم جدي بحثونه کېږي. د دې ادارې کارکوونکي یوازې دا اندېښنه لري چې خدای مه کړه دندې به یې له منځه ولاړې شي او یا به د لګښت د سپما په موخه کینیا ته کډه کوي. ډېری ډیپلوماتان د ملګرو ملتونو په دې حالت خواشیني ښيي، خو ترڅنګ یې وایي چې د دوی سیاسي مشران په خپلو هېوادونو کې له ملګرو ملتونو پرته نور لومړیتوبونه لري. حکومتونه دمګړۍ د امریکا د نویو تعرفو د اغېزو په اړه فکرمند دي او په دې تړاو دا ارزوي چې د واشنګټن سیاستونه به د دوی پر امنیت څه اغېزه وکړي. له همدې امله، ډېر لږ د څو اړخیزو مسایلو په تړاو فکرمند دي او نور یې بیا دا نه غواړي چې له ټرمپ سره د ملګرو ملتونو د سیستم په څېر ثانوي ارزښت لرونکي مسایل بحث کړي. د دې ادارې چارواکو هم منلې ده چې هغه څه چې دا اداره  کم تر کمه اوسمهال کولی شي، هغه دا ده چې دا تریخ حقیقت ومني او د «کمو وسایلو پر مټ لږه نتیجه ورکړي.»

خو بالاخره، اوس او یا هم وروسته به د ملګرو ملتونو د غړو ترمنځ د ملګرو ملتونو په تړاو جدي خبرې اترې وشي. یا هم لږ تر لږه د هغو غړو ترمنځ چې لا هم د دې ادارې په تړاو د مسؤلیت احساس کوي. ملګرو ملتونو له خپل جوړښت راهیسې د لویو کړکېچونو او ناڅاپي جیوپولیتیکي بدلونونو په غبرګون کې بې‌نظمه وده کړې ده او دمګړۍ د دې خبرې ډېر امکان نه شته چې ان د اوسنیو فشارونو له امله به دا اداره په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي.

خو لا هم روښانه نه ده چې د ملګرو ملتونو کوچنۍ کېدونکې اداره به څنګه ښکاره شي او په دې وېشل شوي او نړیوال چاپېریال کې به څه لاسته راوړنې ولري؟ په دې تړاو له چا سره هم دقیق ځواب نشته. 

د ملګرو ملتونو اداره له خپلو ټولو نیمګړتیاوو سربېره لا هم ځینې داسې ساده ارزښتونه لري چې ساتنه یې اړینه ده. دا د لویو قدرتونو لپاره، چې ورځ تر بلې له یو بل لرې کېږي، یو نادر ځای دی چې له یو بل سره خبرې اترې وکړي او ان په یو شمېر موضوعاتو کې د ګډو نظرونو موندلو هڅه هم وکړي. د کوچنیو هېوادونو لپاره بیا دا هغه ځانګړی ځای دی، چې د نړیوالو چارو په اړه خپل غږ پورته کړي، که څه هم ډېری وخت د دوی استازي داسې انګیري لکه په خلا کې چې نارې وهي. سره له دې چې د ملګرو ملتونو بشري مرستې او سوله ساتونکي ماموریتونه ښایي د امریکا د مالي مرستو د کمښت له امله تر ټولو زیات زیان وویني، خو بیا هم دا برخې د هغو کمزورو او بې‌وزلو خلکو لپاره د ژغورنې ډالونه برابروي چې نور سازمانونه یې یا توان نه لري او یا یې هم په اړه نیت نه لري.

د ځینو معیارونو له مخې، د ملګري ملتونو اداره تل د ناهیلۍ سرچینه پاتې شوې ده. د ملګرو ملتونو د منشور جوړوونکو، چې په ډمبرټن اوکس او سان فرانسیسکو کنفرانسونو کې د دې ادارې د جوړولو سپارښتنه وکړه، هغه مهال دوی په ذهن کې یو داسې سازمان انځور کړی و چې د دویمې نړیوالې جګړې له بریالو قدرتونو (امریکا، شوروي اتحاد، چین، برتانیې او فرانسې) سره به د نړۍ د څارنې ځواک وي. خو کله چې سړه جګړه پیل شوه او اروپايي‌امپراتورۍ یو په بل پسې دړې وړې شوې، نو دغه لیدلوری هم ورسره له منځه ولاړ.

