LOADING CLOSE

د رسميت پېژندنې د حقوقي اړخ ارزونه – څېړنوال عبدالصبور مبارز

عبدالصبور مبارز
استاد او څېړونکی

عبدالصبور مبارز په حقوقو او سياسي علومو کې لسانس او په ۱۳۹۸ هـ.ل. کال کې يې په همدغه مسلک کې ماستري کړې ده. له ۱۳۹۳ هـ.ل. کال څخه تر ۱۳۹۸ هـ.ل. کال پورې په جلال اباد کې د الفلاح پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي رئيس او استاد و، او له هغې وروسته یې د ننګرهار پوهنتون، التقوی پوهنتون، افغانستان پوهنتون، بايزيد روښان پوهنتون، جهان پوهنتون او دنيا پوهنتون کې استاد پاتی شوی دی. فعلاً د افغانستان علومو اکاډمي د سيمه ييزو مطالعاتو په مرکز کې په څېړنه بوخت دی.

ښاغلي مبارز تراوسه څلور کتابونه چاپ او درې ناچاپه دي. په سياسي او حقوقي علومو کې یې نږدې ۲۰ مقالې خپرې شوي دي. همدارنګه يې دوه مقالې په نړيوالو ژورنالونو کې هم چاپ شوي دي.



څېړنوال عبدالصبور مبارز

کله چې نوی دولت رامنځته شي او له دغه دولت سره نور دولتونه سياسي اړيکې ټينګې کړي، د يو او بل په خاوره کې سفارتونه پرانېزي، له يو او بل سره تړونونه لاسليک کړي او د اعلاميې نظريې پر بنسټ دا ومني چې دغه نوی رامنځته شوی دولت يې په رسميت پېژندلی، همدغې مرحلې او اړيکو ته رسميت پېژندنه ويل کېږي.

رسميت پېژندنه ډېره مهمه موضوع ده. که يو دولت يا حکومت په رسميت ونه پېژندل شي، نو د ډېرو خنډونو سره مخامخ کېږي. د دغو خنډونو له ډلې څخه يو هم په خلاص مټ د اقتصادي اړيکو او تړونونو نه رامنځته کېدل دي، د سياسي استازوليو په ځانګړي ډول په سفارتي کچه استازولۍ نشي رامنځته کېدلای، په امنيتي برخه کې د اړيکو او تړونونو نه رامنځته کېدل، په ملګرو ملتونو کې د استازي څوکۍ نه ترلاسه کول او داسې نور کارونه هم يو نارسمي دولت يا حکومت نشي ترسره کولی.

د دولت د رسميت پېژندنې حقوقي چوکاټ

په نړيواله سطحه په ۱۹۳۳ز. کال د ډسمبر د مياشتې پر ۲۶مه نېټه د دولتونو د حقوقو او دندو په اړه د مونټو ويډيو کنوانسيون (Montevideo Convention on the Rights and Duties of States) رامنځته شوی، چې دا کنوانسيون له يوې خوا د دولتونو حقوق او دندې بيانوي، خو له بلې خوا د دولتونو د رسميت پېژندنې لپاره يو حقوقي چوکاټ هم ترسيموي. د دې کنوانسيون په لومړې ماده کې د دولت د رسميت پېژندنې لپاره د خاورې، نفوس، حکومت او حاکميت شتون اړين بلل شوی دی او په درېيمه، شپږمه او اوومه ماده کې د رسميت پېژندنې اړوند نور موارد هم ذکر شوي دي. بله مهمه خبره دا چې کله يو دولت په رسميت پېژندل کېږي، نو معنی يې دا ده چې هغه دولت سره د ټولو متشکله عناصرو په رسميت پېژني، يعنې د هغه دولت قلمرو، نفوس، حاکميت او حکومت په رسميت پېژني. 

دلته يوه مهمه پوښتنه چې راپېداکېږي هغه دا ده چې رسميت پېژندنه د دولت په رامنځته کېدو کې څومره ونډه لري؟ يعنې ايا رسميت پېژندنه د يو دولت د رامنځته کېدو بنسټيز شرط دی او که نه د رسميت پېژندنې څخه پرته هم يو دولت رامنځته کېدای شي؟ 

د دې پوښتنې د ښه ځواب لپاره بايد ووايو چې په دې برخه کې د بين المللي حقوقو د پوهانو ترمنځ اختلاف دی او دغه اختلاف د دوه تيوريانو د ايجاد لامل شوی دی او دغه تيوريانۍ په لاندې ډول دي:

۱- تأسيسي نظريه (Constitutive Theory)

