LOADING CLOSE

نوی منځنی ختیځ او که زوړ ملا او زړې تروایح؟ – سټیفن والټ

سټیفن والټ
د آی آر تیوریسن او مفکر

سټیفن والټ یو امریکایی سیاسي عالم دی چې د نړیوالو اړیکو په برخه کې د ځانګړې پوهې خاوند دی. ښاغلی والټ دا مهال د هارورډ په پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو پروفیسور دی. والټ د نړیوالو اړیکو د ریالیزم مکتب له مهمو څېرو څخه ګڼل کېږي، او په تېره بیا د «ګواښ د توازن» نظریې له امله نومیالی دی. د والټ مشهوره کتابونه په دا ډول دي: د ائتلافونو سرچینې (Origins of Alliances)، انقلاب او جګړه (Revolution and War)، او د اسرایلو لابي او د امریکا بهرنی سیاست (The Israel Lobby and U.S. Foreign Policy).

لیکوال: سټیفن والټ

ژباړه: عنایت عازم  

د تېرو څو کلونو له سختو ګډوډیو وروسته، داسې وسوسه پیدا کېږي چې ګواکې یو “نوی منځنی ختیځ” راټوکېدلی دی. خو دا ډول انګیرنې له دې وړاندې څو ځله مخکې هم شوې وې. د عربو او اسرايیلو د شپږ ورځنۍ جګړې (۱۹۶۷) پر مهال ځینو فکر کاوه چې دا به یو ډېر مهم بدلون وي. شاید عربي هېوادونه به له اسراییل سره سوله وکړي، خو داسې ونه شول. همداسې د مصر او اسراییلو د سولې تړون، د خلیج لومړۍ جګړه، د اوسلو موافقه، د امریکا له خوا د عراق اشغال او د عرب پسرلي انقلابونه هم د بدلون نښې وګڼل شوې، خو پایله یې د هماغه خرک او هماغه درک وه. په عین حال کې، د سپټمبر ۱۱ بریدونو، د سوریې کورنۍ جګړه، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه د حماس برید، په غزه کې دوامداره نسل‌وژنه، د لبنان بیا بیا ورانېدل، په سور سمندرګي کې د حوثیانو بریدونه او پر ایران وروستي هوايي بریدونه لا هم روان دي.

موږ په تېرو لسو کلونو کې او په ځانګړي ډول له ۲۰۲۳ کال راهیسې—غیرعادي بدلونونه لیدلي، خو هغه بنسټیز عوامل چې دا سیمه یې له اوږدې مودې راهیسې له شخړو سره مخ کړې، لا هم پر ځای دي. ځینې لوبغاړي له صحنې وتلي، ځینې ځواکمن شوي یا کمزوري شوي او ځینو نورو بیا خپلې تګلارې بدلې کړي، خو د بې‌ثباتۍ اصلي سرچینې لا هم پر خپل ځای دي. زه چې هر کله هم د “نوي منځني ختیځ” خبرې اورم، نو دوه زړی شم. 

د دې دوه زړيتوب د دلیل په موخه باید لومړی دا وګورو چې په سیمه کې نوي څه شوي، او څه لا هم هماغسې پاتې دي.

د تېرو کلونو تر ټولو څرګند بدلون د مقاومت محور ( ایران، حماس، حزب‌الله، عراقي ملیشې، د سوریې اسد رژیم او د یمن حوثیان) کمزوري کېدل دي.  د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه د حماس له وحشیانه برید وروسته، اسراییل د مقاومت محور پر ټولو ډلو پراخ بریدونه وکړل، چې اغېزې یې هم درلودې. حماس  سره له دې چې لا تر اوسه مقاومت کوي ولې کمزوری شوی دی. د حزب‌الله ډېری مشران وژل شوي او نظامي ځواک یې د دوو کلونو وړاندې په پرتله ډېر کمزوری شوی دی. د اسد رژیم له ملاتړ بې‌برخې شوی او اسرائیل له دې فرصته ګټه اخیستې، د سوریې د وسلو ډیپوګانې یې بمبار کړي او ځینې سیمې یې هم ورڅخه نیولې دي. دغه راز،‌ اسراییل له حوثیانو سره هم هوايي بریدونه تبادله کړي. خو تر ټولو مهمه دا ده، چې اسراییلو د جون په میاشت کې پر ایران پراخ هوايي بریدونه وکړل، چې وروسته امریکا هم ورسره مله شوه. د دې بریدونو موخه دا وه چې د ایران اټومي بنسټونه له منځه یوسي او شاید د مذهبي رژیم نسکورولو هڅه هم وکړي. که څه هم د اسد رژیم تر ډېره له منځه تللی او نورې ډلې لا هم پر ځای دي، خو ټولې تر پخوا ډېرې کمزوري شوې دي.

