د نړیوالو اړیکو د تاریخي ماده پرستۍ تیوري – احمدالله ارچیوال

احمدالله ارچیوال
احمدالله ارچیوال په ۲۰۰۴ کال کې له پېښور پوهنتونه په ژورنالېزم او په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا له نیوسکول پوهنتونه د نړیوالو چارو په برخه کې ماسټرۍ ترلاسه کړي. دا راز، نوموړی «د خدایې خدمتګار کلتوري اغېزې» او «ولسي مبارزې (عدم تشدد)» کتابونو لیکوال هم دی. ښاغلی ارچیوال له تېرو دوو لسیزو راهیسې، د امریکا د سولې په انستیتوت، یوناما، د افغانستان ټاکنو کمیسیون کې د عامه پوهاوي د رییس او کارډان پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې د استاد په توګه دندې ترسره کړي دي.
لیکوال: احمدالله ارچیوال
دا تیوري د تنقیدي تیورۍ یوه بڼه ده. په دې لیکنه کې زه د دې تیورۍ په فلسفي اړخ ژور بحث نه کوم، بلکې هڅه کوم د نړیوالو اړیکو په اړه د دې تیورۍ لیدلوری روښانه کړم. دلته زموږ هدف دا دی، چې د دې تیورۍ له زاویې دا پوښتنه ځواب شي چې څه شی نړیوال سیاست او یا د هېوادونو ترمنځ اړیکې تعریفوي؟ دا تیوري ځکه مهمه ده چې په نړیوالو اړیکو کې یې ځینې شته باورونه ننګولي دي. نه یوازې دا، بلکې دا د سیاسي اقتصاد له لارې جغرافیه، ټولنپوهنه او نور بحثونه هم نړیوالو اړیکو ته ورګډوي (تانسېل، ۲۰۲۱). سره له دې چې په نړیوالو اړیکو کې دا د تنقیدي تیورۍ د یوې برخې په توګه څېړل کېږي، هسټاریکل یا تاریخي مېټریالیزم له نوي یا نیو مارکسیزم سره تړاو لري، او د دې اصطلاح ریښه د مارکس او اینګلز له افکارو اخیستل شوې ده.
د بحث د لا روښانتیا لپاره به ټولنپوهنې ته لږ سر ورښکاره کړو. د ټولنې د نظم په اړه پوښتنې تل د انسان د فکر او بحث موضوعات پاتې شوې. انساني ټولنه څنګه پرمختګ کوي؟ د دې پرمختګ لامل څه دی؟ ایا په ټولنه کې بدلونونه فطري دي او که د بې پرې قوانینو له لارې رامنځته کېږي؟ دا ډول پوښتنې تل مطرح کېږي. د هسټاریکل مېټریالیزم د څېړلو لپاره، د دغو پوښتنو د ځواب موندلو په برخه کې په بېلابېلو وختونو کې بېلابېلې تیورۍ وړاندې شوې دي. دلته زه یوازې د افانسووف (۲۰۲۳) د بحث لنډیز وړاندې کوم.
د نوموړي په وینا، له مارکسیزم وړاندې د بشري ټولنې د نظم تیورۍ پر ارزښتونو او اصولو ولاړې وې. په دغو تیوریو کې، ځینو د ټولنې نظم له الهي احکامو او ارادې سره تړلی ګاڼه، ځینو نورو بیا د نړۍ نظم پر اصولو او ارزښتونو متکي ګاڼه. یو شمېر پوهانو د دغو قوانینو په عملي کېدو کې د پاچایانو، پوځي قوماندانانو، علماوو او نورو مهمو شخصیتونو رول ته ارزښت ورکاوه. سره له دې چې د مارکس او اینګلز وړاندې هم، ځینو پوهانو د دغو ایډیالیستي تیوریو ننګونه کړې وه، خو دوی دواړه د هسټاریکل مېټریالیزم د بنسټګرو په توګه پېژندل کېږي. دا تیوري د بل هر څه په پرتله په انساني ژوند کې ماده پرستۍ ته لومړیتوب ورکوي.
