د امنیتسازۍ تیوري ته لنډه کتنه – کلارا ایروخمانوف

کلارا ایروخمانوف
کلارا ایروخمانوف د لندن ساوت بانک په پوهنتون (UK) کې د نړیوالو اړیکو استاده ده. نوموړې د “په نړیوالو اړیکو کې د پساانساني (Post human) مفکورې انعکاسات” (۲۰۱۷) کتاب ایډیټره هم ده.
لیکواله: کلارا ایروخمانوف
ژباړه: د جیو افغانیکا د آی آر مرکز
د امنیتسازۍ تیوري وایي چې د ملي امنیت تګلارې په طبیعي توګه او یا له مخکې نه وي ټاکل شوې، بلکې دا د سیاستوالو او پرېکړهکوونکو له خوا په دقت سره تعریفېږي. د دې تیورۍ له مخې، یوه سیاسي موضوع هغه مهال د بېړنۍ امنیتي ستونزې او ګواښ په توګه مطرح کېږي، چې کله د یوه «امنیتساز» شخصیت لهخوا ـ چې ټولنیز او اداري ځواک ولري ـ د «خطرناک»، «ګواښوونکي»، «د اندېښنې وړ» او یا په ورته نورو الفاظو کې تعبیر شي. دا امنیتساز شخصیت، چې اداري او ټولنیز ځواک لري، کولای شي یوه موضوع له عادي سیاسته «ورهاخوا» یوسي.
له همدې ځایه ده، چې امنیتي ستونزې په طبیعي توګه وار له مخې نه وي، بلکې دا باید د امنیتسازو اشخاصو له خوا د یوې ستونزې په توګه بیان شي. د بېلګې په توګه، که چېرې کډوالي د «ملي امنیت لپاره یو ګواښ» وبلل شي، نو دا کړنه؛ کډوالي له یوې ټیټې سیاسي مسئلې، یوې لوړې او بېړنۍ امنیتي مسئلې ته پورته کوي، چې د پولو د خوندي کولو په څېر ګامونو ته اړتیا لري.
د امنیتسازۍ تیوري د امنیت په تړاو د نړیوالو اړیکو (IR) دودیزې تګلارې ننګوي. دا تیوري استدلال کوي چې ستونزې په خپل ذات کې ګواښوونکې نه وي؛ بلکې دا هغه مهال د امنیتي ستونزې په توګه رابرسېره کېږي چې د «امنیتي» ستونزې په توګه تعبیر شي.
د امنیتسازۍ تیوري بنسټونه
د سړې جګړې له پای وروسته، د نړیوالو اړیکو (IR) په ډګر کې د امنیت د تعریف پر سر یو پراخ بحث پیل شو. دا بحث د «تنګنظرو» او «پراخنظرو» ترمنځ روان و. تنګنظرو یوازې د دولت امنیت ته پام کاوه او تر ډېره یې د امریکا او پخواني شوروي اتحاد ترمنځ د نظامي او سیاسي ثبات تحلیل ته پاملرنه کوله؛ خو پراخنظري له دې تفسیره ناخوښه وو او غوښتل یې چې د امنیتي ګواښونو نور ډولونه هم باید په پام کې ونیول شي، هغه ګواښونه چې یوازې دولتونو ته متوجه نه دي، بلکې ناپوځي ګواښونه دي چې خلکو ته متوجه وو. دوی د امنیت اجنډا پراخه کړه او د «بشري امنیت»، «سیمهیيز امنیت»، «فرهنګي» او «هویتي» امنیتونو په څېر نور مفاهیم یې هم پکې شامل کړل.
