کیسنجر، برېژېنسکي، او د ریالیزم ژمنه – ډینیل فریډ

ډینیل فریډ
ډینیل فریډدمګړې له اټلانټیک شورا کې یو مخکښ څېړونکی دی. هغه د اوباما او د ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال د امریکا د بندیزونو د پالیسۍ همغږی کوونکی و، د اوباما او جورج ډبلیو بوش د ادارو پر مهال یې د بهرنیو چارو وزارت د اروپایي او یوریشیایي چارو مرستیال وزیر په توګه دنده ترسره کړې، او همداراز په پولنډ کې د امریکا سفیر پاتې شوی دی.
لیکوال: ډینیل فریډ
ژباړه: د جیو افغانیکا د نړیوالو اړیکو مرکز
منبع: د فارن پالیسي مجله
د ټرمپ اداره لا هم د خپلې بهرنۍ پالیسۍ له اصولو د بشري حقونو او دیموکراسۍ موضوعات لرې کوي. د راپورونو له مخې، د جولای په ۱۷مه، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په بهرنیو هېوادونو کې مېشتو امریکايي دیپلوماتانو ته امر کړی چې د بهرنیو هېوادونو د ټاکنو د شفافیت په اړه له نظر ورکولو ډډه وکړي او یوازې د ټاکنو ګټونکو ته مبارکي ووايي. دا یو ستر بدلون دی، ځکه له لسیزو راهیسې واشنګټن د درغلیو یا له تمثیل ډکو ټاکنو پر ضد په ښکاره مخالفت څرګند کړی دی.
دا نوې تګلاره د هغو نورو ګامونو دوام دی چې د دیموکراسۍ او بشري حقونو د پیاوړتیا لپاره شته وسایل له منځه وړي. د ټرمپ اداره هڅه کوي چې د “نیشنل انډومینټ فار ډیموکراسي” مالي ملاتړ پای ته ورسوي. دا اداره د رونالډ ریګن پر مهال رامنځته شوې وه (د بشپړ وضاحت لپاره، زه د دې ادارې د بورډ غړی یم.). دغه راز، د ټرمپ اداره هڅه کوي چې د آزادۍ راډیو/رېډیو لیبرټي (چې ختیځې اروپا، منځنۍ آسیا، قفقاز، او منځني ختیځ کې خپرونې کوي)، رېډیو مارتي (کوبا)، د آسیا آزادۍ راډیو، او امریکا غږ له منځه یوسي. دا ټولې راډیوګانې هڅه کوي د امریکا ګټې د امریکا د ارزښتونو له لارې وړاندې کړي. چې د دې ارزښتونو تر ټولو مهم عناصر دیموکراسي او بشري حقونه دي.
خو اوس داسې ښکاري چې د ټرمپ اداره بېرته د بهرنۍ پالیسۍ د ریالیزم یوې تنګې نسخې ته ګرځي. د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسېت د مې په ۳۱مه د سینګاپور په یوې ناسته کې دا لیدلوری داسې بیان کړ: “متحده ایالات د پخوانیو کلونو د اخلاقي او درس ورکونکي بهرنۍ پالیسۍ ته نوره لېواله نه ده،” هغه زیاته کړه:“موږ دلته د دې لپاره نه یو راغلي چې پر نورو هېوادونو فشار واچوو چې زموږ پالیسۍ یا مفکورې ومني… موږ غواړو له تاسو سره په هغه ځای کې کار وکړو چې زموږ ګډې ګټې ورسره همغږي ولري.”
له هېوادونو سره اړیکې یوازې د ګډو ګټو پر اساس جوړول او ارزښتونه یو طرف ته کول او د هېګسېت په وینا، له “اخلاقي او درس ورکوونکي چلنده” ډډه کول په MAGA غورځنګ او له هغې هاخوا، د هغو پرمختګپالو کسانو په شمول چې د امریکا د دیموکراسۍ هڅې ریاکارانه بولي، ډېر پلویان لري. دا شکونه تر ډېره له هغو ناکامو هڅو سرچینه اخلي چې ګواکې امریکا یې د زور له لارې په افغانستان او عراق کې د دیموکراسۍ د ودې لپاره کړې وې. هېګسېت، روبیو (سره له دې چې پخوا یې د بشري حقونو او دیموکراسۍ ملاتړ کاوه)، او نور لوړپوړي چارواکي لکه د ملي استخباراتو مشرې تولسي ګابارډ، ټول د شاتګ په حالت کې ښکاري. د دوی د ریالیزم له لیدلوري داسې برېښي چې ارزښتونه یو ډول “عیاشي” ده. د دوی په ګمان متحده ایالات نور نه شي کولای چې دیموکراسي او نورو نړیوالو اصولو ته ژمن پاتې شي، بلکې باید یوازې خپلې سمدستي ستراتیژیکې او اقتصادي ګټې تعقیب کړي. هغه هم په داسې یوه نړۍ کې چې پکې سخت رقابت ده.
