LOADING CLOSE

پر نرم ځواک کتاب د ژباړن خبرې (لومړۍ برخه) – احمد بلال خلیل

احمد بلال خلیل
لیکوال او څېړونکی

احمد بلال خلیل له قائداعظم پوهنتونه د نړیوالو اړیکو په برخه کې ایم‌فېل کړی او دا مهال د بارسلونا د نړیوالو مطالعاتو په انستیتیوت کې خپله دویمه ماسټري کوي. نوموړی د «افغانستان او چین؛ دوه‌اړخیزې اړیکې (۱۹۵۵–۲۰۱۵)» کتاب لیکوال دی او د «افغانستان په تېره یوه نیمه لسیزه کې» د یو تحلیلي او څېړنیز راپور مخکښ څېړونکی پاتې شوی. ښاغلي خلیل نږدې پنځه کاله په افغانستان کې له یو شمېر څېړنیزو مرکزونو او د ملګرو ملتونو له ادارو سره د څېړونکي په توګه کار کړی دی.

لیکوال: احمد بلال خلیل

دا کتاب د نړيوالو اړیکو د رشتې د یوه نامتو مفکر او د نیو-لېبرالېزم مکتب د بنسټګر له خوا لیکل شوی دی. مخکې له دې چې پر دې کتاب او د «نرم ځواک» پر پدیده د یوه افغاني لیدلوري له مخې څه ووایو، اړینه ده چې لومړی د نړیوالو اړیکو د نظریو په تړاو یو لنډکی بحث وکړو، په دې سره به هغه لوستونکي چې د نړیوالو اړیکو له تیورۍ او تخنیکي ژبې سره نابلده دي، د متن پر ژورو په اسانه پوه شي او د دې نوې رامنځته شوې پدیدې په اړه به د دوی د برداشتونو غوټې همداسې ناسپړلې پاتې نشي. د نړیوالو اړیکو د دوو مهمو تیوریو په تړاو دغه لنډکی بحث له دې امله هم مهم دی، ځکه جوزف نای تر ډېره خپل فکري او تیوریکي مېلان د ریالېزم او لېبرالېزم ترمنځ دل شوی ګڼي. 

ریالېزم او لېبرالېزم

د نړیوالو اړیکو دوو لویو تیوریو (ریالېزم او لېبرالېزم) تر ډېره د هغو فيلسوفانو تر اغېزو لاندې وده کړې، چې پر انساني طبیعت او خوی-بوی يې بحث کړی دی. خو په نصابي متونو کې د نړیوالو اړیکو د څانګې پيلامه ۱۹۱۹ کال ګڼل کېږي، ځکه چې د ابیروتس په پوهنتون کې د نړیوال سیاست په اړه یوه کمېټه جوړه شوه؛ خو د بیري بوزان او امیتاو اچاریا د نويو څېړنو له مخې دا هر څه یوې «افسانې» یا (Myth) ته ورته دي؛ ځکه چې د نړیوالو اړیکو مضامین، مقالې، کتابونه او ژورنالونه تر دې وړاندې هم وو (پر انساني طبیعت او خوی-بوی د فيلسوفانو بحثونه یې یوه وړه بېلګه ده).

پر دې بحث سربېره، په نوموړي پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو د کمېټې څلورم رییس اي اېچ کار – چې یو نومیالی مورخ او د نړیوالو اړیکو څېړونکی و- د شل کاله بحران (Twenty Years Crisis) په نامه کتاب ولیکه او پکې يې د لېبرالیزم پر نظریه سختې نیوکې وکړې. ورپسې هانس مارګېنتو «د ملتونو ترمنځ سیاستونه» (Politics among nations)  کتاب په مټ د ریالېزم نظریې ته ډېره علمي او تیوریکه بڼه ورکړه. دوی تر ډېره کلاسیک ریالېستان ګڼل کېږي، ځکه چې نظريه يې تر ډېره د توسیدیتیس، میکاولي او جان هابس پر فلسفو ولاړه وه. 