فېمینیزم هم د امنیت د اجنډا په پراخولو کې مهم رول ولوباوه. فېمینیسټانو له دې فکر سره مخالفت وکړ چې دولت د امنیت یوازینی تضمینوونکی دی او دا چې جنس (جندر) د امنیت د جوړښت په بهیر کې یو بېارزښته شی دی. برعکس، دوی استدلال وکړ، چې ډېری وخت دولت پخپله د ښځو لپاره د ناامنۍ سرچینه وي. د فېمینستي لیدلوري له مخې، د امنیتي اجنډا پراختیا دا معنا درلوده چې جندر او ښځې د امنیت د ارزونې په برخو کې مرکزي ځای ولري او دا وښيي چې جندر، جګړه او امنیت یو له بل سره تړلي دي. دا ډول لیدلوری د امنیت د پراخ لید په پرمختګ کې یو مهم پړاو و.
که څوک د تنګنظرو یا پراخنظرو له لیدلوریو سره موافق وي یا نه؛ خو د سړې جګړې پای دا وښوده چې امنیت «په خپل ذات کې یو لانجمن مفهوم» دی. یعنې دا یو داسې مفهوم دی چې تل بحثونه راپورته کوي؛ خو د تجربوي شواهدو له لارې نهشي حل کېدای، ځکه چې دا یوه څرګنده ایډیالوژیکه یا اخلاقي بڼه لري او په عمومي توګه د دې مفهوم کره او منل شوی تعریف ننګوي (Fierke 2015, 35).
د امنیت دې متنازع طبیعت ته په کتلو، انتقادي لیدلوری استدلال کوي چې “امنیت” نه تل مثبت او نه هم یو نړیوال مفهوم دی؛ بلکې دا مفهوم له حالاتو او موضوعاتو سره تړلی دی او ځینې مهال منفي بڼه هم خپلوي.
ځکه ځینې خلک امنیت تطبیقوي او نور یې تر اغېزو لاندې راځي. امنیت د خلکو ترمنځ د ځواک نابرابره اړیکې تولیدوي. د بېلګې په توګه، د تروریزم پرضد په نړیواله جګړه کې، هغه چا چې عربي څېره درلوده، د شک په سترګو ورسره د «خطرناک هغوی» په څېر چلند شوی. دې حالت د مسلمانانو په ټولنو کې د څاریزو عملیاتو ډېرېدو ته هم لار هواره کړې. دا یوازې د دې ګمان له کبله ده چې دوی یوازې یوه ځانګړې ظاهري بڼه لري او ښايي دوی به له ترهګرۍ سره تړاو ولري. که موږ له دې زاویې وګورو، نو څارنه یا surveillance د کنټرول یوه امنیتي وسیله ګرځي، خو ترڅنګ یې پخپله د ناامنۍ لامل هم کېږي.
له همدې ځایه، د همدې ډول امنیت د ذات په اړه پوښتنې کول د امنیتسازۍ تیوري رامنځته کړه او د امنیت مفهوم یې تر دولت اخوا نورو برخو ته هم وغځاوه. دلته یو مهم مفهوم د “مرجع مفعول” (referent object) دی، چې د امنیتسازۍ په تیورۍ کې مرکزي رول لري — یعنې هغه څیز یا مفهوم چې د ګواښ ښکار وي او یا ګواښل کېږي او باید خوندي پاتې شي.
