هند او له څو قطبي نړۍ ملاتړ – هپيمون جېکب

هپيمون جېکب
هپيمون جېکب د هند په جواهر لال نهرو پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو پروفیسور دی. ښاغلی جېکب د ستراتیژیکو او دفاعي څېړنو شورا بنسټايښودونکی او مشر دی، او ترڅنګ یې د “د هند نړۍ” مجلې مسوول مدیر هم دی. هپيمون جېکب د هند، افغانستان او پاکستان په تړاو یو شمېر کتابونه هم لیکلي او معتبرو خپرندویه ټولنو خپاره کړي دي.
لیکوال: هپيمون جېکب
د امریکا هغه لېبرال جیوپولیټیکي شنونکي، چې ډونالډ ټرمپ یې نه خوښېږي، دواړه له یو بل سره یو لړ مشترکات لري. دوی له روسیې سره د هند اړیکې، په برېکس کې یې د غړیتوب، او د څو قطبي نړۍ په تړاو یې له ملاتړ سره مخالفت لري. پر هند د ټرمپ نیوکې صریحې او توندې دي. که څه هم د ټرمپ د ولسمشرۍ پای ته لا درې نیم کاله پاتې دي، خو په واشنګټن کې د هند د څو قطبيتوب په تړاو رامنځته شوې دا نادره اجماع به همداسې دوام وکړي.
له همدې ځایه، د هند ستراتیژیک مفکرین باید پر دې ژور فکر وکړي. په بل عبارت د ټرمپ په شتون او یا له شتونه پرته، له څو قطبي نړۍ د هند ملاتړ به د نوې ډېلۍ لپاره، په تېره بیا په نړیوال سیستم کې د بنسټیزو روانو بدلونونو په رڼا کې، یوه دوامداره ننګونه وي.
راځئ د څو قطبي نظم ځینې مهم اړخونه وارزوو؛ ځکه دا موضوع له یو شمېر پېچلتیاوو او ابهامونو ډکه ده:
لومړی، که څه هم ډېرو خلکو څو قطبي نظم ته د یو مثبت بدیل په توګه کتل، خو په تدریجي ډول دمګړې څرګندیږي چې څو قطبي نړۍ هومره ښکلې نه ده لکه څومره یې چې په تړاو تصور کېده. اوسمهال چې کوم نیمګړی څو قطبي نظم موجود دی، او بېلابېل لوبغاړي او د نفوذ خاوندان پکې د ځواک پر سر سیالي کوي؛ ګډوډ، نامنسجم، مغشوش او ستونزمن ښکاري. که اوسنی نیمګړی څو قطبيتوب دومره ګډوډ وي، نو واقعي څو قطبه نړۍ به څرنګه وي؟!
دویم، سره له دې چې اوسنی څو قطبي نظم ګډوډ ښکاري، خو نوی ډېلي لا هم له څو قطبي نړۍ څخه د ملاتړ په تړاو ژمنه ده. د څو قطبي نړۍ تقاضا د هند د ناپېیلتوب له دود، چې د هند د بهرني سیاست له لومړنیو بنسټیزو اصولو څخه دی، سره ژوره اړیکه لري. هر کله چې له یو ستونزمن انتخاب سره مخ شوی، د نوې ډېلي لومړنی ستراتيژيک غبرګون دا وي چې غیرجانبداره، ناپېیلی او څو اېتلافي شي. زه دې ته د ستراتیژیکې تېښتې په توګه نه ګورم، بلکې دا د هند د بهرني سیاست په ډي این ای کې شامله ده. د دې ترڅنګ دا به هم ناسمه وي چې ناپېیلتوب د وفادارۍ، ملګرتیا او یا هم د ملاتړ له نه شتون سره یو ډول وبولو. د دې برعکس، د هند د بهرني سیاست تاریخ؛ له ملګرتیا، وفادارۍ او ملاتړه ډک دی. په دې منطق، د هند سیاست د بېتصمیمۍ له کبله نه دی، بلکې د خپلواکۍ، توازن او خپل غږ د درلودلو په تړاو د دوامداره هڅو دویم نوم دی. همدا بیا هغه څه دي چې د څو قطبي نړۍ په تړاو د هند تقاضا توجیه کوي، ځکه د واقعي خپلواکۍ، توازن او نفوذ لپاره، باید نړۍ څو قطبه وي.
درېیم، د امریکا د یو قطبه نظم په اړه د هند شکایتونه کم شوي دي. دا به یوه تېروتنه وي چې د یو قطبي نظم په تړاو د نوې ډېلي نیوکې یوازې امریکا ته سیخې وګڼل شي. ځکه نوې ډېلي د امریکا یو قطبي نظم ته لږه اندېښمنه ده، خو برعکس په آسیا کې د چین احتمالي یو قطبي توب (unipolarity) ته ډېره اندېښنه لري.
