LOADING CLOSE

پوسټ لېټریسي؛ بشري تمدن په کومه خوا روان دی؟ احمد ارشاد احرار

احمد ارشاد احرار
څېړونکی او لیکوال

احمد ارشاد احرار د اسلامي، دیني او ټولنیزو چارو څېړونکی دی. هغه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بېلابېلو ادارو په ځانګړي ډول د امنیتي او دفاعي سکتور په برخو کې د حقوقي چارو، ستراتیژۍ او پالیسیو سلاکار پاتې شوی دی. احرار د نږدې دوو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د اسلامي خوځښتونو ترڅنګ ټولنیز او سیاسي بدلونونه څاري او د اړوندو موضوعاتو په اړه وخت ناوخت خپل نظر او ارزونې وړاندې کوي. ښاغلی احرار له تېرو څلورو کلونو راهیسې، په امریکا کې د نوتردام پوهنتون د افغانستان د سولې او پراختیا له پروګرام سره د همکار څېړونکي په توګه کار کوي.

لیکوال: احمد ارشاد احرار

لیک او لوست پخوا د اشرافو او خواصو کار و. عام خلک خپل ژوند پسې اخیستي و او دومره امکانات یې نه درلودل، څو د شوق او ذوق له مخې مطالعه وکړي. ان په ځینو فرهنګونو کې لیک او لوست ته په سپکه سترګه کتل کېدل.

په اتلسمه پېړۍ کې د چاپ صنعت د بشري تمدن پر مخ نوی فصل پرانیست. د چاپ صنعت؛ کتابونه پرېمانه او ارزانه کړل، او په ډېره کمه موده کې عامو خلکو کتابونو ته لاسرسی پیدا کړ. ورځپاڼې رامنځته شوې، ورپسې د حمل او نقل امکانات چټک او عام شول، او همدا کتابونه او پیغامونه یې په ډېر لنډ وخت کې هرې سیمې ته ورسول.

له دې بدلون سره د بشري تاریخ مسیر بدل شو. څومره چې پوهه عامېدله، په هماغه اندازه د خلکو د ژوند، ټولنې او سیاست په اړه نظریات هم بدلېدل، تر دې چې وضعیت داسې یوې مرحلې ته ورسېد چې نور پخواني سیاسي او ټولنیز نظمونه انسانانو ته د منلو نه وو. د اطاعت روحیه ورو ورو د بغاوت خوا ته ولاړه، او هماغه و چې انسانانو بغاوت پیل کړ او ټول دودیز سیاسي او ټولنیز بنسټونه یې ونړول.

نوی عصر، نوی انسان

په ۲۰۲۲ کال کې زه د بلخ ولایت دولت‌آباد ولسوالۍ ته د یوه روزنیز پروګرام د وړاندې کولو لپاره تللی وم. ګډونوال د ښوونځیو ځوان استادان وو. هلته ډېری ګډونوالو وویل چې د افغانستان پلازمېنه یې هېڅکله هم نه ده لیدلې، او یوازې کال کې یو ځل، یا ان دوو کلونو کې یو ځل، د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ته تللي دي.

رابرت جیلدیا د فرانسوي انقلاب په اړه په خپل کتاب “د انقلاب بچي” کې له صنعتي انقلاب څخه مخکې د فرانسې ورته انځور وړاندې کوي. هغه لیکي چې پخوا خلک په لرې پرتو سیمو کې اوسېدل، د ښار له ژوند، امکاناتو او بدلونونو څخه ناخبره وو. تر ښاره تګ د ډېرو خلکو د ژوند تر ټولو ځانګړې خاطره وه، چې هغه هم د لږو کسانو په نصیب کېده. خلکو ان د یو بدیل ژوند تصور هم نه شو کولی.