د امنیتسازۍ تیوریسنانو امنیت په پنځو سکتورونو کې وېشلی دی: اقتصادي، ټولنیز، نظامي، سیاسي او چاپېریالي سکتورونه. په هر سکتور کې، یو ځانګړی ګواښ د مرجع مفعول د ګواښل کېدونکي په توګه معرفي کېږي. د بېلګې په توګه، په ټولنیز سکتور کې د مرجع مفعول “هویت” یا (identity) ده، په چاپېریالي سکتور کې د مرجع مفعول “ایکو سیسټم” (ecosystem) او “د لهمنځه تلو له ګواښ سره مخ موجودات” (endangered species) دي. یوازې په نظامي سکتور کې د مرجع مفعول “دولت” پاتې کېږي. د امنیت د دې سکتوري وېش له لارې دا په ډاګه کېږي چې “وجودي ګواښونه” (existential threats) عیني یا مطلق نه دي، بلکې له هر سکتور او مرجع مفعول سره د هغوی د ځانګړتیاوو له مخې تړل شوي دي. دا ښيي چې امنیت او ګواښونه د قرینې طبیعت لري. د بېلګې په توګه، ځانمرګي بریدونه د ځینو خلکو لپاره ډېره لویه وېره او اندېښنه راولاړوي، خو د نورو لپاره بیا دومره مهمه نه ده. خو له دې سره، بیا هم ډېری وخت دا ډول بریدونه د یو “نړیوال ګواښ” په توګه معرفي کېږي. خو د امنیتسازۍ نظریه ښيي چې دا یو ناسم تعبیر دی، چې د تروریزم په څېر ستونزه په نړۍ کې د ټولو خلکو لپاره په برابره توګه د اندېښنې وړ ده. که موږ د مرجع د مفعولونو په اړه خبرې کوو نو باید دا مهمې پوښتنې له ځانه وکړو: امنیت د چا لپاره؟ امنیت له څه شي؟ او امنیت د چا له خوا؟
د امنیتسازۍ نظریه دا ښيي چې سیاستوال او پرېکړهکوونکي څرنګه د یوې موضوع د تعریف پر مهال د ژبې یا بلاغي جوړښت په دا ډول کاروي، څو خلک په دې قانع کړي چې دا موضوع له سیاسته پورته ده. دا بهیر هغه مهال رامنځته کېږي، چې کله یوه موضوع د ډېر خطرناک، ګواښوونکي یا بېړني وضعیت په توګه معرفي شي. دا هغه څه دي چې موږ ورته د “وینا چار” (speech act) وایو – «د دغو کلیمو په ویلو سره، یو څه ترسره شي، لکه شرط لګول، ژمنه کول او پر کښتۍ نوم کېښودل» (Buzan, Wæver and de Wilde 1998, 26).
امنیتسازي د وینا چار په توګه تعریفول مهم دي ځکه دا ښيي چې الفاظ یوازې واقعیتونه نه بیانوي، بلکې هغه رامنځته کوي هم. او دا بیا پر خپل نوبت ځانګړي غبرګونونه هم پاروي. د هغو حقیقتونو د بیانولو په پروسه کې چې موږ یې وینو، موږ له نړۍ سره هم تعامل کوو او یو داسې کړنه ترسره کوو چې له مخې یې د دې واقعیتونو په بل ډول لیدلو کې مرسته وکړي.
د بېلګې په توګه، که د فرانسې په کاله کې د مهاجرینو کمپ ته «ځنګل» وویل شي، نو دا نه یوازې د کمپ حالت بیانوي، بلکې هغه د یو بېنظمه، خطرناکه او بېقانونه ځای په توګه هم معرفي کوي. له همدې امله، ګواښونه طبیعي نه وي، بلکې د ژبې له لارې رامنځته کېږي. که یو امنیتساز شخصیت وغواړي مخاطبین دې ته قانع کړي چې یو استثنايي اقدام ته اړتیا ده، نو باید ګواښ خورا جدي، عاجل او خطرناکه معرفي کړي. دوی ډېری مهال د ګواښ د کچې او بېړې په تړاو مبالغه کوي. دا راز ترڅنګ یې وضعیت د وروستي مورچل په توګه ښيي. د بېلګې په توګه دوی وايي: «که دا ستونزه حل نه کړو، نور هر څه به بېارزښته شي» او یوه ممکنه حللاره هم وړاندې کوي، چې ډېری مهال نظامي بڼه لري. دا پروسه او بهیر امنیتسازو ته دا زمینه برابروي چې یو شمېر اقدامات د نورو په پرتله “معقوله” وښيي او د ګواښ د طبیعت او د مرجع مفعول په تړاو د ریښتیاوو یو رژيم رامنځته کوي.
