د ډیموکراټایزیشن درېیمه څپه – ارچیوال

احمدالله ارچیوال
احمدالله ارچیوال په ۲۰۰۴ کال کې له پېښور پوهنتونه په ژورنالېزم او په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا له نیوسکول پوهنتونه د نړیوالو چارو په برخه کې ماسټرۍ ترلاسه کړي. دا راز، نوموړی «د خدایې خدمتګار کلتوري اغېزې» او «ولسي مبارزې (عدم تشدد)» کتابونو لیکوال هم دی. ښاغلی ارچیوال له تېرو دوو لسیزو راهیسې، د امریکا د سولې په انستیتوت، یوناما، د افغانستان ټاکنو کمیسیون کې د عامه پوهاوي د رییس او کارډان پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې د استاد په توګه دندې ترسره کړي دي.
کتابښود؛ د شلمې پېړۍ په وروستېو کې د ولسواکهکېدنې درېیمه څپه
کتاب؛ درېیمه څپه؛ د شلمې پېړۍ په وروستیو کې ولسواکېدنه
لیکوال: سمویل هنټینګټن
معرفي کوونکی: احمدالله ارچیوال
له یوې څه مودې راهیسې په سیاسي علومو کې د «ولسواکۍ د څلورمې څپې» اصطلاح (په تېوريکي بحثونو کې) مخ په دودېدو ده؛ خو د ولسواکۍ درې پخوانۍ څپې نه یوازې د سیاسي علومو د تیورۍ نهبېلېدونکې برخې دي، بلکې د ولسواکۍ د رامنځته کېدو په بحثونو کې هم محوري موضوع ګڼل کېږي.
د «ولسواکۍ د درېیو څپو» بحث د دغو مباحثو مهمه برخه ده. د همدې لیدلوري له مخې، په ټوله نړۍ کې ولسواکي په درېیو پړاوونو، چې دلته ورته «څپې» ویل کېږي، رامنځته شوي. په همدې اړه د سمویل هنټینګټن کتاب «د شلمې پېړۍ په وروستېو کې د ولسواکۍ درېیمه څپه» یو له مهمو کتابونو ده.
په ټوله کې دا کتاب د ولسواکۍ د درېیمې څپې په اړه دی؛ هغه څپه چې د ۱۹۷۳ کال څخه پیل او تر ۱۹۹۰کاله دوام وکړ. کتاب د دې څپې د رامنځته کېدو لاملونه، د ولسواکۍ د ټینګېدو فکتورونه، په همدې څپه کې بېرته د دیکتاتورۍ پر لور د ستنېدا پېښې، او د ولسواکۍ پر راتلونکي هم بحث کوي. د کتاب د لا ښه درک لپاره اړینه ده چې لومړی ولسواکي او اړوند مفاهیم په لنډه توګه وپېژنو.
په مقایسوي سیاسي علومو کې د ولسواکۍ د مفهوم په اړه بېلابېل نظریات شته. ځینې پوهان ولسواکي یوه پروسه ګڼي چې ټاکنې او د ولس لهخوا د واکمنانو ټاکل په کې شامل وي؛ نور بیا ولسواکي یوه موخه ګڼي چې د ولس په رایو ټاکل شوی واکمن ولري، د خلکو پر ونډه ولاړ وي، او پکې ولس د یو لړ حقونو څخه برخمن وي.
ځینې ولسواکي یوازې د ټاکنو په ترسره کېدو کې رانغښتی ګڼي؛ خو نور بیا، د ټاکنو تر څنګ، د حکومت په تګلارو د ولس بشپړه څارنه، با مسؤولیته حکومت، ټولو خلکو ته په سیاست کې برابر ګډون او یو شمېر نورو حقوقو ته لاسرسی هم د ولسواکۍ برخه بولي.