خو د بخت او تدبیر د یو ځای کېدو له لارې او د سختو سیاسي شخړو په منځ کې د ملګرو ملتونو اداره وتوانېدله چې د استعمار‌ختمونې (ډيکالونایزیشن) بهیر رهبري کړي او د سړې جګړې کړکېچونه مدیریت کړي. د سړې جګړې له پای سره سم د دې ادارې فعالیتونه په بې‌ساري ډول پراخ شول او د همکارۍ لپاره یې یوه بې‌ مثاله فضا رامنځته کړه. دا بهیر هم له ستونزو خالي نه و. بشري ناورینونو او دیپلوماتیکو ناکامیو لکه د رواندا نسل وژنې او د عراق جګړې په څېر پېښو دا لړۍ زیانمنه کړه. له دا ډول شاتګونو وروسته به ځینو شنونکو اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو اداره له نابودۍ سره مخ ده. خو سربېره پر دې به بیا هم دا اداره تل بېرته راپورته کېده او پر مخ به تلله او ترڅنګ به یې د دې ادارې د توجیه لپاره د پرمختیا او اقلیمي بدلون په څېر برخو کې لا زیاتې لوړې موخې وټاکلې.

د دې ادارې په تړاو د ډيپلوماتانو په ګډون د یو شمېر نورو خلکو وروستۍ ارزونه دا ده چې دمګړۍ ملګري ملتونه  یوه ډېره پراخه شوې اداره ده او په ډېرې اسانۍ سره په یو شمېر وړو او بې‌ارزښته لرونکو مسایلو کې ښکېلېږي. انتونیو ګوترېش د مۍ په لومړیو کې په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې دا مهال یوازې د ملګرو ملتونو دارالانشاء ۳۶۰۰ ماموریتونه لري. هغه دندې چې پر بودیجې مالي اغېزه لري او د غړو هېوادونو له‌خوا پرې موافقه شوې ده. کله چې د ټرمپ ادارې د عمومي اسامبلۍ هغه پرېکړه‌لیک ونه‌ مانه چې د جولای ۱۱مه به د “د اس د نړیوالې ورځې” په توګه اعلانوي، نو ګڼ شمېر بهرني استازي په چوپه خوله له امریکا سره همغږي وو چې ملګري ملتونه باید له دا ډول سمبولیکو او بې‌معنا کارونو ډډه وکړي. دوی (استازي) په تیورۍ کې دې ته هم چمتو دي چې د ملګرو ملتونو ګڼ شمېر صندوقونه او ادارې دې سره یوځای شي، څو د دې ادارې لګښتونه کم شي، خو ترڅنګ یې ټول دا مني چې دا به په عملي توګه یو ډېر پېچلی بهیر وي. 

که څه هم ډېری ډیپلوماتان وایي چې ملګري ملتونه باید “اساسي کارونو” ته پاملرنه وکړي، خو بیا هم په دې تړاو د بېلابېلو هېوادونو نظریات متفاوت دي، چې له اساسي کارونو موخه څه ده او سرچینې دې په کومو ځایونو کې مصرف شي؟ 

هېوادونه یو ځل بیا په هماغو لیکو کې سره وېشل کېږي چې د سړې جګړې پرمهال ایستل شوې وې. د لویدیځ چارواکي ټینګار کوي چې ملګري ملتونه باید د شخړو د مخنیوي او د سولې د ټینګښت په برخه کې خپله ونډه ولوبوي. ان د ټرمپ د ادارې چارواکي هم همدا وایي چې غواړي ملګري ملتونه د سولې په تړاو پر خپلې “اساسي موخې” تمرکز وکړي. په دې کې هېڅ شک نشته چې دې ادارې، چې د سړې جګړې له پای وروسته یې، د شخړو په منځګړتوب او د سولې په ماموریتونو کې مهم رول لوبولی و، اوس نه یوازې په اوکراین او غزه کې د جګړو پر وړاندې کمزورې ښکاري، بلکې په ایتوپیا، سوډان او میانمار کې هم د وینې توېیدنې پر وړاندې بې وسه ده.

زما په اند دا تر یوه حده د نړیوالو جیوپولیټیکي کړکېچونو نښه ده، ځکه د امریکا، چین او روسیې خرابېدونکو اړیکو د امنیت شورا فلج کړې ده. خو ډیپلوماتان دا هم وايي چې ګوټیریش او د ملګرو ملتونو نور چارواکي د شخړو د مدیریت او د پردې تر شا د ډیپلماسۍ په برخه کې له مضر احتیاطه او بې‌جرئتۍ کار اخلي.