یوه موضوع هغه مهال امنیتسازه بللی شو، چې مخاطبین یې په ټولیزه توګه د ګواښ پر ماهیت قانع شي او له استثنايي ګامونو ملاتړ وکړي. که مخاطبین د امنیتسازو وینا ونه مني، نو دا بیا امنیتسازه دریځ ګڼلی شو او امنیتيکول ناکامه بلل کېږي. همدا وجه ده، چې د امنیتسازۍ نظریه پر اورېدونکو او پروسې ټینګار کوي. نه دا چې یو څوک ووايي چې “دا امنیت دی.” ځینې څېړونکي پر همدې ټکي نیوکه کوي او وايي چې امنیتسازي باید د یوې اوږدې ټولنیزې رغښتوالې او د ویونکو او اورېدونکو ترمنځ د دوامداره خبرو اترو په توګه وپېژندل شي.
هره موضوع یا ستونزه درې ډوله وي: ناسیاسي (هغه چې لا تر اوسه د عامه بحث موضوع نه ده ګرځېدلې)، سیاسي شوې موضوع (یعنې هغه موضوع چې عامه اندېښنې یې پارولي او د اجنډا برخه ګرځېدلې) او امنیتي شوي موضوعات (یعنې هغه موضوع چې د وجودي ګواښ په توګه تشریح کېږي).
کله چې یوه موضوع امنیتي شي، نو اقدامات ډېر ځله د «بیړني حالت» او «وجودي ګواښ» تر ژبې لاندې توجیه کېږي؛ دا اقدامات ډېری مهال هغه دي چې په عادي شرایطو کې غېر دیموکراتیک بلل کېږي. د “ترهګرۍ پر ضد په نړیواله جګړه” کې امنیتي تدابیر – لکه ګوانتانامو، شکنجه، پر وګړو ډېر نظارت، اختطافونه او بېپیلوټه بریدونه – د همدې استثنايي منطق یو څو بېلګې دي. که چېرې «د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه» داسې معرفي شوې نه وای چې د عادي سیاستونو ځنډول پکې روا او هم ضروري شو، نو دا ډول امنیتي اقدامات ښايي نه وای رامنځته شوي او نه به یې تر نن ورځې دوام موندلی وای.
کله چې امنیتسازي بریالۍ شي، «امنیت» د استثنايي حالت په توګه مطرح کېږي او امنیتسازونکو ته (چې معمولاً دولتونه وي) دا واک ورکوي څو پریکړه وکړي چې دیموکراتیک چوکاټونه کله ځنډني کېدای شي او خلک څرنګه اداره شي. د ویور (Wæver، ۲۰۱۵ او ۲۰۰۰) له نظره، د امنیتسازۍ د تیورۍ موخه دا ده چې سیاست د دولت له نامتناسبه ځواکه خوندي کړي. ځکه دا نظریه د امنیتسازۍ بریا یا هم ناکامي د اورېدونکو په لاسونو کې ورکوي، نه د امنیتسازو په لاسونو کې.
ویور «د امنیتختمونې» یا (desecuritisation) پلوی هم دی – یعنې د سیاست عادي حالت ته بېرته ګرځونه. ځکه اورېدونکي دومره هم ساده نه دي چې د امنیتسازو هر څه ومني؛ او د پروسې شفافول بیا دا معنی لري، چې د امنیتسازۍ تیورۍ اورېدونکو ته د عمل اختیار او مسؤولیت ورکوي. په دې سیاق کې، د امنیتي شنونکو رول نور یوازې دا نه دی، چې په واقعي توګه ګواښ تحلیل کړي، بلکې دوی دا هم مطالعه کوي چې امنیتسازي یو داسې عامه پوهاوی رامنځته کوي چې له مخې یې یوه موضوع په جمعي توګه د ګواښ په توګه ومنل شي.