د دې بحث لپاره د ولسواکۍ د څپو مفهوم پېژندل مهم دي. په یو ټاکلي وخت کې د یو شمېر استبدادي حکومتونو د ولسواکۍ پر لور اوښتون ته د ولسواکه کېدو څپه ویل کېږي. په دې لړ کې هغه هېوادونه هم شامل دي چې له ولسواکۍ څخه بېرته استبداد ته ستنېږي؛ خو د څپې ځانګړنه دا ده چې په یوې ټاکلې دوره کې هغه هېوادونه چې ولسواکۍ ته اوړي د هغو له شمېرې زیات وي چې بل لوري ته ځي (هنټینګټن، ۱۹۹۱). د هنټینګټن (۱۹۹۱) په وینا، د ولسواکۍ د څپو رامنځته کېدل او بیا د همدې څپو معکوسېدل، د «دوه ګامه مخکې، یو ګام شاته» تګ ته ورته دي.
د ولسواکه کېدو له دوو پخوانیو پړاوونو څخه لومړی یې په ۱۸۲۸ کې پیل او په ۱۹۲۶ کې پای ته ورسېد. دا څپه هغه مهال پیل شوه چې په امریکا کې نارینه وو ته د ۱۸۲۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د رایې ورکولو حق ورکړل شو. دا د درېیو سترو څپو تر ټولو اوږده څپه وه. سنشاین په دې څپه کې د ولسواکۍ لپاره دوه شرطونه اړین بولي:
لومړی؛ د دې لپاره چې د یوه هېواد سیاسي نظام ته «ولسواکي» وویل شي، لږ تر لږه ۵۰ سلنه نارینه وګړي باید د رایې ورکولو حق ولري؛
دویم؛ دغه نظام باید یا یوه داسې اجرائیه قوه ولري چې د پارلمان د اکثریت ملاتړ ورسره وي، او یا هم د دوريي ټاکنو له لارې ټاکل کېږي.
د ولسواکه کېدو دا څپه په ۱۹۲۲ کې معکوسه شوه او دا حالت تر ۱۹۴۲ پورې روان و؛ په دې موده کې یو شمېر هغه هېوادونه چې ولسواک شوي وو، بېرته د دیکتاتورۍ او استبدادي نظامونو پر لور واوښتل.
د ولسواکه کېدو دویمه څپه د دویمې نړیوالې جګړې د پای په درشل کې، په ۱۹۴۳ کې پیل شوه. دا د لومړۍ څپې په پرتله لنډه وه. د لومړۍ څپې له پای وروسته، د څپې په سرچپه کېدو کې ډېر ولسواکه نظامونه د فاشیزم، کمونیزم او پوځي رژیمونو له امله بېرته دیکتاتورۍ ته واوښتل. دویمه څپه تر ډېره د جرمني او جاپان پر ضد د متحدینو (امریکا، بریتانیا، شوروي او نور) د بریا له امله رامنځته شوه. په همدې دوره کې یو شمېر هغه هېوادونه هم ولسواک شول چې له استعماره ازاد شول. دا څپه په ۱۹۵۸ کې مخ پر ځوړ شوه او تر ۱۹۷۵ پورې یې دوام وکړ؛ په همدې موده کې یو شمېر پخواني ولسواک هېوادونه بېرته دیکتاتورۍ او استبداد ته واوښتل.
د ولسواکۍ درېیمه څپه—چې د هنټینګټن د کتاب محوري موضوع ده—په ۱۹۷۵ کې پیل شوه، او کتاب دا دوره تر ۱۹۹۰ پورې څېړي. په دې موده کې ۲۹ هېوادونو ولسواکۍ ته مخه کړه.
که څه هم هېڅ ځانګړی لامل په یوازې ځان د ولسواکه کېدو لپاره کافي نه ده؛ په دریمه څپه کې یو لړ مهم عوامل یاد شوي دي. مهم ټکي یې دا دي:
- پرمختللی اقتصاد: یوازې اقتصادي وده د ولسواکه کېدو تضمین نه کوي؛ مهمه دا ده چې د ودې سرچینه څه ده. که عاید یوازې له تیلو وي، د ولسواکه کېدو فرصت ډېر کم وي.
- د منځني قشر او د فیوډالي سېستم نشتوالی.
- لوړ سواد: د لوستو خلکو لوړه سلنه.
- ټولنیز شرایط: د اړوندو ټولنو ټولنیزه بڼه او جوړښت.
