د ټرمپ د نوي نړیوال نظم پر وړاندې مقاومت – احمد داوود اوغلو

احمد داوود اوغلو
احمد داوود اوغلو د ترکیې یو نامتو سیاستوال او لیکوال دی. هغه د ۲۰۰۹ کال څخه تر ۲۰۱۴ پورې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر او د ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې د ترکیې لومړی وزیر و. ښاغلي اوغلو د «ستراتیژیکه ژورتیا» کتاب له لارې د ترکیې د بهرنۍ تګلارې په جوړولو کې مهم رول لوبولی دی.
لیکوال: احمد داوود اوغلو
ژباړه: د جیو افغانیکا د نړیوالو اړیکو مرکز
د اوکراین د جګړې په اړه د سپینې ماڼۍ په وروستۍ غونډه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د محکمې انځور حیرانونکی و. کله چې ټرمپ د «رېزلوټ مېز» تر شا ناست و او اروپایي مشران یې شاوخوا “لکه د ښوونځي ماشومان” راټول وو، نو دې د ټرمپ د بهرني سیاست د اجنډا په اړه هغه څه په څرګنده وښودل چې زرګونه اعلامیې یې نه شي روښانولای.
پیغام بېخي څرګند و. ټرمپ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو ترمنځ دودیز توازن له پامه وغورځاوه. په دې سره هغه نه یوازې ډیپلوماتیک پروتوکولونه مات کړل، بلکې روسیې او چین ته یې هم دا اشاره ورکړه چې د اروپا اړوندو مسایلو کې باید له ده سره خبرې وکړي.
د خپلې دویمې دورې له پیلېدو راهیسې، ټرمپ نړۍ داسې چلوي لکه یو شخصي شرکت: نه ګډې قاعدې مني او نه هم د کلونو زاړه اصول. سپینه ماڼۍ د یو ستر شرکت د اجرایوي دفتر په څېر ده، ټرمپ یې اجرایوي رییس (CEO) او نور نړیوال مشران یې کارکوونکي دي؛ او په دې توګه د څو پېړیو نړیوالې موافقې تر پښو لاندې کېږي.
ټرمپ داسې یو نړیوال نظم غواړي چې د «پاتروناژ» پر بنسټ وي، نه د «شراکت» پر بنسټ. د سپینې ماڼۍ په غونډه کې د اروپايي مشرانو له چلنده داسې ښکاره کېده چې د ټرمپ دا هدف یې تاییداوه. سخته ده چې څوک دې تصور وکړي چې وینسټن چرچېل، چارلس ډي ګال یا آن انجیلا میرکل به داسې چوپ ناست وي، په داسې حال کې چې ټرمپ به ورسره د لاسلاندو په توګه چلند کوي. خو نننۍ اروپا چې د پاپولېزم له امله وېشل شوې او له ستراتیژیکې مشرتابه بې برخې ده، نور د یوه نړیوال ځواک په توګه د عمل کولو وړتیا نه لري.
د ناټو په اړه د ټرمپ چلند ورته منطق تعقیبوي. هغه هڅه کوي چې دا اتحاد په یوه امریکامحوره ستراتیژیکه وسیله بدل کړي؛ او دا کار په ځانګړي ډول د روسیې او اوکراین د جګړې پر مهال خورا خطرناک ښکاري. تر دې مخکې، ناټو د «ناټو-روسیې شورا» او د «ناټو-اوکراین کمیسیون» (چې په ۲۰۲۳ کال کې د «ناټو-اوکراین شورا» په نوم بدل شو) په څېر میکانیزمونو له لارې له روسیې او اوکراین دواړو سره اړیکې ساتلې وې او د همدې موازي چینلونو په وسیله یې د خبرو اترو او د مخنیوي (ډیټرینس) ترمنځ نازک توازن خوندي ساتلی و. اوس د ټرمپ تګلارې دغه توازن له جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی.
په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین پر جګړه جوړې شوې غونډې ته هغه هېوادونه نه وو بلل شوي چې د جګړې له امله تر ټولو ډېر اغېزمن کېدونکي دي؛ لکه ترکیه، پولنډ، ناروې، سویډن او د تور سمندرګي او بالټیک هېوادونه. د دغو لومړۍ کرښې هېوادونو له پامه غورځول د ناټو د ګډ امنیت اصل ته زیان رسوي او د دې اتحاد ستراتیژیک یووالی کمزوری کوي.
د ترکیې لپاره دا وضعیت ډېرې پراخې اغېزې لرلای شي. سره له دې چې ترکیه د ناټو دویم لوی پوځ لري (له امریکا وروسته) او په تور سمندرګي، قفقاز او یورېشیا کې مهم رول لوبوي، خو اوس یې رول یوازې د یو څارونکي یا تماشبین تر کچې محدود شوی دی. ترکیې ته نور د ستراتیژیک ملګري پر ځای، وخت ناوخت د غونډو د کوربه په توګه کتل کېږي.
ترکیه په ښکاره ډول له دې غونډې بهر پاتې شوه او ټرمپ نه مخکې او نه وروسته هېڅ مستقیم وضاحت ورکړ. پر ځای یې، په غیر مستقیم ډول د ناټو د عمومي منشي مارک روټ له لارې خبر ورکړل شو. همدارنګه، ترکیه د اذربایجان او ارمنستان له وروستۍ سرمشریزې غونډې هم بهر پاتې وه.