د امنیتسازۍ تیوري د دې پر ځای چې وپوښتي ولې یوه موضوع امنیتي شوه، تر ډېره دا مهمه بولي څو وپوښتي چې یوه موضوع څرنګه امنیتي شوه؟ یعنې کومو ژبنیو لارو او ځانګړو ویناوو دا ممکنه کړه چې امنیتسازوونکي د ګواښ په اړه اورېدونکي قانع کړل؟
د امنیتسازۍ نظریه او په اروپا کې د اسلامي دولت ډله (داعش)
له ۲۰۱۵ میلادي کال راوروسته، کله چې په ګڼو اروپايي ښارونو کې بریدونه وشول، د اسلامي دولت ډلې (چې داعش، ISIS یا ISIL هم بلل کېږي) د امنیتي اجنډاوو یوه اساسي موضوع وګرځېده. دا ډله د دولت د امنیت، د لوېدیزې اروپا د وګړو د امنیت او تر ټولو پراخ، د لوېدیځ د ژوندطرز ته د یو ګواښ په توګه وپيژندل شو. دا بیا د دې مانا لري چې د اسلامي دولت ډلې امنیتسازي لږ تر لږه درې برخې اغېزمنولې: ټولنیزه، نظامي او سیاسي برخه. د امنیتسازۍ تیوري وایي چې کله ناکله په یوه ولسواک نظام کې، حکومت اړ کېږي چې د عادي سیاستونو ځنډون خلکو ته توجیه کړي. نو که اسلامي دولت ډله په هغو اروپايي هېوادونو کې امنیتي شوې وي چې دیموکراتیک بلل کېږي، نو باید له حکومتي چارواکو څخه په دې تړاو د امنیتسازۍ کړنې او ویناوې ووینو او واورو؛ یعنې داسې ویناوې چې پکې د بېلګې په توګه دا ډول استدلال شوی وي چې پوځي مداخله ولې یوازینۍ حللار ده څو د اسلامي دولت ګواښ له منځه یوسي.
دلته مهمه دا ده چې پوه شو، امنیتسازوونکي یوازې سیاستوال نه دي. د پولیسو، استخباراتو، ګمرکي کارکوونکو، مهاجرتي خدماتو، د پولو ساتونکو، پوځ، ټول د امنیتي چاپېریال په تعریف کې مهم رول لري. دوی په یوه داسې امنیتي ډګر کې فعالیت کوي، چې له مخې یې دوی د ګواښ په اړه د «سمو» معلوماتو او اړوندو خطرونو، همداراز د «سمې» حللارې پر سر له یو بل سره سیالي کوي. که څه هم د امنیتي مسلکیانو ترمنځ اختلافات او شخړې رامنځته کېږي، خو بیا هم د بیګو، بوندیتي او اولسن (۲۰۱۰، ۷۵–۷۸) په وینا دوی د ګډو باورونو او کړنو له مجموعې پیروي کوي. امنیتسازوونکي امنیتي ګواښونه عیني ګڼي او هڅه کوي چې د بېلابېلو ماموریتونو له لارې دا ګواښونه له منځه یوسي.
سربېره پر دې، داسې «فعاله لوبغاړي» (functional actors) هم شته چې د امنیتي ډګر پر بهیر اغېزه کولی شي، که څه هم هغوی دا ځواک نه لري چې یوه موضوع له سیاسته پورته یوسي. دا لوبغاړي ډېر مهم دي، ځکه هغوی د یوې مسئلې له امله د رامنځته کېدونکي وجودي ګواښ په اړه کیسې جوړوي او ډېر وخت د «موږ» او «هغوی» ترمنځ درز پیدا کوي. دوی ډېری مهال د «بلجوړونې» (othering) په بهیر کې ښکېل وي.
د رسنیو، اکاډمیکو مرکزونو، ناحکومتي سازمانونو او څېړنیزو مرکزونو په څېر ادارې د دغو فعالو لوبغاړو بېلګې دي. په دې کې ان عام کسان هم شامل دي، چې د خپلو دوستانو، کورنۍ یا همکارانو ترمنځ د کیسو په ویلو او کیسو خپرولو سره دا بهیر نور هم پیاوړی کوي. د بېلګې په توګه، د اروپا په عامه مطبوعاتو کې کله ناکله داسې افراطي سرلیکونه داسې یوه کیسه رامنځته کوي چې ګواکي د اسلامي دولت ډلې د ټولنې دننه نفوذ کړی او د دیموکراتیکو دولتونو د ړنګېدو په تړاو هڅې کوي.