دویم بدلون دا دی چې د عربي نړۍ دننه ځواک او نفوذ له مصر او عراقه سعودي عربستان او د خلیج شتمنو هېوادونو ته روان دی. مصر لا هم له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، خو سعودي عربستان او متحده عربي امارات هڅه کوي خپلې اقتصادونه عصري او متنوع کړي او په سیمه کې فعاله دیپلوماتیکه ونډه واخلي. ځینې شنونکي باور لري چې دا هېوادونه اوس کولای شي په منځني ختیځ کې د منځګړیتوب رول ولوبوي، که څه هم دا کار دې د اړتیا له مخې نه وي.

درېیم بدلون دا دی چې د سوریې د ولسمشر بشار اسد سقوط او د اوکراین اوږدې او پرمصرفه جګړې د په سیمه کې د روسیې نفوذ کم کړی دی. ماسکو د اسد د سقوط مخه ونشوه نیولی او له ایران سره یې هم د پام وړ مرسته ونشوه کړای که څه هم  تهران له روسیې سره د جګړې له پیله راهیسې همکاري کړې ده. د پوتین تر مشرۍ لاندې روسیه نور نه شي کولای هغه خنډ جوړوونکی رول ولوبوي چې پخوا یې درلود او دا هم یو مهم بدلون دی.

وروستۍ مهمه موضوع دا ده چې د امریکا په ګډون د بهرنیو قدرتونو رول هم تر ډېره بدل شوی دی. که څه هم امریکا له ډېر وخته راهیسې له ایران سره دښمني لري، د ټرمپ حکومت دا پرېکړه وکړه چې د اسراییلو د ایران د بمبارولو د کمپاین فعاله برخه شي. دا کار هغه وخت لا مهم شو کله چې ټرمپ ګواښ وکړ، که ایران د بمب د جوړولو هڅې وکړي نو بیا به پرې بریدونه وکړي. د اسراییل صدراعظم نتن یاهو او د امریکا دننه د اسراییل ملاتړي له ډېر وخته راهیسې د دې ګام غوښتونکي وو، او بالاخره یې دا ترلاسه هم کړ.

په ورته حال کې، د اسراییلو له خوا پر غزې د تاوتریخوالي بریدونو د اسراییل پر وړاندې د امریکا په دواړو سیاسي ګوندونو او د نړۍ د ډېرو هېوادونو سیاسي ملاتړ کمزوری کړی دی. لکه څنګه چې د اسراییلو پخواني دیپلومات الون پنیکاس په یوه وروستي راپور کې وایي چې اوس ۶۰ سلنه امریکایان د اسراییلو د غزې جګړه نه تأییدوي، او دغه راز وروستیو نظرپوښتنو هم ښودلې چې ۵۳ سلنه خلک د اسراییلو په اړه منفي انګېرنه لري. مخکښو ورځپاڼو د اسراییلو کړنې غندي او د نسل‌وژنې نوموتي کارپوهان ان په اسراییلو کې هم، دا هېواد په دې ستر جنایت تورنوي. او که څوک د “نسل‌وژنې” اصطلاح هم نه مني، نو بیا هم په دې کې هېڅ شک نشته چې اسراییل په پراخه کچه د جګړې جرمونه ترسره کړي دي. دا حقیقت چې حماس د اکتوبر په ۷مه جنایتونه کړي، د دې توجیه نه شي کېدای چې اسراییل دې خپلو بمباریو ته دوام ورکړي او بې‌وسه ولس له ولږې سره مخ کړي. د امریکا دموکرات ګوند اوس په دې موضوع کې ژور اختلاف لري او دا ګوند چې پخوا یې د اسراییلو ملاتړ کاوه، اوس دننه له درزونو سره مخ دی. کله چې ته د ټرمپ سخت‌دریځه ملاتړي لکه تاکر کارلسن، سټیو بانون او مارجري ټیلر ګرین له لاسه ورکړې، نو پوهېږې چې وضعیت بدل شوی دی.

په نړۍ کې ورته بدلونونه روان دي.  د “پیو” په نوم د یوې ادارې وروستۍ نظرپوښتنې چې په ۲۴ هېوادونو کې شوې، ښودلې چې په ۲۰ هېوادونو کې اکثریت خلک د اسراییلو په اړه نابرابره او منفي انګېرنه لري. د فرانسې، بریتانیا، کاناډا، او احتمالاً اسټرالیا حکومتونه ژمن دي چې د فلسطین دولت په رسميت وپېژني. د دې ترڅنګ، ځکه چې ټرمپ له اسراییل (یا له بل هېواده) سره کومه شخصي مینه نه لري او ډېر تمرکز یې د شتمنو عربو نفت‌لرونکو هېوادونو له ګټو سره تړلې ده، نو لږ تر لږه دا امکان هم شته چې امریکا به بالاخره له خپل نفوذي ځواک څخه استفاده وکړي، څو پر اسراییل فشار راوړي چې خپله بې‌ګټې جګړه بنده کړي او د “لوی اسراییل” د جوړولو هڅې پای ته ورسوي.