د ترکیې رول کمزوری کول یوه ژوره ستراتیژیکه تېروتنه ده. د واشنګټن له غونډې وروسته د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون وویل چې د ترکیې رول به د اوکراین لپاره د مشخصو امنیتي تضمینونو په برابرولو کې «مهم» وي. په لومړي نظر کې ښایي دا ستاینه ښکاره شي، خو په حقیقت کې دا د سړې جګړې د هغه زوړ ذهنیت بیا راژوندي کېدل دي چې ترکیې ته یوازې د پوځ د اندازې له مخې ارزښت ورکوي، نه د ستراتیژیک لید او پرېکړو د وړتیا له مخې.
په حقیقت کې ترکیه بېرته هغه رول ته ټېل وهل کېږي چې د ۱۹۵۰ لسیزې په لومړیو کې یې د کوریا د جګړې پر مهال لوبولی و: د لومړۍ کرښې امنیت چمتوکوونکې له هغو بحثونو ایستل شوې وه، چې د هغې راتلونکی یې ټاکه. نن ورځ ترکیه یو ځل بیا له هغو غونډو بهر پاتې کېږي چې د ملي ګټو لپاره یې حیاتي ارزښت لري، خو بیا هم له انقرې تمه کېږي چې د دغو غونډو پرېکړې عملي کړي چې هېڅ برخه یې په کې نه ده اخیستې.
ما د همدې زوړ ذهنيت پر وړاندې په خپل کتاب «ستراتیژیکه ژورتیا» کې بحث کړی و او وروسته مې د بهرنیو چارو وزیر او صدراعظم په توګه ورسره مبارزه وکړه. دا د امریکایي او اروپایي پالیسي جوړوونکو یوه دوامداره ستراتیژیکه ړوندتیا ده چې هېڅ یو ترک چارواکی یې باید ونه زغمي او نه یې هم عادي وګڼي.
د لویدیځ مشران باید دا وهم پرېږدي چې ترکیه یو ځوان ملت-دولت دی چې غرور یې د څو ستاینیزو جملو له لارې ارامېدای شي. ترکیه یو نوی هېواد نه دی؛ دا یو لرغونی، تجربه ناک او په ستراتیژیک لحاظ پوخ شوی سیمهییز ځواک دی؛ همداراز دا یو تمدني لوبغاړی دی چې له اوږدې مودې راهیسې یې د اروپا او نړیوال نظم په جوړولو کې ونډه لرلې ده. ترکیې ته یوازې د یوې پوځي وسیلې په توګه کتل د هغې د ستراتیژیک هویت ناسم درک دی. ترکیې ته یوازې د یوې پوځي وسیلې په توګه کتل د هغې د ستراتیژیک هویت ناسم درک دي. د ترکیې دا هویت د ډیپلوماسۍ او دولتدارۍ هغه زوړ دود دی چې د څو قارو دننه د ځواک د توازن له لارې رامنځته شوی دی.
ترکیه نور نه شي کولای چوپ پاتې شي. که غواړي له انزوا وژغورل شي، باید په ستراتیژیکه توګه بیاکتنه وکړي. د ترکیې لپاره درې بېړني ګامونه مهم دي:
لومړی، په ناټو کې دې له هغو هېوادونو سره یو بلاک جوړ کړي چې د اوکراین په تړاو د سپینې ماڼۍ له وروستۍ غونډې بهر پاتې شوي دي، لکه پولنډ، ناروې، سویډن او بالتیک هېوادونه. د ستراتیژیکې همغږۍ لپاره د یو بدیل فورم په جوړولو سره، ترکیه کولی شي د ناټو داخلي متحرکات متوازن کړي.
دویم، ترکیه باید د مشورتي چوکاټ د جوړولو مشري وکړي چې د تور سمندرګي دولتونه لکه رومانیا، بلغاریا، جورجیا او مالدووا سره یوځای کړي او په عین وخت کې د اوکراین او روسیې سره مستقیمې اړیکې پیاوړې کړي. د تور سمندرګي د سمندري ځواک (BLACKSEAFOR) او د تور سمندرګي اقتصادي همکارۍ (BSEC) په څېر نوښتونو بیا فعالول به د سیمې ټولو لوبغاړو، په شمول د روسیې او اوکراین، ترمنځ رغنده خبرې اترې پیاوړې کړي. دا هغه ادارې او نوښتونه دي چې یو وخت یې له سړې جګړې وروسته ثبات ساتلی و.
درېیم، ترکیه باید خپل ستراتیژیک مرکزیت بېرته ترلاسه کړي او امریکا او اروپايي اتحادیې ته دا روښانه کړي چې ترکیه یوازې د منځني ختیځ یوه څنډه نه ده، بلکې د یوریشیا یو ستر ځواک دی. دا بیا یو ډېر قوي ډیپلوماتیک دریځ ته اړتیا لري.
په سپینه ماڼۍ کې وروستی اخیستل شوی انځور چې ټرمپ پکې د اروپايي مشرانو ترمنځ ناست و، یوازې یو انځور نه و؛ بلکې دا د اروپا د مشرتابه تشه، د ناټو داخلي بېتوازني او د ترکیې منزوي کېدل ښيي. د اروپا او ترکیې پالیسي جوړوونکي باید دې پیغام ته پام وکړي: که ژر او په قاطع ډول عمل ونه کړي، نو ښايي راتلونکی نړیوال نظم به نه یوازې له دوی پرته جوړ شي، بلکې د دوی په زیان به هم تمام شي.