
جانداد جهاني
جانداد جهاني د اقتصاد په برخه کې له غزني پوهنتون څخه لیسانس او د تجارت او معلوماتو د تحلیل په برخه کې د هند له جنډل ګلوبل پوهنتون څخه ماستري لري. هغه د پکتيا پوهنتون پر استادي برسیره د جرمني هامبولټ پوهنتون او د اتریش علومو اکاډمي سره په ځینو علمي او تحقيقي پروژو کې همکار پاتې شوی.
شاید دا خبره به مو چېرته لوستې یا اورېدلې وي، چې که چېرته یو پتنګ د نړۍ په یوه کونج کې کوڅر ووهي، د نړۍ په بل کونج کې توپان راولي. همدغه استعاروي مفهوم ته Butterfly effect وایي او د ګډوډۍ تیورۍ chaos theory بحث له همدې ځایه پیلېږي.
د اشوب یا ګډوډۍ تیوري دا ښيي، چې څنګه په پېچلو سیستمونو کې یو کوچنی بدلون د تلپاتې بدلونونو سبب کېږي.
که څه هم دا تیوري لومړی ځل د هواپېژندنې لپاره وکارېدله، خو ورسته د اقتصاد او سیاست په ګډون د نورو علمي برخو او پېښو د تشریح لپاره په کار وړل کېږي.
دا مفهوم او تیوري له موږ سره د ٥٧ هجري لمریز کال د ثور کودتا او تر هغې راوروسته پېښو په پوهېدلو کې مرسته کولی شي.
د ثور کودتا د افغانستان په معاصر تاریخ کې له مهمو او برخلیک ټاکونکو پېښو څخه ګڼل کېږي. دغه کودتا د افغانستان د خلق ډیموکراټیک ګوند له لوري د یوې نظامي هڅې په ترڅ کې رامنځته شوه، چې افغانستان یې د مارکسېسټي ایډیولوژۍ تر حاکمیت لاندې راووست او بیا همدغې کودتا په افغانستان کې د لسیزو بېثباتیو، کورنیو جګړو او بهرنیو مداخلو او لاسوهنو باعث شوه. دې کودتاه د افغانستان سرنوشت د تل لپاره په داسې شکل بدل کړ چې هڅکله یې تصور نه کیده او هیڅکله ممکنه نده چې لمړنيو شرایطو ته وګرځو.
له دې خونړۍ کودتا څخه ٤٦ کاله تیریږي او په اړه یې ډیر څه ویل شوي دي؛ خو راځئ، چې دا ستر سیاسي بدلون د یوې نوې او متفاوتې زاویې څخه په یو نوي یعنې تيوريکي چوکاټ یا د ګډوډۍ تیورۍ (Chaos Theory) کې وڅېړو.
د ګډوډۍ تیوري نسبتاً نوی علمي مفهوم دی، چې په پیل کې د هوا پېژندنې سربیره د فزیک، ریاضیاتو او بیولوژۍ په برخو کې استفاده ترې کېده؛ خو وروسته یې د بشري او ټولنیزو علومو ډګر ته هم لار وموندله. دا تیوري پر هغو پیښو او پدیدو تمرکز لري، چې په ظاهره بېنظمه او غیرقابل پیشبیني ښکاري، خو په باطن کې له پېچلو، بدلېدونکو او کله ناکله له تکرارېدونکو بڼو او (Patterns) څخه پیروي کوي. په پیچلو سېسټمونو کې کوچني بدلونونه کولی شي ډېرې سترې او غیرمتوقع پایلې رامنځته کړي؛ هغه حالت چې د ګډوډۍ تیورۍ په ادبیاتو کې «پروانهيي اغېز» Butterfly Effect بلل کېږي.
د ثور د کودتا په اړه د ښې پوهېدنې لپاره اړینه ده، چې د دې پېښې تر پېښېدلو وړاندې د افغانستان ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي شرایطو ته ژوره کتنه وشي. افغانستان تر کودتا وړاندې له یو لړ داخلي بحرانونو سره مخ و، چې په دې هېواد کې یې د ناڅاپي او ریښه لروونکي بدلون لپاره زمینه برابره کړې وه. د ګډوډۍ تیورۍ له مخې تر کودتا د مخه د افغانستان سیاسي سېسټم له ناپایداره او حساس حالت سره مخ و او هره شېبه یې د پراخې بېثباتۍ امکان درلود.
