LOADING CLOSE

د واخان کوریډور باید دمګړۍ د څو اړخیز پر ځای دوه اړخیزه وي! – د جیو‌افغانیکا د پالیسۍ برخه

جیو‌افغانیکا
آی آر؛ په پښتو ژبه
جیو‌افغانیکا د پښتو ژبې انلاین پلېټفارم دی، چې موخه یې په علمي‌ او عملي برخه کې د نړیوالو اړیکو وده ده. موږ غواړو چې په پښتو کې د نړیوالو اړیکو په برخه کې د پوهې تشه ډکه، د آی آر او افغانستان‌محوره سیمې په اړه تیورۍ، تحلیلونه او تحقیقونه وړاندې کړو.

د جیو‌افغانیکا لنډ نظرونه

دویم نظر

په دې وروستیو کې د واخان تړانګې او کورېډور په تړاو ډېر بحثونه او تبصرې کېږي. په دې کې پاکستان او تاجکستان تر ټولو ډېره لېوالتیا ښيي؛ خو افغانستان باید له دې موضوع سره په ډېر احتیاط او ځیرکتیا چلن وکړي. 

افغانستان له سړې جګړې راهیسې، د دې کورېډور له پرانیستې سره مخالف دی. د شورويانو پر وړاندې د جګړې پر مهال، ببرک کارمل پر چین تور پورې کړ چې دا لاره د مجاهدینو د تجهیز لپاره کاروي. وروسته د حامد کرزي په دوره کې، د کاسا–۱۰۰۰ پروژې په لومړنیو خبرو اترو کې هم د دې لارې له کارولو سره مخالفت وشو، ځکه د کابل په ګمان دا به په اقتصادي توګه پر افغانستان کمې اغېزې وکړي او هم به د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډېره کمه اقتصادي‌وابستګي رامنځته کړي. هغه مهال دا فکر عام و، چې پر اسلام‌اباد د کابل یو‌ اړخیزه اقتصادي اتکا به تل د افغانستان په زیان وي.‌ د کاسا-۱۰۰۰ په څېر د ټرانس افغان لویو اقتصادي پروژو له امله کابل هیله پيدا کړه، چې اوس به برعکس اسلام‌اباد پر کابل متکي شي، چې دا به په اوږدمهال کې د افغانستان پر امنیت هم اغېزه وکړي. د دې ترڅنګ، افغانستان دا هم نه غوښتل چې منځنۍ آسیا ته د رسېدو لپاره دې پاکستان ته لنډه او ستراتيژيکه لاره ورکړي. 

بل مهم اړخ چین دی. بیجینګ د ۱۹۹۰مې لسیزې راهیسې، د واخان کوریډور له پرانیستې سره د خپلو سرحدي سیمو د خوندي پاتې کېدو له امله مخالف دی. چین دا سیمه یوه حساسه، نظامي او د چین شینجیانګ ایالت لپاره یوه امنیتي دروازه ګڼي. د دې ترڅنګ، چین په سیمه کې د سوداګرۍ لپاره د قراقرم او منځنۍ اسیا په څېر بدیلې لارې هم لري. دغه راز، د افغانستان په تړاو د چین بهرنی سیاست، له اسلام‌اباد سره د کابل د تړلو سیاست دی. د CPEC په پروژه کې د افغانستان د ګډون غږ هم له همدې فکره سرچینه اخلي. د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ‌ درې اړخیزه ناستې یې بیا بله بېلګه ده.

افغانستان په اوسنیو شرايطو کې د دې جوګه نه دی چې د واخان کوریډور دې د پاکستان او تاجکستان پر لور خلاص کړي. له همدې امله، د افغانستان ګټه په دې کې ده، چې د واخان کوریډور یوازې د افغانستان او چین ترمنځ خلاص پاتې شي. دا به افغانستان ته دا چانس ورکړي چې له چین سره مستقیمې اقتصادي اړیکې جوړې کړي، بې له دې چې د پاکستان یا تاجکستان په څېر پر درېیم هېواد متکي شي. 

د پاکستان په رسنیو، څېړنیزو مرکزونو او اکاډمیکو حلقو کې د دې کوریډور پر ستراتيژيکو ګټو ډېرو تمرکز کړی دی. کابل باید دا هر څه جدي ونیسي، په تېره بیا چې کله اسلام‌اباد او دوشنبه د افغانستان له اوسنيو واکسمبالو سره ښې اړیکې نه لري او نه هم دوی له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانستان په لور کومه روښانه تګلاره لري. ځینې مهال داسې حس کېږي چې دوی به په افغانستان  کې یو ځل بیا له کومې ډلې څخه په ملاتړ د افغانستان ناامنۍ ته لاره هواره کړي.

پورته بحث په ټوله کې دا معنی نه لري چې د واخان کوریډور به د تل لپاره دوه‌اړخیزه کوریډور پاتې وي. د جیو‌افغانیکا په آند، که پاکستان غواړي چې د واخان له لارې منځنۍ آسیا ته لاره ومومي، نو باید بالمقابل افغانستان ته د کراچۍ او ګوادر تر بندرونو پورې یوه تضمین‌شوی، رسمي او د نړېوالې ترانزیتي لارې په نامه یو سرک ورکړي، دغه راز د کراچۍ او ګوادر په بندرونو کې افغانستان خپله ځمکه او ځانګړې برخه هم ولري، چې له هغه ځایه افغان توکي په مستقیمه توګه افغانستان ته بې له کوم خنډ او ځنډ ولېږدول شي. پر پاکستان دا ډول طرحه منل ډېر سخت دي؛ خو هېڅکله هم ناشوني نه دي. افغانستان په تېر کې هم په شفاهي توګه، د کراچۍ په بندرونو کې د ځمکې ترلاسه کولو او دفتر درلودلو اجازه ترلاسه کړې وه.

دا به نه یوازې د افغانستان په ګټه هم وي، بلکې د منځنۍ آسیا وچبنده هېوادونه به هم ترې مستفید شي.

error: Content is protected !!