دغو فيلسوفانو تر ډېره د انساني خوی-بوی او طبیعت په اړه منفي نظر درلود. د دوی په وینا، انسانان خودغرضه او حریص دي او تل د ځواک، امنیت او بقا لپاره مبارزه کوي. همدا خوی-بوی بیا د انسانانو ترمنځ پر سیالۍ او په پای کې پر شخړه اوړي. د همدې خوی له امله دوی له یو بله وېره لري او پر یو بل ډېر باور نه کوي. د بېلګې په توګه توسیدیتیس وايي: غښتلي هغه څه کوي چې باید ویې کړي او کمزوري هغه څه مني چې باید ویې مني. له بلې خوا دی د اتن او سپارټا ترمنځ د جګړې لوی دلیل دا ښيي: «اصلاً دا د اتن عروج و او همدې عروج په سپارټا کې وېره پيدا کړې وه، نو ځکه يې جګړه حتمي کړه.» په اوسنۍ نړۍ کې، د وتلي امریکايي څېړونکي او د هارورډ پوهنتون استاد ګراهم ایلیسن په وینا دا د توسیدیتیس لومه ده. ایلیسن په تېرو پينځه سوو کلونو کې ۱۶ داسې تاریخي پېښې موندلې، چې پکې نوي راټوکېدلي ځواک، واکمن ځواک له ګدۍ لرې کړی دی. د ایلیسن د څېړنو پر بنسټ، په دغو کې یوازې ۱۲ د جګړو له لارې شوي. جان هابس بیا د انسان دغه حالت له داسې جګړې سره ورته بولي چې ټول له ټولو سره جګړې ته راوتلي دي. د ده په وینا: انساني ژوند د ده د طبیعي جګړه‌مار طبیعت له مخې: «يوازې، بېوزله، خواشينی، وحشي او لنډ» دی. میکاولي بیا وايي چې انسان له دوو لارو تحریکېږي، چې هغه مینه او وېره دي. خو د سر ساتلو لپاره سل په سلو کې يقيني خبره دا ده چې له تاسو خلک ووېرېږي؛ نه دا چې مينه درسره وکړي. د ده په آند، دا ځکه چې انسانان د خپلو خواهشاتو پوره کولو او د وېرې له منځه‌وړلو لپاره مبارزه کوي. د همدې خوی-بوی له کبله انسانان تل دوه مخي او بې‌اعتباره وي. 

د نړیوالو اړیکو کلاسیکو ریالېستانو لکه اي اېچ کار او هانس مارګېنتو، د پاس يادو شويو فيلسوفانو د بحثونو په رڼا کې خپلې نظریې وړاندې کړې. دوی دولتونه د انسان پر ځای اصلي لوبغاړي ګڼي. دوی دولت ته د انسان په څېر د عاقل موجود په سترګه ګوري، چې چلن یې د هابس، میکاولي او توسیدیتیس د انساني چلن پر فلسفو روان دی. د دوی په وینا په یوه داسې نړۍ کې چې انسان پکې وحشي او د جګړه‌مار طبیعت څښتن وي، نو د دولتونو پر سر چې د دولتونو په څېر کوم بل داسې جوړښت نه وي چې قوانین پر ټولو سم، یو ډول او بشپړ پلي کړي، بيا دولتونه پر یو بل بې‌باوره کېږي او په همدې خاطر د دوی ترمنځ د همکارۍ روحیه کمزورې کېږي. د دوی په وینا هر یو یوازې د خپل واک او نفوذ زیاتولو هڅه کوي. د دوی لپاره چې تر ټولو اساسي خبره امنیت او بقا ده، نو دا کار یوازې د نظامي او اقتصادي ځواک له لارې ممکن دي. د دې ترڅنګ، د دوی په ګومان، د هېوادونو داخلي وضعیت او سیستم هم د دولتونو چلنونه اغېزمنوي.

