LOADING CLOSE

د ځمکې لاندې خزانو پر سر سیالي؛ ولې افغانستان د کانونو د نړیوالې سیالۍ برخه ده؟- مارسینا هنټر او پېډي ګېن

مارسینا هنټر
څېړونکې او شنونکې

مارسینا هنټر د نړیوالو سازماني جرمونو پر وړاندې د نړیوال نوښت (GI-TOC) ادارې د استخراجاتو د برخې مشره ده او له ۲۰۱۳ کال راهیسې له دې ادارې سره کار کوي. سره له دې چې د هغې کاري ساحه پراخه ده؛ خو د جغرافیايي او موضوعاتي اړخه یې دا مهال تمرکز د استخراجاتو اړوند جرمونو باندې دی.
مارسینا تر دې وړاندې د مهاجرت بهیرونو، عدالت ته د لاسرسي، د جنسیتي مسایلو تحلیل، او د امنیتي سکتور او جزایي عدالت د اصلاحاتو په برخه کې کار کړی دی.

پېډي ګېن
کارپوه او څېړونکی

پېډي ګېن د نړیوالو سازماني جرمونو پر وړاندې د نړیوال نوښت ادارې لوړپوړی کارپوه دی. نوموړي د یو پخواني جګپوړي نظامي افسر په توګه په دې وروستیو کې په افغانستان کې په یوناما کې د نظامي‌ سلاکار په توګه دنده ترسره کړې او هلته یې د امنیت، د وسلو د خپریدو پر وړاندې مبارزې، ترهګرۍ ضد فعالیتونو او بندیزونو په اړه مشورې ورکولې.
پېډي یو مجرب نظامي افسر دی. هغه د ارواپوهنې په برخه کې لیسانس لري، د امریکا د پرمختللي جنګي ښوونځي او د برېتانیې د جګپوړو افسرانو له روزنیز کالج څخه فارغ شوی، او د Forward Institute غړی هم دی.

لیکوالان: مارسینا هنټر او پېډي ګېن

ژباړه: د جیو‌افغانیکا د نړیوالو اړیکو مرکز

د افغانستان د کانونو شتمني

د افغانستان معدني سرچینې لا هم ستر ناپېژندل شوی ظرفیت لري. دغه هېواد شاوخوا ۲.۲ میلیارده ټنه د اوسپنې کانونه، ۶۰ میلیونه ټنه د مسو زیرمې، ۱۸۳ میلیونه ټنه المونیم او د نادره منرالونو پراخې زیرمې لري لکه لانټانیم، سیریم او نیوډیمیم. په داسې نړۍ کې چې دغو منرالو ته لاسرسی د ملي امنیت مسئله ګڼل کېږي، د مهمو کاني سرچینو د تدارک لپاره یوه جیوپولیتیکه سیالي روانه ده. چین دا مهال په دې سیالۍ کې مخکې دی، خو امریکا، اروپايي ټولنه او نور هېوادونه هڅه کوي د عرضې خپلواک او خوندي کاني ځنځیرونه جوړ کړي.

افغانستان د همدې سیالۍ له مهمو ډګرونو څخه دی. د دغه هېواد کانونه یوازې د بهرني اقتصادي علاقې مسئله نه ده، بلکې د کورني اقتصادي پرمختګ او ودې لپاره هم یوه مهمه سرچینه ده. که د دې کانونو اداره د افغانانو د اوږدمهاله ګټو پر بنسټ ونه شي، نو دا د جګړې او ځپنې لامل هم کېدای شي. د کانونو سکتور دا مهال د طالبانو تر ولکې لاندې دی او لا هم روښانه نه ده چې د دغو کانونو عواید چېرته مصرفېږي؟

له منځه وړل شوی ظرفیت

طالبان چې په ۲۰۲۱ کال کې یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول، هڅه یې وکړه له کانونو څخه د عوایدو سرچینه جوړه کړي. له هماغه وخت راهیسې یې لږ تر لږه ۲۰۵ د کان‌کېندنې قراردادونه له ۱۵۰ څخه زیاتو شرکتونو ته ورکړي دي او د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې یې د ۶.۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت نوي قراردادونه اعلان کړل. د ۲۰۲۴ کال په مۍ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د کانونو او پترولیم وزارت وویل چې له چین، قطر، ترکیې، ایران او انګلستان څخه یې د ۷ میلیاردو ډالرو په ارزښت پانګونه جلب کړې ده. د دغو قراردادونو جزییات لا تر اوسه نه دي خپاره شوي.

طالبانو د جمهوریت دورې ډېرې ستونزې په میراث ترلاسه کړې، په ځانګړي ډول د جامع قانوني چوکاټ نشتوالی او د څارنې اغېزمنه اداره نه لرل. د افغانستان د بیا رغونې ځانګړي سرمفتش په وینا، دغه ستونزې لا هم شته: د منرالي پالیسۍ او قوانینو نه‌اصلاح، اداري فساد، ناقانونه او غیرمنظمې د کوچنۍ کچې کان‌کېندنې، د زیربناوو کمزوري او د امنیت نشتوالی. طالبان هڅه کوي له زړو ادارو سره سم حرکت وکړي او د وخت په تېرېدو بدلونونه راولي، په داسې حال کې چې د کانونو پالیسۍ د بشپړې نوي کولو هڅه هم کوي.

