LOADING CLOSE

د نړیوالو اړیکو د پوسټ سټرکچرلیزم یا پس‌رغښتوالې تیوري – احمدالله ارچیوال

احمدالله ارچیوال
لیکوال او څېړونکی

احمدالله ارچیوال په ۲۰۰۴ کال کې له پېښور پوهنتونه په ژورنالېزم او په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا له نیو‌سکول پوهنتونه د نړیوالو چارو په برخه کې ماسټرۍ ترلاسه کړي. دا راز، نوموړی «د خدایې خدمتګار کلتوري اغېزې» او «ولسي مبارزې (عدم تشدد)» کتابونو لیکوال هم دی.‌ ښاغلی ارچیوال له تېرو دوو لسیزو راهیسې، د امریکا د سولې په انستیتوت، یوناما، د افغانستان ټاکنو کمیسیون کې د عامه پوهاوي د رییس او کارډان پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې د استاد په توګه دندې ترسره کړي دي.‌

د نړیوالو اړیکو د پوسټ سټرکچرلیزم یا پس‌رغښتوالې (پوسټ ماډرنېزم) تیوري

لیکنه: احمدالله ارچیوال

د نړیوالو اړیکو د دې تیورۍ د نوم په اړه ابهام، د دې تیورۍ په اړه سم پوهاوی یو څه پېچلی کړی دی. دا تیوري کله د پوسټ‌ماډرنیزم او ځینې وخت د انتقادي تیورۍ په نامه هم یادېږي. د دې ګډوډۍ یو اصلي لامل دا دی چې هغه لیکوالان او پوهان چې د پوسټ‌سټرکچرلیزم په اړه لیکنې کوي، ځانونه پوسټ‌ماډرنیستان معرفي کوي (سټیرلینګ فوکر، ۲۰۰۶؛ ډیویټاک، ۲۰۰۹).

ډیویټاک باور لري چې انتقادي تیوري د پوسټ‌سټرکچرلیزم یوه تاریخي مرحله ده، خو سټیرلینګ فوکر بیا انتقادي تیوري له پوسټ‌ماډرنیزم څخه بیله او مستقله تیوري بولي.

په ورته وخت کې، یو شمېر نور پوهان دا نظر ردوي چې ګواکې پوسټ‌سټرکچرلیزم او پوسټ‌ماډرنیزم سره مترادف دي. له دې ډلې څخه یو هم راجګوپالن (۲۰۰۹) دی. دی وایي، که څه هم دواړه تیوریانې پر یو لړ ورته موضوعاتو تمرکز کوي، خو باید دې اساسي توپیر ته پام وشي چې برعکس د پوسټ‌سټرکچرلیزم، پوسټ‌ماډرنیزم په تېره بیا د روڼ اندۍ پر پروژې نیوکه کوي. پوسټ‌ماډرنیستانو پر هغو کسانو هم نیوکه کړې ده چې باور یې درلود هر څه باید یوازې د منطق له مخې وڅېړل شي، او له همدې امله یې د بې‌منطقۍ پر وړاندې د منطق مطلقه برترۍ ته لومړیتوب ورکړی و.

که د دې تیورۍ اړوند څېړنو ته وګورو، نو زیاتره څېړونکي یې د نوم پر ځای د تیورۍ بر فلسفي اړخ او محتویاتو تمرکز کوي. له همدې امله، د لوستونکو د نه ګنګسولو په موخه، زه په دې لیکنه کې پوسټ‌سټرکچرلیزم او پوسټ‌ماډرنیزم مترادف ګڼم، او خپل تمرکز د دې تیورۍ د فلسفي ابعادو او فکري منځ‌پانګې پر لور رااړوم. دا عمومي بحث، د تیورۍ د لنډې پېژندنې لپاره، د اوس لپاره بسنه کوي.