خو له صنعتي انقلاب وروسته، هر څه په بنسټیزه توګه بدل شول. هر سهار د اورګاډي له برکته بازار ته له ښاره ورځپاڼې رارسېدې. دغو ورځپاڼو خلکو ته نوې خبرې، نوي انځورونه، نوي زیري او تازه پیغامونه راوړل. خلک له نویو مفکورو او بدیل ژوندون سره بلد شول. نوي کتابونه، نوي لیکوالان او نوي فکرونه رامنځته شول. لیکل نور یوازې د روحانیونو او درباریانو ځانګړی امتیاز نه و؛ بې‌وزله او عادي خلکو هم کولای شول خپلې تجربې، نظریات او د زړه خبرې په اسانۍ شریکې کړي. ​​نوي عصر نوې دنیا راوړه، او ورسره یې نوی انسان هم وزېږاوه.

د اتلسمې پېړۍ کلاسیک ادبیات تر ډېره د ټولنې له متوسطې طبقې څخه را پورته شویو لیکوالانو آثار دي، چې د داستانونو په بڼه یې د عامو خلکو ژوند او اندېښنې له نړۍ سره شریکې کړې. دغه مهال یو داسې عصر پیل شوی و، چې یو کتاب په آسانه په زرګونو ټوکو چاپېده، ارزانه وېشل کېده، او له همدې لارې په ټولنه کې نوی طرزِ دید رامنځته کېده.

مطالعه په یو ذوق واوښته. لیکوالانو له دې لارې پیسې هم ګټلې. هغه پوهان او لیکوالان چې د تاریخ په اوږدو کې به تل خوار وو، اوس یې د خپلو اثارو په مټ ښه عاید درلود. ان د داستایفسکي په څېر داسې لیکوالان هم وو، چې ټول ژوند یې د لیکلو له لارې مخ ته وړو.

په تېره پېړۍ کې بې شمېره داسې لیکوالان تېر شوي چې د خپلو کتابونو له لارې یې میلیونونه روپۍ وګټلې. له بلې خوا په خلکو کې د لوستلو بې‌ساری شوق پیدا شوی و. په نولسمه پېړۍ کې خلکو په بې‌ساري توګه لوستلو ته مخه کړه؛ نږدې هر څه به چې لاسه ته ورسېدل، لوستل به یې. ان ځینو لیکوالانو د مطالعې دې شوق ته د تبې، لیونتوب او اپیډیمۍ اصطلاحات وکارول.

د پوهې ډیموکراتیزه کېدل

په لرغوني یونان کې د سواد پیدا کېدلو فلسفه وزېږوله، او فلسفې د بشري تمدن ستنې ودرولې. د چاپ صنعت هغه پوهه، چې یوازې په کتابونو او کتابتونونو کې پرته وه، عامه کړه او نوره پوهه تر خواصو پورې محدوده نه وه. همدې بهیر ته یو شمېر فیلسوفانو د پوهې ډیموکراتیزه کېدو اصطلاح وکاروله.

له دې بدلون سره نوي افکار وزېږېدل، نوي لیکوالان راڅرګند شول، او د لیکلو نوې طرزونه رامنځته شول. په نوي فکر سمبال شویو انسانانو نور هغه پخواني نظمونه نه شول زغملای. همدا و چې پادشاهۍ ونړېدې، استبدادي رژیمونه نسکور شول، نوي ایډیولوژۍ وزېږېدې، فلسفي افکار خپاره شول، استدلالي تفکر وغوړېد، نقد او انتقاد عام شو، ساینسي اکتشافات چټک شول، د جګړو بڼه بدله شوه، تجارت او ترانزیټ مدرن شول، د انسانانو ترمنځ لاسرسی آسان شو او یوه داسې نوې نړۍ وزېږېده چې نن یې هېڅ اړخ د سلو یا دوو سوو کلونو مخکې نړۍ په شان نه دي. 

دا هر څه د لیک او لوست د پراختیا پایله وه. ښوونځي او پوهنځي نور د تفنن او ذوق ځایونه نه وو، بلکې یو ضرورت وو. که دې زده‌کړه نه کوله، نو په نوې نړۍ کې دې ځای نه درلود.

له سواد وروسته ټولنه

د چاپ ماشین له اختراع سره بشر یو ستر انقلاب تجربه کړ، خو نن داسې ښکاري چې موږ د یوه بل پړاو په درشل کې ولاړ یو، دې پړاو ته له سواد وروسته یا پوسټ‌ لِټریسي پړاو ویل کېږي. د دې نوي پړاو نښې نښانې په پرمختللو ټولنو کې د سواد د رکود په بڼه څرګندې شوې دي.