د امریکا ستراتیژۍ پخوا هم دا ډول شاتګ (retrenchment) غوره کړی و. کله چې د ویتنام جګړه ورځ تر بلې د ناورین پر لور روانه وه، او خلک ترې ستړي شوي وو، هغه مهال د ملي امنیت سلاکار هېنري کیسنجر، د ولسمشر ریچارډ نیکسن په ملاتړ، یوه سختدریځې، ریالیسته بهرنۍ پالیسۍ ته وده ورکړه، څو د امریکا د زوال مخه ونیسي.
په دغه تګلاره کې دا ټکي شامل و: له شوروي اتحاد سره د “detente” (نرمو اړیکو) پیل، په داسې حال کې چې شوروي لا هم د فشار او استبداد نظام وو؛ له چین سره اړیکې، هغه هېواد چې لا هم د ماو زېدونګ تر ظالمانه واک لاندې وو؛ او د نیکسن د عقیدې پر اساس دا اصل چې امریکا به د نړۍ په جګړو کې له مستقیمې برخهاخیستنې ډډه کوي او دا کار به خپلو باوري متحدینو ته سپاري. د دې ستراتیژۍ غوره بېلګه د ایران شاه و. شاه یو خپلسری واکمن و چې ځان یې د یو عصريکوونکي مشر په توګه تمثیلاوه، او غوښتل یې منځني ختیځ ته ثبات راولي (او د امریکا د وسلو لوی پېرودونکی هم و)، خو په خپل هېواد کې یې د سختې سرکوبۍ پر مټ واک چلاوه.
د کیسنجر ریالیزم د هغه وخت له شرایطو سره مناسب برېښېده. د ویتنام جګړه د امریکایانو پر ولس د کمونیزم ضد مبارزې تر نوم پلورل شوې وه، خو د ۱۹۶۰مې لسیزې تر پایه، چې له ۵۰۰,۰۰۰ ډېر امریکايي سرتیري په ویتنام کې جګړه کوله او تلفات یې د راتلونکو جګړو (لکه عراق او افغانستان) تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي وو، نو امریکایان نور چمتو نه وو چې د ولسمشر جان ایف. کینډي له هغو ژمنو سره لاړ شي، چې هغه په خپله د ۱۹۶۱ د لوړې مراسمو کې ویلي وو: “هر قیمت پرې کړئ، هر بار وزغمي، له هر سختۍ سره مقابله وکړئ، هر دوست ته ملاتړ ورکړئ او د هر دښمن مقابله وکړئ.”
د کیسنجر ریالیزم هیڅکله هم “اخلاقي او درس ورکوونکې” تګلاره نه درلودله. له ماسکو سره د نرمو اړیکو پایله د وسلو کنټرول له لارې ستراتیژیک ثبات ته لاره هواره کړه او دا یوه ستره لاسته راوړنه ګڼل کېده. خو کیسنجر د شوروي شرایطو منلو ته چمتو وو: هغه او نیکسن په شوروي اتحاد کې د بشري حقونو مسئله کمرنګه وګڼله، او د کانګرس له هغو هڅو سره یې مخالفت وکړ چې غوښتل یې د شوروي یهودانو ته په لویدیځو هېوادونو کې د محدودې کډوالۍ اجازه ورکړي (که څه هم دا هڅه ناکامه شوه). له دې زیات، کیسنجر په خاموشۍ سره دا ومنله چې شوروي دې د اروپا یو پر درېیمه برخه واک ولري. د ۱۹۷۲م کال هغه ګډه اعلامیه چې د امریکا او شوروي ترمنځ لاسلیک شوه او په هغې کې د دواړو هېوادونو اړیکو ته اشاره شوې وه، په هغې کې د بشري حقونو او د اوسپنیز دیوال (Iron Curtain) یادونه ونه شوه. دا د شوروي لپاره یوه غوره معامله وه.
