LOADING CLOSE

د برجام پر ضد د نتنیاهو د جګړې پر ایرو د سیمه‌ییز ثبات جوړونه – جواد ظریف

جواد ظریف
پروفیسور او ډيپلومات

جواد ظریف د تهران په پوهنتون کې د نړیوالو مطالعاتو پروفیسور، د ایران پخوانی مرستیال ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر پاتی شوی دی. ښاغلی ظریف د ایران د اټومي موافقې یو له پېژندل شوو طراحانو څخه هم دی.

لیکوال: جواد ظریف

ژباړه: د جیوافغانیکا د نړیوالو اړیکو مرکز

لس کاله وړاندې، د جولای په ۱۴مه نېټه، ما د چین، فرانسې، جرمني، روسیې، انګلستان، متحده ایالاتو او اروپايي اتحادیې له سیالانو سره یو ځای د یوې تاریخي لاسته‌راوړنې اعلان وکړ. دا د ډيپلوماسۍ ځانګړې بریا وه چې یو جوړ شوی او دروغجن بحران یې په سوله ییز ډول پای ته ورساوه. دغه بحران د امنیتي کولو (سیکوریتایزېشن) پر ښکاره تګلارې ولاړ و، څو د نړۍ پام له لوېدیځې اسیا د سولې له اصلي اټومي ګواښ څخه بل لور ته واړوي.

ټولې نړۍ د ایران د اټومي تړون، چې په رسمي ډول د ګډ جامع اقدام پلان (JCPOA) بلل کېږي، څخه هرکلی وکړ؛ خو د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه د اټومي اپارتاید رژیم له دې څخه مستثنی وو. هغوی تل سولې او ثبات ته د “وجودي ګواښ” په سترګه کتل او په ښکاره یې ژمنه وکړه چې دا تړون به له منځه وړي.

نن زموږ ځینې اوسني مشران هڅه کوي د ایران پر ضد د یوه وحشي برید له پایلو سره مقابله وکړي، هغه هم په داسې حال کې چې د نویو اټومي خبرو اترو بهیر روان دی. دا تېری د لوېدیځې اسیا له هغه یاغي هېواد – اسراییل – څخه وشو چې د NPT (د اټومي وسلو د نه خپراوي تړون) غړی نه دی. اسراییلو د (NPT) غړي هېواد خوندي اټومي تأسیسات په نښه کړل او له دې سره یې نور جنګي جنایتونه هم وکړل: ملکي سیمې، د ماشومانو د ساتنې مرکزونه، ساینسپوهان او د رخصتۍ پر مهال پوځي قوماندانان یې په نښه کړل.

د غزې قصاب نتنیاهو په دې وروستي برید کې تر دې هم وړاندې ولاړ. هغه د زرګونو کلونو یو لرغونی دود مات کړ او د ملي مشرانو د ترور هڅه یې وکړه. دا هر څه په ښکاره ډول دا پیغام ورکوي چې د دوی هدف د ټولې سیمې ګډوډي او بې‌ثباتي ده.

متحده ایالات یوازینی هېواد دی چې په جګړه کې يې اټومي وسلې کارولي دي. واشنګټن په داسې حال کې د دې یاغي تېري‌ګر (اسراییل) ملاتړ ته ور ودانګل چې د هغه پوځي کمپاین د ماتې له ګواښ سره مخ و. په یوه بې‌پروا او غیرقانوني اقدام کې یې د ایران پر اټومي تأسیساتو برید وکړ، څو د ایران د سوله‌یز اټومي پرمختګ مخه ونیسي – داسې پرمختګ چې ډېره برخه یې د JCPOA له تړون وروسته لاسته راغله. 

په عین وخت کې، د فرانسې، جرمني، انګلستان او اروپايي اتحادیې اوسني استازي له یوې خوا په ویاړ سره وایي چې ” نتنیاهو زموږ ګنده کارونه ترسره کوي” او له بلې خوا په ښکاره په بد نیت سره ګواښ کوي چې د JCPOA او د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پرېکړه لیک د “شخړې د حل میکانیزم” فعال کړي. هغوی دا ګواښ په داسې حال کې کوي چې په خبرو او عمل کې یې د JCPOA د ګډونوالو حیثیت له منځه وړی دی، ځکه هغوی د دې تړون د تر ټولو بنسټیز اصل – د ایران د سوله‌یز یورانیم غني کولو پروګرام – د له منځه وړلو غوښتنه کړې ده. سربېره پر دې، هغوی د تېرې لسیزې په لږ تر لږه په اوو کلونو کې هم د ایران په وړاندې خپلې اقتصادي او مالي ژمنې نه دي عملي کړې.

ایراني وسله‌والو ځواکونو، چې پر خپلو کورنیو پوځي وړتیاوو ولاړ دي، یو ځل بیا د اسراییلو د ماتې ‌نه منلو افسانه له منځه یوړه او د دې زورواکي نازک پوست یې نړۍ ته ښکاره کړ. په همدې حال کې، مېړني او ویاړلي ایراني ولس د نتنیاهو او د هغه د هم‌فکرانو دا خوب په اوبو لاهو کړ چې ګواکې دوی کولی شي ایران ټوټه ټوټه کړي. ایران یو ځل بیا ثابته کړه چې آن دوه اټومي ځواکونه په ګډه هم د زرګونو کلونو لرغوني تمدني دولت په ګونډو کولو توان نه لري.