د ثور تر کودتا وړاندې افغاني ټولنه یوه سنتي، قبیلوي او تر ډېره کلیوالي ټولنه وه. چې د سیاست او اقتصاد له نظره یو نوی بدلون پکې د راپنځیدلو په حالت کې وو، دا دوره د نړۍ په تاريخ کې هم ډیره حساسه وه په اټومي وسلو سمبال بلاکونه یو بل ته په مورچل کې ناست وو او هره شیبه ددې ویره وه چې نړۍ په راډیو اکټیو ایرو بدله شي، افغانستان د شرقي بلاک په پوله پورت لمړی هیواد وو او هرډول داخلي او خارجي تیروتنو د اور په خوله کې ورکولی شوی. سربیره په نړیوال سیاسي حالت دې ټولنه کې قومي، مذهبي او قبیلوي اړیکو د قدرت او نفوذ په وېش کې اساسي رول درلود. د طبقو ترمنځ د واټن روایت، افراطي ایډیالوژیک لیدلوري، سیمهییز تعصبات او مذهبي ـ قومي تضادونه هم په پراخه کچه موجود وو. نیم ژواندې ولسواکۍ د داود خان په سپینه کودتاه زندۍ شوې وه او د افغاني ټولنې اختلافات د زلزلې هغو ګسلي کرښو ته ورته وو، چې ډېر کوچني فشار یا بحران هم کولی شول، چې په خوځښت یې راولي او ټولنه له یوې ناڅاپي ټولنیزې ـ سیاسي زلزلې سره مخ کړي.
محمد داوود خان په ۱۳۵۲ ل. ل کال کې د یوې سپینې کودتا په پایله کې د سلطنتي نظام تر نسکورلو وروسته په افغانستان کې د جمهوري نظام بنسټ کېښود او ځان یې ولسمشر اعلان کړ. که څه هم د ده حکومت د اصلاحاتو شعارونو ورکول، خو په تدریج سره یې استبدادي بڼه غوره کړه. د قدرت انحصار، د سیاسي مخالفینو ځپل، د بیان د ازادۍ محدودول او د اقتصادي پروګرامونو ناکامي؛ هغه عوامل وو، چې د خلکو نارضایتي یې زیاته کړه. د خلق ډیموکراټیک ګوند (خلق او پرچم) چې په پیل کې یې د شاهي نظام پر ضد له داوود خان سره لاس یو کړی و، ورو ورو په یوه اصلي مخالف ځواک بدل شو.
په دې دوره کې چپي او مارکسېسټي جریانونو، چې د سړې جګړې له فضاء او د شوروي اتحاد له ملاتړ څخه اغېزمن شوي وو، د ښاري نخبهګانو او لوستو ځوانانو په منځ کې نفوذ وکړ. خلق ډیموکراټیک ګوند د اصلي مارکسېسټي جریان په توګه د یوه نوي راټوکېدلي سیاسي ځواک بڼه غوره کړه. که څه هم په ظاهره یاد ګوند کمزوری ښکاره کېده، خو ډېر ژر یې په هغه وخت کې د ځواک په جوړښت کې له شته کمزوریو ګټه پورته کړه.
سړې جګړې نړۍ له سیاسي پلوه په دوو بلاکونو (ختیځ او لویدیځ) وېشلې وه. افغانستان د دغو دوو نفوذي سیمو تر منځ د یوه رقابتي میدان په توګه مطرح و، چې د امریکا، شوروي اتحاد او ګاونډیانو ترمنځ سیالي پهکې روانه وه. په داسې شرایطو کې هر داخلي بدلون ډېر ژر د بهرنيو لوبغاړو تر اغېز لاندې راته او نور یې هم پسې پېچلی کاوه. په دې حال کې هم عامو وګړو ته په صحنه کې یواځې حاکم حکومت او پر وړاندې یې جنګېدونکي چیریکیان ښکارېدل، تر پردې ورهاخوا ځواکونه یې د سترګو پر وړاندې نامریي شوي وو، په آسانۍ سره یې د پېښو تحلیل نهشو کولی او ژر د یوې اېډیولوژۍ ښکار کېدل.
په ټوله کې د افغانستان دودیز او مات شوی ټولنیز ساختار، د داوود خان د حکومت پر وړاندې پراخې نارضايتۍ، د افراطي ایډیالوژیو نفوذ او بهرنیو سیالیو داسې چاپېریال رامنځته کړی و، چې د شدیدو بېثباتیو لپاره یې زمینه برابروله. د ګډوډې تیورۍ له مخې د ثور تر کودتا وړاندې د افغانستان سیاسي سېسټم د «لومړنیو شرایطو پر وړاندې د شدید حساسیت» پړاو ته داخل شوی و. او افغاني ټولنه په تمامه معنی د یو پيچلي سیستم خصوصیات لرل چیرته چې د مختلفو عناصرو ترمنځ اړیکه او عکس العملونه د درک وړ نه وه.
