LOADING CLOSE

د اوږدې امریکايي پېړۍ پای؛ ټرمپ او د امریکا د ځواک سرچینې  (لومړۍ برخه) – کیوهېن او نای

رابرټ کیوهېن
د پوهنتون استاد او د آی آر تیوریسن

رابرټ او. کیوهېن (Robert O. Keohane) د پرنستون پوهنتون د نړیوالو چارو افتخاري پروفیسور دی، او همدارنګه د هارورډ د نړیوالو چارو په مرکز کې علمي غړی دی. ښاغلی کیوهېن په آی آر کې د نړیوالو ادارو د تیورۍ په برخه کې ځانګړی ځای لري. دی د یو آی آر د یو شمېر مشهورو کتابونو لیکوال هم دی. د بېلګې په توګه له جوزف نای سره یې په ګډه د Power and Interdependence: World Politics in Transition کتاب لیکلی او د After Hegemony په څېر د مشهور کتاب لیکوال هم دی.

جوزف نای
د پوهنتون استاد، د آی آر تیوریسن او سیاستوال

جوزف اس. نای جونئیر (Joseph S. Nye, Jr.) د هارورډ پوهنتون د جان ایف. کینیډي د سیاسي علومو ډيپارتمنت افتخاري استاد و. هغه د کلنټن په اداره کې د نړیوال امنیت د چارو مرستیال وزیر، او د ملي استخباراتو شورا رییس هم پاتې شوی و. نوموړی د ګڼو کتابونو، په ځانګړي ډول د "A Life in the American Century"، د نرم ځواک؛ په نړیوال سیاست کې د بریا اوزار،او له رابرټ کیوهېن سره په شریکه د Power and Interdependence د مشهور کتاب لیکوال هم و.

لیکوالان: رابرټ کیوهن او جوزف نای

ژباړه: د جیو‌افغانیکا د آی آر مرکز

منبع: د فارن آفیرز مجله

ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کړې چې هم پر نړۍ د امریکا سلطه ټینګه کړي او هم یې له نړۍ لرې وساتي. ده د خپلې دویمې دورې پېل د امریکا د سخت ځواک په ښودلو وکړ. هغه ډنمارک ته د ګرینلنډ د کنټرول اخیستو په تړاو ګواښ وکړ او دا یې هم وویل چې غواړي د پاناما کانال بېرته په خپله ولکه کې واخلي. ټرمپ د ګمرکي تعرفو د جریمو له ګواښونو په استفادې وکولای شول چې کاناډا، کولمبیا او مکسیکو د مهاجرت په تړاو اړ کړي څو خپلې تګلارې بدلې کړي. هغه د پاریس د اقلیمي بدلون له تړونه او د روغتیا د نړیوال سازمان (WHO) له غړیتوبه ووت. د اپرېل په میاشت کې کله چې ټرمپ د ډېرو هېوادونو پر وړاندې د پراخو تعرفو اعلان وکړ، نو د نړۍ بازارونه یې ګډوډ کړل. خو دی ډېر ژر له خپلې تګلارې واوښت او زیاتې تعرفې یې بېرته واخیستې. سربېره پر دې له یو داسې چین سره یې سوداګریزه جګړه لا هم روانه ساتلې، چې د ده له نظره د واشنګټن اصلي سیال دی او همدا تعرفې یې تر ټولو مهم سنګر دی.