پوسټ‌سټرکچرلیزم (پس‌رغښتواله) او انتقادي تیوري

دلته اړینه ده چې د پوسټ‌سټرکچرلیزم او انتقادي تیورۍ ترمنځ توپیر ته اشاره وکړو. د سټیرلینګ فوکر (۲۰۰۶) په وینا، پوسټ‌ماډرنیزم له فرانسوي ادبیاتو او ژبپوهنې سرچینه اخلي. له همدې امله، که چیرې پوسټ‌سټرکچرلیزم د پوزیټیویسټ لیدلوري له مخې وارزوو، نو دا لیدلوری دې ته د بشپړې تیورۍ په سترګه نه ګوري. بلکې یاده تیوري یوازې یوه نیوکه ګڼي، چې هدف یې د روښانفکرۍ پر پروژې نیوکه ده. د پوسټ‌ماډرن پوهانو په باور، روښانفکري هڅه کوي پر ټولنیزو اړیکو معناوې وتپي او د واک داسې مراتب رامنځته کړي چې خلکو ته طبیعي ښکارېږي. (سټیرلینګ فوکر، ۲۰۰۶).

په بل اړخ کې، انتقادي تیوري د فرانکفورټ مکتب محصول ده. دا تیوري له دویمې نړیوالې جګړې وړاندې، د یو شمېر جرمني پوهانو له‌خوا رامنځته شوه، چې موخه‌یې مارکسیزم له خپلو بنسټپالو سیاسي اندونو سره بېرته راپورته کول او د هغې ژغورل و. د دې تیورۍ له نظره، د روښانفکرۍ ریښتینی وارث لیبرالیزم نه، بلکې مارکسیزم دی. د ټولنیزې برلاسۍ او استبداد د له‌منځه وړلو لپاره، دا تیوري د مارکسیزم د ازادونکیو عناصرو په توګه د سیاسي اقتصاد پر ځای پر فلسفې، کلتور، او ژبپوهنې تمرکز کوي.

سره له دې چې دواړه تیورۍ  یو لړ توپیرونه لري، خو یو مهم مشترک ټکی یې دا دی چې دواړه  د افقي او اخلاقي ارزښتونو د جوړښت په اړه د لیبرالو معمولو ادعاوو ته د شک په سترګه ګوري (سټیرلینګ فوکر، ۲۰۰۶).

خو له دې مشترکاتو سره سره، د دواړو تیوریو بنسټ‌ایښودونکي متفاوت دي. د پوسټ‌ماډرنیزم یا پوسټ‌سټرکچرلیزم د لومړۍ ردې مشران ژاک دریدا، میشل فوکو، ژیان فرانکویس لیوټارډ، او رولان بارتیس دي. د انتقادي تیورۍ بنسټګر پوهان هغه دي چې د جرمني فیلسوف نېچه له فکري اثراتو اغېزمن شوي لکه ماکس هورکهایمر، تیوډور اډورنو، هربرټ مارکوزه، او والټر بنیامین.

ځینې نور پوهان بیا دا نظر لري چې فوکو (د ډیسکورس له امله) او دریدا (د ډي‌کنسټرکشن (د متن څپړنې) له امله) د پوسټ‌کنسټرکټیویزم مخکښان ګڼل کېږي (الین).

د نړیوالو اړیکو له برلاسو تیوریو سره د پوسټ سټرکچرلیزم پرتله

د پوسټ سټرکچرلیزم تیوري د لا ښه وضاحت لپاره، اړینه ده چې دا تیوري د نړیوالو اړیکو له بنسټیزو یا برلاسو تیوریو، لکه ریالیزم او لیبرالیزم سره پرتله شي. که څه هم پوسټ سټرکچرلیزم په نړیوالو اړیکو کې ځواک یوه جدي پدیده ګڼي، خو له یادو تیوریو سره په فلسفي بنسټونو، انټالوژي (هستی پېژندنه) او اپیستمولوژي (پوهې پېژندنه) کې ژور اختلاف لري.

پوسټ سټرکچرلیزم د جوړښتونو (structures) مخالفت نه کوي، بلکې پر هغو فلسفي افکارو نیوکه کوي چې د همدغو جوړښتونو له لارې رامنځته شوي دي. د بېلګې په توګه، دا تیوري د دولت مطلق مرکزي رول، یا دا ادعا چې دولت د نړیوال سیاست یوازینی مشروع لوبغاړی دی، تر پوښتنې لاندې نیسي.