دا تیوري ټینګار کوي چې انسانان د علم، فلسفې او د ژوند په نورو چارو کې له ښکېلېدو وړاندې اړ دي چې خوراک، لباس او سرپناه ولري. د تولید ډول، کارګره طبقه، او د کارګرې طبقې او پانګوالو ترمنځ کشمکش د دې تیورۍ اساسي توکي دي (افانسووف، ۲۰۲۳). مارکس او اینګلز کارګره طبقه د بشري تاریخ اصلي معماران بولي او وایي چې همدا په میلیونونو کارګران او عادي وګړي مادي دولت رامنځته کوي، او د خپل کار او زیار په پایله کې د بشري ژوند دوام او پرمختګ تضمینوي.
د دې بحث سره تړلی یو بل فلسفي چوکاټ هم باید روښانه شي، او هغه له ډایلېکټیکل مېټریالیزم سره د هېسټاریکل مېټریالیزم نه شلېدونکې اړیکه ده. د دې نظر له مخې، ماده د حقیقت یو بنسټیز توکی دی، او نظریات او افکار د مادي حقیقت تابع دي. د دې مفهوم له مخې، حقیقت د تضاداتو محصول دی، او د دغو ټکرونو پایله د تاریخ لوری ټاکي (کوکس، ۱۹۸۱).
د موضوع د لا روښانتیا لپاره اړینه ده چې دا مفهوم لږ وڅېړل شي. په دې اړه د کوکس وضاحت ته مراجعه کوم: ٬٬ په منطقي کچه، ډایلېکټیک هغه پروسه ده چې د مخالفو نظریاتو د ازمایلو لپاره د افهام او تفهیم له لارې ترسره کېږي. د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره، په دوامداره ډول تیوریکي مفاهیم د نړۍ له واقعي شرایطو سره پرتله کېږي، او که اړتیا وي، د حقیقت له بدلېدو سره دغه مفاهیم هم بدلېږي. د مفاهیمو د بدلولو یوه بله پروسه دا ده چې هر مفهوم په بنسټیز ډول خپل مخالف مفهموم په ځان کې لري، او اصلي مفهوم او مخالف یې دواړه د هغه حقیقت یوه برخه له ځانه سره لري چې د موندلو هڅه یې کېږي. ریښتیا تل بدلېدونکي دي او په یوه ټاکلي تعریف کې نه راټولېږي.٬٬
که تاریخي اړخ ته یې مراجعه وشي، ډایلېکټیک د پرمختګ هغو بېلابېلو لارو ته اشاره کوي چې په ځانګړو تاریخي شرایطو کې رامنځته کېږي. ځینې پوهان هېسټاریکل مېټریالیزم د ډایلېکټیکل مېټریالیزم یو ډول بولي چې تاریخ ته د ډایلېکټیکل مېټریالیزم له زاویې څخه ګوري. پورته تیورۍ، د مذهب او ملتپالنې په ګډون، د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره ګڼې نورې پدیدې له پامه غورځوي، او همدا لامل دی چې مارکس او د هغه پلویان له ډول ډول نیوکو سره مخ شوي دي (کوهن، ۱۹۸۳).
د نړیوالو اړیکو د هیسټاریکل میټریالیزم تیوري
سره له دې چې د کمونیزم په منشور کې د هېوادونو اړیکو ته ډېر ارزښت نه دی ورکړل شوی، خو بیا هم مارکس او اینګلز د نړیوال دولتي نظام په اړه خبرې کړې دي. دوی په کور دننه د مزدورانو او نړیوالو تمایلاتو لرونکو پانګوالو ترمنځ ټکر او سیالي د دولتونو ترمنځ د بالقوه لانجو یو لامل ګڼلی دی (لینکلاسټر، ۲۰۰۶). په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰مه لسیزو کې د نړیوالو اړیکو په اړه یو لړ مارکسیستي تیورۍ راڅرګندې شوې.
د همدې له امله، هېسټاریکل مېټریالیزم نړیوالې اړیکې او تاریخ د اقتصادي او مادي شرایطو له زاویې څېړي. دا تیوري استعماري سیالي د نړیوال سیاست مرکزي فکتور ګڼي (سټیرلینګ فوکر، ۲۰۰۶) او د لنډ او محدود دودیز چاپېریال پر ځای، د پانګوالو او کارګرو اړیکې نړیوال ډګر ته غځوي. هېسټاریکل مېټریالیزم د ټولنو د بېلابېلو طبقو (پانګوالو او کارګرو) اړیکې د نړیوالو شرایطو په پراخ چاپېریال کې څېړي (تانسېل، ۲۰۲۱).