د سویلي هېوادونو چارواکي هم ګیله‌من دي چې د لویدیځ هېوادونو په غزه کې د ملګرو ملتونو د سولې له هڅو هېڅ جدي ملاتړ نه دی کړی. دوی ټینګار کوي چې دا سازمان باید د اقتصادي پرمختګ موضوع ته لومړیتوب ورکړي. د بې‌وزلو هېوادونو استازي، په ځانګړي ډول له دې امله هم ناهیلي دي، چې شتمنو هېوادونو د پخوانیو مرستو ژمنې نه دي پوره کړي او اوسمهال ډېر اروپایي هېوادونه خپلې سرچینې او پیسې پر خپلې دفاع مصرفوي.

دغه نارضایتي له ۲۰۲۲ کال راهیسې، چې روسیې پر اوکراین برید وکړ، په دوامداره توګه د ملګرو ملتونو په تړاو د بحثونو یوه برخه ګرځېدلې ده. په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې اروپایي چارواکو له خپلو غیر لویدیځو سیالانو بیا بیا غوښتنه وکړه چې د مسکو له‌خوا د ملګرو ملتونو د منشور سرغړونه وغندي. که څه هم ډېرو هېوادونو دا خبره ومنله، خو په بدل کې یې دا پوښتنه راپورته کړه چې بډای هېوادونه ولې په خپله د ملګرو ملتونو د مرستو ژمنو ته ژمن پاتې نه دي؟

دا چې د ملګرو ملتونو غړي ولې له یو پراخه بحثه ډډه کوي، په دې تړاو یو استدلال دا دی چې دوی وېره لري چې دا به د سرچینو د وېش پر سر پر یوې بلې ناندرۍ واوړي. په دې کې ګڼ نور عوامل هم شته. لکه څنګه چې پرمخ‌تلونکي هېوادونه د پرمختیايي مرستو له کمښته شکایت کوي، همدارنګه دوی شتمن هېوادونه هم پر دې تورنوي، چې له اقلیمي بدلون سره د تطابق لپاره یې له دوی څخه لازم ملاتړ نه دی کړی.

د لیبرالو ډیپلوماتانو اندېښنه دا ده چې ملګري ملتونه ورځ تر بلې د بشري حقونو او جنسیتي حقونو په څېر موضوعاتو باندې تمرکز له لاسه ورکوي. دوی غواړي دا اداره دې د دغو اصولو د پرمختګ لپاره یوه اغېزمنه وسیله شي، خو اوس وېره لري چې دا اداره به په څو اړخیزو ګواښونو کې ښکېله پاتې شي. دوی په خپلو سترګو ویني چې چین او روسیه هڅه کوي د بشري حقونو په ژمنو کې نرمښت راولي، هغه هم په داسې حال کې چې د ټرمپ اداره غواړي د ملګرو ملتونو له ټولو متنونو د “ووک” یا د “تنوع” په څېر  کلمې لرې کړي.

د ملګرو ملتونو د ادارې د راتلونکي په تړاو د حساسیتونو اټکل کېدای شي. د دې ادارې غړي هېوادونه باید همدا اوس په ارامه توګه په دې اړه خبرې پیل کړي، چې د راتلونکو شخړو د کمولو لارې چارې شته او که نه؟ په مانهټن او شاوخوا سیمو کې یو شمېر ډیپلوماتان د دغو موضوعاتو په اړه لومړني او احتیاطي بحثونه کوي. که دا خبرې ژورې شي، ښايي د اجماع لپاره ځینې ناڅاپي دروازې پرانیستل شي. د پرمخ‌تلونکو هېوادونو استازي، چې په علني توګه د ملګرو ملتونو د مرستو پروګرامونو لپاره د زیات ملاتړ غوښتونکي دي، ځینې مهال د ملګرو ملتونو د مرستو د پلي کولو پر لارو چارو هم سختې نیوکې کوي.

خو د څو اړخیز نظام پر سر شخړې یوازې د شمال/جنوب یا لیبرال/محافظه‌کارو د دودیز وېش چوکاټ دننه محدودول ښايي د دې ادارې د راتلونکي پړاو څخه پام واړوي. دا ډول چوکاټ په دې اټکل ولاړ دی چې هېوادونه به بیا هم ډیپلوماتیکې لوبې له ټاکل شویو اصولو سره سمې وکړي. خو که په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له مرکزي ودانۍ بهر نړۍ ته یوه لنډه کتنه وکړو، نو جوتېږي چې دا به داسې نه وي.