د نړیوالو اړیکو ډېری کلاسیکې تیورۍ، لکه ریالیزم او لیبرالیزم، هڅه کوي چې د دولتونو چلند تحلیل کړي او د هغو د کردارونو د درک لپاره علمي چوکاټ وړاندې کړي. خو پوسټ سټرکچرلیزم بیا له همدې ډول مطالعاتو سره اختلاف لري. دا تیوري وايي چې هغه مفاهیم، تعریفونه او ارزښتونه چې په کلاسیکو تیوریو کې “طبیعي” ګڼل شوي، اصلاً د واک، ژبې او تاریخ له لارې جوړ شوي دي.

د پوسټ سټرکچرلیزم تیورۍ د درک لپاره اړینه ده، چې د دې تیوریانو او پوسټ سټرکچرلیزم ترمنځ توپیر لږ تر لږه له دوو اړخونو (انټالوژي او اپیستمالوژي) وارزوو.

ایا دولت په نړیوالو اړیکو کې یواځنی لوبغاړی دی؟ او که له دولته پرته نور لوبغاړي هم موجود دي؟ ایا دولت د تاریخ په اوږدو کې یو ډول پاتې شوی؟ او که تغییر یې کړی؟ ایا دولتونه د وخت په تېرېدو سره خپل ملګري او دښمنان بدلوي؟ یا آیا په نړیوالو اړیکو کې ملګري او دښمنان دایمي وي؟ دا او ځینې نورې ورته پوښتنې له انټالوژۍ سره تړاو لري. همدا انټالوژيکي لیدلوری د نړیوالو اړیکو بېلابېلې تیوریانې تعریفوي او هم یې له یو بله جلا کوي.

د ریالیزم او لیبرالیزم له نظره، دولت یوه داسې پدیده ده چې باید د خپلې بقا او ژوندي پاتې کېدو مسؤلیت پخپله واخلي، او تل یو ثابت حالت ولري. خو پوسټ سټرکچرلیزم په دې باور دی چې دولتونه د تاریخ په هر پړاو کې یو ډول نه پاتې کېږي، بلکې دا دولتونه د سیاسي ټولنې د درک لپاره یوه کړکۍ ګڼي (هېنسن، ۲۰۱۴).

دا تیوري استدلال کوي چې که څه هم انارشي د نړیوالو اړیکو په نظریاتو کې یو مسلم اصل ګڼل کېږي، خو دا پخپله یوه له‌مخکې موجوده او حتمي پدیده نه ده. برعکس، دولتونه او نور نړیوال لوبغاړي دا حالت رامنځته کوي. د پوسټ سټرکچرلیزم لیدلوری په دې برخه کې نسبتاً پراخ دی. دا تیوري د انارشۍ په معادله کې یوازې دولتونه نه، بلکې نور لوبغاړي هم شاملوي.

په پوسټ سټرکچرلیزم کې د دولت خپلواکي یو انعطاف‌پذیر مفهوم ګڼل کېږي. دلته د دولت خپلواکي هم تر پوښتنې لاندې راځي، او هم ترې دفاع کېږي. هېنسن (۲۰۱۴) دا مسأله د یوې بیلګې له لارې توضیح کوي. د صومالیې بحري غله، د صومالیې له ساحل سره نږدې، پر نړیوالو تېرېدونکو بېړیو بریدونه کوي او هغه لوټي. دا اقدامات د صومالیې د دولت له کنټروله بیرون ترسره کېږي. له بلې خوا، نړیواله ټولنه د همدې غلو پر ضد اقدامات کوي، خو دا اقدامات د دولتونو د مشروع حاکمیت د چوکاټ دننه تنظیمېږي.

موږ دلته دوه متضادې صحنې وینو. له یوې خوا د دولت د خپلواکۍ نشتوالی، او له بلې خوا د دولتونو د خپلواکۍ پر بنسټ د نړیوالې ټولنې اقدامات.

د دې تیوریو ترمنځ ایپیسټمالوژیک توپیرونه هم د پوسټ سټرکچرلیزم په پېژندګلوی کې مرسته کوي. د نړیوالو اړیکو دودیزې یا مشهورې تیورۍ، لکه ریالیزم او لیبرالیزم، د پازیټیویسټ ایپیسټمالوژۍ پیروي کوي. د دې معنا دا ده چې دوی په خپلو څېړنو کې پر علتي اړیکو (causal relationships) تکیه کوي. یعنې د دوی تمرکز دا وي چې د دولتونو د چلند د تحلیل لپاره د ازادو او متکي متغیراتو ترمنځ اړیکې وڅېړي.