په بریتانیا کې د امنیتسازۍ څرګندې بېلګې د ۲۰۱۵ کال د دسمبر په ۲مه د سوریې پر ضد د بریتانوي پوځ د مداخلې په اړه په ولسي جرګه (House of Commons) کې د بحث پر مهال ولیدل شوې. د بریتانیا پخواني صدراعظم ډېوېډ کامرون استدلال وکړ چې «موږ د خپل امنیت لپاره له یوه بنسټیز ګواښ سره مخ یو. هغوی پر موږ له دې کبله بریدونه نه کوي چې موږ څه کوو بلکې له دې کبله بریدونه کوي چې موږ څوک یو». دې د ګواښ ماهیت معرفي کړ او د «ریښتیاوو» جوړونې ته یې لاره هواره کړه. هغه بیا زیاته کړه چې «موږ باید نور انتظار و نه کړو» او په پای کې یې وویل چې «پوښتنه دا نه ده چې آیا موږ غواړو د ترهګرۍ پر ضد جګړه وکړو، بلکې دا ده چې دا جګړه څرنګه تر ټولو په ښه توګه پر مخ یوسو». دا د ډېوېډ کامرون لهخوا وړاندې شوې حللاره وه.
په فرانسه کې د امنیتسازۍ دا بهیر لا روښانه دی. د ۲۰۱۵م کال د نومبر پر ۱۳مه، د پاریس تر بریدونو وروسته، ولسمشر فرانسوا اولاند اعلان وکړ چې «فرانسه له هغو جهادیانو سره په جګړه کې ښکېله ده چې «فرانسه ځکه په نښه کوي، چې دا د ازادۍ هېواد دی» (دلته یو ځل بیا تمرکز پر دې دی چې «موږ څه او څوک یو). د دې سیاق په ترڅ کې، د فرانسې خلک داسې معرفي شول چې « کلک، مېړني او باتور» دي، او یوازې د «ژوند کولو» له امله د دغو بریدونو قربانیان دي. په مقابل لوري کې بیا «هغوی» دي، چې د «جهادیانو پوځ»، «بزدله قاتلان»، د « کرکې او نفرت» ټولګه ده او یو داسې «مفور برید» بلل کېدای شي، چې یوازې د «وحشت» په کلمې سره تشریح کېدای شي. د «بېرته نهګرځېدنې ټکی» هغه مهال مطرح شو، کله چې اولاند ادعا وکړه چې د اسلامي دولت ډله (داعش) یو داسې سازمان دی چې «ټوله نړۍ ګواښي» او همدا بیا هغه « دلیل دی چې د داعش ډلې له منځه وړل ولې د نړیوالې ټولنې لپاره یوه اړتیا ده». په پای کې له سیاسته د دې ستونزې پورته کولو سره حللاره وړاندې شوه: «په فوري توګه د پولو ساتنه او د بېړني حالت اعلانول» (اولاند، ۲۰۱۵).
د امنیتي وینا چار ګرامر یا جوړښت روښانه دی. دا ډول ویناوې د اسلامي دولت ډله (داعش) د یو وجودي ګواښ په توګه وړاندې کوي، د بېرته نهګرځېدنې یو پړاو څرګندوي او یوه داسې حللاره وړاندې کوي چې له عادي دیموکراتیکو پروسو څخه جلا ده. د پاریس د بریدونو وروسته، ولسمشر اولاند د فرانسې له لوري پر سوریې نظامي بریدونه زیات کړل او یو بېړنی حالت یې اعلان کړ، چې له مخې یې فرانسوي امنیتي ځواکونو ته په کور دننه متنازع فیه واکونه ورکړل شول. نو له دې ځایه، دا د امنیتسازۍ عمل یوه بریالې بېلګه ګڼل کېږي. دلته دا یادونه مهمه ده چې کله د امنیتسازۍ تیوریسنان وايي چې د اسلامي دولت ډله امنیتي شوې، نو دوی د دې ډلې شتون او یا دا چې دې ډلې په رښتیا هم په اروپا کې همغږي بریدونه کړي په تړاو شک نه کوي.