د نړیوالو اړیکو پخوانۍ تیوریانې استعمار د پوځي او سیاسي سلطې یوه بڼه ګڼي چې له پانګوالۍ او اقتصادي موخو سره تړاو نه لري. دا تیوریانې پدې باور دي چې د دولت کړنې له ولسي رایو، د بیلابېلو ډلو د ګټو، ګډو اصولو او نورمونو، او یا د جغرافیایي واحد له نورو مجبوریتونو سرچینه اخلي. په بل عبارت، دوی استعمار له اقتصاده جلا د سیاسي او پوځي واک د یوې ټولګې په توګه تعریفوي.
د دې برعکس، هېسټاریکل مېټریالیزم د دولت او پانګوالې طبقې ترمنځ یوه طبیعي او نږدې اړیکه ویني چې د کورنیو او بهرنیو اړیکو ترمنځ واټنونه راکموي (کافورني، ۲۰۰۶). د دې تیورۍ له مخې، د دولت بهرنۍ او کورنۍ تګلارې د دولت او پانګوالې طبقې ترمنځ د قوي اړیکو پایله ده. په دې چوکاټ کې، استعمار د پانګوالي نظام محصول ګڼل کېږي، چې دا لید د نړیوالو اړیکو له برلاسه تیوریو سره په ټکر کې دی. د نړیوالو اړیکو برلاسه تیورۍ؛ استعمار د اقتصادي او پانګوالي نظام له موخو جلا، د پوځي او سیاسي واک یوه بڼه ګڼي (سټیرلینګ فوکر، ۲۰۰۶).
د دې تیورۍ له مخې، په پانګوالي نظام کې پانګوال د سیسټم واګې په لاس کې لري. دولت په کور دننه ډېری وخت د پانګوالو ترمنځ په شخړو کې بې پرې پاتې کېږي، خو په نړیواله کچه د پانګوالو لخوا د دولت راټولولو موخه دا ده چې بهرنی سیاست او استعماري سیالۍ ته یې شامل کړي (سټیرلینګ فوکر، ۲۰۰۶؛ لاچر، ۲۰۰۲). دا تیوري د پانګوالو هېوادونو ترمنځ سیالي د نړیوال سیاست یوه پرېکنده او مهم فکتور بولي (کافورني، ۲۰۰۶).
له نورو تیوریانو سره يې پرتله
د پخوانیو تیوریانو برعکس، هېسټاریکل مېټریالیزم خپلواک دولتونه په نړیوالو اړیکو کې د څېړنې بنسټیز واحد نه ګڼي، بلکې دولت یوازې هغه مهال مهم بولي، چې د پانګې په راټولولو کې رول ولري یا د هغې د راټولولو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي (سټیرلینګ فوکر، ۲۰۰۶).
دا تیوري د نړیوالو اړیکو د سیسټم له تیورۍ سره ځینې ګډ ټکي لري. دواړه اقتصادي بدلون د نړیوال سیاست د پرمختګ اصلي لامل ګڼي او نړیوال نظام د پانګوالي سیسټم تر واک لاندې بولي. دواړه په دې باور دي چې نړیوالې اړیکې باید د همدې سیسټم له زاویې وڅېړل شي، او دواړه د تولید د ډول له بدلون سره د پانګوالي سیسټم د زوال وړاندوینه کوي.
سره له دې، دواړه تیورۍ پر دې ټینګار کوي چې پانګوالي سیسټم بالاخره د استثمار او د طبقو ترمنځ د سیالۍ لامل ګرځي، خو د نړیوال سیسټم د تیورۍ مخکښان لکه جان هوبسن، روسا لوګزامبورګ، روډولف هیلفرډینګ او لینن په تفصیلي توګه دا روښانه کوي چې پانګوالي څنګه استعمار ته لاره هواروي (۱).