 د دې نظريې پر بنسټ د دولتونو په رسميت پېژندنه د يو دولت په ايجاد او تأسيس کې مطلق رول لري، يعنې د يو دولت هغه وخت رامنځته کېدلای او د دولت حيثيت خپلولی شي چې د نورو دولتونو له خوا په رسميت وپېژندل شي او تر هغه وخت چې يو دولت د نورو دولتونو له خوا په رسميت نه وي پېژندل شوى تر هغې يو دولت حقوقي حيثيت نه لري او د دولت خطاب ورته نشي کېدای. لنډه دا چې دا تيوري وايي چې د يو دولت د ايجاد لپاره رسميت پېژندنه يوازینی او بنسټيز شرط دی. 

دا تيوري ځينې نيمګړتياوې او ستونزې لري، د بېلګې په ډول: د دې تيورۍ پر بنسټ يو دولت هغه مهال رامنځته کېږي چې ټول دولتونه يې په رسميت وپېژني، خو د دې امکان شته چې يو دولت په نړۍ کې ځينې دولتونه په رسميت وپېژني او ځينې نور يې ونه پېژني، لکه، اسراييل چې د نړۍ اکثره اسلامي هېوادونه يې په رسميت نه پېژني يا فلسطين او تايوان چې ځينې دولتونه يې په رسميت نه پېژني، خو بيا هم ځينو ته د دولت خطاب کېږي او که ځمکني واقعيت هم وګورو، نو د دې امکان شته چې يو دولت خپل ټول متشکله عناصر ولري او د نړۍ اکثرو دولتونو په رسميت هم پېژندلی وي، خو ځينې دولتونه يې د خپلو سياسي ملحوظاتو پر بنسټ په رسميت ونه پېژني، نو ايا دغه دولت ته به د دولت خطاب نه کوو؟ د همدې نيوکو پر بنسټ ده چې په دې برخه کې يوه بله تيوري هم رامنځته شوې ده.

۲- اعلاميې نظريه (Declarative Theory or Evidentiary Theory)

 د دې نظريې پر بنسټ کله چې يو دولت څلور متشکله عناصر (خاوره، نفوس، حکومت او حاکميت) ولري، نو دولت رامنځته کېږي او رسميت پېژندنه د دې دولت لپاره تشريفاتي بڼه لري، يعنې کله چې يو دولت د بل دولت له خوا په رسميت پېژندل کېږي، دغه رسميت پېژندنه په حقيقت کې د يو اعلام او خبرتيا حيثيت لري او په دې عمل سره  نړۍ ته ښودل کيږي، چې دغه دولت غواړې چې د نورو دولتونو سره سياسي اړيکې او سياسي مذاکرات رامنځته کړي.

لنډه دا چې د دولتونو په رامنځته کېدو کې د رسميت پېژندنې ونډه مطلقه نه ده، پرته له رسميت پېژندنې هم دولت رامنځته کېدلای شي او رسميت پېژندنه يوازې اعلامي اړخ لري او د سياسي اړيکو د رامنځته کېدو لپاره مهمه ده.

بله مهمه موضوع چې دلته يې بايد ياده کړو هغه دا چې د حکومت او دولت رسميت پېژندنه بايد سره ګډه نه شي ځکه دواړه جلا مفاهيم دي. د دولت رسميت پېژندنه کېدای شي يوازې د يو ځل لپاره ترسره شي او هغه هم هغه مهال کله چې يو نوی دولت رامنځته کېږي او د دولت د رسميت پېژندنې سره يوځای د حکومت رسميت پېژندنه هم ترسره کېږي، خو ځينې وخت د رسميت پېژندل شوي دولت په جغرافيه کې داسې حکومتونه رامنځته کېږي چې نور دولتونه د هغوي پاليسيو ته په کتو رسميت پېژندنې ته اقدام کوي، نو کېدای شي دا ډول رسميت پېژندنه کله زر ترسره شي او کله هم وخت په بر کې ونيسي. دا بيا هغه حالت دی چې د نړيوالې ټولنې غړي دولتونه بيا د هغې د رسميت پېژندنې لپاره له سره اقدام کوي او د هغې په رسميت پېژندلو او يا نه پېژندلو لپاره خپل دريځ روښانه کوي او که د حکومتونو بدلون د انقلابي شرايطو تابع نه وي، نو دا ډول حکومتونه بيا ځلي رسميت پېژندنې ته ا ړتيا نه لري، په دې معنی چې که يو حکومت په رسميت پېژندل شوي دولت د اساسي قانون په رڼا کې په اصولي او قانوني ډول رامنځته شي، نو د هغه حکومت بياځلي رسمیت پېژندنې ته اړتيا نشته، ځکه هغه يو ځل په رسميت پېژندل شوی او د نوي حکومت منځته راتګ هم قانوني اړخ لري، خو که يو نوی حکومت د اساسي قانون خلاف رامنځته شي، نو بياځلي رسمیت پېژندنې ته اړتيا لري. د ااا هم د پخواني جمهوري اساسي قانون خلاف رامنځته شوی دی، ځکه د تېر جمهوري نظام د اساسي قانون له مخې يو نوی حکومت باید د ټاکنو له لارې رامنځته شي چې ااا د ټاکنو له لارې نه دی رامنځته شوی، نو اوس اړتيا ده چې هغه په رسميت وپېژندل شي.

