لېبرالیزم او په اړه یې ناهیلي (د فرانسېس فوکویاما کتاب ارزونه) – احمدالله ارچیوال

احمدالله ارچیوال
احمدالله ارچیوال په ۲۰۰۴ کال کې له پېښور پوهنتونه په ژورنالېزم او په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا له نیوسکول پوهنتونه د نړیوالو چارو په برخه کې ماسټرۍ ترلاسه کړي. دا راز، نوموړی «د خدایې خدمتګار کلتوري اغېزې» او «ولسي مبارزې (عدم تشدد)» کتابونو لیکوال هم دی. ښاغلی ارچیوال له تېرو دوو لسیزو راهیسې، د امریکا د سولې په انستیتوت، یوناما، د افغانستان ټاکنو کمیسیون کې د عامه پوهاوي د رییس او کارډان پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې د استاد په توګه دندې ترسره کړي دي.
کتاب: لېبرالېزم او په اړه یې ناهیلي
لیکوال: فرانسېس فوکویاما
ارزوونکی: احمدالله ارچیوال
دا مهال لېبرالیزم ښايي د ډېرو کارېدونکو مفاهیمو له ډلې څخه وي، چې بېلابېل خلک یې په بېلابېلو طریقو تعبیروي. د سیاسي علومو او سیاسي اقتصاد وتلي عالم فرانسېس فوکویاما په خپل کتاب «لېبرالیزم او په اړه یې ناهیلي» کې د لېبرالیزم اصلي مفهوم او د دغه مفهوم تاریخ راسپړلی دی. هغه د لېبرالیزم پر وړاندې خنډونه څېړلي او د هغو د لهمنځه وړلو لارې چارې یې هم ښودلي دي.
په دې کتاب کې فوکویاما پر کورني او ټولنیز نظم تمرکز کوي. یا په بل عبارت، د نړیوالو اړیکو لیبراله تیوري د نوموړي د کتاب موضوع نه ده. فوکویاما کلاسیک لېبرالیزم د یوې متنوع ټولنې پر خلکو د حکومت کولو وسیله ګڼي. د هغه په وینا، لېبرالیزم یو پراخ مفهوم دی چې بېلابېل ډولونه لري، خو پر انفرادیت، برابري، او افقيت ټینګار یې هغه ګډ ټکي دي چې د ټولو ډولونو ترمنځ مشترک دي. لیکوال د لېبرالیزم د توجیه لپاره یو شمېر دلایل وړاندې کوي. د هغه په وینا، په یوه متنوعه ټولنه کې د سولهییز ژوند لپاره د تاوتریخوالي مدیریت، د وګړو د بشري حقونو ته درناوی، او دا حقیقت چې اقتصادي لېبرالیزم د اقتصادي پرمختګ لامل کېږي — دا ټول هغه اساسي دلایل دي چې لېبرالیزم توجیه کوي.
لېبرالیزم د اوولسمې پېړۍ په نیمايي کې، په اروپا کې د شاوخوا ۱۵۰ کلونو خونړیو مذهبي جګړو وروسته رامنځته شو. د یوې اندازې له مخې، د دې جګړو مخامخ او نامخامخو اغېزو له امله یوازې د دېرشو کلونو پر مهال د مرکزي اروپا څه باندې یوه پر درېیمه برخه نفوس لهمنځه ولاړ. د فوکویاما په وینا، هغه مهال د لېبرالیزم د رامنځته کېدو موخه دا وه چې د اساسي قانون او نورو قوانینو له لارې د حکومت واکونه محدود شي، او د هېوادونو د اوسېدونکو انفرادي حقونو د خوندیتوب لپاره لازمې ادارې رامنځته شي.
د کتاب د لیکوال په وینا، د لېبرالیزم له رامنځته کېدو سره سم، په هغو ټولنو کې چې اجتماعیت ته یې ډېر ارزښت ورکاوه، د دې فکر د پلي کېدو پر وړاندې حساسیتونه پیدا شول. خو د فوکویاما په باور، نه یوازې د لویدیځې نړۍ تر پولو بهر، بلکې پخپله په لویدیځه نړۍ او ان په پرمختللو ټولنو کې هم لا هم د لېبرالیزم پر وړاندې جدي ننګونې شتون لري.
ښي اړخي او محافظهکار کسان له لېبرالیزم سره ځکه مخالفت کوي، چې غواړي د حکومت لاسوهنه د خلکو په ورځني ژوند کې راکمه کړي او د دولت رول محدود کړي. دوی دا مخالفت د پاپولیستي سیاستونو له لارې څرګندوي، چې کله ناکله افراطي بڼه هم خپلوي. دغه ډله باور لري چې د حکومت له خوا د خلکو په شخصي او ټولنیز ژوند کې بېساري مداخله د ټولنې د شا تګ او وروستهپاتي کېدو لامل ګرځي.
کیڼ اړخي له لېبرالیزم سره ځکه مخالفت کوي، چې د دوی په باور لېبراله تګلارې د خلکو ترمنځ اقتصادي نابرابري رامنځته کوي. همداراز، پر فردي ازادي دومره ټینګار، چې ځینې وختونه یو شمېر کلتوري ارزښتونه له خطر سره مخ کوي، د ښي اړخو محافظهکارو لهخوا له سختو غبرګونونو سره مخ کېږي. د فوکویاما په وینا، د دې دواړو ډلو مخالفت د لېبرالیزم د تطبیق له څرنګوالي سره تړاو لري، نه د پلورالیزم (ګډو ارزښتونو منلو) له فلسفې سره. د دې ادعا د اثبات لپاره، نوموړی له لېبراله اصولو د دغو ډلو د مشرتابه او مخکښانو پخوانی ملاتړ د بېلګې په توګه وړاندې کوي.
د کتاب لیکوال د لېبرالیزم د دوام لپاره خپلو ملاتړو ته مشوره ورکوي، چې باید منځلارې واوسي، د خلکو نظرونو ته درناوی ولري، زغم، ټولنیزو ارزښتونو ته ژمنتیا، او متقابل تعامل عملي کړي.
فوکویاما د نریندرا مودي تر مشرۍ لاندې د هند د اوسني حکومت له لوري پر خلکو د لېبراله فکر پر ځای د نورو پېژندګلویو تپلو منفي پایلو ته په اشارې سره ټینګار کوي، چې لېبرالیزم دا وړتیا لري چې د ازادۍ، برابری، انفرادیت او ټولنیزو ارزښتونو — چې ځینې وختونه یو له بله سره په ټکر کې وي — له لارې د متنوع خلکو لپاره یو مناسب سیاسي چاپېریال رامنځته کړي، څو دوی وکولای شي له یو بل سره په سوله ییز ډول ژوند وکړي.