د دواړو ترمنځ د ګڼو توپیرونو ترڅنګ، د ایپیسټیمالوژۍ یا د پوهې د نظریې په برخه کې توپیر تر ټولو څرګند دی. د نړیوال سیسټم تیوري ایپیسټیمالوژي له پوزیټیویزم وروسته ایپیسټیمالوژي نه ده، خو د هېسټاریکل مېټریالیزم ایپیسټیمالوژي له پوزیټیویزم وروسته پړاو پورې تړاو لري. کوکس او سینسلار (۱۹۹۶) دا تیوري د بدلون له اړخه ډیالیکټیکه بولي، خو د موخې او مانا په تشریح کې یې پر تفسیر او تعبیر ولاړه ګڼي.
هېسټاریکل مېټریالیزم په مستقیم ډول د کارل مارکس او فریډریک اینګلز له فلسفې اخیستل شوی (لاچر، ۲۰۱۶). سره له دې، یو شمېر پوهان د مارکسیزم او هېسټاریکل مېټریالیزم ترمنځ د اړیکو په تعریف کې له ستونزو سره مخ دي. د برنس په وینا، تر ډېره وخته هېسټاریکل مېټریالیزم او مارکسیزم نږدې او ورته تیورۍ ګڼل کېدې، خو دې نظر اوس بدلون موندلی دی. د جرمین په باور، که هېسټاریکل مېټریالیزم د موضوعیت (subjectivity) مسأله جدي ونیسي، نو دا تیوري د مارکسیزم په پرتله پراخه ده. د نوموړي په وینا، د دې دواړو ګډول به موږ له ستونزې سره مخ کړي، ځکه کېدای شي هېسټاریکل مېټریالیزم له خپل مارکسیستي بنسټ مخکې، وروسته او ان له غیر مارکسیستي بڼو سره ګډه شي (برنس، ۲۰۱۰).
د نورو تیوریانو په پرتله، هېسټاریکل مېټریالیزم د ټولنیز حقیقت د یو ټولیز او پراخ تصویر له مخې د څېړنې سپارښتنه کوي. دا تیوري د نړۍ د ټولو دولتونو ترمنځ اړیکو ته په یوه وخت کې ګوري. د سټیرلینګ فوکر په وینا، دا تیوري په تاریخي او سیسټماټیک ډول هغه فکتورونه څېړي چې نورې تیورۍ یې یا له پامه غورځوي او یا پرې یوازې هغه مهال بحث کوي چې د نړیوال نظام له محوري هېوادونو سره تړاو ولري.
هېسټاریکل مېټریالیزم د «انحصار یا اتکا تیورۍ» (Dependency Theory) میراث ګڼل کېږي. د انحصار تیورۍ له مخې، د هېوادونو بېوزلي یوازې د هغوی د کورنیو شرایطو پایله نه ده، بلکې دا نړیوال لاملونه هم لري. د دې تیورۍ له نظره، د یوه هېواد اقتصادي وضعیت د هغه په نړیوال سیسټم کې له موقعیت سره تړاو لري. که یو هېواد د محوري ګروپ برخه وي، هغه به تولیدوونکی او پرمختللی وي. خو که د نړۍ له جنوب سره تړاو ولري، نو مصرفوونکی، بېوزلی، د غیر مسلکي کارګرانو لرونکی او د محوري هېوادونو د فابریکو لپاره د خامو موادو تولیدوونکی به وي.
لاچر د دې حالت پروسه داسې تشریح کړې. په نړیواله کچه، انفرادي دولتونه خپل ځواک داسې کاروي چې نړیوال رقابت د خپلې پانګې په ګټه او د نورو هېوادونو په زیان مدیریت کړي. دا چارې د اسعارو، د پولو کنټرول ، او نورو وسیلو له لارې تر سره کېږي. په دې ډول، په نړیواله کچه انفرادي پانګوال یو له بل سره سیالي نه کوي، بلکې دا یو سیسټم دی چې دولتونه پکې له یو بل سره سیالي کوي.