د حکومت د رسميت پېژندنې حقوقي چوکاټ

د حکومت د رسميت پېژندنې لپاره په بين المللي حقوقو کې معلوم او ټاکل شوی حقوقي چوکاټ نشته، يعنې بين المللي حقوق د حکومت د رسميت پېژندنې لپاره قواعد او شرايط نه لري، بلکې دا يوه سياسي پروسه ده چې تر ډېره د هېوادونو ګټو پورې تړلې ده. يعنې کله چې يو نوی حکومت رامنځته شي، نو نور دولتونه په دغه نوي حکومت کې خپلې ګټې ګوري، که يې ګټې په کې خوندي کېدې، نو کېدای شي په رسميت يې وپېژني او که په رسميت نه پېژندلو کې يې ګټې وې، نو کېدای شي تر هغې يې په رسميت ونه پېژني تر څو يې چې خپلې ګټې په کې خوندې کړې نه وي.

سره له دې چې په نړيواله سطحه د حکومتونو د رسميت پېژندنې لپاره ټاکلي شرايط نشته، خو له دې سره بيا هم ځينې علماوو او پوهانو د حکومت د رسميت پېژندنې لپاره نظريات وړاندې کړي دي چې دې ته موږ د حکومت د رسميت پېژندنې دکتورين وايو چې په لاندې ډول دي:

۱: توبار دکتورين (TOBAR DOCTRINE)

دغه دکتورين په ۱۹۰۷ز. کال کې د کارلوز توبار له خوا چې د ايکوادور د بهرنيو چارو وزير و رامنځته شول. دا دکتورين وايي: « No Recognition for Unconstitutional Governments» يعنې يو نوي منځته راغلی حکومت بايد هغه وخت د نورو دولتونو له خوا په رسميت وپېژندل شي کله چې هغه په قانوني بڼه په ځانګړي ډول د نافذ اساسي قانون پر بنسټ رامنځته شوی وي . يا داسې هم ويلای شو چې دغه دوکتورين د قانوني ډيموکراتيکې لارې منځته راغلي حکومت د رسميت پېژندنې توصيه کوي او که له ډيموکراتيکې لارې منځته رانشي، نو دغه دوکتورين يې د رسميت پېژندنې مخالف دي. دا دوکتورين د ۱۹۰۷ز. کال کې په مرکزي امريکا په هېوادونو کې تطبيق شول او د لومړي ځل لپاره متحده ايالاتو په کوستاريکا کې د ټينوکو (Tinoco) د حکومت په مقابل کې له دغه دوکتورينو څخه ګټه واخيسته.

۲: بېټن کورټ دکتورين (BETANCOURT DOCTRINE)

دغه دکتورين په ۱۹۵۹ز. کال کې رامنځته شوي دي، دا دکتورين وايي: «No Recognition for Military Rules» يعنې هغه حکومتونه چې د نظامي کودتاه له لارې منځته راغلي بايد په رسميت ونه پېژندل شي.

۳- سټېمسن دکتورين (STIMSON DOCTRINE)

دا دکتورين د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير سټېمسن له خوا په ۱۹۳۲ز. کال کې رامنځته شوي دي، دا دکتورين وايي: “Not to recognize international territorial changes brought about by the aggression.” يعنې کله چې يو حکومت د زور له لارې د بل دولت خاوره له ځان سره يوځای کړي او هغه د خپل دولت برخه وګرځوي، نو په داسې حالت کې بايد نور دولتونه دغه حکومت په رسميت ونه پېژني. د همدې دوکتورينو پر بنسټ په ۱۹۹۰ز. کال کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا (UNSC) يو پرېکړه ليک صادر کړ چې پر بنسټ يې پر کويټ د عراق بريد وغنده او ويې ويل چې کويټ به هيڅکله د عراق د خاورې په رسميت ونه پېژني.