دا اوس ټولو ته څرګنده شوې چې د اسراییلو د سیمې د برلاسۍ وهم او د “هر وخت تیري” پالیسي په ایران کې د ګډوډۍ په رامنځته کولو او وروسته نورو سیمه‌ییزو قدرتونو ته د دې ګډوډۍ په لېږدولو باندې ولاړه ده، چې پایله یې د لوېدیځې اسیا په مسلمانانو کې بې‌ثباتي، وېش او ګډوډي رامنځته کول دي. دا حالت نه یوازې د سیمې د هېوادونو په ګټه نه دی، بلکې د چین او روسیې له ملي ګټو سره هم په ټکر کې دی، ځکه د هغوی ګټې د ثبات پر بنسټ ولاړې دي. همدارنګه دا د امریکا او اروپا له نړیوالو تګلارو سره هم اړخ نه لګوي.

خو نتنیاهو او په لوېدیځ کې د هغه ریاکار پلویان، چې ځانته یې “Bibi-Firsters” نوم ایښی، ښيي چې هغوی دومره بې‌رحمه دي چې د خپلو فاسدو سیاسي برخلیکونو او پراختیا غوښتنې وهم د دوام لپاره نړۍ د “بې‌پایه جګړو” په اور کې وسوځوي. د دوی دا وهم پر اپارتاید، نسل‌وژنې او د سیمې پر عربي ګاونډیانو باندې په تیري ولاړ دی. 

نړیواله ټولنه باید سمدستي د دې بنسټیز ګواښ پر وړاندې اقدام وکړي، هغه ګواښ چې نه یوازې د سیمې او نړۍ د سولې او امنیت لپاره خطر دی، بلکې د نږدې ټولو هېوادونو ملي ګټې او د سیمې د خلکو سوکالي هم له ګواښ سره مخ کوي.

زه د څلورو لسیزو اوږدې ډيپلوماسۍ په تجربه پوهېږم، آن د ۱۹۹۱ کال هغه مستند اسراییلي خنډونه مې هم لیدلي چې د امریکا او لبنان د بندیانو د تبادلې په خبرو کې یې رامنځته کړي وو. د اسراییلو سیاسي حاکمیت تل د خپلو نږدې متحدینو شتمني، ازادي او وینه د خپلو وړو شخصي ګټو لپاره قرباني کړې ده. هر هغه څوک چې دا وهم لري چې اسراییل به یې امنیت تضمین کړي، یوه ورځ به دې ناخوښي واقعیت درک کړي چې هغوی د اسراییلو د دفاع د لومړۍ کرښې په توګه قرباني شوي دي.

د نتنیاهو د سیاست اصلي ستن ګډوډي او بې‌ثباتي ده. د هغه لپاره یوازینی ریښتینی “وجودي ګواښ” د سیمې هېوادونو همکاري ده، که هغه د منځني ختیځ د اټومي وسلو څخه پاکه سیمه وي او که د هرمز د تنګي سیمه‌ییز امنیتي تړون.

لکه څنګه چې د قطر پخواني لومړي وزیر، حمد بن جاسم بن جابر آل ثاني، خبرداری ورکړی و، چې زموږ سیمه او ټوله نړۍ د اسراییلو د کورنیو سیاستونو تر سیوري لاندې سوکاله کېدای نه شي. اوس وخت رارسېدلی چې امنیت شورا د هرمز د تنګي یا د لوېدیځې مسلمانې اسیا د هېوادونو ترمنځ د خبرو، باور جوړونې او همکارۍ لپاره یو سیمه‌ییز چوکاټ جوړ کړي.

ایران د سیمې د سولې لپاره له وړاندې ځینې مهم وړاندیزونه کړي دي، لکه په ۲۰۱۹ کال کې د هرمز د سولې نوښت (HOPE) او په ۲۰۲۴ کال کې د لوېدیځې مسلمانې اسیا د خبرو اتحادیه (MWADA). د دې سیمې هېوادونه، لکه بحرین، مصر، عراق، اردن، کوېټ، عمان، قطر، سعودي عربستان، سوریه، ترکیه، متحده عربي امارات او یمن باید دا موضوع په خپلو لاسونو کې واخلي، انفرادي یا ګډ نوښتونه وړاندې کړي او له امنیت شورا څخه وغواړي چې د دې سیمې د هېوادونو له‌خوا جوړ شوی سیمه‌ییز تړون ومني.

تېرو لسو کلونو ټولو ته دا درس ورکړی چې زور او فشار آن د هغه د پیل کوونکو پر زیان تمامیږي. ډيپلوماسي؛ د ګډ لید، هیلو او مثبتو پایلو لپاره یوازینۍ معقوله لاره ده. وخت ډېر مهم دی او باید ضایع نه شي.

error: Content is protected !!