کافروني (۲۰۰۶) هم ورته نظر لري. په پانګوالو هېوادونو کې منتخب چارواکي د خپلو سیاسي ګټو او د بیا ټاکل کېدو لپاره اړ دي چې د پانګې د راټولولو لپاره په کور دننه لازم شرایط رامنځته کړي. له همدې امله دولتونه د پانګې د راټولولو لپاره نړیوال ډګر ته ورننوځي. په کور دننه، دولتونه د شتمنو او پیاوړو قشرونو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره د هغوی د پانګې د زیاتولو هڅې کوي. ووډ (۲۰۰۲) دا سیالي په نړیواله کچه دوامداره ګڼي، چې مانا یې دا ده چې دا ډول رقابت د نړیوالو اړیکو یوه نه پایېدونکې ځانګړنه ده.
خو خبره تر دې وړاندې ځي. د پخوانیو تیوریانو برعکس، هېسټاریکل مېټریالیزم دولت او بازار له یو بله نه بېلېدونکي پدیدې بولي. دا تیوري پانګوالي سیسټم د تولید او اضافي تولید د استخراج په پروسه کې د زور پر نه کارولو ټینګار کوي. نه یوازې دا، بلکې دولت او بازار دواړه د پانګوالۍ د اړیکو اړین عناصر ګڼل کېږي. د سیاسي ځواک د دې معاصرې بڼې د ځای بدلون، چې په مستقیم ډول د پانګوالۍ د انفرادي زبېښاک سره تړاو نه لري، هماغومره ټولنیز اهمیت لري لکه بازار (لاچر، ۲۰۰۳).
خو سره له دې هم، د نړیوالې سیالۍ د مهارولو هڅې روانې وي. نړیوال هېژمون (۲) هېوادونه د اصولو، سیاسي او پوځي څار، او یا هم د بېلابېلو هېوادونو د نړیوالو پانګهوالو له لارې د دغې سیالۍ تخریبي اړخونه کنټرولوي. د دې تیورۍ له مخې، نړیوال سیاست پر اقتصادي بدلون ولاړ دی.
د ځواکمنو هېوادونو لخوا د نړیوالو بازارونو د کنټرول بڼه د وخت په تېرېدو بدلېږي. د نولسمې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په پیل کې، هغه مهال چې د بریتانیې استعمار مخ پر ځوړ و، د استعمار په کلاسیکه بڼه کې هېوادونه د خامو موادو، وسایلو، بازارونو ته د لاسرسي او ارزانه مزدورانو د ترلاسه کولو هڅه کوله. کافروني وايي چې د استعمار دغه بڼه بدله شوې؛ اوس مخکښ استعماري هېوادونه د مزدورانو د تولید او د بازار د نظم د ساتلو لپاره پر مساعدو ټولنیزو او سیاسي شرایطو تمرکز کوي.
د تولید ډول (mode of production) د هېسټاریکل مېټریالیزم مهمه برخه ده، یعنې څه ډول د بقا لپاره اړین توکي د بشري ځواک په وسیله تولید او کنټرولېږي. د تولید د ډول (۳) په بدلېدو سره یوه نوې اقتصادي طبقه رامنځته کېږي او حاکمیت تر لاسه کوي (سټیرلینګ فوکر، ۲۰۰۶). د انساني تاریخ په اوږدو کې د تولید بېلابېل ډولونه لکه فیوډالي سیستم موجود وو، خو له پنځلسمې پېړۍ راپدېخوا په ډېرو هېوادونو، په ځانګړي ډول لوېدیځ کې، پانګوالي حاکمه شوه او پخواني تولیدي نظامونه لکه فیوډالیزم او نور یې له منځه یوړل. هېسټاریکل مېټریالیزم د نړیوال سیاست د درک لپاره د تولید پر ډول پوهېدل اړین بولي. له همدې زاویې، د نړۍ هېوادونه د پانګوالي په نظام کې په درې برخو وېشل کېږي: محوري، نیمه محوري او منزوي هېوادونه (سټیرلینګ فوکر، ۲۰۰۶؛ رګي، ۱۹۸۳). دا وېش د شمال او جنوب یا پرمختللې او وروسته پاتې نړۍ تر منځ د نابرابرې راکړې ورکړې پر بنسټ دی، چې د اقتصادي ناانډولۍ لامل ګرځي. په دغه سیستم کې برلاسي هېوادونه کله ناکله د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره زور هم کاروي (سټیرلینګ فوکر، ۲۰۰۶).
