ولې نن له تېر سره پرتله کوو؟ په سیاست کې د تشبیهاتو کارونه – ایوان کراستیف

ایوان کراستیف
ایوان کراستیف (Ivan Krastev) د بلغاریا نوموتی سیاسي عالم او د معاصرې اروپا د سیاست او دموکراسۍ د بحثونو یو مخکښ مفکر دی. هغه د Centre for Liberal Strategies مشر دی او په ویانا کې د Institute for Human Sciences دائمي غړی هم دی. دغه راز، ښاغلی کراستیف د European Council on Foreign Relations بنسټیز غړي ترڅنګ د نړیوال بحران د ډلې (International Crisis Group) د بورډ غړیتوب هم لري.
ده د اروپا د سیاست، ډیموکراسۍ، نړیوالو اړیکو او د فساد ضد تګلارو په برخه کې پراخې څېړنې کړي دي. د هغه لیکنې په نړیوالو ژورنالونو او ورځپاڼو کې خپرې شوي او په The New York Times کې کالم لیکونکی هم دی.
لیکوال: ایوان کراستیف
ژباړه: د جیو افغانیکا د نړیوالو اړیکو مرکز
د سړې جګړې تر پای وروسته یو شمېر مشهورو مفکرینو د راتلونکي نړیوال نظم د بڼې په اړه نظریات خپاره کړل. د فرانسیس فوکویاما “د تاریخ پای؟” (۱۹۸۹)، د ساموئل هنتینګټن “د تمدنونو ټکر؟” (۱۹۹۳)، د کن جاوېټ “له لینینیزمه وروسته؛ نوې نړیواله ګډوډي” (۱۹۹۱) او د هانس مګنوس انزنسبرګر “کورنۍ جګړې” (۱۹۹۴). دا ټولې هڅې د نړیوال نظم د وړاندوینې له پاره وې. په تېرو درېیو لسیزو کې، که څه هم د دوی وړاندوینې تل سمې نه وې، خو ډېرو مفکوروي بحثونو یې د پالیسۍ په عمومي چوکاټ کې ځای وموند.
خو زموږ په اوسني جیوپولیټیک واقعیت کې د راتلونکي تصویر د تېر وخت له تشبیهاتو سره بدل شوي. د تاریخي تشبیهاتو له لارې فکر کول د معاصرې اندېښنې پر وړاندې د غبرګون یوه عامه لاره ګرځېدلې ده. داسې ورځ به نه وي تېره چې موږ دې د اروپا د جګړې د کلونو، د ۱۹۷۰مو کلونو کړکېچنو کلونو یا ان د لرغوني تاریخ یادونه ونه کړو. اېلن ماسک اعتراف کوي چې د روم د امپراتورۍ د زوال په اړه فکر نه شي پرېښودلی. هغه دا جمله ډېره تکراروي: “روم ځکه ړنګ شو، چې رومیانو د رومیانو زېږول بند کړل.” د ده په اند، د لومړۍ پېړۍ له پیل سره په روم کې د زېږون کچې راکمېدل له ننني نړیوال حالت سره مستقیم تړاو لري. یعنې، دیموګرافيک تقدیر دی.
ځینې شنونکي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۱مې پېړۍ د اندرو جکسن معادل بولي. جکس د ۱۹مې پېړۍ پاپولېسټ ولسمشر و. په ختیځه اروپا کې، په امریکا کې ناڅاپي سیاسي بدلونونه د شوروي اتحاد د له منځه تللو له حالت سره پرتله کېږي. له همدې امله، ډېری خلک دا وضعیت د امریکا د ځواک د بحران نښه هم ګڼي. چینپېژندونکي بیا د چین د تاریخ له تشبیهاتو سره مخ دي. د چین یو پیژندل شوی متخصص، اورویل شېل، په فبرورۍ کې ولیکل چې که څه هم ماو زېدونګ، چې په چین کې یې قوي فرهنګي انقلاب پیل کړ، له ټرمپ سره د جغرافیې، ایډیالوژۍ یا وېښتو له اړخه ورته والی نه لري، خو دواړه د “پاڅون اجنټان” بلل کېدای شي.
خو، ایا تاریخي تشبیهات واقعاً پر اوسني وضعیت د پوهېدو لپاره ګټور وي؟ او ایا موږ سم تشبیهات انتخابوو؟
د سیاسي علومو پوه رابرټ جېرویس ډېر وخت مخکې ویلي وو چې سیاستوال معمولاً هغه تشبیهات غوره کوي چې د دوی له مخکېنیو باورونو سره همغږي وي، چې دا بیا کله ناکله ناسمو پرېکړو ته هم لاره پرانیزي. دا خبره سمه ده. ځینې بې بنسټه تاریخي تشبیهات منفي پایلې لري. په امریکا کې د ویتنام او عراق د فاجعه راوړونکو پرېکړو پر مهال، د ۱۹۳۰مې لسیزې د ویمار جرمني له تشبیه څخه، چې فاشیزم ته اشاره کوي او د ۱۹۳۸ د مونیخ تړون، چې د تسلیمېدو سمبول ګڼل کېږي، څخه پوره کار واخیستل شو.
