LOADING CLOSE

د اوسپنې ډيپلوماسي: د افغانستان له لارې د سویل پر لور د مرکزي آسیا پرمختګ – نیکولا میکوویچ

نیکولا میکوویچ
خبریال او شناند

نیکولا میکوویچ صربیا‌مېشتی خپلواک خبریال، څېړونکی او شنونکی دی. هغه تر ډېره د روسیې، بلاروس او اوکراین بهرنۍ تګلارې او د انرژۍ اړوند موضوعات څېړي.

ښاغلی نیکولا په ځانګړي ډول د روسیې پر هغو مسایلو تمرکز کوي چې له پخواني شوروي هېوادونو، منځني ختیځ او بالکان سیمې سره تړاو لري. هغه د څو نړیوالو خپرونو لپاره لیکنې کوي، لکه: ډیپلوماتیک کوریر (Diplomatic Courier)، بایلاین ټایمز (Byline Times)، CGTN، لووي انسټیټیوټ (Lowy Institute)، ګلوبل کامنټ (Global Comment) او ورلډ جیو سټراټیجیک انسایټس (World Geostrategic Insights) او نور.

لیکوال: نیکولا میکوویچ
ژباړه: د جیو‌افغانیکا د آی آر مرکز

متحده ایالات او د هغه متحدین کېدای شي د طالبانو د پخواني سخت دریځه تاریخ، د بشري حقونو د دوامدارو سرغړونو او په افغانستان کې د لوېدیځو څو لسیزو هڅو د ماتې له امله د طالبانو د واکمنۍ بېرته راتګ ته اندېښمن وي. خو سره له دې، طالبان هڅه کوي د نړیوال جنوب، په ځانګړي ډول د مرکزي آسیا له هېوادونو سره خپلې اړیکې ټینګې کړي، څو د رېل‌پټلۍ د جوړولو لپاره پانګونه جلب کړي.

د مرکزي آسیا د وچبندو هېوادونو لپاره افغانستان عربي سمندر ته تر ټولو نږدې ترانزیټي لاره ده او د روسیې، چین یا د قفقاز له لارې د اوږدو او پېچلو لارو پر ځای یوه بله بدیله لاره برابروي.

دا جګړه ځپلی هېواد (افغانستان)، چې د مرکزي او جنوبي آسیا په څلورلارې کې پروت دی، د پخوانیو شوروي جمهوریتونو او د سیمې له لویو بازارونو – لکه هند او پاکستان – سره د ځمکني پُل په توګه عمل کوي. د افغانستان همدې ستراتیژیک موقعیت د سیمې هېوادونه دې ته هڅولي چې د افغانستان د رېل‌پټلۍ په شبکه کې پانګونه وکړي، ځکه دوی ښه پوهېږي چې دا نوې لاره به لږ تر لږه د دوی ځینې جیوپولیټیکي او جیو اقتصادي ګټې خوندي کړي.

د راپورونو له مخې، د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر مورات نورتلیو کابل ته وروستی سفر په عمده توګه د افغانستان د رېل‌پټلۍ پر پروژو متمرکز و. قزاقستان، چې د مرکزي آسیا تر ټولو لوی اقتصاد لرونکی هېواد دی، اعلان کړی چې په افغانستان کې به د ۱۱۵ کیلومتره (۷۱ میله) اوږدې رېل‌پټلۍ د جوړولو لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي. دا رېل‌پټلۍ به د ترکمنستان پولې ته نږدې د تورغونډي له بندره تر هرات ښار پورې وغځېږي.

د طالبانو د رېل‌پټلۍ چارواکو د مرکزي آسیا ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې د افغانستان او قزاقستان پلاوو د دې پروژې په تړاو یو تفاهم لیک لاسلیک کړی دی او تمه کېږي چې په راتلونکو میاشتو کې به یو شمېر نور تړونونه هم لاسلیک شي. د دې اورګاډي د جوړولو تفصیلي مطالعه به تر ژمي پورې بشپړه شي او د طالبانو چارواکي هیله لري چې د کال تر پایه به یې عملي کارونه هم پیل شي.

