پاکستان څنګه ټرمپ خپل لوري ته راواړاوه او هند یې اندېښمن کړ؟ – فایننشل ټایمز

جیوافغانیکا
لیکوالان: حمزه جیلاني، جان رید، جیمز پولیټي
ژباړه: د جیو افغانیکا د نړیوالو اړیکو مرکز
د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر د دې اونۍ په پای کې د کمرې مخې ته په موسکا ولاړ و. دا د یو لوړپوړي امریکایي جنرال په غېږ کې د هغه دویم تود هرکلی و.
منیر د جنرال مایکل کوریلا د تقاعد مراسمو لپاره فلوریډا ته تللی و. کوریلا، چې د امریکا د منځني ختیځ ځواکونو مشر و، له دې وړاندې يې د پاکستان له پوځ څخه د “سترې همکارۍ” له کبله ستاینه کړې وه. منیر د امریکا تر ټولو لوړ پوړي پوځي چارواکي، جنرال ډان کین ته یوه یادګاري ډالۍ او پاکستان ته د سفر بلنه هم ورکړه.
دلته د ډېرې حیرانتیا خبره دا وه چې منیر د جون په میاشت کې په واشنګټن کې له ډونالډ ټرمپ سره دوه ساعته خصوصي ناسته کړې وه. دا په داسې حال کې وه چې له دې یوازې یوه میاشت وړاندې، پاکستان او هند په یوه پوځي نښته کې ښکېل پاتې شوي وو.
هېښونکې دا ده چې له داسې سړي دومره تود هرکلی چې د حکومت مشر نه دی، خو په هېواد کې تر ټولو پياوړې څوکۍ لري. خو منیر د پاکستان استازیتوب کاوه، د یو داسې هېواد چې د ټرمپ له بیا ټاکل کېدو وروسته تمه کېده چې د واشنګټن اړیکې به ورسره خرابې شي. ځکه ټرمپ یو مهال پاکستان، چې ۲۴۰ میلیونه وګړي لري، په دې تورن کړی و چې امریکا ته یې “یوازې دروغ او دوکه” ورکړې ده.
خو د دې پر ځای، د ټرمپ د ادارې او اسلاماباد ترمنځ اړیکې تودې شوې. په همدې حال کې هند، چې په سپینه ماڼۍ کې د منیر د هرکلي له امله سخت غوسه شوی و، له سپکاوي سره مخامخ شو. دا په داسې حال کې ده چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي له ټرمپ سره پخوا نږدې اړیکې درلودې.
مایکل کوګلمن، چې د اسیا ــ پاسفیک فاونډیشن غړی دی، وایي: “د امریکا او پاکستان په اړیکو کې دا پرمختګ حیرانوونکی دی. زه به یې د یوې ناڅاپي بیا راژوندي کېدنې او ان یو ډول ‘رنسانس’ په توګه یاد کړم. پاکستان ډېر په بریالیتوب سره درک کړې ده چې څنګه د ټرمپ په څېر ولسمشر سره اړیکه وساتي.”
هند او پاکستان د ډیپلوماسۍ په ډګر کې بېلابېل برخلیکونه لري، چې کولای شي د جنوبي آسیا ګډه وډه جغرافیه نوره هم ولړزوي. د دغو بدلونونو اغېز لا دمخه د سوداګرۍ په برخه کې تر سترګو شوی دی. امریکا پر اسلاماباد یوازې ۱۹ سلنه تعرفه ولګوله، خو پر نوي ډیلي یې بیا ۵۰ سلنه درنده تعرفه تپلې ده.
ټرمپ هم د پاکستان د هغه څه د پراختیا ژمنه وکړه چې ده ورته د “تیلو سترې زیرمې” نوم ورکړی او اسلاماباد د امریکا لپاره د نورې پانګونې پروژې هم وړاندې کړي، په دې هیله چې خپل پر پورونو ولاړ اقتصاد بېرته راژوندی کړي.
د امریکا دا ناڅاپي مینه له پاکستان سره تر ډېره د هغو هڅو پایله ده چې د پاکستان جګپوړو جنرالانو پیل کړې وه. دوی د ترهګرۍ ضد همکارۍ، د ټرمپ له نږدې سوداګرو سره اړیکې او د انرژۍ، مهمو منرالونو او کریپټوکرنسۍ تړونونه د یوې پراخې ستاینې او چاپلوسۍ سره یو ځای وړاندې کړل.
په اسلاماباد کې مشرانو باور درلود چې اړینه ده په بېړنۍ توګه د دې بې ثباته او ناسممزاجه ولسمشر او د هغه د ځینو نږدې متحدینو له خوښۍ سره ځان عیار کړي؛ هغو کسانو چې د ناټو د جګړې پر مهال په افغانستان کې د طالبانو د ملاتړ په تور یې پر پاکستان سختې نیوکې کړې وې.