د دې یوه مشهوره بېلګه د «دموکراتیکې سولې تیوري» ده، چې له مخې یې ولسواک دولتونه له یو بل سره جګړه نه کوي. په دې تیوري کې، د دولت ډول (ولسواک یا غیر ولسواک) د ازاد متغیر په توګه او جګړه یا سوله د متکي متغیر په توګه تحلیلېږي، ترڅو د هغوی ترمنځ د علت او معلول اړیکه تثبیت کړي.

د دې برعکس، پوسټ سټرکچرل تیوري د پوسټ‌پازیټیویسټ ایپیسټمالوژۍ پیروان دي. د دې مانا دا ده چې دوی د ازادو او متکي متغیراتو ترمنځ دا ډول علتي اړیکې د دولتونو د سلوک د تحلیل لپاره کافي نه ګڼي. بلکه دا ډول تحلیلونه د پخوانیو جوړښتي تیوریو پاتې میراث بولي (هېنسن، ۲۰۱۴).

پوسټ سټرکچرلیسټ د یوې پدې د رامنځته کېدو پر لاملونو بحث کوي. که بېرته د دیموکراتیکې سولې تیورۍ ته مراجعه وکړو، د پوسټ سټرکچرلیزم اپیسټمالوژي د ولسواکه دولتونو ترمنځ د سولې د موجودیت پر لاملونو نه بلکې پر خپله پر دې، چې ولسواکي څه ته وايي؟ په دې اړه پوهاوی د جګړې د پای ته رسولو يا د سولې ټېنګښت په تړاو د تګلارو په جوړولو کې څه مرسته کوي؟ ته اړوي.

پوسټ سټرکچرلیزم تیوري په ۱۹۸۰مې لسیزې کې، هغه مهال راڅرګنده شوه چې نورو تنقیدي تیوریو لکه فېمینیزم، تنقیدي تیوري، د ګرامشي تنقیدي تیوري، پوسټ‌کالونیلېزم او نورو نقدي مکتبونو سر راپورته کاوه (کالکوویک، ۲۰۱۷). دا هماغه وخت و چې په امریکا کې د پازېټیویزم او پوسټ‌پازېټیویزم د لیدلورو ترمنځ فلسفي او میتودولوژیک بحثونه تاوده وو. په نړیوالو اړیکو کې دغه بحث د دریم لوی بحث (Third Debate) په نامه هم پېژندل کېږي. دا بحث نه یوازې د حقیقت د طبیعت په اړه و، بلکې په دې هم متمرکز و چې حقیقت څنګه تولیدېږي او څنګه یې درک کولی شو.

پازېټیویستان د علتي اړیکو پر موجودیت ټینګار کوي، خو برعکس پوسټ‌پازېټیویستان دا لیدلوری ردوي او باور لري چې ټولنیز علوم له طبیعي علومو سره په بنسټیزه توګه توپیر لري.

مخکې له دې چې د پوسټ سټرکچرلیزم او پخوانیو تیوریو ترمنځ بحث پای ته ورسوو، اړینه ده چې د کنسټرکټیویزم او پوسټ سټرکچرلیزم ترمنځ توپیر ته هم اشاره وکړو. دا دواړه تیورۍ په ځینو برخو کې ورته ښکاري، خو یو مهم توپیر لري: کنسټرکټیویزم حقیقتونه په دوو برخو وېشي: ټولنیز حقیقتونه او سخت (مادي) حقیقتونه. خو پوسټ سټرکچرلیزم باور لري چې نه یوازې ټولنیز، بلکې سخت حقیقتونه هم په ټولنیزه توګه رامنځته کېږي (هېنسن، ۲۰۱۴).