د افغانستان د ثور کودتا د یوه ګډوډ یا آشوبناک بدلون ښکاره مثال دی. په دې هیواد کې یو لړ کوچنيو عواملو، غیرخطي پېچلتیاوو او داسې اغېزو چې وړاندوینه یې نه کېده، د هېواد په سیاسي سېسټم کې ستر بدلونونه رامنځته کړل.
د ګډوډۍ تیورۍ یو اساسي اصل «د لومړنیو شرایطو پر وړاندې حساسیت» دی؛ په دې معنی، چې په پیل کې کوچني بدلونونه یا پرېکړې کولی شي د وخت په تېرېدو سره لویې او ژورې اغېزې ولري. د ثور کودتا یوه داسې پرېکړه وه چې چپیان آن تر اوسه ورباندي افتخار کوي په لومړیو کې د عواقبو له نظره بېاهمیته ګڼل کېده د خلق ډموکراتیک ګوند په لمړنۍ بیانیه کې یواځې د شاهي کورنۍ بقایاوو ته اشاره کېږي تر ډیره کودتاه چیانو داسې ایسوله چې ګواکې یواځې له شاهي کورنۍ سره طرف دي او ددوی مقابله له شاهي رژیم سره ده، خو ډېر ژر یې د افغانستان په سیاسي نظام کې بنسټي بدلونونه راغلل. عامو خلکو د کمونيستانو ددې کړنې په وړاندي پراخ اعتراضونه وکړل حاکم رژیم په غیر سنجیده شکل هغوی سرکوب کړل، مذهبي افراطیان منسجم شول او د اخوډب دې حالت feedback loop وزېږوله. چې بلاخره یې د شوروي او امریکا پښه هم افغانستان ته را کاږله.
د ګډوړۍ تیورۍ له مخې دا ډول کوچني او ظاهراً محدود اقدامات سره یو ځای کېږي او هېواد له ژور سیاسي بحران سره مخ کوي.
د ګډوډۍ تیورۍ یوه بله ځانګړنه داده وایي پېچلي سېسټمونه غیرخطي دي؛ په دې معنی چې د علت او معلول ترمنځ ساده، مستقیمه او داسې رابطه نه وي موجوده چې د وړاندوینې وړ وي. تر کودتا وړاندې او ورسته وضعیت باید له غیر خطي عینکو ولیدل شي. د چپيانو او ښې اړخه د روايتونو او تشریح تر منځ ددې ستر توپیر علت هم همدا خطي لیدلوری دی. موږ له اوسنۍ زمانې ماضي ته ګورو او د علت او معلول ترمنځ مستقیمې اړیکې لټوو.
د ثور په کودتا کې چې څه پېښ شول، داسې څه نه وو، چې باید وړاندوینه یې تر سره شوې وی؛ د محمد داوود خان وژنه، د خلق ډیموکراټیک ګوند واک ته رسېدل او ورپسې ناڅاپي بدلونونه.
د هغه وخت ډېریو څېړونکو باور نه درلود، چې نظامي کودتا به تر دې حده چټکه او شدیده وي؛ ځکه د خلق ګوند له سازماني او ولسي پلوه کمزوری ځواک ګڼل کېده.
دا حالت راښيي، چې په غیرخطي سېسټمونو کې څه ډول کوچني عوامل او پېچلې متقابلې اړیکې، د سترو بدلونونو لامل ګرځي، داسې بدلونونه چې نه د وړاندوینې وړ وي او نه د منطق یا دودیز تحلیل له چوکاټ سره سمون لري ځکه د هلته د علیت ساده قانون واکمن ندی.
په پیچلو سېسټمونو کې «ځانسازماندهي» هغه بهیر ته ویل کېږي، چې له مخې یې ګډوډ او بېثباته وضعیت په خودجوش ډول یو نوی نظم راټوکوي. دا بهیر په ښکاره ډول د ثور له کودتا را ورسته جریانونو کې لیدل کېږي. کله چې د خلق دیموکراټیک ګوند واک ته ورسېد، نو موجودو ګډوډو شرایطو په طبیعي ډول یو نوی سیاسي سېسټم را وټوکاوه، سیاسي ادبیاتو ته نوې کلیمې ور زیاتې شوې او هر عادي عسکر او مامور ځان د مارکس او لینین د ابرو او عزت ساتونکی لیده، دې شرایطو د مجاهدینو او معتریضنو له انسجام سره هم مرسته وکړه.