“پروجېکټ ۲۰۲۵”، چې له ټاکنو وړاندې د پلان بڼه لري او د ټرمپ د نوې ادارې پر ډېرو لومړنیو ګامونو یې اغېز کړی، د پاکستان پر پوځی حاکم رژیم سختې نیوکې کړې وې او هغه یې د چین “شدیداً امریکا ضد او فاسد” مراجع بللې وې. د ولسمشر د نږدې کړۍ غړو د پاکستان د زیاتېدونکې استبدادي تګلارې او د پخواني لومړي وزیر عمران خان د بندي کېدو پر موضوع هم بریدونه کړي وو. ان، په کانګرس کې یوې دوه اړخیزه ډلې د منیر پر ضد د بندیزونو طرحه جوړه کړه.
یو جګپوړي پاکستاني ډیپلوماټ وویل: “موږ هېڅ نه پوهېدو چې له هغه د څه تمه وکړو، خو عمومي نظر دا و چې ښایي له موږ سره یې چلند ډېر سخت وي.”
پاکستان د دې چټک بدلون د پېل بنسټ هغه مهال کېښود چې امریکا یې د یو مهم نیول شوي کس په اړه ستاینه وکړه. د پاکستان د استخباراتو ادارې (ISI) مشر، عاصم مالک، په مارچ کې امریکا ته د داعش-خراسان یو لوړپوړی غړی وسپاره. هغه څوک چې امریکا په کابل کې د ۲۰۲۱ کال د هغه برید مسؤل ګاڼه چې تر ۱۸۰ زیات کسان په کې وژل شوي وو. په دوی کې ۱۳ امریکايي سرتېري وو. د دې نیونې په بدل کې ټرمپ د پاکستان ستاینې وکړې او په عین وخت کې یې پر هند د لوړو تعرفو له امله توندې نیوکې وکړې.
تر دې لا مهمه دا وه چې پاکستان د “کریپټو ډیپلوماسۍ” په نوم یوه نوې وسیله وکاروله، څو د ټرمپ نږدې کړۍ ته ځان ورسوي.
د ۲۰۲۴م کال په اپریل کې، د ټرمپ تر شا ولاړې کمپنۍ ورلډ لیبرټي فایننشل د پاکستان د کریپټو شورا سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ. د دې کمپنۍ شریک بنسټګر زاک ویټکوف (د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف زوی) پاکستان ته د سفر پر مهال وویل چې پاکستان د “تریلیونونو ډالرو په ارزښت معدني زیرمې لري چې د ټوکنایزېشن لپاره چمتو دي.”
له هغې وروسته، بلال بن ثاقب، د پاکستان د کریپټو او بلاکچین وزیر، د یو پټ ډیپلومات په څېر راڅرګند شوی. نوموړی د واشنګټن په سوداګریزو خبرو کې برخه اخلي او د ټرمپ د کورنۍ او سلاکارانو نږدې کسانو ته د پاکستان د کریپټو ظرفیت وړاندې کوي.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د مۍ میاشتې په جګړه کې له هند سره د دوی چلند د ټرمپ په نظر کې د اسلاماباد باور زیات کړ. د هغوی په روایت، پاکستان د ځواک او زغم ترکیب وښود: څو هندي الوتکې یې وغورځولې خو پراخې جګړې ته یې لاس وانچوه. په همدې وخت کې امریکا او د خلیج هېوادونه د اوربند د راوستلو لپاره فعال شول.
اسلاماباد د اوربند د منځګړیتوب کریډیټ ټرمپ ته ورکړ ــ ان تر دې چې نوموړی یې د نوبل د سولې جایزې لپاره ونوماوه. منیر، چې دا اونۍ په ټامپا کې د پاکستاني ـ امریکایانو یوې غونډې ته وینا وکړه، د ټرمپ “ستراتېژیکه مشرتابه” يې وستایله او ویې ویل چې د هغه د رهبرۍ له امله “په نړۍ کې د ډېرو جګړو مخنیوی شوی.”
حسین حقاني، د پاکستان پخواني سفیر، چې اوس په واشنګټن کې د هډسن انستیتیوت غړی دی، وویل: “ټرمپ د بریا کیسې اعلان ته اړتیا لري او پاکستان چمتو دی هغه ورته برابر کړي.”
برعکس، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي یو کلک دریځ خپل کړ. د جون په میاشت کې د منیر او ټرمپ له غرمنۍ یوه ورځ مخکې، مودي له ولسمشر ټرمپ سره په یوه توده ټیلیفوني خبرو کې د اوربند په تړاو د هغه رول رد کړ. وروسته یې په ښکاره وویل چې د پاکستان او هند د اوربند توافق د امریکا د منځګړتوب له امله نه، بلکې د دواړو پوځونو د موجودو اړیکو له لارې شوی. د هند په رسمي بیان کې راغلي: “لومړي وزیر مودي په کلکه څرګنده کړه چې هند منځګړتوب نه دی منلی او هېڅکله به یې ونه مني.”
منیر له ټرمپ سره هغه مهال ولیدل چې امریکا د ایران پر وړاندې د پوځي بریدونو تیاری نیوه. هغه دا لیدنه د امریکا او ایران ترمنځ د پټ تماس د یوې لارې په توګه وړاندې کړه، لکه څنګه چې د ۱۹۷۰مو کلونو پاکستان د امریکا او چین د اړیکو د پرانېستلو منځګړتوب کړی و.