نیکسن د ماسکو له لوري د اروپايي هېوادونو پر خلکو د فشار په اړه هیڅ دلچسپي نه درلوده او نه یې هم د شوروي د ولس د ازادۍ په اړه. او دا یوازې نیکسن نه و چې دا ډول فکر یې کاوه. لیندون جانسن هم د ۱۹۶۸م کال د اګست پر مهال، چې شوروي ځواکونه چکسلواکیا ته ننوتل او هلته یې د اصلاحاتو غوښتونکي کمونیسټ حکومت پر ضد زورزیاتی وکړ، کې هم لږه لېوالتیا وښوده. له دې وړاندې، ډوایټ آیزنهاور هم د ۱۹۵۶ کال د مجارستان پر اشغال کم غبرګون وښود.
د اروپا له پولې بهر، کیسنجر د شوروي د نفوذ له خپرېدو سره مخالفت کاوه، که څه هم پایلې یې ګډې وې: هغه د شوروي نفوذ له منځني ختیځه په مهارت سره په شا کړ، خو د ایران له شاه سره یې ډېر زیات سیاسي او مالي ملاتړ وکړ، چې بلاخره د هغه کورنی ظلم د هغه د سقوط لامل شو. همداراز، کیسنجر د ۱۹۷۳م کال هغه خونړۍ پوځي کودتا ته هم لار هواره کړه چې د چیلي د منتخب سوشلسټ ولسمشر، سالوادر الینده، واک یې ختم کړ.
ولسمشر جیمي کارټر او د هغه د بهرنۍ پالیسۍ اصلي ستراتیژیست، زبیګنیف برېژېنسکي، د بهرنۍ پالیسۍ د ریالیزم یوه بله بڼه تمرین کړه. یو داسې ځواکمحوره سیاست چې پر نړیوالو ارزښتونو ولاړ وو. لکه د نیکسن-کیسنجر تګلاره، هغوی هم له شوروي اتحاد سره د وسلو د کنټرول ملاتړ کاوه او له بیجینګ سره یې د امریکا اړیکې ژورولې. په دې کې د اړیکو رسمي کول او له تایوان سره د رسمي دیپلوماټیکو اړیکو پرېکول هم شامل وو. ښايي د دوی تر ټولو “کیسنجریي” ریالیستي پریکړه — او لکه څنګه چې وروسته معلومه شوه، تر ټولو ستره تېروتنه — همدا وه چې د ایران پر شاه یې پراخ باور وکړ، خو د هغه د سیاسي کمزورۍ نښې یې تر ډېره هېرې کړې وې، څو چې ناوخته شوه. خو د کارټر تر ټولو زړور او بریالی ګام دا و، چې د کمپ ډېوېډ تړونونو له لارې یې د اسراییلو او مصر ترمنځ د اړیکو عادي کول تر سره کړل.
په دوو مهمو برخو کې، کارټر او برېژېنسکي له نیکسن او کیسنجر سره توپیر درلود:
لومړی، دا چې کارټر بشري حقونو ته د امریکا د بنسټیزې ګټې په سترګه کتل.
دویم، برېژېنسکي بشري حقونه او دیموکراتیکې آزادۍ د شوروي اتحاد او د هغې د امپراتورۍ پر ضد د یوې سیاسي وسلې په توګه کارولې. دا بدلون یوازې سمبولیک نه و: د کیسنجر په مشوره، ولسمشر جیرالډ فورډ د شوروي له وتلي معترض لیکوال، الکساندر سولژېنیتسن، سره لیدنه ونه کړه، ځکه ښايي دا کار ماسکو خفه کړی وای. برعکس، کارټر د خپلې ولسمشرۍ په لومړیو کې د برېژېنسکي مشوره ومنله او له بل شوروي تبعیدي معترض، ولادیمیر بوکوسکي، سره یې ولیدل.