په ورته وخت کې کابل هیله لري چې له ګاونډیو هېوادونو – ازبکستان، ترکمنستان، روسیې او پاکستان – سره هم ورته تړونونه لاسلیک کړي. د طالبانو د رېل‌پټلۍ د کارپوهانو په وینا، دا څلور هېوادونه به د قزاقستان ترڅنګ د افغانستان د ۷۰۰ کیلومتره (۴۳۵ میله) اوږدې رېل‌پټلۍ د شبکې په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

طالب چارواکي دا پروژه د افغانستان د جیوپولیټیک اهمیت لوړولو یوه ستره موقع ګڼي. په دې تړاو، په قزاقستان کې د طالبانو سرپرست استازی محمد رحمان وایي:

“دا پروژه به له موږ سره مرسته وکړي چې له اقتصادي انزوا او اتکاء ځان خلاص کړو او له مخې به یې افغانستان وکولی شي د سیمې په اقتصاد کې فعاله ونډه واخلي.”

رحمان زیاتوي:

“هغه هېوادونه چې په افغانستان کې د اورګاډي په پروژو کې پانګونه کوي، په حقیقت کې د افغانستان له ثباته ملاتړ کوي. دا ډول پروژې کولی شي افغانستان د سیمې د هېوادونو لپاره د ترانزیټ پر یوې سترې څلورلارې بدله کړي.”

رحمان ټینګار کوي چې د اورګاډي له لارې به افغانستان وکولی شي یو شمېر توکي په ټیټه بیه وارد کړي، او له همدې امله به اړین توکي د خلکو لپاره ارزانه شي.

تر ټولو مهمه دا ده چې د دې رېل‌پټلۍ له لارې به د مرکزي آسیا طبیعي سرچینو ته نړیوالو بازارونو ته د رسېدو یوه نوې بحري لاره پرانیزي او د لوېدیځ پر لور د تلونکي منځني دهلېز (Middle Corridor) ارزښت به لا زیات کړي.

په لنډه توګه، د افغانستان د رېل‌پټلۍ پروژې به د اوراسیا د سیمې د نښلولو لپاره ډېرې مهمې وي. همدا وجه ده چې د مرکزي آسیا د طبیعي زیرمو تر ټولو بډای هېواد – قزاقستان – له طالبانو سره د بنسټیزو زیربنایي تړونونو د رسمي خبرو په پیلولو کې لومړنی هېواد و.

قزاقستان د افغانستان د ترانزیټي لارې ارزښت په ښه توګه درک کړی. له همدې امله یې د طالبانو د واکمنۍ تر وخت لاندې هم په کابل کې خپله سفارتخانه پرانیستې پرېښوده او وروسته یې طالبانو ته په پلازمېنه آستانه کې د کار کولو رسمي اجازه ورکړه.

د نویو اړیکو د پیاوړتیا لپاره، د ۲۰۲۳ کال د اپریل په میاشت کې د قزاقستان د سوداګرۍ وزیر سېرېک ژومانګارین له یوه پلاوي سره کابل ته سفر وکړ، څو د سوداګرۍ په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړي او بشري مرستې ورسوي.

وروسته، په راتلونکي کال کې آستانې طالبان له خپل ملي لېسته د ترهګرو د سازمان په توګه وایستل. بیا په ۲۰۲۵ کال د جون په میاشت کې د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه، چې یو تجربه لرونکی ډیپلومات دی (یرکین توکوموف). توقایف آن دا هم څرګنده کړه چې د سیمې د ترانزیټ او سوداګرۍ په چوکاټ کې د افغانستان شاملول یوه “ستراتیژیکه هڅه” ده.

د دې ډیپلوماتیکو هڅو په پایله کې، قزاقستان اوس د افغانستان له لسو سترو سوداګریزو شریکانو څخه یو دی. تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه تبادله ۵۴۵.۲ میلیونه ډالرو ته ورسېده، چې پکې یوازې د قزاقي محصولاتو صادرات ۵۲۷.۷ میلیونه ډالر وو.