د دې تیورۍ له مخې، د بازار راکړه ورکړه، د بازار لپاره د پانګهوالو اغېز، او د تولیدونکو او عرضه کوونکو د کنټرول میکانیزمونه د تولید د ډول اصلي عناصر دي. دا تیوري د پوسټ پازیټیویسټ اپیسټیمولوژۍ پیروي کوي، یعنې د بدلون په تشریح کې پر ډیالیکټیک ولاړه ده او د موخې او مانا په لټه کې تفسیري بڼه لري (سټیرلینګ فوکر، ۲۰۰۶). د مېتودولوژۍ له اړخه، دولت د ارزونې اساسي واحد نه دی، بلکې هغه مهال مهمېږي چې د پانګې په راټولولو کې مرسته وکړي یا یې پر وړاندې خنډ شي (ووټي او کوپي، ۱۹۹۹). د دې تیورۍ له نظره، سیاست، اقتصاد او کلتور د جلا کېدو وړ نه دي.
هېسټاریکل مېټریالیزم د پانګوالي سیستم په ټینګښت کې د نړیوالو ادارو رول مهم ګڼي. د دې له مخې، پانګهوال په کور دننه له اړتیا زیات توکي تولیدوي، او د دې لپاره چې د کورني بازار د محدودیتونو له امله پاتې توکي وپلورل شي، نړیوال بازارونه لټوي. سټیرلینګ فوکر (۲۰۰۶) استدلال کوي چې نړیوال بانک، نړیوال وجهي صندوق او ورته نورې ادارې د پانګوالو هېوادونو په ګټه عمل کوي.
په داسې شرایطو کې د پانګوالو هېوادونو تر منځ لانجې حتمي دي. له همدې امله د ځواک د توازن هڅې د دې مخه نیسي چې یو واحد استعماري ځواک واکمن شي (سټیرلینګ فوکر، ۲۰۰۶). سره له دې، دغه تیوري د تولید ډول د بدلون وړ، د پانګوالي سیستم له تضادونو ډک او د پای ته رسېدو وړ بولي.
د نړیوالو اړیکو د نورو تیوریانو برعکس، دا تیوري ټولنیز حقیقت ته په یو هراړخیز نظر ګوري. په داسې حال کې چې نورې تیوریانې یوازې هغه مهال متنوعو دریځونو ته ارزښت ورکوي چې پکې ستر هېوادونه دخیل وي، هېسټاریکل مېټریالیزم د نړیوالو موضوعاتو د درک لپاره پر تاریخي او سیسټماټیکو شرایطو تکیه کوي.
پر تاریخي هیسټاریکل میټریالیزم نېوکې
پر دې تیورۍ نیوکه کوونکي په ټولنه کې اړیکې د ټولنیزو طبقو له زاویې څېړي، چې دا طریقه خپله پر دې تیورۍ یوې بنسټیزې نیوکې ته لاره هواروي. برنس (۲۰۱۰) په دې اړه وایي چې په ټولنو کې تل هممهاله د تولید بېلابېل ډولونه شته، نو په هره ټولنه کې یوازې یوه ټولنیزه طبقه نه، بلکې څو طبقې په یو وخت کې موجودې وي. لاچر (۲۰۰۶) دې ته د “ټولنیز جوړښت” اصطلاح کارولې ده. سربېره پر دې، د حاکمې طبقې ګټې تل له یو بل سره همغږې نه وي، بلکې کېدای شي صنعتکاران له مالي متشبثینو سره په ټکر کې وي.
بله نیوکه چې پر هېسټاریکل مېټریالیزم کېږي، د دې تیورۍ اقتصادي کمښتپالنه (economic reductionism) ده. دا لیدلوری مادي او اقتصادي عوامل د تاریخي بدلونونو اصلي لامل ګڼي او په دې بهیر کې د غیرمادي فکتورونو لکه ایډیالوژۍ، کلتور، ژبې او نورو رول له پامه غورځوي.