په دې ټولو ګامونو کې ټرمپ له ځواکمن دریځه عمل کوي. ده چې څرنګه د امریکا د سوداګریزو شریکانو د ځورولو لپاره له تعرفو ګټه واخیسته، فکر کوي چې د نننۍ متقابلې وابستګۍ بڼه د امریکا ځواک ډېروي. نور هېوادونه د امریکا له پراخ بازار او د دې هېواد له پوځي ځواکمنۍ سره تړلي دي. دا امتیازات واشنګټن ته دا وړتیا ورکوي چې پر خپلو شریکانو فشار راوړي. دا دریځونه له هغې استدلال سره همغږي دي چې موږ دواړو لیکوالانو شاوخوا ۵۰ کاله وړاندې کړی و: چې نامتوازنه وابستګي د اړیکې هغه لوري ته ګټه رسوي چې له یو بل سره تر ټولو لږ تړاو ولري. ټرمپ له چین سره د امریکا د تجارتي کسر (trade deficit) له امله شکایت کوي، خو داسې ښکاري چې دی دا هم درک کوي چې دا عدم توازن واشنګټن ته پر بیجېنګ ستر نفوذ ورکوي.
سره له دې چې ټرمپ په سمه توګه درک کړې چې امریکا په کوم ځای کې او په کوم ډګر کې ځواکمنه ده، خو دی دا ځواکمني بیا داسې کاروي چې په بنسټیز ډول امریکا ته تاواني پایلې لري. کله چې نوموړی پر وابستګۍ برید کوي، نو د امریکا د ځواک هماغه بنسټ له منځه وړي. له سوداګرۍ سره تړلی ځواک، سخت ځواک بلل کېږي؛ هغه چې پر مادي امکاناتو ولاړ وي. خو په تېرو ۸۰ کلونو کې امریکا یو ډول نرم ځواک هم ترلاسه کړی دی. هغه چې پر زور یا تاوان نه، بلکې پر جلب او جذابیت ولاړ دی. ځیرک امریکایي سیاست باید دا کوښښ وکړي چې همدا وابستګي وساتي، نه دا چې له منځه یې یوسي. ځکه دا د امریکا هم سخت ځواک پیاوړی کوي او هم یې نرم ځواک. که د ټرمپ همدا بهرنی سیاست همداسې دوام وکړي، نو دا به امریکا لا کمزورې کړي او هغه نړیوال نظم به نور هم کمزوری شي، چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ډېرو هېوادونو او تر ټولو ډېر د امریکا لپاره ګټور ثابت شوی و.

نړیوال نظم پر درېیو بنسټونو ولاړ دی: د دولتونو ترمنځ د ځواک باثباته وېش، هغه اصول چې د دولتونو او نورو لوبغاړو چلند اغېزمن او مشروع کوي او هغه بنسټونه (institutions) چې دا نظم ټينګوي. د ټرمپ ادارې دا درې واړه ستنې لړزولي دي. نړۍ ښايي د ګډوډۍ یوې داسې مرحلې ته داخله شوې وي، چې دا وضعیت به پکې تر هغې دوام وکړي چې یا سپینه ماڼۍ خپله لاره بدله نه کړي او یا هم په واشنګټن کې یوه نوې واکمنه ډله حاکمه نه شي. خو سربېره پر دې دا وضعیت ښايي یوازې یوه لنډمهاله زوال نه وي؛ ممکن دا له ګړنګه غورځېدل وي. ټرمپ ښايي د دې لپاره چې امریکا لا پیاوړې کړي، یو ډول مغشوش او ناسمه هڅه کوي، خو دا کار به د «امریکايي پېړۍ» دورې ته په ډېرې بې‌احترامۍ د پای ټکی کېږدي.

موږ دواړو لیکوالانو په ۱۹۷۷ کال کې د «Power and Interdependence» کتاب لیکلو پرمهال هڅه وکړه چې د ځواک دودیزه پوهه پراخه کړو. هغه مهال د بهرني سیاست کارپوهانو ځواک یوازې د سړې جګړې د پوځي سیالۍ له لیدلوري ارزوله. خو موږ وښودله چې سوداګري پر ځواک هم اغېز لري او استدلال مو وکړ چې په متقابلو اقتصادي اړیکو کې نابرابري هغه لوری ځواکمنوي چې پر یو بل لږ متکي وي. د سوداګرۍ ځواک یو پاراډوکس لري: که یو هېواد له بل سره په سوداګرۍ کې کسر و نه لري، نو دا بریا د زیان‌منۍ سرچینه هم ګرځي. برعکس، د سوداګرۍ کسر لرل کولای شي د هېواد د چنې وهلو دریځ پیاوړی کړي. کسر لرونکی هېواد کولای شي پر مقابل هېواد تعرفې یا نور سوداګریز بندیزونه ولګوي او په دې ډول به کسر نه لرونکی هېواد د غبرګون ښودلو لپاره له ستونزو سره مخ شي، ځکه چې د وارداتو کچه یې کمه ده.

د وارداتو د بندولو یا محدودولو ګواښ کولای شي د سوداګرۍ پر شریک فشار راولي. د متقابلې نابرابرۍ او ځواک له نظره، متحده ایالات له خپلو اوو مهمو سوداګریزو شریکانو سره د چنې وهلو لپاره په ښه دریځ کې دی. د چین، مکسیکو او د سویل ختیځې اسیا له هېوادونو سره یې سوداګري خورا نابرابره ده، چې د صادراتو په پرتله واردات دوه چنده زیات دي. د جاپان (شاوخوا ۱.۸:۱)، سویلي کوریا (۱.۴:۱)، او اروپايي اتحادیې (۱.۶:۱) سره هم دا نسبت نابرابر دی. کاناډا یوازینی هېواد دی چې له متحده ایالاتو سره متوازنه سوداګري لري، د صادراتو او وارداتو نسبت یې شاوخوا ۱.۲:۱ دی.