که دغو ټولو بدلونونو ته وګورو، نو پوهېږو چې ځینې خلک ولې باور لري چې په منځني ختیځ‌ کې د یو لوی بدلون شاهدان یو. زه دا منم چې ځینې مهم عناصر واقعاً بدل شوي دي، خو دا چې آیا په ریښتیا هم یو “نوی منځنی ختیځ” رامنځته شوی دی زه ورسره همغږی نه یم. او هغه هم دومره ژر. نه هېڅکله هم نه.

د پیل لپاره باید ووایو چې منځنی ختیځ لا هم یو ګډوډ، څو قطبي سیمه ده او هلته داسې یو غالب ځواک نشته چې نظم ټینګ کړي. په دې تړاو، د بوش حکومت هڅه وکړه چې د امریکا د لنډمهالې “یو قطبي واک” پر مهال دا سیمه بدله کړي، خو دا هڅه ناکامه شوه. نتن یاهو او نور سخت‌دریځه اسراییلي مشران شاید هیله‌مند وو چې وروستۍ بریاوې به د دوی سیمه‌ییزه واکمني ثابته کړي، خو لکه څنګه چې مخکې هم ترې یادونه وشوه، یو دولت چې شاوخوا ۷.۵ میلیونه یهودان (او نږدې ۲ میلیونه عرب اسراییليان) اداره کوي، او د امریکا پر سخاوتمندانه ملاتړ ډېره تکیه لري، په یوازې ځان نه شي کولای پر سلګونو میلیونو مسلمانو عربانو او ایرانیانو په دوامداره ډول تسلط ولري. دلته د یادونې وړ بولم چې نه هم حماس له منځه تللی، نه حزب‌الله، نه شین‌جیانګ او نه هم ایران. دا ټول لا هم مقاومت کوي. د فارس خلیج نفوذي هیوادونه د عربستان په ګډون د اسراییلو له هغو کړنو خوشحاله نه دي چې د تېر کال په پای کې ترسره شول، ځکه دوی تر هر څه وړاندې ثبات غواړي او دا ثبات بیا اسراییل نه دی برابر کړی.

پورته یاد شوي موارد دا معنا لري چې منځنی ختیځ به لا هم همغه سیمه پاتې شي چې بېلابېل هېوادونه به پکې د قدرت، امنیت او نفوذ لپاره سیالي کوي. ایران لا هم هڅه کوي چې د اټومي وسلو وړتیا ترلاسه کړي، څو له اسراییل سره د ځواک توازن رامنځته کړي، او د اسراییل/امریکا د بمبار کمپاینونو له امله یې د ځان د دفاع تقاضا نوره هم زیاته شوې ده. سعودي عربستان، متحده عربي امارات، قطر او مصر به د عربي نړۍ دننه د مقام او نفوذ لپاره خپلې سیالۍ ته دوام ورکړي؛ ترکیه به کله ناکله د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره مداخله کوي؛ او دا ټول هېوادونه به هڅه کوي چې خپل دریځونه پیاوړي کړي او له بهرنیو قدرتونو سره اړیکې جوړې کړي. د تېرو څو کلونو له پېښو داسې څه نه ښکاري چې دا تکراري ځانګړنه به د سیمې له سیاستونو محوه شي. نهادونه لکه د عرب لیګ یا د  فارس خلیج د همکاریو شورا ، چې اوس ډېر کمزوري او بې‌اغېزې شوي په سیمه کې د پام وړ بدلون نه شي راوستلی.

که څه هم د امریکا مشران بیا-بیا هڅه کوي چې له منځني ختیځه ځان وباسي څو پر آسیا خپل تمرکز زیات کړي؛ خو په دې تړاو په هېڅ یو کې هم بریالی نه دی. ټرمپ هڅه وکړه چې د خپلې دورې په پیل کې امریکايي ځواکونه له سوریې وباسي، خو ناکام شو او د امریکا پوځي حضور د ۲۰۱۷ د پیل غوندې هماغسې پاتې دی. لکه مخکې چې ترې یادونه وشوه، د ټرمپ له خوا پر ایران مستقیم برید د سیمې پرېښودلو نښه نه ده. امریکايي ځانګړي ځواکونه لا هم د داعش پاتې مشرانو پسې ګرځي او دغه راز ټرمپ پر حوثیانو هم بمبار کوي. د ولسمشر ځانګړی استازی، سټیو وټکاف، بیا بیا منځني ختیځ ته سفرونه کوي، خو لا تر اوسه یې د غزې د وژنو د بندېدو لپاره کومه نتیجه نه ده ورکړې. سره له دې چې د امریکا ولس د اسراییلو له کړنو ناخوښه دی، خو حکومت یې لا هم اسراییلو ته پیسې او وسلې ورکوي. لنډه دا چې، هر څه د تېر په څېر روان دي….