له همدې امله په دې نظریه کې اخلاقو ته هېڅ ځای نشته. که څه هم د دې نظریې پلویان په کورنۍ کچه په انفرادي توګه اخلاقي اصول د یو هېواد په سیاستونو کې اړین ګڼي؛ خو په نړیوال سیاست کې اخلاق هېڅ ارزښت نه لري. ځکه د دوی په وینا: ریالېزم دا نه دی، چې نړۍ باید څرنګه وي او څرنګه واوسېږي، بلکې غواړي وښيي چې نړیوال سیاست په حقیقت کې څه ډول دی او څرنګه روان دی؟ د بېلګې په توګه هانس مارګېنتاو وايي: نړیوال سیاست د نورو ټولو سیاستونو په څېر د قدرت لپاره مبارزه ده. د نړیوال سیاست وروستۍ موخه چې هر څه وي، وي به؛ خو تر ټولو لومړۍ موخه یې قدرت دی. په بل ځای کې وايي، دولت ته نه ده پکار چې اخلاقي نارضایتي يې د بریالیو سیاسي دریځونو په لار کې خنډ شي؛ ځکه دولتونو ته تر ټولو مخکې ملي بقا ارزښت لري. بلې خوا ته اي اېچ کار بیا وايي: د ریالېزم عقیده دا ده چې دولت هېڅ اخلاقي مکلفیت نه لري چې له نورو دولتونو سره په خپلو راکړو ورکړو کې اخلاقي اصول په پام کې ونيسي، برعکس، دولتونه بايد یوازې خپلو ملي ګټو او مصلحتونو ته پابند واوسېږي. د ریالېزم یو بل مفکر جورج کانان، چې په ډيپلوماسۍ کې تر ډېره د ریالېزم نظریې پلي‌کوونکی ګڼل کېږي او هم یې تر ټولو مخکې امریکا ته د ورپېښ کمونېستي ګواښ په اړه مشورې ورکړې وې، وايي: موږ د نړۍ ۵۰ سلنه شتمني لرو خو د نړۍ ۶.۳ سلنه نفوس جوړوو. د ده په وینا، د امریکا یوازینۍ دنده دا ده چې په راتلونکو کلونو کې د اړيکو داسې نمونه جوړه کړي چې په مټ يې پرته له دې چې خپلو ملي ګټو ته تاوان ورسوي، دا نابرابري همداسې په خپل حال وساتي. 

د دوی برعکس په ۱۹۷۹ کال کې نیوریالېزم چې جوړښتي ریالېزم هم بلل کېږي، رامنځته شو. کېنېټ والټز چې د دې مکتب بنسټګر و او په اقتصاد کې يې تجربه درلوده، له کوچني اقتصاده – چې نالیدلی فکتور (مارکېټ) نرخ ټاکي- په الهام يې د دولتونو د چلن ټاکونکی د انساني چلن پر ځای جوړښت یا سیستم وباله. دی سیستم درې ډوله بولي: یو قطبي، دوه قطبي او ګڼ قطبي. 

د ده په وینا، زبرځواکونو ته امنیت او بقا تر ځواک یا واک ارزښتمن دي؛ ځکه دا د سیستم جوړښت دی، نه انفرادي واحدونه (دولتونه) چې نتایج ټاکي. د ده په وینا: د دولتونو د چلنونو د اغېزمنولو تر شا اساسي فکتور د نړیوال سېست جوړښت، په تېره د ځواک وېش دی، نه داخلي سیاست. د مارګېنتاو په څېر کلاسیکو ریالېستانو دا استدلال کاوه چې د دولتونو فطرت او خوی-بوی هم د انسانانو غوندې دی، پر یو بل واکمني غواړي او له دې لارې د خپل ځواک له زیاتولو سره خپل امنیت هم ټینګوي. میرشایمر، چې د ریالېزم د دې سیستماتیک مکتب یو بل مفکر دی، په دې تړاو وايي: کله چې ستر ځواکونه تېريګر چلن واخلي، نو نور هېوادونه د دې هڅې د ناکامولو لپاره توازن رامنځته کوي. واټز دا هم وايي، چې ستر ځواکونه باید ډېر محتاط واوسي چې له حده ډېر ځواک ترلاسه نه کړي، ځکه دا به نور ځواکونه اړ کړي چې د ده پر وړاندې یو اېتلاف جوړ کړي. ځکه د دې مکتب پلویان د نړۍ یو قطبي نظام لنډمهالی بولي او دوه قطبي نظام تر ټولو امن او سوله‌ییز خو په څوقطبي نظام کې د جګړو امکان ډېرېږي. 