د ملګرو ملتونو د منشور له جوړېدو اته لسیزې وروسته، هغه بنسټیز اصل، چې په دې منشور کې ځای پر ځای شوی و او ان د دې ادارې په تړاو شکمنو کسانو هم دا د ثبات سرچینه بلله، اوس تر پوښتنې لاندې دی. روسیې د اوکراین د یرغل پر مهال دې اصل ته شا کړه. ټرمپ بیا د همدې اصل له پامه غورځولو سره د پاناما کانال او ګرینلنډ د کنټرول ادعاوې کوي. دا چې د ټرمپ دا ادعاوې یوازې یو شعار دی او که نه، دا یوه جلا موضوع ده، خو په اصل کې حقیقت دا دی چې د امریکا اوسنۍ مشرتابه، چې له پیل راهیسې د ملګرو ملتونو د سیستم وروستی تضمین کوونکی ګڼل کېږي—نور د دې ارزښتونو ملاتړی نه دی. د واشنګټن له لوري د ایران پر ضد د جون پر ۲۲مه ترسره شوي بریدونه، چې چین او روسیې په سمدستي توګه د زور کارونې د منع له اصولو سرغړونه وبلله، دا واقعیت لا نور هم څرګندوي.

ملګري ملتونه لا هم د چین له راپورته کېدونکي ځواک سره ځان عیاروي. هغه څه چې په نیویارک او جینیوا کې د چین او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل شو او همدارنګه د نویو څو اړخیزو ډلو لکه بریکس د پیاوړتیا سره. بریکس اوس د برازیل، روسیې، هند، چین، سویلي افریقا او څو نورو غړو هېوادونو یوه ډله ده. دا ۸۰ کلنه اداره نه یوازې د خپلو لومړیتوبونو په اړه له شکونو سره مخ ده، بلکې په دې تړاو دا هم روښانه نه ده چې د چین په نړۍ کې به کوم ځای ولري. هغه هم په داسې مهال چې له نويو او زړه راښکونکو بدیلونو ډکه ده (که څه هم د دغو ادارو بدیلې اجنډاوې لا هم روښانه نه دي).

په داسې شرایطو کې باید پوښتنه وشي چې د ملګرو ملتونو پاتې پرتليزې ګټې کومې دي. زما په اند د ملګرو ملتونو اداره لا هم ځینې پرتلیزې ګټې لري. نړیوال چارواکي ټینګار کوي چې ګڼې تخنیکي ادارې لکه د نړیوالو مخابراتو اتحادیه، لا هم په پرلپسې توګه پر هغو اساسي، خو ټیټ‌پروفایله همکاریو کې ښکېلې دي چې د نړیوال نظم لپاره حیاتي ګڼل کېږي.  که ملګري ملتونه د نړیوال سیاست په ډګر کې خپل اهمیت له لاسه ورکړي، نو ښايي دا ادارې به هغه مهال هم پاتې شي.

ملګري ملتونه اوس هم د جیوپولیټیکس په برخه کې د قوت یوشمېر ټکي لري چې باید وپېژندل شي او وساتل شي:

لومړی: دا چې دا اداره لا هم هغه ځای دی چې ستر قدرتونه پکې له یو بل سره ویني، د یو بل سرې کرښې معلوموي او په ورځني ډول له یو بل سره تعامل کوي. هغه هم په داسې مهال کې چې د اړیکو نور چینلونه یا تړلي او یا هم ستونزمن دي. د روسیې او اوکراین د جګړې په ترڅ کې مسکو او د لوېدیځ قدرتونو د امنیت شورا د یوه ګډ ځای په توګه کارولی، څو د افغانستان په څېر په یوشمېر نورو ستونزو کې همکارۍ ته دوام ورکړي. که څه هم دا کار اسانه نه و—او روسیه د شمالي کوریا په څېر د خپلو ملګرو د ساتنې لپاره د ویټو کارولو ته هم چمتو ده— خو بیا هم د سترو ځواکونو لپاره د همکارۍ لپاره بل ځای نشته.

دویم: پرتلیز ځواک چې د ملګرو ملتونو ځانګړنه ده هغه دا چې دا هغه ځای دی چې کوچني او منځني قدرتونه، چې د بریکس یا G-7 غونډو ته نه بلل کېږي، په دې اداره کې لا هم خپل غږ لري. د سړې جګړې پر مهال امریکایي شنونکو ډېره ګیله کوله چې د استعمار ضد بهیر له امله ګڼو کوچنيو او بې‌وزله هېوادونو د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ډکه کړې ده.

برعکس په وروستیو کلونو کې سترو قدرتونو—په ځانګړې توګه د بایډن د ادارې پر مهال امریکا—ملګري ملتونه د یو داسې ځای په توګه کارولی چې د کوچنیو هېوادونو پام په نسبتاً ارزانه او اسانه توګه ځان ته واړوي. د کوچنیو هېوادونو اغېزمنه دیپلوماسي د سترو پایلو لامل کېدای شي: د موریشیس هېواد د ملګرو ملتونو د څو رایو او قضایي پرېکړو په وسیله بریتانیا دې ته اړ کړه چې تېر کال د چاګوس ټاپوګانو واک دې هېواد ته انتقال کړي. کوچني او منځني غړي هېوادونه به تر هغې چې توان یې وي له دې ادارې سره نښتي پاتې شي.