که څه هم د امریکا مخ پر ځوړ یو قطبيتوب په اړه د هند اندېښنه تر ډېره تیوریکي بڼه لري، خو د هند اصلي اندېښنه په آسیا کې د چین له یو قطبيتوبه ده. په همدې تناظر کې، له څو قطبي نړۍ د هند ملاتړ یوه معنی دا هم ده چې له مخې یې هند غواړي د یوې چینمحوره آسیا مخه ونیسي. که نوې ډېلي غواړي په سیمه کې د چین له سیمهییز یو قطبيتوب سره مخالفت وکړي، خو په نړیواله کچه یې بیا له یو قطبي توب سره ونه کړي، نو دا به ډېره بې منطقه تګلاره وي.
د نوې ډېلي د اندېښنې تر شا دوه اصلي لاملونه دي: لومړی، چین به د سیمې جیوپولیټیکي اصول وټاکي. کله چې د آسیا ډېری هېوادونه د چین تر نفوذ لاندې راشي، نو نوې ډېلي به ونه شي کولای چې د چین د برلاسۍ پر وړاندې ودرېږي. دویم، په اسیا کې د چین یو قطبيتوب کېدای شي امریکا دې ته وهڅوي چې له چین سره د G2 (د دوه قطبي نظم) جوړښت ته چمتو شي، په تېره بیا که د امریکا مليګرا او انزوا غوښتنې سیاستونه همداسې دوام وکړي.
په یو آیډیالي حالت کې، نوې ډېلي باید د امریکا او چین د یو قطبيتوب ترمنځ واضح توپیر وکړي، خو دا کار د یو شمېر عواملو له کبله ډېر اسانه هم نه دی، ځکه نوې ډېلي لا هم د امریکا د یو قطبيتوب یو شمېر برخې ردوي، او نه هم په آسیا کې د چین د یو قطبيتوب د احتمالي راتګ منل غواړي.
خو که نوې ډېلي د امریکا د یو قطبيتوب او هژمونۍ پر ضد نیوکې وکړي، بې له دې چې د چین د زیاتېدونکي سیمهییزې برلاسۍ پر ضد په ښکاره مخالفت وکړي، نو دا به ناوړه پایلې ولري.
ځینې امریکايي ادارې، په تېره بیا اوسنی حکومت، کېدای شي د هند نیوکې شخصي واخلي، نه دا چې دا یو علمي تمرین وګڼي. ممکن دا واشنګټن ته انګیزه ورکړي چې د هند سیمهییز رول کمزوری کړي، او په غیرمستقیم ډول د چین د برلاسۍ هڅو ته لاره هواره کړي.
دا یو پاراډوکس یا تضاد رامنځته کوي. هند هڅه کوي چې د چین د یوقطبيتوب مخه ونیسي، خو دا بیا د نړیوالې څو قطبي نړۍ له لارې کوي، او دا بیا د امریکا غوسه راپاروي. له همدې امله، امریکا کیدای شي هند منزوي کړي، او دا به بلاخره په آسیا کې د چین د برلاسۍ له هڅو سره مرسته وکړي.
د نوې ډېلي له لوري د امریکا له یو قطبيتوب او هژمونۍ سره مخالفت کول، کېدای شي امریکا، چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې خپل نفوذ له لاسه ورکوي، د نورو سیمو د نیولو او خپل نفوذ ټینګښت لپاره هڅې وکړي. دا کار به په اسیا کې د چین یو قطبيتوب ته د تسلیمېدو لامل شي.
سربېره پر دې، که امریکا د هند پر وړاندې منفي غبرګون وښيي، لکه دا اوس یې چې کوي، نو دا کار به چین او روسیې ته زمینه برابره کړي چې په هند کې امریکاضدي احساسات لا پسې تاوده کړي. د دې ترڅنګ به هند دې ته وهڅوي چې د امریکا د یو قطبيتوب پر ضد په یو شمېر سازمانونو او همکاریو کې فعاله ونډه واخلي، او دغه راز د هند د ستراتیژیکو حلقو دننه د څو قطبي نړۍ د موخې په اړه شکونه راپيدا کړي. دا هر څه به د نوې ډېلي او واشنګټن ترمنځ واټن نور هم زیات کړي.
د دې حالت حل اسانه نه دی. نوې ډېلي باید له امریکا سره باید په کراتو کراتو خبرې اترې وکړي او له واشنګټن سره باور جوړ کړي. خو دا کار ډېر اسانه هم نه دی، په تېره بیا چې ټرمپ د سپینې ماڼۍ مشري کوي.