بل پلو، لېبرالېزم د ریالېزم ضد دی. په نړیوالو اړیکو کې د لېبرالیزم تیوري د جان لاک، ایمانوېل کانټ، ګروشېز او نورو په فلسفو کې نغښتل شوې ده. د دوی په باور، انسان لوڅ لپړ، پاک سپېڅلی بې‌ښو او بدو زېږي. انساني کرکټر او اخلاق د تجربو او زده‌کړو په مټ وده کوي. د بېلګې په توګه، جان لاک وايي: داسې وګڼئ چې ذهن لکه سپین کاغذ داسې دی، له هر ډول کرکټرونو او نظرونو پاک وي، نو دا بیا څرنګه تجهیزېږي؟ او دا له کوم ستر پلورنځي څخه [رنګ رااخلي چې] د بوخت او تخیلي انسان له خوا پرې نقاشۍ کېږي؟ د لاک په ګومان، انسان بې له کوم مورثي علم څخه نړۍ ته راځي او علم يې یوازې د وخت په تېرېدو سره په نړۍ کې د راکړې-ورکړې په نتیجه کې رامنځته کېږي. د دې ترڅنګ، لاک د علم د مورثي کېدو د نظر پرخلاف انسانان د ژوند، آزادۍ او ملکیت له طبیعي حقونو سره زېږېدلی ګڼي. ایمانوېل کانټ بیا انسان یو عاقل موجود ګڼي، چې اخلاقي مسولیت لري. د همدې نظریاتو پر بنسټ، دا فيلسوفان پر دې باور وو چې انسانان د شخړو پرځای همکاري غوره ګڼي.  

د نړیوالو اړیکو په برخه کې لېبرالېزم هم د ریالېزم په څېر دولتونه، په نړیوال سیاست کې اساسي لوبغاړي ګڼي. د دوی په ګومان، د دولتونو داخلي ځانګړتیاوې له یو بل سره توپیر لري او همدا توپير بیا د دولتونو پر چلنونو هم اغېزه کوي. د دوی په باور: هغه دولتونه چې داخلي جوړښتونه یې ډېموکراتيک وي، تر هغو جوړښتونو، چې پر دېکتاتورۍ او مطلق‌العنانۍ ولاړ وي، ډېره غوره دي. په دې ډول دوی د ښو او بدو دولتونو ترمنځ توپير کوي. که څه هم د لېبرالېزم نظریې ډېرې دي، خو درې نظریې یې اساسي دي: 