یو بل انتقاد یې د اروپامحورۍ (۴) (Eurocentrism) ده. دا تیوري پر اروپا داسې تمرکز لري لکه یوه واحده او نه ویشل شوې سیمه چې وي، او له اروپا بهر نورې ټولنې تر ډېره له پامه غورځوي. نیوکه کوونکي استدلال کوي چې پانګوالي یو نړیوال سیسټم دی او له لویدیځه بهر هېوادونو هم د دې په پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی. له دې سره تړلې یوه ستونزه دا ده چې د اروپا له پولې هاخوا په ډېرو ټولنو کې ښایي طبقاتي نظام د اروپا په څېر موجود نه وي، چې دا کار د دې تیورۍ د عمومي تطبیق وړتیا تر پوښتنې لاندې راولي.
انیواس او نیسانسیګلو (۲۰۱۳) د ټروتسکي د “نا برابرې او ګډې پرمختیا” (۵) (Uneven and Combined Development) تیورۍ پر بنسټ استدلال کوي چې اروپا له ازله پرمختللې نه وه (۶). د دوی په باور، د هلاکو خان او چنګیز خان په دیارلسمه او څوارلسمه پېړۍ کې او عثماني خلافت په پنځلسمه او شپاړسمه پېړۍ کې سیاسي او اقتصادي بدلونونه د اروپا د پرمختګ مهم عوامل وو. د چنګیز خان او هلاکو خان امپراتورۍ لویدیځ او ختیځ د سوداګریزو لارو له لارې وتړل او په دا توګه داسې سیاسي او ټولنیز شرایط یې رامنځته کړل چې اروپا ته یې سوداګري اسانه کړه. د عثماني خلافت تمرکز پر هاپسبرګ امپراتورۍ و، چې له امله یې انګلستان له نورو اروپایي هېوادونو منزوي شو او له عثماني خلافت سره یې اړیکې جوړې کړې. دا اړیکې انګلستان د اروپا له پوځي نظامه جلا او له لوړو پوځي لګښتونو خوندي کړ، چې په پایله کې یې سوداګریزې پانګوالۍ ته لاره هواره کړه او دا هېواد د پانګوالۍ د تولید پر زانګو بدل شو. له دې سره، دا استدلال پیاوړی کېږي چې اروپا په طبیعي توګه پرمختللې ټولنه نه وه چې پانګوالي یې زېږولې وي او د نړۍ نور هېوادونه یې یوازې د شطرنج مهرې وي.
یوه بله نیوکه دا ده چې د هېسټاریکل مېټریالیزم تیوریک بنسټونه لا هم نیمګړي دي او یو شمېر پوهان د دې تیورۍ د تیوریکي حیثیت په منلو کې زړه نا زړه دي. کوهن (۱۹۸۳) وایي، لا روښانه نه ده چې هېسټاریکل مېټریالیزم ریښتینی دی او که نه.
له دې ټولو نیوکو سره سره، چې تانسېل یې یادونه کړې، هېسټاریکل مېټریالیزم اوس له هغې مرحلې تېره شوې چې یوازې د یوې انتقادي تیورۍ په توګه پېژندل کېده، دا تیوري اوس د یو جدي بحث وړ یوه خپلواکه تیورۍ ګرځېدلې ده. د دې تیورۍ لیدلوری د نړیوالو اړیکو په ډګر کې د نویو بحثونو او څېړنو لپاره نوې لارې پرانیستې دي.
پایلیکونه
(۱) پانګواله ټولنې تل له اړتیا څخه زیات مواد تولیدوي، خو د ټولنې ټیټه طبقه بیا دا مواد لږ مصرفوي. د تولید او مصرف ترمنځ دا توپیر تل په پانګوالو ټولنو کې یوه ستونزه وي. د دې ستونزې د حل لپاره، دوی هڅه کوي چې خپل اضافي تولید د بیا پانګونې په موخه د خپلو هېوادونو له پولې بهر وپلوري او د بازار موندنې لارې ومومي. ځینې وختونه دغه پانګونه د پانګوالو هېوادونو ترمنځ د نورو هېوادونو په بازارونو کې د سیالۍ او رقابت لامل کېږي. (سټیرلینګ فوکر، ۲۰۰۶)
(۲) د هېژمون (Hegemon) مفهوم دا دی، چې په نړیواله کچه تر ټولو ځواکمن هېواد د نړیوال سیسټم د څار او رهبرۍ دنده پر غاړه لري. له سړې جګړې وروسته، چې امریکا یوازینۍ زبرځواک پاتې شو، همدې هېواد دا رول ترسره کاوه. د تاریخ په اوږدو کې بیا بېلابېلو هېوادونو دغه دریځ او دنده لرلې ده.