۴: ايسټراډه دکتورين (ESTRADA DOCTRINE)

دغه دکتورين د ميکسيکو د بهرنيو چارو وزير جينارو ايسټراډه له خوا په ۱۹۳۰ز. کال کې رامنځته شو. دا دکتورين وايي: چې کله يو نوي حکومت رامنځته کېږي، نو نور دولتونه بايد د هغې رسميت پېژندنه د خپل مثبت يا منفي قضاوت پر بنياد ونکړي ځکه دا د هغه دولت د حاکميت د اصل ماتول او د هغوي په داخلي چارو کې لاسوهنه ده، بلکې د رسميت پېژندنې لپاره بايد د نړيوالو حقوقو دوه اصله په نظر کې ونيول شي: يو په پريکړو کې د حکومت خپلواکي ( Self-determination) او دويم د هغه حکومت له خوا د نورو دولتونو په داخلي چارو کې نه لاسوهنه(Non-intervention)، يعنې د دې دکتورينو پر بنسټ که د يو رسميت پېژندل شوي دولت په داخل کې داسې حکومت رامنځته شي چې هغه په خپلو پريکړو کې خپلواک وي او د نورو دولتونو په داخلو چارو کې لاسوهنه نه کوي، نو هغه بايد په رسميت وپېژندل شي.

پورتني څلور واړه دوکتورين د بين المللي حقوقو د پوهانو شخصي نظريات دي او کومه الزامي جنبه نه لري، خو بيا هم ااا کولای شي د ايسټراډه دکتورين پر بنسټ د رسميت پېژندنې غوښتنه وکړي. دا چې د حکومت رسميت پېژندنه يوه سياسي پروسه ده او کوم حقوقي چوکاټ نه لري، نو پر همدې بنسټ روسيې هم د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو په موخه ااا په رسميت پېژندلی دی.

د رسميت پېژندنې کړنلاره (Forms of Recognition)

د حکومت د رسميت پېژندنې لپاره دوه ډوله کړنلارې موجودې دي: 

۱: صريحه رسميت پېژندنه (Express Recognition):

کله چې يو دولت د بل دولت حکومت په صريح او ښکاره ډول په رسميت وپېژني دې ته صريحه رسميت پېژندنه ويل کېږي. دا ډول رسميت پېژندنه په دوه ډوله ترسره کېږي: د يوې اعلاميې د خپرولو له لارې اعلان کول چې حکومت په رسميت پېژني او يا هم د يو تړون له لارې يو دولت له بل دولت سره هوکړه کوي چې په رسميت يې پېژني.

۲: ضمني رسميت پېژندنه (Implied Recognition):

هغه رسميت پېژندنه ده چې يو دولت په ښکاره ډول يو نوی حکومت په رسميت نه پېژني، خو ځينې داسې اعمال ترسره کوي چې هغه د رسميت پېژندنې معنی ورکوي، چې دې ته ضمني رسميت پېژندنه ويل کېږي. لکه: د سياسي  مذاکراتو ترسره کول، د سياسي تړونونو لاسليکول او يا هم د سفارتونو پرانېستل چې وروسته عمل  يې تر نورو ډېر قوي دليل دی پر ضمني رسميت پېژندنې.

البته يوه يادونه بايد وکړو چې ځينې وخت يو دولت له يو نارسميت پېژندل شوي حکومت سره مذاکرات کوي او يا هم ورسره سياسي اړيکې پالي، خو له دې مخکې يوه اعلاميه صادروي او هغې کې څرګندوي چې دا مذکرات يا تړون يا اړيکې د رسميت پېژندنې معنی نه ورکوي، نو په دې وخت کې بيا مذاکرات، تړون او يا هم سياسي اړيکې د ضمني رسميت پېژندنې په کړنلاره کې نه راځي.

د رسميت پېژندنې ډولونه (MODES OF RECOGNITION)

د يو دولت له لوري د بل دولت يا حکومت رسميت پېژندنه په دوه ډوله ترسره کېږي:

۱- لنډمهاله رسميت پېژندنه (De facto Recognition):