د دې حالت دوام د اسلامي توندلارۍ د بیا راټوکېدو لپاره بشپړه زمینه برابروي، او که په راتلونکو کلونو کې د ترهګرۍ نوې څپې راپیدا نه شي، نو دا به یوه لویه معجزه وي. د دې اندیښنې یو دلیل دا هم دی چې تېل‌لرونکي عرب هېوادونه د اسراییل له کړنو سخت اندېښمن دي؛ که څه هم هغوی له فلسطینیانو سره ډېره همدردي نه لري، خو پوهېږي چې د فلسطینیانو کړاو د افراطي ډلو لپاره د جاذبې یوه قوي وسیله ده او دا د دوی خپله ناکامي هم ښيي چې ستونزه یې حل نه شوه کړای. یو بل شی چې نه دی بدل شوی، هغه د فلسطین مسئله لا هم سیاسي حل ته نه ده نږدې شوې، بلکې ښايي له حل‌لارې لا لرې شوې وي. که څه هم له ۲۰۲۳ کال راهیسې له ۶۰ زرو زیات فلسطینیان په غزه او لویدیځې غاړه کې وژل شوي، خو لا هم په هغو سیمو کې چې اسراییل یې کنټرولوي، د فلسطیني عربانو او اسراییلي یهودانو شمېر تقریباً برابر دی.

ډېری فلسطینیان سیاسي حقونه نه لري، اختیار نه لري او د خپلواک دولت د جوړېدو هیله هم نه لري. تر څو دا حالت نه وي بدل شوی، ځینې به هڅه وکړي چې د اسراییلي واکمنۍ پر ضد مقاومت وکړي—لکه څنګه چې صهیونیستانو د بریتانیا پر ضد وکړ، او اسراییلي یهودانو به هم دا کار کړی وای که د فلسطینیانو پر ځای وای. که د دوو دولتونو پر سر جنجال نور عملي نه وي، نو اسراییلیان، فلسطینیان، او نړیواله ټولنه باید نور بدیلونه ولټوي. (د دې لپاره، د مایکل شېفر عمر-من او سارا لیا ویټسن راتلونکی تحقیق وګورئ.) تر څو دا کار نه وي شوی، نو د فلسطین قضیه به د سیمې د شخړو یوه دوامداره سرچینه وي.

په پای کې، منځنی ختیځ لا هم یوه داسې سیمه ده چې ژور سیاسي اختلافونه لري، چیرې چې زورور هېوادونه پر نورو واک چلوي، د هغوی حقونه، خپلواکي او هویتونه نه مني. دا حالت د ایران د منزوي کولو په هڅو کې هم له ورایه ښکاري—لکه بندیزونه، نه‌پېژندنه، له سیمه‌ییزو سیاسي هڅو ایستل، او تازه هوايي بریدونه. همداراز دا حالت د فلسطینیانو پر ضد په اوږدو هڅو کې هم ښکاري، چې هغوی ته د خپل دولت جوړولو اجازه نه ورکول کېږي، یا دا ادعا کېږي چې “فلسطینی ملت اصلاً وجود نه لري.” دا ستونزه د عربي نړۍ دننه هم شته، چې پاچایان او پوځي واکمنان د سیاسي حقونو او پرانیستا غوښتنې په کلکه توګه ځپي. آیا د عرب پسرلي په نامه مو څه یادېږي؟!

دا ډول شرایط په طبیعي ډول غبرګونونه راپاروي، چې بیا د لا سختو سرکوبۍ لامل کېږي او دا بیا د دوامداره بې‌ثباتۍ سبب هم ګرځي. او دا کړۍ همداسې تکرارېږي. د سیمې د ثبات لپاره باید د قدرت او مشروعیت ترمنځ توازن رامنځته شي، او مشروعیت هغه وخت رامنځته کېږي چې عدالت، انصاف او سیاسي حقونه موجود وي. تر هغې چې دا ځانګړنې بدلې نه شي، «نوی منځنی ختیځ» به هماغه زوړ منځنی ختیځ‌ پاتې وي. دا خبرې له ځان سره په یاد لرئ او لکه څنګه چې په یوې سندره کې هم ویل شوي: بیا به مو څوک تېر ایستلای نه شي…

error: Content is protected !!