که څه هم د کانونو وزارت ادعا کوي چې د ناقانونه کان‌کېندنې د مخنیوي لپاره یې ګامونه پورته کړي، خو دا هڅې نامنظمې او د خپلواکې څارنې له جوړښت پرته دي. د کانونو په برخو کې کارګران د استثمار او ان د ماشومانو د کار له ګواښ سره مخ دي. سربېره پردې، غیرمنظمه کان‌کېندنه د خطرناکو شرایطو لاندې کېږي او د چاپېریال لپاره جدي زیانونه رامنځته کوي.

د افغانستان غړیتوب د ۲۰۲۴ کال له جون راهیسې د شفافیت د کاني صنایعو د نوښت (EITI) اداره کې ځنډول شوی، چې دا د شفافیت او حساب ورکونې په برخه کې د ستونزو څرګندونه کوي. د کانونو د روښانه قوانینو نه‌تعقیبول د منرالي شتمنۍ عادلانه وېش له خنډ سره مخ کوي. له نړیوالو شرکتونو سره د کانونو د قراردادونو په برخه کې محدود شفافیت نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکوي چې د دې سکتور په اړه د استثمار، انحصار او د بهرنیانو د بې‌حده نفوذ خطرونه جدي وګڼي.

جیوپولیتیک اهمیت

د افغانستان د مسو او لیتیمو زیرمې د نړۍ د نوي کیدونکې انرژۍ او ډیجیټلي ټکنالوژیو لپاره حیاتي ارزښت لري. په ځانګړي ډول چین د افغانستان کانونو ته د لاسرسي لپاره لېوالتیا ښودلې او د مس عینک د مسو کان په ګډون یې په میلیاردونو ډالرو پانګونه کړې ده. دا د نړۍ د مسو له تر ټولو لویو زیرمو څخه یوه ده.

چین یوازې د مهمو کانونو د تدارک لپاره پانګونه نه کوي، بلکې د خپلې یو کمربند-یو لار ستراتیژیکې پروژې د نفوذ د پراخولو لپاره هم کار کوي. د جمهوریت د سقوط او د امریکا د وتلو له رامنځته کړې خلا څخه په ګټې اخیستنې سره چین د طالبانو یو ارزښتناک شریک ګرځېدلی دی. د چین دا پانګونې ښيي چې هغه غواړي په سیمه کې لومړیتوب ولري او دا به نور نړیوال لوبغاړي د افغانستان له کانونو څخه لرې وساتي. دا حالت کولی شي د افغانستان اقتصاد له چین سره وتړي او د دغه هېواد د معاملې ځواک کم او له نورو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو جوړول به ورته سخت کړي.

که څه هم چین وړاندې دی، نور هېوادونه لکه روسیه هم د دغو حیاتي کانونو د ترلاسه کولو په هڅه کې دي. کابل ته د روسیې د ملي امنیت شورا منشي او د پخواني دفاع وزیر سیرګي شویګو وروستی سفر د G7+ هېوادونو ته څرګند پیغام دی چې په افغانستان کې کوم بلاک ډېر نفوذ لري.

یو فرصت چې باید له لاسه ورنکړل شي

که افغانستان غواړي له خپلو منرالو څخه رښتیني ګټه واخلي، باید د کانونو لپاره یوه څو اړخیزه او شفافه تګلاره غوره کړي چې د بېلابېلو نړیوالو لوبغاړو ګډون پکې تضمین شي. په کانونو کې پانګونه کولی شي د افغانستان زیربناوې پیاوړې کړي – سړکونه، اورګاډي او نورې اسانتیاوې جوړې کړي چې د اقتصاد لپاره ګټورې وي او د خلکو لپاره د کار زمینه برابره کړي. دا کار کولی شي د افغان کارګرو مهارتونه لوړ کړي او هېواد ته د عوایدو یوه باثباته سرچینه جوړه کړي.

په دوحه کې له طالبانو سره د ملګرو ملتونو په مشرۍ خبرې یوه مناسبه موقع ده چې د کانونو سکتور ته پام وشي او یوه ستراتیژي جوړه شي، څو دا سکتور د افغانانو اقتصادي وضعیت ته ګټه ورسوي. هڅه کېږي چې افغانستان د نړیوالې ټولنې برخه وګرځي او د طالبانو او نړیوالو لوبغاړو ترمنځ اړیکې رامنځته کړي. تر اوسه دغه بهیر یوازې د خبرو دوام راوستلی او طالبانو ته یې نړیوال حضور ورکړی، خو د طبیعي سرچینو په مدیریت، په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې خبرې نه دي شوې.

ځکه چې طبیعي سرچینې د طالبانو د مالي سرچینو، د قدرت د وېش او له جګړې وروسته د بیارغونې په پروسه کې مهم رول لري. د سرچینو مدیریت له ټولنیز او اقتصادي پرمختګ سره تړل، کېدای شي د ټولو لپاره د ګډې علاقې موضوع وي.

لکه څنګه چې افغانستان د یو نامعلوم راتلونکي او برخلیک پر لوري روان دی، د دې هېواد کانونه باید د ثبات په یوه پراخه ستراتیژۍ کې د مهمو عناصرو په توګه وکارول شي، څو د دې شتمنۍ ګټه ټولو افغانانو ته ورسېږي. که په روان تعامل کې دا مهمه اقتصادي شتمني له پامه وغورځول شي، د جګړې د دوام او له جګړې وروسته د بیارغونې د مخنیوي لامل به ګرځي. که دا حالت بدل نه شي، په افغانستان کې به دا منفي حالت تکرار شي. د دې هېواد کانونه باید یوازې د ځمکې لاندې خزانې پاتې نه شي، بلکې د افغانستان د راتلونکي په اړه باید د خبرو برخه وګرځي.

error: Content is protected !!