LOADING CLOSE

د نرم ځواک کتاب؛ ارزښت او نیوکې – د ژباړن سریزه (دویمه برخه)

احمد بلال خلیل
لیکوال او څېړونکی

احمد بلال خلیل له قائداعظم پوهنتونه د نړیوالو اړیکو په برخه کې ایم‌فېل کړی او دا مهال د بارسلونا د نړیوالو مطالعاتو په انستیتیوت کې خپله دویمه ماسټري کوي. نوموړی د «افغانستان او چین؛ دوه‌اړخیزې اړیکې (۱۹۵۵–۲۰۱۵)» کتاب لیکوال دی او د «افغانستان په تېره یوه نیمه لسیزه کې» د یو تحلیلي او څېړنیز راپور مخکښ څېړونکی پاتې شوی. ښاغلي خلیل نږدې پنځه کاله په افغانستان کې له یو شمېر څېړنیزو مرکزونو او د ملګرو ملتونو له ادارو سره د څېړونکي په توګه کار کړی دی.

لیکوال: احمد بلال خلیل

(یادونه؛ لاندې لیکنه پر نرم ځواک کتاب «د ژباړن خبرې» دویمه برخه ده.  جیو افغانیکا به په راروانه اوونۍ کې د دې وروستۍ برخه هم خپره کړي. تاسو د دې لړۍ لومړۍ برخه دلته لوستلی شئ پر نرم ځواک کتاب د ژباړن خبرې (لومړۍ برخه) – احمد بلال خلیل )

د نرم ځواک کتاب ارزښت

جوزف نای وایي، چې د نرم ځواک کتاب یې په اکاډمیک ډګر کې د ځواک د درېیم ډول (نرم ځواک) د تشې ډکولو په موخه لیکلی و؛ خو د ټولو په هېښتیا دغه اصطلاح د سیاسي مشرانو او هېوادونو له‌خوا تر ډېره وکارول شوه، دا راز په علمي ډګر کې يې هم ډېر بحثونه وپارول. په دې تړاو د ګوګل سکالر یو ساده اټکل ښيي چې د جوزف نای د نرم ځواک کتاب په څه باندې ۲۰ زرو علمي مقالو او کتابونو کې د حوالې په توګه کارول شوی دی. همدا لامل و چې له دې کتاب نه وروسته ډېری څېړونکو  له دې اصطلاح څخه په الهام د ډېرو هېوادونو د نرم ځواک په تړاو کتابونه او مقالې ولیکلې. په ګوګل سکالر او ګوګل بوکس کې د نرم ځواک په تړاو یو ساده لټون ښيي چې څومره ډېرو کتابونو او مقالو دا اصطلاح په خپلو عنوانونو کې کارولې ده. دا راز له سترو ځواکونو نیولې تر وړو هېوادونو پورې، دولتي مشرانو او آن د ایران مذهبي مشر آیت الله خامنه‌ اي په څېر کسان هم، د نرم ځواک په تړاو ټینګار کوي.

دا کتاب د لاندې لاملونو له کبله ارزښتمن دی:

لومړی؛ دا کتاب د نرم ځواک اصطلاح په کارولو د ځواک درېیم ډول باندې بحث کوي. له دې وړاندې، په سیاسي علومو، تاریخ او نړیوالو اړیکو کې د ځواک دوه ډولونه وو: سخت ځواک چې اصلن نظامي ځواک دی او اقتصادي ځواک. جوزف نای دا اصطلاح په لومړي ځل په ۱۹۹۰ کال په خپل یوه کتاب کې، چې د امریکا د زوال په اړه یې بحث پکې کړی، وکاروله. ده هغه مهال دا پوښتنه چې آیا امریکا په زوال کې ده، د یو شمېر شاخصونو او دلایلو له مخې رد کړه. د ده په وینا، امریکا هغه مهال په نظامي، اقتصادي او د نرم ځواک له مخې په زوال کې نه وه او له سړې جګړې راوتلې نړۍ کې د مشرۍ جوګه وه. 

دویم؛ په بنسټیزه توګه دا د سترو ځواکونو لپاره کارول شوې اصطلاح ده؛ خو د جوزف نای په وینا دا د نادولتي لوبغاړو ترڅنګ د وړو هېوادونو لپاره هم د تطبیق وړ ده. د بېلګې په توګه قطر چې یو وړوکی هېواد دی په کړکېچونو کې د منځګړیتوب، د لوبو ډيپلوماسي او الجزیرې له لارې په سیمه کې خپل نفوذ لري. دا راز د جمال عبدالناصر مصر هم د زرګونو استادانو له روزلو وروسته عربي نړۍ ته ولېږل څو دوی هلته استعمار ضد او صهیون ضد افکار خپاره کړي (په دوی کې یو شمېر هغه استادان هم شامل وو چې په وروسته یې افغانستان کې د اخوانیزم بنسټ کېښود.) دا بېلګې نور واړه هېوادونه هیله‌من کوي، ځکه دوی هم کولای شي چې د کمو نظامي او اقتصادي سرچینو باوجود، د راښکون او جذابیت له لارې هغه څه ترلاسه کړي چې یې زړه وي. له همدې امله ګمان مو دا دی چې د دې کتاب ژباړه به زموږ د هېواد د ډيپلوماسۍ لپاره هم ګټوره وي.