دا خودي سازمان دهي دلته ونه دریدله د نظام په وړاندي د پراخو اعتراضاتو پیل د مجاهدینو لمړی بسیج او بیا ورسته د طالبانو خودجوشه حرکت او رامنځ ته کیدل او تر ننه روانې پراخې سیاسي پیښې د ګډوډۍ د تیوري د همدې مشخصې په مټ تحلیل کېدلی شي، دا خودجوشه حرکتونه په تمامه معني د مخکینیو هغو عکس العملونه نه دي بلکې د همدې پیچلو شرایطو زیږنده دي همدا وجه ده چې د افغانستان اوسنۍ فضا کې نه د هورا چیغې اوريدل کېږي او نه هم د مرګ په مارکس او لینین سرودونه اوريدل کېږي. موږ له هغو لمړنيو برخوردونو ډیر لیري تللي یو خو هوسا شوي نه يو، ستونزه حل شوې نده بلکې لا پیچلې شوې ده نوی نظم او ثبات د ټولنې د بربادي لپاره میلیونونه نيالګي کینولي او پخواني ثبات او سوکالي ته ګرځیدل حتی په خوب کې تصور کول هم ناشونی بريښي.
د ګډوډۍ تیورۍ بل مهم اصل دا دی، چې آن ګډوډۍ او بېثباتۍ په زړه کې هم یو ډول پټ نظم او تکرارېدونکي بڼې موجودې وي. که څه هم د ثور کودتا په ظاهره یواځې ګډوډي او سیاسي بېثباتي رامنځته کړه، خو د همدې ګډوډیو له زړه څخه یو شمېر نوې بڼې او تکرارېدونکي نظمونه هم راوټوکېدل.
د بېلګې په توګه: تر کودتا وروسته، سره له دې چې یاغيتوب او کورنیو بحرانونو دوام درلود، خو خلق ډیموکراټیک ګوند د مارکسېسټي حکومت په بڼه یو نوی سیاسي نظم رامنځته کړ، ځکه خو هغوی چې نسبي ثبات ګوري فکر کوي آشوب جریان نلري. ورپسې همدا نوی سیاسي نظم ډېر ژر له داخلي مخالفتونو او بهرنیو لاسوهنو سره مخ شو، چې وروسته یې یو په بل پسې د نوو سیاسي وضعیتونو ظهور ته زمینه برابروله او دا چاره هماغه په بېنظمۍ کې د نظم د اصل تکرار دی. او نن ورځ د طالبانو رژیم چې ځان اسلامي نظام نوموي د بې ثباتیو په منځ کې د یو موقتي او انتقالي ثبات بڼه ده چې د ماضي په وړاندي يو ډول عکس العملي سیاست پر مخ وړي او د feedback loop نور هم پراخوي.
نږدې پنځوس کاله چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي بېثباتیو سره مخ دی او د داخلي جګړو او بهرنیو لاسوهنو لپاره یې یوه ښه زمینه برابره کړې ده؛ ټول پوړونه یې له همدغې کودتا راپیل شوي دي او د افغانستان حالت یې لا نور له پېشبینۍ او وړاندوینې څخه لرې کړی دی او دا ډول حالت پر راتلونکي باندې د بېباورۍ، د حکومت او خلکو لرېوالي، سیاسي او اقتصادي زوال، خپلمنځي جګړو او بهرنیو ځواکونو د لاسوهنې لامل کېدلی شي.
د ګډوډۍ تیورۍ له مخې کولی شو ووایو، چې د افغانستان د ثور کودتا د امیر حبیب الله خان یا نادرشاه د مرګ غوندي یوه ساده پېښه نه وه، بلکې دا یوه داسې بنسټيزه پيښه وه چې د افغانستان سیاسي او ټولنیزه فضا یې د تل لپاره داسې بدله کړه چې هیڅکله به خپل لمړني حالت ته ونه ګرځي. دې کودتاه د افغانستان د سرنوشت ریل ګاډی له خپلې لیکې چپ او داسې ګړنګ ته ور شیوه کړ چې لا تر اوسه مخ په ځوړ روان دی او د نجات څرک یې نه لیدل کېږي.
له دې کودتاه ورسته هرې پیښې او جریان ته په شدت ځواب ورکړل شوی دی او دې عکس العملونو ټولنه او زموږ وضعیت له خپل اصل څخه دومره لیري کړي چې آن زموږ له درک څخه هم وتلی.
د نن ورځې افغان انسان چې د همدې شرایطو محصول دی ډیر په سختي کولی شي دا روان آشوب او کیاس درک کړي. د انساني ادراک کمزوري او زموږ سلیقه وي او ايډيالوژيک خطي فهم اوسني وضعیت او د هغو عوامل او د عواملو او عواقبو تر منځ د اړیکو پیچلتیا د درک له دایرې ايستلې ده او همدا وجه ده چې موږ ټول حيران دریان یو او نه د هیواد په درد پوهیږو نه یې په درمان.