البته، دا نسبتونه د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو ټول اړخونه نه ښيي. نور عوامل، لکه د کورنیو ګټو ډلې چې له بهرنیو بازارونو سره اړیکې لري، یا د سرحدونو دواړو خواوو ته شخصي او ډله‌ییزې اړیکې دا موضوع نوره هم پېچلې کوي. په «Power and Interdependence» کې موږ دواړو لیکوالانو دا ډول ګڼ‌شمېرې اړیکې «پر یو بل پیچلې اتکا» بللې. دې کتاب له ۱۹۲۰کال څخه تر ۱۹۷۰کال پورې د امریکا او کاناډا د اړیکو تفصیلي تحلیل وړاندې کړی، چې ښيي دا اړیکې ډېری وخت د کاناډا دریځ پیاوړی کړی دی. د بېلګې په توګه، د ۱۹۶۰ لسیزې د موټرو تړون د کاناډا له خوا د موټرو د پرزو د صادراتو د سبسایډۍ له یو اړخیز معرفي کولو سره پیل شو. په هر تحلیل کې، اړینه ده چې دا مخالف عوامل په دقت وڅېړل شي، ځکه چې دا کولای شي د کسر لرونکي هېواد ګټې کمې کړي.

چین یوازې د سوداګرۍ په برخه کې تر ټولو کمزوری ښکاري، ځکه چې د صادراتو او وارداتو نسبت یې درې ته یو دی. همداراز، چین نه شي کولای د اتحادونو یا نورو نرم ځواک سرچینو ته لاسرسی ولري. خو چین کولای شي د مخالفو عواملو له لارې غبرګون وښيي، لکه هغو مهمو امریکايي شرکتونو ته زیان ورسوي چې په چین کې فعالیت کوي، لکه اېپل یا بوینګ، یا د امریکا مهمو کورنیو سیاسي لوبغاړو ته، لکه د سویابینو کروندګر یا هالیووډ سټوډیوګانې. چین همداراز کولای شي سخت ځواک وکاروي، لکه د نایابو موادو د عرضې بندول. لکه څنګه چې دواړه خواوې خپل متقابل زیانونه دقیقاً درک کوي، د سوداګرۍ جګړې تمرکز به د دې زده‌کړې پروسې له مخې بدلون ومومي.

مکسیکو لږې سرچینې لري چې متقابل اغېز وښيي او لا هم د متحده ایالاتو د خوښې تابع پاتې دی. اروپا کولای شي د سوداګرۍ په برخه کې یو څه متقابل اغېز وښيي، ځکه چې له متحده ایالاتو سره یې سوداګري د چین او مکسیکو په پرتله متوازنه ده، خو لا هم پر ناټو تکیه لري، نو د ټرمپ له خوا د اتحاد د نه ملاتړ ګواښ کولای شي د اغېزناکه چنې وهلو وسیله وي. کاناډا له متحده ایالاتو سره متوازنه سوداګري لري او له امریکايي ګټو او ډلو سره پراخې فرامرزي اړیکې لري، چې دا یې لږ زیانمنوي، خو یوازې د سوداګرۍ له اړخه ښايي کمزوری دریځ ولري، ځکه چې اقتصاد یې پر امریکايي اقتصاد زیات متکي دی. په اسیا کې د جاپان، جنوبي کوریا او د جنوب ختیځې اسیا له هېوادونو سره د امریکا د سوداګرۍ نابرابري یو څه د امریکا له چین سره د سیالۍ له پالیسۍ سره جبران شوې. تر څو چې دا سیالي دوام ولري، متحده ایالات به د ختیځې اسیا او جنوب ختیځې اسیا متحدینو او شریکانو ته اړتیا ولري او نه شي کولای د سوداګرۍ له لارې خپل ځواک په بشپړه توګه وکاروي. نو، د امریکا د سوداګرۍ پالیسۍ نسبي اغېز د جیوپولیتیکي شرایطو او د نابرابر متقابل‌توب له الګو سره توپیر لري.

نور بیا…

error: Content is protected !!