کتابښود؛ د شلو کلونو ناورین (له ۱۹۱۹ څخه تر ۱۹۳۹ پورې) – احمدالله ارچیوال

احمدالله ارچیوال
احمدالله ارچیوال په ۲۰۰۴ کال کې له پېښور پوهنتونه په ژورنالېزم او په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا له نیوسکول پوهنتونه د نړیوالو چارو په برخه کې ماسټرۍ ترلاسه کړي. دا راز، نوموړی «د خدایې خدمتګار کلتوري اغېزې» او «ولسي مبارزې (عدم تشدد)» کتابونو لیکوال هم دی. ښاغلی ارچیوال له تېرو دوو لسیزو راهیسې، د امریکا د سولې په انستیتوت، یوناما، د افغانستان ټاکنو کمیسیون کې د عامه پوهاوي د رییس او کارډان پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې د استاد په توګه دندې ترسره کړي دي.
لیکوال: اېډوارډ هالېټ کار
ارزونکی: احمدالله ارچیوال
دا پوښتنه چې « هغه څه شی دی چې نړیوال نظم او ثبات رامنځته کوي؟» په نړیوالو اړیکو کې یو بنسټیز بحث دی. د دې موضوع په اړه، د نړیوالو اړیکو پوهانو بېلابېلې تیورۍ او نظریات وړاندې کړي دي. له دغو تیوریو څخه، لېبرالیزم او ریالیزم هغه دوه نظریې دي، چې تر نورو ډېر شهرت لري او هم ورته تر نورو ډېر پام شوی دی.
د شلمې پېړۍ تر پېل مخکې، د نړیوالو اړیکو ډېرو پوهانو د نړیوال نظم او ثبات لپاره لېبرال فکرونه وړاندې کړي وو. داسې باور موجود و، چې نړیوال سازمانونه او ادارې کولی شي د بلې نړیوالې جګړې مخه ونیسي. له همدې امله، د لیګ اف نېشنز په نوم یو نړیوال سازمان رامنځته شو، چې د نړۍ ډېرو هېوادونو پکې غړیتوب درلود. په دې وخت کې، اخلاقیات (مورالټي) او ارزښتونه د نړیوال ثبات بنسټ ګڼل کېدل.
خو اېډوارډ هالېټ کار، په خپل مشهور کتاب د شلو کلونو په ناورین کې، چې د ۱۹۱۹ څخه تر ۱۹۳۹ کلونو پورې موده رانغاړي، دا لېبراله او ایډیالېستي نظریات وننګول. له همدې امله، دا کتاب چې نږدې یوه پېړۍ وړاندې لیکل شوی دی، اوس هم د نړیوالو اړیکو په څېړنو کې یو بنسټیز اثر ګڼل کېږي، او د نړیوالو اړیکو زدهکوونکي او څېړونکي یې د یو مهم علمي مآخذ په توګه کاروي.
لیکوال په تېرو پېړیو، او په ځانګړې توګه د لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې ترمنځ موده کې، د سیاسي علومو بلوغ ته نه رسېدا، په نړیوالو اړیکو کې د ایډیالیزم د برلاسۍ یو لامل بولي. کار په ټینګار سره استدلال کوي، چې د سیاسي علومو محدود علمي پرمختګ د دې لامل شوی، چې د دې برخې پوهان و نه شي کولای چې هغه څه چې موجود دي او هغه څه چې باید موجود وي ترمنځ توپیر وکړي. نوموړی زیاتوي چې لېبرالیزم یوه تیوري نه، بلکې یوه یوټوپیا (یعنې خیالي حالت) یا ایډیال حالت دی.
کار د نړیوال نظم لپاره یو بدیل فکر هم وړاندې کوي، خو له دې وړاندې، اړینه ده چې هغه مسایل راوسپړو چې نوموړی یې یوټوپیا بولي.
کار د شلو کلونو په ناورین کې، په نړیواله کچه د اخلاقو (مورالټي) پر مؤثریت نیوکه کوي. د هغه په باور، مورالټي یا اخلاقیات د څو لاملونو له کبله موثره نه دي. نوموړی وايي، چې اخلاقیات د ځواک زېږنده ده، یعنې دا تل زورواکان تعریفوي. دا موضوع ځکه مهمه ده، چې مورالټي یا اخلاقیات د نړیوالو تړونونو پلي کول تضمینوي. خو کار باور لري چې زورواکي هېوادونه تل د نړیوالو تړونونو د پلي کولو او هغوي ته د ژمن پاتې کېدلو پر مهال خپلې ګټې په نظر کې نیسي. د هغه په اند، مورالټي د هر چا لپاره بېلابېلې ماناوې لري، او له همدې امله، په نړیواله کچه د اخلاقیاتو په تړاو د یو ټولمنلي تعریف امکان نه شته.
نوموړی استدلال کوي چې په نړیواله کچه د عدالت په اړه د یوه واحد نظر رامنځته کول ناممکن دي. نه یوازې دا، بلکې د عدالت د پلي کولو طریقې یا مېکانیزمونه هم یو بل مهم بحث دی، چې کار پرې کلکه نیوکه کوي.
کار بله نیوکه پر عدالت کوي. هغه وايي، چې په نړیواله کچه د اعتدال او عدالت په اړه د یوه واحد نظر رامنځته کول ناممکن دي. نه یوازې دا، بلکې له دې سره تړلې بله پدیده چې د عدالت د پلې کولو لارې یا مېکانیزمونه دي هم یو بل مهم بحث دی، چې د دې کتاب لیکوال پرې کلکه نیوکه کوي. د هغه په اند، د هیوادونو په کوردننه د اعتدال د پلي کولو مېکانیزمونه په نړیواله کچه د اعتدال د پلې کولو لپاره اغېزناک نه دي. دې په دې اړه، چې په نړیوال کچه به محاکم د هیوادونو تر منځ لانجې اوارې کړای شي، شک ښکاره کوي. دې وايي، چې یوازې ځواکمن هیوادونه کولای شي، چې په نړیوالو محکمو کې خپلې قضیو ته پام وکړي. له دې سره سره، څوک به په نړیواله کچه دغه ډول پرېکړې کوي؟ او څوک به یې پلي کوي؟ په دې اړه دوه نور مهم موضوعات دې، چې کار یې په اړه خبرې کوي.
کار ټینګار کوي، چې ځواک په نړیواله کچه د هېوادونو ترمنځ د جګړو د مخنیوي لپاره یو حیاتي عنصر دی. سره له دې چې نوموړی ځواک د نړیوال نظم د ثبات لپاره اړین ګڼي؛ خو ترڅنګ یې دی د مورالټي له ارزښت او موثریت هم سترګې نه پټوې او پر ارزښت یې قایله دی.
په ټولیزه توګه، اېډوارډ کار د لومړۍ نړیوالې جګړې له پای وروسته، د نړیوال لېبرال نظم د زوال او د یو انډوخر په تړاو وړاندوینه وکړه او د نړیوال سېستم د ثبات لپاره یې ریالیزم د یو بدیل فکر په توګه وړاندې کړ.
د اېډوارډ هالېټ کار د “شلو کلونو ناورین” کتاب وړاندوینې تر ډېره ریښتیا شوي: لیګ اف نېشن ناکام شو، او د کتاب تر چاپ وروسته، دویمه نړیواله جګړه پیل شوه. دې جګړې نه یوازې د لیکوال وړاندوینه ثابته کړه، بلکې د نړیوالو اړیکو په علم کې یې د لېبرالیزم او ایډیالیزم پر ماته هم مهر وواهه.