خو تشبیهات یوازې له دې امله زړه راښکونکي نه وي چې دا ورته والی ښيي، بلکې دا له دې کبله هم زړه راښکونکي دي چې له موږ سره د توپيرونو په روښانه کولو کې مرسته کوي. د ټرمپ د پروګرام انقلابي روحیه د شوروي د مشر ګورباچوف د “پروستاریکا” له پالیسۍ سره واضح توپیر لري. روسي نخبهګان ټرمپ د ګورباچف په څېر شخصیت بولي، چې د امریکا دننه نظام ته به صدمه ورسوي. همداسې، د ټرمپ او د چین د فرهنګي انقلاب ترمنځ پرتله هم پر سطحي استدلال ولاړه ده. ټول تشبیهات په مساوي توګه ارزښت نه لري.
د تاریخي تشبیهاتو مروج استعمال یوازې د تېر په اړه زموږ د برداشتونو تابع نه ده، بلکې دا د شرایطو له مخې هم کیدای شي. په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې له خوا د کریمیا نیولو پر وړاندې د لویدیځ غبرګون ښايي له دې کبله هم اغېزمن شوی وي چې دا کال په هممهاله توګه د لومړۍ نړیوالې جګړې سل کلنه کلیزه هم وه. او د دې کلیزې د لمانځلو لپاره تولید شوي کلتوري محصولاتو سیلاب یو فکري بحث هم راپارولی و، چې ځینو پکې استدلال کاوه، چې موږ باید د بېغورۍ نه، بلکې د افراطي غبرګون له ښودلو ووېریږو.
ښايي پر دې هم بحث وشي، که په ۱۹۸۹ کال کې د برلین دېوال نړېدل د فرانسوي انقلاب له ۲۰۰مې کلیزې سره هممهاله نه وای، نو د مرکزي او ختیځې اروپا د بدلونونو تعبیر به شاید بل ډول وای؟ کوم څه ته چې موږ نن “انقلاب” وایو، که دا بدلون په ۱۹۷۹ کې راغلی وای نو کېدای شي موږ ورته نور نومونه ورکړي وای لکه: د دولت سقوط، د امپراتورۍ ستړیا یا ان د مستبد نظام پر وړاندې ټولنیزه مبارزه؛ خو دا حتمي نه وه چې موږ د “انقلاب” نوم ورکړی وای.
که څه هم تاریخي تشبیهات خطرناک او کله نا کله تصادفي وي، خو دا فکري وسایل دي چې د پالیسۍ جوړوونکو له پاره د انتخابونو نقشه برابروي. له نورو تحلیلي وسایلو سره په پرتله، تشبیهات دا ښيي چې سیاستوال د یو مشخص بحران پر وړاندې څنګه احساس لري او دا د بحران شدت اندازه کوي. د بېلګې په توګه له ۱۹۳۰مې یا ۱۹۷۰مې لسیزې سره د نن ورځې پرتله کول یو خاص ډول اندېښنه او وارخطايي څرګندوي.
او که څه هم د شکمنو تشبیهاتو استعمال بېشمېره بدې پرېکړې هم زیږولي، خو همدا تشبیهات د لورموندنې (مسیرموندنې) او ګډوډۍ د بحران ماتولو پر مهال ګټور ګڼل کېږي. تاریخي تشبیهات د معلوماتو د تنظیم او د نړۍ د درک لپاره فکري چوکاټ وړاندې کوي. دا له سیاستوالو سره مرسته کوي چې حال له ماضي سره وصل کړي، پېچلی وضعیت ساده کړي او له همدې ځایه له نااشنا حالت سره یو اشنا حس رامنځته کړي.
همداراز، په اوسني وخت کې تاریخي تشبیهات یو څو جلا ګټې هم لري. له سړې جګړې وروسته، د نړۍ د نظم د وړاندوینو برعکس، تاریخي تشبیهات لږ اروپايي محوره شوي او دمګړې پر بېلابېلو ملي تاریخي تجربو ولاړ دي. د سړې جګړې تر پایه، د لویدیځ لیبراله دیموکراسي د نړۍ لپاره نمونه بلل کېده او دا چې د اروپا یا امریکا نه بهر خلکو، د خپلو رادیکالو بدلونونو په اړه څه فکر کاوه، ډېره لږه توجه ورته کېده.
اوس دا پوهه مخ پر زیاتېدو ده چې موږ نه شو کولای دا متحوله نړۍ په سمه توګه درک کړو که چېرې موږ له هغو تاریخي تشبیهاتو ناخبره واوسو چې د نړۍ په بېلابېلو کونجونو کې کارول کېږي. موږ له دې حقیقته هم سترګې نه شو پټولی چې که څه هم په نړیوال نظم کې روان بحران د لویدیځوالو لپاره د فاشیزم له بیا راتګ سره تشبیه کېږي، خو همدا بحران بیا په چین کې د “سپکاوۍ پېړۍ” ته د پای ټکی ايښودلو په توګه لمانځل کېږي او همدا بیا د چینایانو لپاره مطلوبه هم ده.