د پوسټ سټرکچرلیزم تیوري (پوسټ موډرنېزم تیوري)

د دې لیکنې په لومړیو برخو کې شوي بحثونه ښايي د پوسټ سټرکچرلیزم تیوري عمومي تصور روښانه کړی وي. خو بیا هم اړینه ده چې د دې تیورۍ پر هغو عناصرو تمرکز وشي چې دا له نورو حاکمو تیوریو بېلوي. د دې تیورۍ یوه مهمه ځانګړتیا د پوهې او ځواک ترمنځ د اړیکې پر موجودیت ټینګار دی.

د نړیوالو اړیکو په ډېرو حاکمو تیوریو کې باور دا دی چې علم باید د ځواک له اغېزو پاک وي. یعنې ارزښتونه، تمایلات او سیاسي ځواک د علم پر تولید اغېزه ونه لري (ډیوېټاک، ۲۰۰۹). خو پوسټ سټرکچرلیزم د دې برعکس دریځ لري. دا تیوري باور لري چې علم، حقیقت، او د نړیوالو اړیکو پوهاوی د ځواک او ارزښتونو په چوکاټ کې قید دي.

دا تیوري د علم او ځواک ترمنځ اړیکه روښانوي او هڅه کوي هغه پټ ځواکونه افشا کړي چې د تفسیرونو او تحلیلونو تر شاه پټ دي. د نورو کلاسیکو تیوریو برعکس، د پوسټ سټرکچرلیزم تیوري یوازې د دولتونو پر رول تمرکز نه کوي، بلکې هغو لوبغاړو ته هم پاملرنه کوي چې د دولت د جوړښت څخه بهر او دننه فعال دي. له همدې امله دا تیوري له تعبیري (تفسیري) میتوډولوژۍ  کار اخلي.

پوسټ سټرکچرلیزم، د نړیوالو اړیکو د نورو تیوریو په څېر یوه رواجي یا بنسټیزه تیوري نه ده چې ثابته معنا، واضح مفاهیم او عمومي قوانین وړاندې کړي. لکه څنګه چې مخکې یې هم یادونه وشوه، دا تیوري یو انتقادي لیدلوری وړاندې کوي. خو سره له دې هم، دا یوه مهمه تیوري بلل کېږي، ځکه چې د نړیوال سیاست په اړه د پوهې، حقیقت او ځواک بنسټونه تر پوښتنې لاندې نیسي.

د پوسټ سټرکچرلیزم له نظره، حقیقت یو ثابت او مطلق شی نه دی. معناوې، پوهه او حقیقتونه تل د ژبې، ځواک، او تفسیر له لارې رامنځته کېږي. د دې تیورۍ له مخې، حقیقت د هر فرد لپاره متفاوت وي.

د پوسټ سټرکچرلیزم تیوري پر یو شمېر بنسټیزو مفاهیمو ولاړه ده. زه به له دغو مفاهیمو څخه د یو څو په اړه لنډ بحث وکړم، څو دا تیوري نوره هم روښانه شي.

لومړی؛ ډیسکورس (Discourse)

د عام تصور خلاف، پوسټ‌سټرکچرل تیوري پوهه (علم) او ځواک یو له بله جلا نه ګڼي، بلکې دا دواړه د یو‌ بل بشپړونکي بولي. فوکو (1977) استدلال کوي چې پوهه او ځواک نه یوازې له یو بل سره تړلي، بلکې د یو بل مترداف هم دي. دی باور لري چې ځواک د “رېښتیا د رژیم” (regime of truth) له لارې عمل کوي. یعنې دا رژیمونه د ټولنې له لوري رامنځته کېږي، تل بدلون مومي، او په دوامداره توګه پرې هوکړې کېږي.

د  فوکو په اند د ځواک او پوهې تړاو ښيي چې ځواک د پوهې د پراخو ډولونو، لکه د ساینس د ډیسکورس او هغه څه چې رېښتیا بلل کېږي، پر مټ ترلاسه کېږي. فوکو وايي، چې ځواک یوازې د جبر وسیله نه ده، لکه څنګه چې ډېری خلک یې تصور کوي. یعنې داسې ځواک چې خلک دې دې ته اړ باسي چې د خپلې خوښې خلاف عمل وکړي. بلکې برعکس، ځواک یو غیر متمرکز او اړین بولي (ګاوېنتا، ۲۰۰۳).