د ۲۰۲۴م کال په پای کې د OECD بنسټ یو راپور په پرمختللو هېوادونو کې د سواد کچې د ټیټیدو په هکله حیرانونکي ارقام وړاندې کړي. د څارونکو په اند، په دې پړاو کې د سواد د ټیټېدو کچه داسې حالت ته رسېدلې چې پخوا به یوازې د جګړو او ټولنیزو ناورینونو په اوږدو کې داسې یو څه پېښېدل.

د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې د پوهنتون استادان اوس دا اندېښنه لري چې محصلین یې د سواد په بنسټیزو مهارتونو کې کمزوري دي. ان د IQ ازموینې، چې د ذهني وړتیا اندازه کوي، د شلمې پېړۍ په پرتله د انسانانو د وړتیا د ښکته تګ نښې ښیي.

څېړنې ښیي چې په امریکا کې آزاده مطالعه ۴۰ سلنه کمه شوې؛ په بریتانیا کې له هر درې کسانو یو مطالعې ته شا کړې؛ په ماشومانو کې د مطالعې کچه په بې‌سارې توګه لوېدلې؛ او د چاپ صنعت چې پخوا به یې کتابونه په زرګونو ټوکونه چاپول، اوس که په محدوده اندازه هم وپلورل شي نو خبرندویه ټولنې ورته خوشالېږي. همدا د پوسټ لیټریسي پړاو ناورین دی.

سکرین؛ د کتاب ځای ناستی

د پوسټ‌ لِټریسي پړاو تر ټولو ستر لامل انټرنټ بلل کېږي. په دې نوي پړاو کې کتاب ته شا اړول شوې، او د کتاب ځای د سکرینونو رڼا نیولې ده، چې بشر یې د یوې سترې فرهنګي تخلیې پر لوري روان کړی دی. 

د استدلالي او انتقادي تفکر د زوال په پایله کې د بشر هغه ستره او غني تجربه، چې په زرګونو کلونو کې د لیک او لوست له لارې رامنځته شوې وه، اوس ورو ورو د کمزوري کېدو په حال کې ده. د دې بدلون اغېزې له سیاسته نیولې، تر ټولنې، بازار، کوڅو او پس‌کوچو پورې په هر ځای کې محسوسېږي.

نن نړۍ د پخوا په پرتله له ډېرې ګډوډۍ سره مخ ده. ارزښتي دیوالونه لړزانده دي، فکري زېربناوې د نړېدو په حال کې دي، کرکه، نفرت، او ناخوالې مخ پر زیاتېدو دي.

لرغوني تمدنونه د لیک او لوست په برکت غوړېدلي وو؛ خو ښايي زموږ نننی تمدن د لیک او لوست له زوال سره، له زوال سره مخ شي.

له ساړه منطق سره مخه ښه

نن خلک د دې پر ځای چې مطالعه وکړي، ویډیوګانې ګوري. لیکل په سړه سینه کېږي، او له همدې سړې سینې ژورې خبرې راوځي، خو که چېرې تاسو وغواړئ چې هماغه پیغام په ویډیو کې وړاندې کړئ، نو باید د لیکنې له منطق څخه د ویډیو د جذابیت معیارونو ته واوړئ. احساسات ښکاره کړئ، چیغې ووهئ، اوښکې تویې کړئ، ظاهري جذابیت ته مو پام وکړئ څو ډېر خلک تر اغېزې لاندې راولئ. له بده مرغه، د لیکنو عمق په ویډیوګانو کې نه شته.

ان د هنر په ډګر کې هم پخوانيو سندرغاړو ساده جامې اغوستلې، ساده حرکات به یې کول؛ خو اوس سندرغاړي تر خپلو سندرو په خپل اندام او جامو ته ډېر پام کوي. په ویډیوګانو کې خلک شکل، څېره او سټایل ته نمرې ورکوي.