تاریخي تشبیهات د ایډیالوژیو او تیوریو په پرتله د ډلهیز فکر (groupthink) تر اغېزو لاندې کم راځي. د سیاسي علومو پوه یون فونګ خونګ(Yuen Foong Khong) د ویتنام جګړې پر مهال د امریکا پرېکړهنیونه په ژوره توګه د تشبیهاتو جګړه بللې ده. سیاستوالو او ستراتیژیستانو به خپل دریځونه د بېلابېلو تاریخي تشبیهاتو په وسیله پیاوړي کول. د تاریخي تشبیهاتو پر بنسټ فکر کول د ډیموکراتیکې پرېکړې کولو بهیر مشروطوي، ځکه دا د سیاسي ارتباطاتو په پیاوړتیا کې مرسته کوي. د انتزاعي تحلیلي مفاهیمو په پرتله، تاریخي تشبیهات د پرېکړې کولو نړۍ د تاریخي څېرو او جزیاتو پر ډګر بدلوي، او له همدې ځایه دا د عامه خلکو لپاره د تاریخي تشبیهاتو پرمټ استدلالونه عام فهمه ګرځوي.
د اوسني حالت ستونزه دا نه ده چې سم تشبیهات ومومو، بلکې اصلي ستونزه دا ده څو دا درک کړو چې څرنګه بېلابېل او متضاد تشبیهات د پرېکړو په کولو کې نفوذ او اغېز پیدا کوي. یعنې تشبیهات په سمه توګه معاینه کړو او له دې لارې پر راتلونکو سیاسي احتمالاتو پوه شو.
که د چین ولسمشر شي جینپینګ دا باور لري چې «همدا مهال داسې بدلونونه روان دي چې په تېرو سلو کلونو کې یې ساری نه لیدل کېږي»، نو ډېر امکان لري چې دی د ټرمپ نړۍ د هغې بېنظمۍ او د جنګسالارانو د واکمنۍ د دورې له لیدلوري تحلیلوي، چې د چین پر کمونېستي انقلاب پای ته ورسېده. که چېرې ولادیمیر پوتین په لویدیځ کې اوسنی ګډوډ حالت د ۳۵ کاله وړاندې د کمونېستي بلاک له ړنګېدو سره پرتله کوي، نو دی به دې پایلې ته ورسېږي چې د لویدیځ د سقوط تصور به پیاوړی کړي. او که ختیځه اروپایان همدا انګېرنه (په لویدیځ کې اوسنی ګډوډ حالت) د خپلو تجربو له مخې تعبیر کړي، نو موږ به ډېر ژر درک کړو چې دوی د اروپایي اتحادیې د راتلونکي په اړه څه فکر کوي. د هنګري لومړی وزیر ویکتور اوربان په پرله پسې ډول د اروپایي اتحادیې پرتله له شوروي اتحاد سره کوي. دی لږ تر لږه په دې اړه داسې وضاحت ورکوي چې اروپايي اتحادیه به په حتمي توګه ړنګېږي او هنګري باید دې حالت ته چمتو وي.
په یوې داسې نړۍ کې چې نړیوالې سیاسي ایډیالوژۍ نور د سترو جیوپولیټیکو لوبغاړو شخصیتونه نه جوړوي، تاریخي تشبیهات د بهرني سیاست له ریالیزم وراخوا د تګلارې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کوي. ځکه په ریالیزم کې سیاسي پرېکړې یوازې د یو یا څو واحدو عواملو پر بنسټ تحلیلېږي، خو تاریخي تشبیهات لکه څرنګه چې تاریخ پخپله بېلابېل رنګونه لري، همدومره متنوع دي.
د تاریخي تشبیهاتو پر مټ استدلال کول ښايي دا هم ثابته کړي چې په متحده ایالاتو کې روان وضعیت واقعاً یو انقلاب دی. د ټرمپ د تصور له مخې، یوازې د امریکا تر مشرۍ لاندې د لیبرال نظم ویجاړول به وکولای شي د دې هېواد نړیواله برتري ټینګه وساتي. یعنې یوازې د میلیاردرانو په مشرۍ د پانګوالو ضد یو انقلابي خوځښت کولای شي پانګوالي وژغوري. د ټرمپ انقلاب د یوتوپیايي تصوراتو پر ځای د تاریخي تشبیهاتو په وسیله ښه توضیح کېدای شي، او دا زموږ دا احساس پیاوړی کوي چې موږ د جوسپه توماسي دي لامپېډوزا (The Leopard) د سبک په شان یو انقلاب تجربه کوو، هغه انقلاب چې «د دې لپاره چې هر څه هماغسې پاتې شي، باید هر څه بدل شي.»