شپیرو (1991) زیاتوي، چې د دې لیدلوري له مخې، علم نور یوازې د حافظې او زده کړې سره تړلې نه ده، بلکې پر نورمونو ولاړه یوه نورماتیف (normative) سیاسي مفهوم دی. 

سټیرلینګ فوکر دا نظر لا روښانه کوي، او وايي چې علمي لیدلوري د نړیوال سیاست د لرلید په جوړونه او روښانه کولو کې مهم رول لوبوي. یا په بل عبارت، وینا، لوبغاړي، جوړښتونه، او پدېدې چې حتمي ګڼل کېږي، د پورته فکر له مخې حتمي نه دي. بلکې دا له دې سره تړاو لري چې په اړه یې څه ډول فکر کېږي. 

د بېلګې په توګه که خلکو ته وویل شي چې ولسونه د دولتونو ترمنځ په اړیکه کې هېڅ رول نه لري، او دا مفکوره له یوې باقاعده ژبې یا ډیسکورس له لارې خپره شي، نو همدا فکر به د خلکو په ذهنونو کې ریښې وځغلوي، او یوه “رېښتیا” به وګرځي. دا رېښتیا بیا د ټولنیزو عملونو، پالیسۍ، او ان د نړیوال سیاست بڼه ټاکي.

ژبه پخپله یوه ټولنیزه پدیده ده، چې د ګډو مفاهیمو، رمزونو او فرهنګي کوډونو له لارې معنا تولیدوي. تر هغو چې موږ له نورو خلکو سره دا ګډ رمزونه ونه لرو، اړیکه ورسره نه شو نیولی. همدا ډیسکورس دی (هېنسن، ۲۰۱۴). یعنې هغه سیسټم چې جملې، مفاهیم، ماناوې او ارزښتونه تنظیموي. ژبه یوازې د بې‌طرفه پیغام د لېږد وسیله نه ده. بلکې دا د معنا جوړونې یوه وسیله هم ده.

دویم؛ پښتپوهنه یا شجره (Genealogy)

په ژبپوهنه او سیاسي فلسفه کې شجره‌ یا genealogy هغه مفکوره ده چې میشل فوکو یې د “اوسني وخت تاریخ” (history of the present) په نامه یادوي. مانا دا چې شجره د یوه معاصر حالت یا پېښې د تحلیل هڅه ده، نه د لرغوني تاریخ لیکنه. دا طریقه له اوسني حالت څخه پیلېږي او له هغه ځایه شاته، پر هغو مفاهیمو، ګفتمانونو او کړنو تمرکز کوي چې دا حالت یې ممکن کړی دی.

هېنسن (2014) دا نظر د اقلیم د بدلون د موضوع پر مټ تشریح کوي. د هغې له انده، که بحث د اقلیم د بدلون پر سر وي، نو شجره‌یي تحلیل به دا دوې پوښتنې مطرح کړي: لومړی؛ سیاسي کړنو او ګفتمانونو څه ډول دا اوسنی وضعیت رامنځته کړی؟ او دویم؛ کومې بدیلې تګلارې او دیسکورسونه له پامه غورځول شوي دي؟

د بېلګې په توګه، شجره دا پوښتي چې ولې د اقلیم د بدلون په اړه، د دوربان د ۲۰۱۱ کنفرانس پر مهال، یوازې ځینو کسانو ته د پرېکړو واک ورکړل شو؟ او ولې ځینې نظریات یا لیدلوري اصلاً بحث ته پرې نه‌ښوول شول؟ بله پوښتنه دا ده چې دا حاکم نظریات د پخوا له کومو ګفتمانونو یا سیاسي بسترونو سره تړلي دي؟

پخوانیو وختونو ته په کتلو، موږ اوسنی وخت تشریح کولای شو. که له نړیوالو اړیکو سره ورته ارتباط ورکړو، نو داسې ویلي شو، چې د یوې سیاسي پېښې یا پرمختګ استازیتوب بېلابېل تفسیرونه او تعبیرونه لري. که په نړیوالو اړیکو کې یوه پېښه اوس شوې وي، او یوه هم په تېر وخت کې، نو موږ د دې لپاره چې اوسنۍ پېښه لا روښانه کړو، د تیر وخت له یوې پېښې سره یې تړو. ځینې نور خلک ښايي د اوسنۍ پېښې د روښانولو لپاره کومه بله متفاوته پېښه په ګوته کړي.