(۳) په پانګوالي نظام کې درې ځانګړنې مهمې دي: لومړی، په بازار کې د توکو او خدمتونو راکړه ورکړه؛ دویم، په ټولنه کې د پانګوالو لوړ ټولنیز او سیاسي مقام؛ درېیم، او د تولیدونکو او کارګرانو محکوم او کمزوری دریځ.
(۴) د یوروسنټریزم یا د اروپا تمرکز مانا دا ده چې پانګوالي د اروپا د موډرنېدو پایله ده. پانګوالي په اروپا کې رامنځته شوې او همدلته یې پرمختګ کړی دی. د یوروسنټریزم د لید له مخې د اروپا تجربه افاقي (یونیورسل) ګڼل کېږي او هر ځای کې د پلي کېدو وړ ده. هغه پړاوونه چې پانګوالي په اروپا کې ترې تېره شوې، افاقي بلل کېږي او نور هېوادونه هم باید د هماغو پړاوونو له لارې پانګوالي ته ورسېږي.
(۵) د دې تیورۍ له مخې، په بېلابېلو هېوادونو کې اقتصادي سکتورونه او ټولنیزې ادارې په بېلابېل سرعت سره پرمختګ کوي. ټولنیز پرمختګ خطي (مستقیم) نه دی، بلکې څو محوره دی او د یو بل ترمنځ د تړاو له امله یو د بل جوړوونکی بلل کېږي. دغه تیوري وايي چې د یوې ټولنې داخلي اړیکې د هغو نورو ټولنو لخوا ټاکل کېږي چې د پرمختیا له پلوه له هغې ټولنې وروسته پاتې وي.
(۶) دې کار د فیوډالانو د حکومت ستنې ولړزولې او هغوی یې کمزوري کړل، خو برعکس، اشرافیه پیاوړې شوه. د ټولنیزو طبقو د بېلتون نشتوالي ځمکهوال، راتلونکي پانګوال او دولتي چارواکي سره را یوځای کړل او د ځمکهوالو، پانګوالو کرایهدارانو او مزدورانو د اړیکو بنسټ کېښود.
ماخذونه
Alexander Anievas and Kerem Nişancıoğlu (2013) ‘What’s at Stake in the Transition Debate? Rethinking the Origins of Capitalism and the “Rise of the West”’, Millennium: Journal of International Studies, Vol. 42, No. 1, pp. 78-102.
Capitalism, modernity and the nation state: A critique of Hannes Lacher Tony Burns University of Nottingham, UK
Cafruny, A. W. (2005). Historical materialism: Imperialist rivalry and the global capitalist order. In J. Sterling-Folker (Ed.), Making sense of international relations theory (pp. 209–224). Wiley-Blackwell.
Historical Materialism and Globalisation, 2016, p.147-164 Lacher, Hannes
Lacher H (2006) Beyond Globalization: Capitalism, Territoriality and the International Relations of Modernity. London: Routledge.
Making sense of the international system the promises and pitfalls of contemporary Marxist theories of international relations, Lacher, Hannes
Review: Continuity and Transformation in the World Polity: Toward a Neorealist Synthesis Reviewed Work(s): Theory of International Politics. by Kenneth N. Waltz Review by: John Gerard Ruggie Source: World Politics, Vol. 35, No. 2 (Jan., 1983), pp. 261-285
Review of International Studies (2003), British International Studies Association DOT 10.1017IS0260210503005217 Putting the state in its place: the critique of state-centrism and its limits HANNES LACHER
Robert W. Cox (1981) ‘Social Forces, States and World Orders: Beyond International Relations Theory’, Millennium: Journal of International Studies, Vol. 10, No. 2, pp. 126-155.