له دغو سمبولیکو نښو هاخوا، د ارزښتونو پر بنسټ د ریالیزم تګلارې ته مایله کېدل ژورې پایلې درلودې. د کارټر ولسمشرۍ د شوروي اتحاد دننه د دیموکراتیک مخالفت له راپورته کېدو سره هممهاله و، پشمول د بالتیک جمهوریتونو او اوکراین، او همداراز د شوروي تر ولکې لاندې اروپا، په ځانګړې توګه پولنډ، چکسلواکیا، او هنګري کې. د پولنډ “سولیداریت” خوځښت په ۱۹۸۰م کال کې راپورته شو، کله چې د دیموکراتیکو مخالفینو یووالی د بندرونو له اعتصاب کوونکو کارګرو سره یو ځای شو، او ژر یې میلیونونه پلویان وموندل.
کارټر او برېژېنسکي، د خپلو پخوانیو مشرانو برعکس، له دغو خوځښتونو ملاتړ وکړ. هغوی له “سولیداریت” ملاتړ وکړ، او د همدې ملاتړ له لارې یې وښوده چې دوی د پولنډ (له شوروي ولکې څخه) د آزادۍ په برخه کې ژوره علاقه لري. کله چې داسې ښکاره کېده چې شوروي اتحاد غواړي پر پولنډ د “سولیداریت” د ځپلو په موخه یرغل وکړي، نو برېژینسکي د شوروي مشرتابه ته اخطارونه ورکړل، او له پاپ جان پاول دویم سره یې همکاري وکړه — هغه یو ځیرک او کاریزماتیک پولنډی مذهبي مشر و، چې په خپل هېواد کې یې ډېر ملاتړ درلود.
د ۱۹۷۰مې لسیزې تر پایه، د امریکا د هغه وخت د دوو سترو دولتي سلاکارانو — هنري کیسنجر او زبیګنیف برېژېنسکي — ترمنځ ډېرې پرتلې شوې دي. د اېډورډ لوس نوې غوره بیوګرافي، “زبیګ”، د برېژېنسکي پر ژوند ژور نظر اچوي او دا موضوع هم پکې شامله ده. زه پخپله د ۱۹۷۰مو کلونو په منځ کې د برېژېنسکي شاګرد وم، او له هغه سره مې نږدې کار وکړ، او کله چې په حکومت کې وم، چې د کارټر له دورې د ټرمپ د لومړۍ دورې تر لومړیو اونیو پورې غځېده، یو مهال د پولنډ لپاره د امریکا سفیر هم وم. له همدې کبله، زه د کیسنجر او برېژینسکي ترمنځ د پرتلې په برخه کې یو څه زیاتولی شم.
له اروپایي استبدادونو څخه د تښتېدونکو او مهاجرینو په توګه، کیسنجر او برېژېنسکي د هغه وخت د WASP (سپینپوستي انګلو ساکسوني پروټستانتي) بهرنۍ پالیسۍ له حلقې بهر کسان وو. خو دواړه د امریکا پر ځواک او نړیوالې مشرۍ باور لرونکي پرجوشه مینهوال شول. او دواړو د سخت ځواک او ستونزمنو پریکړو اړتیا درک کړې وه.
خو د دوی ترمنځ توپیرونه ژور وو. کیسنجر خپل باور په نظم، او په هغو رژیمونو درلود چې د ګډوډۍ، تاوتریخوالي، او خطرناکو ایډیالوژیو پر وړاندې نظم وساتلی شي.. د هغه مشهور کتاب، “یوه بیا رغول شوې نړۍ” (A World Restored)، چې په ۱۹۵۷م کال کې لیکل شوی و، د اتلسمې پېړۍ د اتریشي دولتي سلاکار کلیمېنس فن مېټرنېخ ته یو ډول درناوی و. هغه یو ستراتیژیک مشر و چې له وطنپالنې، ملي خودمختارۍ، او د فرانسې د انقلاب له تحرکاتو یې کرکه لرله. د کیسنجر ستراتېژي له تاریخي بدبینۍ ډکه ښکاري. یوه داسې بدبيني چې د امریکا د کمونیزم پر ضد مبارزې، د دیموکراسۍ د دوام، او د بشري حقونو ارزښت ته یې د شک په سترګه کتل.