ډیویټاک (2009) د شجرې یوه څرګنده بېلګه وړاندې کوي. هغه د سپټمبر د ۱۱مې پېښه د امریکا پر “پرل هاربر” د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د جاپان له برید سره پرتله کوي. دا یوه ژوره مقایسه ده، چې ښيي سیاسي پېښې تل د تاریخ له لارې تعبیرېږي، او زموږ ارزښتونه، تیورۍ او ګفتمانونه پکې کلیدي رول لري.

درېیم؛ د متنونو تړاو Intertextuality

د “متنونو تړاو” یا Intertextuality مانا دا ده چې ټولنیزه نړۍ د بېلابېلو متنونو له مجموعې جوړه ده. یعنې هر نوی متن یا مفکوره، له پخوا موجودو متنونو او افکارو سره اړیکه لري او د هغو په رڼا کې رامنځته کېږي.

ژولیا کریسټیوا (Kristeva) استدلال کوي چې هیڅ متن په خلا کې نه رامنځته کېږي، بلکې هره نوې لیکنه یا مفکوره د تېرو موجودو متنونو دوام، بدلون او یا هم ځواب وي. دا اړیکې هغه څه دي چې موږ یې intertextuality بولو.

له بل پلوه، د ژاک دریدا (Derrida) له نظره، په پوسټ‌سټرکچرلیزم کې “متن” یوازې د ادبي یا فکري موادو لپاره نه کارېږي. هغه باور لري چې ان “حقیقي نړۍ” هم د “متن” په څېر ده، یعنې موږ دا نړۍ له یوې تعبیرې تجربې (interpretative experience) پرته نشو درک کولای. دا نړۍ، د ده له نظره، تل د تعبیر، تفسیر او فهم له لارې مانا پیدا کوي، نه دا چې یوه مشخصه، ثابته او مطلقه مانا ولري (هېنسن، ۲۰۱۴).

که د پوسټ‌سټرکچرلیزم له زاویې ورته وګورو، نو سیاسي پېښې او پرمختګونه هم د تعبیر او تفسیر وړ دي (ډېوېټاک،۲۰۰۹). له همدې ځایه، سیاسي پېښې یو ثابت حقیقت نه لري، بلکې دا پېښې له وخت، ځای، شرایطو او د وګړو له دریځ او تجربې سره تړلې تعبیرې بڼه غوره کوي.

یعنې د دې تیورۍ له مخې، هر فرد یا تحلیلګر سیاسي پېښې د خپلو ځانګړو شرایطو، تجربو او فرهنګي چوکاټ له مخې تعبیروي. مانا دا چې حقیقت یو ثابت شی نه دی، بلکې همېشه د تعبیر او تفسیر تابع وي.

څلورم؛ ډي‌کنسټرکشن یا متن څپړنه (Deconstruction)

د مفاهیمو د پېژندلو یوه لاره دا ده چې یو مفهوم د خپل مخالف له لارې وپېژندل شي. یعنې یوه کلیمه یا اصطلاح تر هغو مانا نه افاده کوي، څو پورې چې له کوم پخواني یا متضاد حالت سره ونه تړل شي.

پوسټ‌سټرکچرلیزم، د نړیوالو اړیکو له نورو تیوریو سره په توپیر، دا مفروضه ردوي چې د کلیمو ترمنځ اړیکې له مخکې ټاکل شوې یا حتمي دي. له همدې امله، د دې تیورۍ له مخې د نښو (علامو) جوړښتونه نه ثابت وي او نه هم تل یو ډول پاتې کېږي (هېنسن، ۲۰۱۴).

د بېلګې په ډول، که موږ وغواړو “اس” تعریف کړو، نو دا به له دې له لارې تعریفوو چې “اس” څه شی نه دی. د مثال په ډول اس انسان نه دی، یا اس چرګ نه دی. خو د پوسټ‌سټرکچرلیزم له نظره، دا ډول تقابل تل مطلق نه وي. ډېر ځله اس د نورو حیواناتو په پرتله انسان‌ته ډېر نږدې وي. دا مانا د وخت او شرایطو پورې تړلې ده، او ثابته یا تلپاتې نه ده.