لومړی؛ د دولتونو ترمنځ د اقتصادي اتکا لوړه کچه د دغو دولتونو ترمنځ د جګړې امکان له منځه وړي. دا نظریه د یوشمېر وتليو اقتصادپوهانو، لکه آدم سمېټ، ډېوېډ ریکارډو، ایمانوېل کانټ او نورمن اېنجل په نظریاتو کې نغښتې ده. د دې نظریې پلويان وايي چې د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي راکړې ورکړې نورو ډولونو له امله به هر دولت ځان ګټيالی بولي. دغسې به د دوی ترمنځ د شخړې تاوان لا پسې زیات شي او په پای کې به دوی د همکارۍ او سولې خوا ته وهڅېږي. ایمانوېل کانټ په دې اړه وايي: د سوداګرۍ روح له جګړې سره جوړ نه دی؛ دا کار به ډېر ژر او یا هم په ځنډ په دولتونو کې ډېر ارزښت پيدا کړي. يوې خوا ته، نورمن اېنجل په ۱۹۱۰ کال کې د «ستر سُراب» په نامه کتاب ولیکه او استدلال يې پکې وکړ، چې د جګړو اقتصادي زیانونه او تاوانونه دومره ډېر دي، چې د دولتونو لپاره عاقل انتخاب نه دی. له بلې خوا، دی ګومان کوي چې د نړۍ ډېر هېوادونه په اقتصادي کچه پر یو بل ډېر متکي دي، نو ځکه يې ترمنځ جګړه د ټولو په زیان ده. له همدې امله دی وايي: که ورته وګورو، جګړه له اقتصادي نظره هېڅ منطقي کار نه دی. دا د ډېرې هېښتیا ځای دی، چې د دې کتاب تر چاپه څلور کاله وروسته په اروپا کې لومړۍ نړیواله جګړه ونښته. دغه جګړه د هماغو لوریو ترمنځ وه، چې له اقتصادي پلوه پر یو بل ډېر متکي وو. ځکه خو پر دې تیورۍ د ریالېستانو له خوا سختې نیوکې وشوې. ریالېستان وايي چې جګړې تر ډېره د ستراتيژيکو او سیاسي لاملونو پر بنسټ پېلېږي، نه دا چې هرومرو دې کوم اقتصادي لامل ولري. په دې کې وسایل، کانونه، د لارو کنټرول، واک‌زیاتونه او امنیتي اندېښنې ټول لاس لري. د دې نظریې پرضد بل توند استدلال د دولتونو ترمنځ د اقتصادي اتکا پر نامتوازنه اړیکه دی. يعنې تر څو چې د دولتونو ترمنځ نامتوازنه اقتصادي اتکا وي، تر هغې به يې دولتونه د سیاسي فشار د آلې په توګه د یو بل پرضد کاروي. د بېلګې په توګه، اروپا د انرژۍ په برخه کې په بشپړه توګه پر روسیې متکي ده، او روسیې هم تر ډېره د فشار د آلې په توګه د اروپایانو پرضد کارولې ده. بله بېلګه يې د ترانزيټ په برخه کې پر پاکستان د افغانستان اتکا ده چې اسلام‌آباد یې تل د کابل پر وړاندې د سیاسي فشار د آلې په توګه کاروي.   

دویم؛ د سولې ډیموکراتیکه تیوري؛ دا تیوري وايي چې تر نورو حکومتي سیستمونو ډېموکراتيک نظامونه له نورو ډېموکراتيکو سره کمې جګړې کوي. د دې تیورۍ پر بنسټ، ډیموکراتيک سيستمونه له یو بل سره د ګډو نورمونو، ارزښتونو او اداري خنډونو له امله تر ډېره له جګړې ځان ساتي. دلته له ګډو نورمونو او ارزښتونو څخه مراد آزادي، انساني حقونه، د قانون حاکمیت، د یو بل حاکمیت ته درناوی او نور دي. دلته له اداري جوړښتونو څخه موخه دا ده چې ډیموکراسي د ولسي رایو په مټ راځي، ځکه دا امکان زیاتېږي چې دوی تر نورو د جګړو لږ ملاتړ کوي. همدغسې، په ډيموکراسیو کې د پرېکړو بهير تر نورو نظامونو ډېر روڼ وي، ځکه خو له نورو ډېموکراسیو سره د جګړو شونتيا راټيټوي. ډېرې څېړنې د سولې ډيموکراتیکه تیوري تر ډېره صحیح ثابتوي. د بېلګې په توګه، بروس روزېټ او جان آونیل له ۱۸۱۶ کال څخه تر ۱۹۹۲ کال پورې شخړې تحلیل کړې دي. د دې څېړنې پر بنسټ، دوه ډيموکرت نظامونه تر نورو نظامونو له لس چنده کم له یو بل سره په جګړه ورغلي دي. په همدې خاطر نومیالی ریالېست میرشایمر په خپل کتاب «د سترو ځواکونو د سیاستونو تراژېدي» کې دا نظریه د ریالېزم پر ضد مخامخ ننګونه ګڼلې. خو له دې هر څه سره سره، پر دغه نظریې هم کلکې نیوکې شته. لومړی، د ډیموکراسۍ تعریف دی. ځکه په ډېرو څېړنو کې د ډیموکراتو هېوادونو تعریف له یو بل سره توپیر لري. دویم، په نړۍ کې د ډيموکراسۍ تاریخ دومره اوږده مخينه نه لري، بلکې یوازې په شلمه پېړۍ کې تر ډېره بلوغ ته رسېدلې. درېیم، که څه هم ډیموکرات به له یو بل سره کمې جګړې کوي، خو د ډیموکراتيکو له خوا پر ناډیموکراتیکو دولتونو هم ډېر تېري شوي دي. څلورم، په دې تېورۍ کې تر ډېره درېیم فکتور (دلته لومړی فکتور ډیموکراسي او دویم فکتور جګړه/سوله ده) له پامه غورځول شوي. د بېلګې په توګه اقتصادي پرمختیا – د دې نظریې پلويان ادعا کوي چې اصلاً دا په ډيموکراتیکو هېوادونو کې اقتصادي پرمختیا ده، چې هم يې د ډيموکراسیو د ودې او هم د دوی ترمنځ د جګړو د کمښت شونتيا زیاته کړې ده.    