برېژېنسکي بیا د پولنډ له سیاسي دود سره نږدې کس و. هغه دود چې د ۱۸مې پېړۍ په وروستیو کې راڅرګند شو او د پولنډ له ملي قضیې سره یې د داخلي او نړیوالې دیموکراسيغوښتنې مبارزه یو ځای کړه. نامتو پولنډی پوځي انجینر، جنرال، او دولتي سلاکار تادیوش کوشچیوشکو د امریکا د انقلاب په جګړه کې ځکه ګډون وکړ، چې د امریکا قضیه یې د خپلې غصب شوې خاورې له ازادۍ سره ورته ګڼله. هغه مهال پولنډ د اتریش، پروشیا، او په ځانګړي ډول د روسیې تر ګواښ لاندې وو. د ورته دلایلو له امله، پولنډي جنرال یوزف بېم د ۱۸۴۸–۴۹م کلونو د مجارستاني پاڅون پر مهال د اتریش پر ضد د مجارانو ترڅنګ وجنګېد، تر څو چې د روسي ځواکونو له خوا مات شو. د هغه وخت د پولنډ شعار، “ستاسو او زموږ د د آزادۍ لپاره”، له هغو ملتونو سره د پولنډي ملت یووالی څرګندوي چې د ازادۍ لپاره یې مبارزه کوله. دا شعار لا هم تر نن ورځې پورې کارول کېږي، ان له اوکراین سره د پولنډ د مرستو په برخه کې هم.
که د پولنډي ولس د نړیوالې دیموکراسۍ هیله کله د “پولنډي رومانتیک خیالپالنې” په توګه تعبیر شي، نو برېژېنسکي هېڅکله خیالپال نه و. هغه پر ځواک باور درلود. خو هغه د نړیوالو ارزښتونو او ملي وطنپالنې د یووالي ځواک ته درناوی هم درلود. هو! داسې یو ځواک چې ملتونو ته یې د شوروي د واک پر وړاندې د مقاومت توان ورکوه. دا بیا هغه څه و چې کیسنجر ورته ارزښت نه ورکاوه. برېژېنسکي ارزښتونه د امریکا د ځواک د یوې وسلې په توګه کارول، څو د شوروي کمونیزم پر وړاندې یو ایډیالوژیک یرغل پیل کړي — او همداسې یې وکړل هم.
کیسنجر او برېژېنسکي د ریالیزم د دوو بېلابېلو بڼو استازیتوب کاوه. د کیسنجر ریالیزم دا و، چې د موجود ځواک درناوی وکړئ، او عموماً ورته تسلیم شئ. خو د برېژېنسکي ریالیزم دا درکاوه چې د ملتونو او افرادو د آزادۍ لپاره اوږدمهاله ارمانونه هم ستر ځواک لري. که څه هم کیسنجر د کلونو لپاره د دې بحث غالب اړخ و، او د هغه لاره لا هم دمګړې د هغو کسانو لپاره جذابه ده چې د امریکا د ځواک او ارزښتونو په اړه شک لري، خو د برېژېنسکي دا تګلاره — چې د بشري حقونو او ملي ارمانونو ملاتړ یې کاوه — وروسته بریالۍ، اغېزمنه، او د وړاندوینې وړ ثابته شوه. د هغه او کارټر لیدلوری، چې د بهرني سیاست په برخه کې یې دیموکراسي او بشري حقونو ته ارزښت ورکاوه، بې له ګوندیز توپیره، د ریګن د “ازادۍ خپرولو” اجنډا ته هم لاره هواره کړه.
د برېژېنسکي هغه ریالیزم چې د نړیوالو ارزښتونو له خوا رهنمایي کېده، د امریکا له بنسټیز سیاسي اعتقاد سره ډېر نږدې و. هغه اعتقاد چې د ابراهام لینکن په وینا “د ټولو انسانانو او د هر وخت لپاره” پلي کېدونکي اصول لري. د امریکا بنسټیز اصول د “اخلاقي او درس ورکوونکي” په توګه ردول، او یواځې ځواک د بهرني سیاست د وسيلې په توګه منل، ښايي د دې زمانې له شکمن او معاملهپال مزاج سره برابر وي؛ خو داسې بهرنی سیاست چې د ارزښتونو درناوی کوي، هماغومره مناسب او هیلهبښونکی دی، لکه څنګه چې د برېژېنسکي په دوره کې و.