پر ځای د دې چې امنیتسازي د اسلامي دولت ډلې (داعش) موجودیت یا بریدونه تر پوښتنې لاندې راولي، دا نظریه د هغو پروسو او بهیرونو په تړاو پوښتنې کوي چې له مخې یې دغه ډله د یوه ګواښ په توګه معرفي شوې ده. دا نظریه استدلال کوي چې کله د اروپايي دولتونو مشران – لکه فرانسه او بریتانیا – دغه ډله د یو ګواښ په توګه نوموي، نو دوی پخپله د جګړې د رامنځتهکولو یوه برخه ګرځي. په همدې مانا، امنیتسازي دا روښانوي چې د اولاند وینا یوازې یو وضعیت نه بیانوي چې «هلته» څه روان دي، بلکې دا بریدونه د جګړې لامل ګڼي او له همدې مخې دا وینا جګړه رامنځته کوي. نو، د اسلامي دولت ډله د ګواښ په توګه بیانول بېطرفه یا عیني نه ده، بلکې دا یوه کړنه ده چې باید د یوې سیاسي کړنې له زاویې ورته وکتل شي.
د امنیتسازۍ تیورۍ کارول دا څرګندوي چې د ترهګرۍ او ترهګرۍ ضد سیاستونه د ګواښ د پیاوړتیا یا غټولو (threat magnification) په اړه دي او دا چې د دغو بریدونو له امله رامنځته شوی سمبولیک تاوتریخوالی د وژل شوو کسانو له شمېر سره هېڅ تناسب نه لري. د بېلګې په توګه، په ۱۹۷۰مو او ۱۹۸۰مو لسیزو کې، په لوېدیځه اروپا کې د قربانیانو شمېر – چې د IRA غوندې ډلو له امله رامنځته شوی و – له اسلامي ترهګرۍ سره منسوب قربانیانو له شمېر ډېر و. خو بیا هم د اروپايي هېوادونو مشران ادعا کوي چې نړۍ هېڅکله دومره «وحشت»، «وحشيتوب» او «بربریت» نه و تجربه کړی. دا د ګواښ غټونه د دغه تهدید استثنايي بڼه ښيي، چې بیا د بیړنیو او استثنايي اقداماتو غوښتنه کوي. د ترهګرۍ دا ډول تحلیل نه یوازې د منطقي او ژور بحث مخه نیسي، بلکې د ترهګرۍ په اړه زموږ عمومي درک هم محدودوي.
پایله
امنیتسازي د نړیوالو اړیکو (IR) د زدهکوونکو لپاره یوه ګټوره تیوري ده، ځکه دا د امنیت پر دودیزو لیدلوریو نیوکه کوي؛ هغو لیدلوري چې یوازې د دولت پر امنیت تمرکز کوي او د مرجع نور مفعولونه له پامه غورځوي. د امنیتسازۍ چوکاټ منل دا معنا لري چې موږ باید هغه حاکمې او له مخکې منل شوې مفکورې تر پوښتنې لاندې راولو چې امنیت یو نړیوال او بېطرفه اصطلاح ګڼي، او پر دې تمرکز وکړو چې پوهه یوازې له وړاندې موجوده نه ده، بلکې د ګټو پر بنسټ هم رامنځته کېږي.
د امنیتسازۍ تیوري موږ ته دا راپهګوته کوي چې امنیتسازي یو بېطرفه عمل نه دی، بلکې دا یو سیاسي عمل دی. له همدې ځایه موږ کولی شو په ژوره توګه او هغه بېلابېلې ناامنۍ هم وڅېړو چې د نړیوالو اړیکو په ډګر کې شته دي.
کلارا ایروخمانوف د لندن ساوت بانک په پوهنتون (UK) کې د نړیوالو اړیکو استاده ده. نوموړې د “په نړیوالو اړیکو کې د پساانساني (Post human) مفکورې انعکاسات” (۲۰۱۷) کتاب ایډیټره هم ده.