درېیم؛ د څېړنې او پالیسۍ جوړولو په برخو کې، نرم ځواک د نفوذ د یوې مهمې وسیلې په توګه کارول کېږي. ځکه له یوې خوا نظامي ځواک نه کاروي او له بلې خوا د هېواد نرم انځور نړۍ ته ښيي. همدا لامل دی، چې اوسمهال هېوادونه د مطبوعاتو، تعلیم، سیاحت او ډيپلوماسۍ له لارې پرته له کوم کړکېچه خپل نفوذ زیاتوي.  

پر نرم ځواک نیوکې

دا کتاب چې څومره ستایل شوی هومره نیوکې هم پرې شته، چې لاندې بیان شوې دي؛ خو له دې سره بیا هم، نږدې د ټولو هېوادونو د ډيپلوماسۍ دستګاوې د نرم ځواک په تعقیب پسې روانې دي. ځکه دوی یوازې د نای د کتاب روح را اخلي او له نورو منځپانګو سره یې کار نه لري:

لومړی؛ نرم ځواک نه غاښونه لري، نه مټې او نه هم ډک جېب. له همدې امله به همداسې پڅ او «نرم» پاتې وي؛ خو له نظامي او اقتصادي ځواکه پرته هېڅ دی. په نړۍ کې چې د نرم ځواک څومره بېلګې وړاندې شوې دي، نه یوازې دا چې تر ډېره پر سخت ځواک متکي وې، بلکې تر ډېره ورته همدې سخت ځواک لاره هم پرانیستې ده. د بېلګې په توګه په اروپا کې د امریکا نفوذ له دویمې نړیوالې جګړې وروسته زیات شو او دا هله وشول چې کله د امریکا سخت ځواک په اروپا کې د نازي جرمني په ګونډو کړ او بیا یې اروپایانو ته د مارشال پلان په توګه، د خزانې خوله خلاصه کړه. ښایي دا خبره به د سترو ځواکونو لپاره سمه وي؛‌ خو د بې وزلو او وړو هېوادونو لپاره چې نه نظامي ځواک لري‌ او نه هم اقتصادي زور، دوی به په نړیوال سیاست کې د خپل نفوذ لپاره څه کوي؟ آیا همداسې لاس تر زنې به ناست وي؟ او که د نورو انتخابونو په ګډون به نرم ځواک هم د ځان لپاره یو انتخاب ګڼي؟! 

دویم؛ په دې کتاب کې د لویدیځ په تېره امریکايي ارزښتونه د نړیوالو ارزښتونو په توګه ښودل شوي. دا چې کوم ارزښتونه نړیوال دي او کوم د نړیوال کېدو وړ دي، دوه جلا بحثونه دي. په دې کې شک نشته چې  لویدیځ په نړیوال نظم کې د خپلې سیاسي او امنیتي برترۍ له کبله، خپل یو شمېر ارزښتونه په نورو د نړیوالو ارزښتونو په توګه تاوان کړي؛ خو د دې برعکس، یو شمېر داسې ارزښتونه هم شته، چې په مخینه یې له پوهېدو پرته ډېرو د نړیوالو ارزښتونو په توګه منلي هم دي. د بېلګې په توګه انساني حقونه، چاپيریال ساتنه، ښه حکومتولي او نور یادولی شو. له دې ورهاخوا دا د پوښتنې وړ ده، چې آیا د لویدیځ پاتې ارزښتونه په ریښتیا هم د نړیوال کېدو وړتیا لري که نه؟ جوزف نای هم تر څه حده دغه توپير درک کړی او وايي هر څوک کولی شي چې نرم ځواک ولري. دی د یوه امریکايي او د نرم ځواک د اصطلاح له مخې دا هم تاییدوي چې نادولتي لوبغاړي ان د اسامه په څېر کسان هم چې د امریکا دښمنان دي، د نرم ځواک درلودونکي دي. له همدې ځایه ده چې دلته ارزښتونه په اورېدونکو، په تېره بیا پر هغو چې تاسو ته غوږ وي، تکیه لري.    

پر نرم ځواک نیوکې تر ډېره تیوریکي دي او دا د دې معنا نه ورکوي، چې نرم ځواک په نړیوال سیاست کې هېڅ دی. که څه هم، په  ډېری لویو او تودو قضیو کې به یې رول کم او اغېزې به یې سمدستي نه وي؛ خو په ټيټه کچه او په اوږدمهال کې يې اغېزې جوتې او څرګندې دي.

error: Content is protected !!