په همدې لړ کې د پوسټ‌سټرکچرلیزم لیدلوری د ژاک دریدا له نظریاتو سره ډېر ورته والی لري. دریدا باور لري چې د مفاهیمو ترمنځ تقابل هېڅکله هم بې‌طرفه نه وي، بلکې پر یو‌ ډول د مراتبو پر لړۍ ولاړ وي. د ده په وینا، د دوو متقابلو اصطلاحاتو ترمنځ تضاد نه مطلق دی او نه هم ساده. هر مفهوم پخپل ځان کې تضادات لري، او همدا تضادونه د مانا تولید ته لاره برابروي.

پر پوسټ سټرکچرلیزم تیورۍ نېوکې

پوسټ‌سټرکچرلیزم تیوري نړیوال سیاست د دولتونو له دودیزو پولو راباسي، او پر هغو مفاهیمو چې له دولت‌محوره سیاست ورهاخوا هر ځای کې موجود وي تمرکز کوي. دا تیوري دا مفکوره هم ننګوي چې ګواکې یواځې دولتونه د سیاست فطرت او موقعیت ټاکي، او هڅه کوي د سیاسي تحلیل ساحه پراخه کړي.

له دې سره، پر پوسټ‌سټرکچرلیزم یوه جدي نیوکه دا هم ده چې په نړیوالو اړیکو کې ډېر مبهم او غلیظ مفاهیم کاروي. بله نیوکه دا ده چې دا تیوري له مادي یا عیني پروسو څخه سترګې پټوي. لکه مخکې چې اشاره ورته وشوه، د پوزیټیویزم پلویان، چې په تیوریو کې د ازادو او تابعو متغیراتو ترمنځ اړیکې مهمې ګڼي، پوسټ‌سټرکچرلیزم ته د یوې منظمې تیورۍ په توګه نه، بلکې د تیوریو پر وړاندې د نیوکو د یوې ټولګې په سترګه ګوري.

سره له دې نیوکو، لکه څنګه چې جارویس (۲۰۰۰) وایي، پوسټ‌سټرکچرلیزم د نړیوالو اړیکو د دودیزو تیوریو پر وړاندې یو بدیل لیدلوری وړاندې کوي. همدا وجه وه چې دا تیوري په پیل کې له سختو مخالفتونو سره مخ شوه. ډېری نړیوال‌پوهان دا تیوري په دې تورنوي چې د روښانفکرۍ (Enlightenment) پر ځای، پر انټالوژیکي او ایپیسټیمالوژیکي مسئلو تمرکز کوي او نړیوالې اړیکې یوې تخریبي، ایډیالوژیکې لارې ته سوق کوي.

خو له دې ټولو نیوکو او مخالفتونو سره سره، پوسټ‌سټرکچرلیزم لا هم د نړیوالو اړیکو په ډګر کې یوه مهمه او اغېزناکه تیوري ګڼل کېږي.

(1) Comments
  1. ما دا لیکنه په دېره مینه او تلوسه ولوسته، ډېر څه مې تر زده کړه. په دې برخه کې یو وړاندیز لرم او هغه دا چې د پوسټ موډرنېزم او پوسټ سټراکچرلېزم مفاهیم که لږ شنل شوی او را پېژندل شوی وای او بیا د پوهانو ترمنځ یې په تیورۍ او اختلاف نظر خبره شوې وای، نو لیکنه به نوره هم خوندوره وای، دلته لومړۍ په کار دا وو چې ددغو دوو مفاهیمو پېژندنه شوې وای، بیا یې همداسې په ورته والي . په دې لیکنه کې ډېر مواد ځای شوي دي، که په راتلونکې کې دغه هره برخه ځانته و سپړل شي، ځانګړنې یې په ګوته شي او بیا له نورو سره اړیکه په ګوته شي، نو زما غوندې د یو مبتدی لوستونکی سر به ژر خلاص شي.

Comments are closed.

error: Content is protected !!