- په دویمه نړیواله جګړه کې د متحدینو بریا.
- د بریتانیا استعمار (او له استعمار وروسته بدلونونه).
- نړیوالې اغېزې؛ د ځینو هېوادونو په بهرنۍ تګلاره کې د ولسواکۍ وړاندې کول شامل و/دي؛ د اروپايي ټولنې او امریکا رول دلته مهم دی. د ولسمشرانو کارټر، ریګن او بوش په واکمنیو کې په نړۍ کې د ولسواکۍ، بشري حقونو او ازادیو وده د امریکا د بهرنۍ تګلارې مهمه برخه وه. د اروپايي ټولنې غړیتوب ترلاسه کوله له ولسواکۍ سره تړل شوې وه، او د ډېرو اروپايي هېوادونو په بهرنۍ تګلاره کې د ولسواکۍ ملاتړ مهم و.
- له نورو الهام اخیستل؛ په یوه هېواد کې د ولسواکۍ رامنځته کېدل د نورو خلکو او ټولنو لپاره الهام ګرځي، او هغوی هڅوي چې په خپلو هېوادونو کې هم ولسواک بدلونونه راولي.
- ټاکنې: ډېری استبدادي رژیمونه د دې لپاره ټاکنې کوي چې یا مشروعیت ترلاسه کړي او یا د بشري حقونو د نقض پر سر رامنځته شوي بهرني فشارونه راکم کړي. دوی ګومان کوي چې ټاکنې به مدیریت کړي او خپل واک به لا وغځوي. خو ډېر وخت همدغه ټاکنې د دې لامل شي چې ولسواک قوتونه واک ته ورسېږي او په پایله کې ولسواکي د استبداد ځای ونیسي.
د شلمې پېړۍ په وروستیو کې د ولسواکه کېدو د «دریمې څپې» بحث د ولسواکه کېدو لپاره درې میکانیزمونه وړاندې کړل:
۱) د سیسټم له دننه د نیو شمېر نخبهګانو له لوري د سېستم ولسواکه کول؛
۲) د سیسټم له دننه د یو شمېر نخبهګانو د اپوزیسیون له نخبهګانو سره اېتلاف او د نظام ولسواکه کول؛
۳) د اپوزیسیون له لوري د استبدادي رژیم نسکورول او پر ځای یې د ولسواک نظام رامنځته کول.
هنټینګټن په خپل کتاب کې په بېلابېلو ټولنو کې د ولسواکۍ د دوام (او کمزورۍ) لاملونه په ګوته کوي:
- د ولسواکۍ پخوانۍ تجربه: په هغو هېوادونو کې چې د ولسواکۍ پخوانۍ بڼې تجربه کړي، هلته د ولسواکۍ بیا پښې ټینګې کړي.
- خراب اقتصادي وضعیت.
- په ولسواکۍ کې د نړیوالو قدرتونو د لېوالتیا کمښت.
- ناوخته ولسواکهکېدل.
- د زور له لارې رامنځته شوې ولسواکۍ د بېرته استبداد پر لور ستنېدو پر وړاندې ډېر زیانمنونکی وي.
- د نخبهګانو ناسمې پرېکړې.
- د نظام او حکومت ترمنځ توپیر نه کول: ډېر ځله ولس او نخبهګان د حکومت له مخالفت سره د نظام پر ضد دریږي او ولسواک نظامونه ړنګوي.
- ضعیفې ولسواکه ادارې او جوړښتونه.
- جغرافیه او کلتور: د اړوندې ټولنې کلتوري بڼه او جغرافیه د ولسواکۍ په تداوم کې رول لري.
په ټوله کې، د شلمې پېړۍ په وروستېو کې د ولسواکه کېدو د «درېیمې څپې» کتاب د ولسواکۍ په اړه یو مهم اثر دی. اوس چې په نړۍ کې خواله رسنیو د انسانانو پر سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ژوند بېسارې اغېزې کړې دي، دا مهمه پوښتنه—چې پر ولسواکهکېدو د خواله رسنیو څه اغېزه ده؟—باید د ولسواکه کېدو د بحث برخه شي.