اسلاماباد، که څه هم د ایران پر ضد د واشنګټن بریدونه وغندل، خو هڅه یې وکړه چې ځان د امریکا او د هغه د سیالانو ترمنځ د منځګړتوب لوبغاړي وښيي. د جولای په پای کې، منیر بیجینګ ته سفر وکړ، د چین د خلکو د ازادۍ پوځ مرکزي دفتر ته ولاړ او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ته یې ژمنه ورکړه چې په پاکستان کې به د چینايي کارګران خوندي کړي.
د دې ترڅنګ، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له مشر کوریلا سره د تودو لیدنو پر مهال، چې په جولای کې یې په پاکستان کې پوځي ویاړونه تر لاسه کړل، منیر د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان ته هم په اسلاماباد کې هرکلی وکړ.
ماروین وینبام، د واشنګټن د منځني ختیځ د انستیتیوت لوړ پوړي څېړونکي، وویل:
“پاکستان یو نادر هېواد دی چې له چین، ایران، د خلیج له هېوادونو، تر یوې کچې له روسیې او اوس بیا له امریکا سره دوستانه اړیکې لري. امریکا منیر داسې سړی ویني چې کولای شي ستراتیژیک رول ولوبوي. پاکستاني مشران له ټولو سره د اړیکو کرښې پرانېستې ساتي، خو پوهېږي کله له یوه اړخ لږ شا ته شي څو له بل سره شخړه پیدا نه کړي.”
د هند لپاره د ټرمپ او د هغه د اوږدمهاله رقیب پاکستان ترمنځ د اړیکو د بیا تودېدو بهیر سخت د خپګان لامل شوی، ځکه چې د هند ستر اقتصاد د لوړو امریکایي تعرفو (تر ۵۰٪ پورې) د مخنیوي توان ونه شو درلودلی. د هندي چارو یو مبصر وویل:
“د باور د له منځه تللو د جبران لپاره به وخت ته اړتیا وي.”
هندي چارواکي غوسه دي چې د پوځ تر واک لاندې پاکستان د سوداګریزو معاملاتو په وسیله واشنګټن ته ځان نږدې کړ او د دې لپاره یې انعام هم ترلاسه کړ. د یوه تبصره کوونکي په وینا:
“له ګډوډو نظامونو سره معامله کول ډېر اسانه دي.”
خو اوسني او پخواني پاکستاني چارواکي او شنونکي خبرداری ورکوي چې که پاکستان ژمنې پوره نه کړي، ټرمپ ښايي پر اسلاماباد هم را واوړي. د پاکستان ډېری طبیعي زیرمې لا هم نه دي تثبیت شوي او یا په هغو ولایتي سیمو کې پرتې دي چې تېر کال په کې د بغاوتونو له امله ۲۰۰۰ کسان ووژل شول. همدارنګه، پاکستانی اقتصاد د IMFد ۷ میلیارده ډالرو د پور او د چین او خلیج د متحدینو د پورونو د غځولو پر مټ ژوندی پاتې دی.
شنونکي وايي، که ټرمپ پرېکړه وکړي چې له هند سره اړیکې بېرته رغوي، ښايي د پاکستان پر ضد کلک دریځ ونیسي، څو مودي خوښ کړي. دوه دیپلوماتانو وویل چې ټرمپ ان دا هیله لري چې اسلاماباد به اسرائیل په رسمیت وپېژني ــ یو داسې کار چې د پاکستان لپاره د خلکو د سخت مخالفت له کبله نږدې ناشونی ښکاري.
حسین حقاني، د واشنګټن په هډسن انستیتیوت کې، وویل:
“ټرمپ د پاکستان کارت کاروي، څو له هند څخه زیات امتیاز واخلي، هندیان وځوروي او دا وګوري چې ښايي د ده د شرایطو منلو ته حاضر شي. دا یو معاملاتي پرمختګ دی.”
خو حسین ندیم، چې د پاکستان پخوانی مشاور او اوس د منیر د واکمنۍ منتقد دی، وویل:
“غیر منتخب مشران او پوځیان له حده زیاتې ژمنې ورکوي، یوازې د دې لپاره چې فکر کوي ټرمپ د ځان ستاینه خوښوي. خو کله چې ټرمپ او د هغه سلاکاران وویني چې پاکستان نتیجه نه ورکوي، ښايي صبر یې ختم شي.”
شاهد خاقان عباسي، د پاکستان پخواني صدراعظم (۲۰۱۷-۲۰۱۸)، وویل:
“پاکستان باید د ټرمپ د ادارې د بې ثباتۍ په وړاندې هوښیار پاتې شي. مودي یو وخت د امریکا ښه ملګری و، خو اوس ټکول کېږي. زېلېنسکي ته هم په ښکاره سپکاوی وشو. پاکستان اړتیا لري چې هم خپلې ګټې او هم خپل وقار خوندي وساتي.”