په راتلونکو میاشتو او کلونو کې تمه کېږي چې د سیمې نور هېوادونه به هم د قزاقستان پر لاره روان شي او له طالبانو سره به خپلې اړیکې عادي کړي. تر دې دمه د مرکزي آسیا هېوادونو له لوري د افغانستان په تړاو لاندې ګامونه پورته شوي دي:

  • قرغزستان: د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر په میاشت کې، طالبان د ترهګرو له لېسته له ایستلو وروسته، له کابل سره اقتصادي اړیکې نږدې کړې.
  • ازبکستان: په حقیقت کې یې د طالبانو حکومت ومانه او تازه یې د افغانستان له لارې د شمال–جنوب دهلېز د نښلولو غوښتنه کړې ده.
  • ترکمنستان: له طالبانو سره د ټاپي (TAPI) د طبیعي ګازو د پایپ لاین په اړه خبرې روانې ساتلي دي 
  • تاجکستان: د مرکزي آسیا یوازینی هېواد دی چې په ښکاره له طالبانو سره سوداګري نه کوي او پرلپسې د افغانستان له خاورې د ترهګریزو ګواښونو په تړاو خبرداری ورکوي. د تاجکستان اسلامي غورځنګ په څېر د تاجکستان ضد جنګي ډلو د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې پناه اخیستې ده.

په بل اړخ کې، متحده ایالات او د لوېدیځ نور هېوادونه د سیمې په تړاو د طالبانو پر سیاستونو شکمن دي. هغوی تر اوسه د ښځو او اقلیتونو له حقونو د سرغړونو له امله د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

سربېره پردې، د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۸مه نېټه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې د ښځو او نجونو په اړه یې د طالبانو پالیسي په کلکه وغندله. دا پرېکړه د ۱۱۶ هېوادونو له لوري تائید شوه، چې د مرکزي آسیا ټول هېوادونه هم پکې شامل وو.

خو له دې ټولو نیوکو سره سره، په ۲۰۲۳ کال کې د امریکا استازو په دوحه او نورو ځایونو کې له طالبانو سره ولیدل، څو د بشري مرستو او امنیتي ژمنو په اړه خبرې وکړي.

د قرغزستان یو سیاسي شنونکی او د سیمې د امنیت کارپوه مارس سارییف باور لري چې امریکا پلان لري بېرته افغانستان ته ستنه شي؛ خو دا بېرته ستنېدل به د پوځي عملیاتو له لارې نه وي، بلکې د ډیپلوماسۍ او اقتصاد له لارې به وي. هغه وايي:

“دا یوازې د وخت خبره ده. متحده ایالات به افغانستان او د طالبانو تحریک د مرکزي آسیا په جیوپولیټیک توازن کې د بدلون لپاره وکاروي، څو په سیمه کې روسیه او چین سره ووېشي او خپل نفوذ پیاوړی کړي.”

په بل اړخ کې، امریکا ښايي افغانستان ته د یوه باثباته ترانزیټي مرکز په سترګه وګوري چې مرکزي آسیا به له نړیوالو بازارونو سره ونښلوي. د قزاقستان او ازبکستان په څېر عصري او نسبي سکولار هېوادونه کولی شي د دې لیدلوري ملاتړ وکړي، ځکه دا به د افغانستان انزوا کمه او په سیمه کې ثبات زیات کړي.

تمه کېږي چې د طالبانو مشران به د مرکزي آسیا له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پر ټینګولو تمرکز وکړي، په ځانګړي ډول د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو په برخه کې.

په دې تړاو، په قزاقستان کې د طالبانو د اسلامي امارت سرپرست استازی محمد رحمان وايي:

“په نږدې راتلونکي کې به موږ له نورو هېوادونو سره هم ورته تړونونه لاسلیک کړو، چې افغانستان به لا نور هم له سیمه ییزو سوداګریزو شبکو سره ونښلوي.”

راپورونه ښيي چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د مستقیمو الوتنو پر پیل خبرې روانې دي. له همدې امله تمه کېږي چې کابل به د راتلونکو کلونو لپاره خپلې اړیکې له آستانې سره لا پیاوړې کړي – هغه هېواد چې د طالبانو تر ټولو لوی سیمه‌ییز شریک ګڼل کېږي.


error: Content is protected !!