درېیم؛ نړیوال سازمانونه او ادارې د دولتونو ترمنځ د همکارۍ امکان ډېروي، ځکه خو د جګړې شونتيا هم راکموي. دلته نړیوالې ادارې کوم خپلواک سیاسي بنسټونه نه دي چې پر ټولو دولتونو دې خپل مقررات يو شان پلي کړي، بلکې دا بنسټونه د هغو مقرراتو ټولګې دي، چې تر ډېره د ټولو دولتونو له خوا په ګډه جوړې شوې دي. د رابرټ کیوهان په اند، دولتونه د کومې «قربانۍ» او یا هم له نورو څخه د ځان د راایسارولو لپاره دا ډول نړیوال مقررات نه جوړوي بلکې تر شا يې تطبیقي عوامل هم دي. دا ډول مقررات په نړیوالو اړیکو په تېره سوداګرۍ، امنیت او چاپېریال‌ساتنه کې ثبات راولي. همدارنګه، دا ډول مقررات د هغو اضافي لګښتونو په راکمولو کې هم مرستندوی وي، چې د ډيپلوماسۍ، مذاکراتو او د هغو د پلي کولو له امله راځي. دولتونه نور اړ نه وي چې په جلا جلا له هر دولت سره پرې بحثونه وکړي. کیوهان په دې اړه د برېټن ووډز سیستم او د سوداګرۍ او تعرفې عمومي تړون راپه ګوته کوي. د نړیوالو مقرراتو بله ګټه دا وي، چې د وړیا سپرلۍ ستونزه هم حلوي. يوه بېلګه يې د چاپېریال‌ساتنې برخه ده، چې ټول هېوادونه اړ دي، چې په ګډه په نړۍ کې د اقلیمي بدلون زيانونه راټيټ کړي او په اړه يې تر خپله وسه مسوول واوسېږي. په نړیوالو مقرراتو کې د دې بېلګه د مونټریال پروتوکول يادولای شو، چې د اوزون پوړ د ساتنې لپاره يې هغه بې‌شمېره مواد ورو ورو بېخي ختم کړل چې دا پوړ يې تخریباوه. له همدې امله د چاپېریال‌ساتنې په برخه کې تر اوسه تر نورو ډېرو تړونونو دا پروتوکول ډېر بریالی و. 

خو د نړیوالو اړیکو نور مفکرین دا هم ننګوي. د ریالېستانو په اند، نړیوالې ادارې د سترو ځواکونو ترمنځ د سیالۍ ډګرونه دي. دوی تر نورو بې‌تناسبه نفوذ لري. لويه بېلګه يې د ملګرو ملتونو په امنیتي شورا کې د وېټو پينځه هېوادونه دي، چې دا د سترو ځواکونو لاسبري هم راښيي. ریالېستان دا هم وايي، چې که دا ډول مقررات او ادارې د سترو ځواکونو په لاره کې خنډ شي، نو دوی ترې سر غړوي. د بېلګې په توګه، په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د امریکایانو برید، د ملګرو ملتونو له اجازې پرته شوی و. له دې ورهاخوا، ستر ځواکونه د نړیوال بانک او د پيسو نړیوال صندوق له لارې نور کمزوري هېوادونه د پورونو او ورپورې تړليو شرایطو په مټ له ځان سره همغږي کوي چې د شتمنو هېوادونو لومړیتوبونه وپالي.

error: Content is protected !!