رسميت پېژندنه ډېره مهمه او حساسه موضوع ده کله چې يو دولت يو بل دولت يا حکومت په دايمي ډول په رسميت وپېژني، نو بيا دغه رسميت پېژندنه بېرته نشي اخيستلای، نو اوس ستونزه دا ده که يو دولت د يو بل دولت يا حکومت په اړه ځينې اندېښنې ولري که هغه په امنيتي برخه کې وي او که په سياسي او اقتصادي برخه کې، نو په داسې حالت کې به دغه دولت څه کوي؟ د همدې ستونزې د حل لپاره لنډمهاله رسميت پېژندنه رامنځته شوې ده، يعنې که يو دولت ته د بل دولت يا حکومت په اړه ځينې اندېښنې موجودې وي، يعنې لا ډاډه شوي نه وي چې ايا دغه حکومت په دوام پېداکړي او که نه؟ ايا په ټوله خاوره به واکمني ترلاسه کړي او که نه؟ حکومت به يې ثبات ولري او که نه؟ او يا هم له امنيتي او اقتصادي اړخه خو به بل دولت ته زيان نه رسوي؟ نو تر څو يې چې دغه اندېښنې رفع شوي نه وي تر هغې دغه دولت کولای شي چې په لنډمهاله يا ډيفکټو ډول دغه بل دولت يا حکومت په رسميت وپېژني ځکه لنډمهاله رسميت پېژندنې يو خاصيت دا دی چې دولت کولای شي دغه رسميت پېژندنه بېرته لغوه کړي او که يې اندېښنې رفع شي، نو بيا کولای شي چې د لنډمهاله رسميت پېژندنې پرځای يې په دايمي ډول په رسميت وپېژني. د بېلګې په ډول: برطانيې په ۱۹۲۱ز. کال د مارچ پر ۱۶مه نېټه شوروي اتحاد په ډيفکټو ډول په رسميت وپېژانده او کله يې چې اندېښنې رفع شوې، نو بيا يې په ۱۹۲۴ز. کال د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په دايمي يا ډيژور ډول په رسميت وپېژانده.

۲: دايمي رسميت پېژندنه (De jure Recognition):

کله چې يو دولت د بل دولت يا حکومت د ثبات، حاکميت او نورو اړونده موضوعاتو څخه ډاډ ترلاسه کړي، نو بيا د هغه دولت يا حکومت دايمي يا ډيژور رسميت پېژندنې ته اقدام کوي. دغه دولت د يوې اعلاميې يا تړون له لارې اعلان کوي چې دغه نوی دولت يا حکومت يې په دايمي ډول په رسميت پېژندلی دی. البته يادونه بايد وکړو چې دايمي رسميت پېژندنه د دولت په اړه بېرته نه اخيستل کېږي او د حکومت په اړه هم تر هغې بېرته نه اخيستل کېږي تر څو چې حکومت په قانوني ډول مخکې روان وي.

مأخذونه
  1. Montevideo Convention on the Rights and Duties of States, Dec 26, 1933, Access link: http://www.hudok.info/files/1114/3526/0588/Evi-Doc_12_Montevideo.pdf
  2. Sunil Kumar. “Concept of State Recognition Under International Law”, Access link: https://www.legalserviceindia.com/legal/article-4142-concept-of-state-recognition-under-international-law.html
  3. Ibid.
  4. 1library. “The Tobar Doctrine”, Access link: https://1library.net/article/tobar-doctrine-doctrinal-framework-relevance-constitution-prospects.q784rmrz
  5. EbookSheir. “Doctrines for state recognition of government”, Access link: https://sheir.org/edu/doctrines-for-state-recognition-of-government/
  6. Ibid.
  7. Afwan Sayyed. “RECOGNITION IN INTERNATIONAL LAW: THEORETICAL PERSPECTIVES 
  8. بیګدلي، محمدرضا ضیایي. (۱۳۸۷ل ). حقوق بین الملل عمومي. تهران: ګنج دانش. چاپ سي و سوم.
  9. Afwan Sayyed. “RECOGNITION IN INTERNATIONAL LAW: THEORETICAL PERSPECTIVES 

10.  Kirti Bhushan. “ De Facto and De Jure Recognition of States under International Law”, Lexpeeps, Access link: https://lexpeeps.in/de-facto-and-de-jure-recognition-of-states-under-international-law/

(2) Comments
  1. میوند نوري یم
    زه هم غواړم چې مقالې ولیکم او تاسو یې را ته نشر کړی
    0774709978
    دا زما د وټسپ نمبر ده وبښی
    او د مبارز صیب نمبر هم که راته راولېږی
    مهرباني به موي مننه کوم

    1. تاسو کولی شئ چې خپلې لیکنې په لاندې ایمیل راولیږئ:
      [email protected]

      ښاغلی مبارز تاسو په فیسبوک په دې نامه پیدا کولی شئ:
      Abdul Saboor Mubariz

      درناوی

Comments are closed.

error: Content is protected !!