د نړۍ ډېری پوهان خپل ظاهر ته چندان رسیدګي نه شي کولی یا وخت نه لري او یا یې فکري جوړښت داسې دی چې لومړیتوب یې بدل وي. خو نن هغه خلک په ټولنیزو شبکو کې ډېر ځلیږي چې یا داسې خبرې کوي چې خلکو ته خوند ورکوي، او یا داسې ځان سینګاروي چې د خلکو توجه ځان ته راجلب کړي.

له همدې امله په لویدیځو ټولنو کې ورځ تر بلې پر ټولنیزو شبکو نیوکې ډېرېږي. ځکه دغه شبکې د ډېرو کتل کېدو په بدل کې خلکو ته پیسې ورکوي او دا ځوانان دې ته هڅوي چې یا د خپل بدن غړي نندارې ته وړاندې کړي او یا غیر اخلاقي محتوا خپره کړي څو ډېر لیدونکي جذب کړي. له دې لارې دوی ډېرې پیسې ګټي، ان د خپلو پلرونو او کورنیو له عایده څو چنده ډېر عاید ترلاسه کوي او همدا مالي استقلال بیا د دې لامل کېږي چې دوی د چا خبرو او نیوکو ته غاړه نه ږدي. 

ټولنیز اخلاق او د ټولنې نوي قهرمانان

تېرو کلونو کې مې د ویکتور هوګو د بېوزلانو (Les Misérables) کتاب لوستلی و. هغه په یوه برخه کې د فرانسې د کارګرو ماشومانو په اړه خبرې کوي، د هغوی د بازار اصطلاحات او محاوري را نقلوي، او بیا هلته وايي موږ ادیبان به خپل کار کوو؛ که څوک یې مني که نه. د ټولنې ادبیات همدا بازاري ماشومان ټاکي. همدوی نوي اصطلاحات جوړوي او خلکو ته یې کارونه خوند ورکوي، همدوی په تاریخ کې سترې جګړې کوي، همدوی زړه‌ور دي، او همدوی ستر امپراتوران او باچایان شوي. 

زه چې اوس د افغانستان د ټولنیزو شبکو محتوا ته ګورم، ټولنیزې شبکو بې سوادې طبقې ته د خبرو سټیج ورکړی او موږ ګورو چې نن تر هر ادیب، فیلسوف، شاغر، خلک د هماغه بې سوادانو محتوا ډېره ګوري، کمنټونه ورکوي، یو بل ته یې فاروارډ کوي او خپل مجلسونه پرې تاوده ساتي.

څه موده وړاندې مې ملګري سمیع‌الله ایلم ته د ټیک‌ټاک د منفي اغېزو یادونه کړې وه؛ هغه راته وویل: “ټیک ټاک راتلونکی دی.” موږ یې اوس په خپلو سترګو وینو چې زموږ سیاسي روایتونه ټیک‌ټاکران ټاکي او د ټولنې سلیبریټیان مو ټېک‌ټاکران دي. تر ټولو مهمه دا ده چې همدا ټیک‌ټاکران د قضاوت په مقام  ناست دي او خلکو ته د ښه او بد ټاپې وېشي. موږ ولیدل چې په ټیک‌ټاک کې مطرح افغان سلیبریټيان چې په عمومي توګه یې غیر اخلاقي محتوا خپروله، خلکو ورته په یوه شپه کې څو لکه ډالر ډالۍ ورکړې.  زموږ په تاریخ کې هېڅ چا هم کوم پوه او یا عالم ته دومره پیسې نه وې ورکړې.

دا شاید زموږ د ټولنې نخبه طبقې ته یو سخت ټکان وي خو حقیقت هم همدا دی. که موږ خپله بڼه بدله نه کړو، د نوي انقلاب له واقعیتونو سره ځان برابر نه کړو، نو زموږ د ټولنې نوي رهبران به همدا ټیک‌ټاکران او ورته سلیبریټیان وي. لیکوالان او کتاب‌داران دې بیا ځان ته کومه بله نړۍ ګوري!!

ځواب دلته پرېږدئ

error: Content is protected !!