په پای کې، که څه هم ملګري ملتونه ډېری مهال د خپلو منتقدینو په څېر بیوروکراټیک او سست ښکاري، خو بیا هم تر ډېره د سوله ساتونکو ماموریتونو او بشري مرستو په څېر د ځینو پېچلو چارو د پرمخ وړلو وړتیا لري. ملګري ملتونه تل دا ماموریتونه په کامله توګه په ښه توګه نه اداره کوي، خو له دوی پرته بل څوک هم له دوی ډېر ښه کار نه کوي. په وروستیو کلونو کې په نیویارک کې یو شمېر ډیپلوماتانو د ملګرو ملتونو د سولې ساتونکو ماموریتونو په تړاو شکایتونه درلودل. خو تېر کال، کله چې امنیت شورا له ملګرو ملتونو دباندې، د کینیا په مشرۍ د پولیسو یو ماموریت په هايتي کې د تاوتریخوالي د کمولو په موخه واستاوه، مخکې له دې چې دا ماموریت د (پورټ او پرنس) په سیمه کې په درنو وسلو سمبالو ډلو سره مخ شي، په اداري او مالي ستونزو کې ښکېل شو او که څه هم امریکا او اسراییل د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد په اړه په غزه کې شکایتونه لري، د ټرمپ ادارې دا هڅه، چې په خپلواکه توګه د غزې په تړانګه کې فلسطینیانو ته د خوړو برابرولو په موخه بشري بنسټ جوړ کړي، په بشپړه توګه له ناکامۍ سره مخ شوې ده.

د واشنګټن له‌خوا د نړیوالو مرستو کمښت به د ملګرو ملتونو د مرستو او د سولې ساتنې عملیات محدود کړي، خو کېدای شي د ټرمپ اداره په پای کې د دغو ماموریتونو ګټې ومني. هیله‌مند بشري کارکوونکي وړاندوینه کوي چې واشنګټن ښايي د یو شمېر فنډونو ورکړې ته بیا چمتو شي، څو له کنټروله وتلو بشري ناورینونو له امله ځانونه له خجالته خلاص کړي. یو اروپایي دیپلومات په یوې غیر رسمي ناسته کې وړاندوینه وکړه چې د امریکا اداره به په پای کې د هايتي لپاره د ملګرو ملتونو د سولې ساتونکو غوښتنه وکړي، ځکه له هغوی سره بله عملي لاره نشته. بل دیپلومات، چې په غیر رسمي توګه یې خبرې کولې، داسې احتمال څرګند کړ چې ښايي امنیت شورا او ان د ملګرو ملتونو څارونکي به د روسیې او اوکراین د اوربند د څارنې مسؤلیت په غاړه واخلي (که څه هم دا تر اوسه له امکانه لرې ښکاري). د پخوا په څېر ناڅاپي بحرانونه ښايي د ملګرو ملتونو بڼه هومره بدله کړي لکه څومره چې يې دیپلوماتان بحثوي.

اوسمهال باید دا حقیقت ومنو چې ملګرو ملتونو د تېر په پرتله خپله نهمه لسیزه په کوچني‌‌کېدو او بې‌وزلۍ سره پیل کړې ده. له شکه پرته چې د خپلو بنسټ ایښودونکو له هیلو ډېره لږه اغېزناکه پاتې شوې، خو که دا اداره لا هم د سترو قدرتونو د خبرو اترو لپاره او د کوچنیو هېوادونو د غږ اورېدو لپاره یو پرانیستی چینل پاتې شي، نو دیپلوماتیک ارزښت به یې همداسې ژوندی پاتې شي. که د دې ادارې مرسته رسوونکې برخه وکولای شي د امریکا او نورو مرستو د کمښت سربېره هم د نړۍ تر ټولو اړمنو خلکو ته بنسټیز خدمات ورسوي، نو دا اداره به په یوه خطرناک وخت کې له زیانمنو خلکو سره مرستندویه شي.

د ملګرو ملتونو غړي، چې په بې‌ساري ډول په یوې ناڅرګندې نړۍ کې لاره لټوي، باید لږ تر لږه دا هڅه وکړي چې د دې ادارې ځینې بنسټیزې ونډې، چې د نړیوالې ګډوډۍ د مدیریت لپاره یې لري، همداسې ژوندۍ وساتي.

error: Content is protected !!