ولې مهم هېوادونه له امريکا څخه په لرې کېدو د چين پر لور ګامونه اخلي؟- فرید ذکریا

فرید ذکریا
لیکوال: فرید ذکریا
ژباړه: د جیو افغانیکا د نړیوالو اړیکو مرکز
د روانې اونۍ د نړۍ تر ټولو ډېرو خپرو شوو خبرونو انځورونو ته ځیر شئ. دا انځورونه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بهرنۍ تګلارې د ناکامۍ ژوندۍ بېلګې دي.
په دې تړاو، تر ټولو ډېر پام هغو انځورونو ته ور واوښت چې د چين ستر پوځي مارش او د شي جين پينګ، ولاديمير پوتين او کيم جونګ اون ګډ پلي تګ یې ښودلو. د دغو انځورونو خپرېدل د تمې وړ وو، ځکه دې لویدیځ ته یادونه کوله چې د یوې داسې کلکزړې مخالفینو له ډلې سره مخ ده، چې د لوېدیځ په مشرۍ د نړیوال نظم له منځه وړل خپله دنده بولي.
خو د حیرانتیا وړ انځورونه بیا هغه وو چې څو ورځې وړاندې خپاره شول، کله چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د هند، ترکيې، ویتنام او مصر مشران مېلمانه کړل. دا ټول سیمهییز ځواکونه تر ډېره د واشنګټن نږدې متحدین بلل کېدل، نه د بېجينګ. خو د تعرفو، توندې ژبې او ایډیولوژیکو غوښتنو زهري ترکیب هغوی اړ کړي، چې له امریکا مخ واړوي او د چين خوا ته ورنږدې شي. کېدای شي دا د معاصرې بهرنۍ تګلارې تر ټولو لویه تېروتنه وي.
د بریکس ډلې ته پام وکړئ؛ دا ډله چې په اصل کې د راتلونکو سترو راټوکېدونکو بازارونو د استازیتوب لپاره جوړه شوې وه. د دې ډلې درېیو اصلي غړو، برازيل، هند او جنوبي افریقا، تل هڅه کوله چې د روسیې او چین د امریکا ضد دریځونو پر وړاندې ودرېږي. له لسيزو راهیسې واشنګټن له دغو درېيو هېوادونو سره اړيکې جوړولې، چې هر يو يې په خپله سيمه کې مشري لري، تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی د مقام او وړتیاوو د لوړېدو په صورت کې به دوی د امریکا پر لور میلان ولري.
خو ټرمپ د دغو مهمو هېوادونو پر وړاندې سخت دریځ او توندې تګلارې خپلې کړې دي. هغه پر هند د نړۍ تر ټولو لوړه ګمرکي تعرفه ولګوله. پر برازيل یې هم ورته لوړې تعرفې وضع کړې او د برازيل پر چارواکو یې بندیزونه او د ویزې محدودیتونه لګولي. جنوبي افريقا بیا د ۳۰ سلنې تعرفو، په بشپړه توګه د بهرنیو مرستو له بندېدو او د دولتي چارواکو د احتمالي بندیزونو له ګواښ سره مخ ده.
د دغو هېوادونو حکومتونه او خلک د دغه چلند له امله سخت غوسه دي. هند په پراخه کچه امریکاپلوې وه، خو اوس یې په ډېره چټکۍ سره د واشنګټن په تړاو شکونه زیاتېږي. په برازيل کې د ولسمشر لولا ډېسيلوا د محبوبیت کچه لوړه شوې، ځکه هغه د ټرمپ د زورګویۍ پر وړاندې ودرېد. په جنوبي افريقا کې، ولسمشر سيريل رامافوسا په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره د ناستې پر مهال په نرم ځواب ویلو سره خپل درناوی زیات کړ. د یادولو وړ ده چې په نورو هېوادونو کې هم ملي احساسات ژوندي دي.
د دې تګلارو د بدلون لپاره هېڅ ستراتيژيک دليل نشته. ټرمپ برازيل ته ځکه سزا ورکوي چې د دغه هېواد خپلواک عدالتونه د ټرمپ د ایډیولوژیک ملګري، جايير بولسونارو، د هغو هڅو حساب ورکولو ته اړ باسي چې د ازادو او عادلانه ټاکنو پايلې يې ردولې. همدا راز، جنوبي افريقا د ټرمپ له غوسې سره ځکه مخ ده چې د ځمکې د رفارم يو داسې قانون یې وړاندې کړی، څو د لسګونو کلونو اپارتايد له امله د بېلابېلو خلکو ترمنځ د ځمکې او شتمنۍ درلودلو نابرابره انډولي حل کړي. دا لاملونه د امريکا د توليدي بنسټ له بيا رغولو يا د سوداګريزو کسرونو له کمولو سره هېڅ تړاو نه لري. په حقيقت کې امريکا له برازيل سره د سوداګرۍ مازاد لري.
په داسې حال کې چې واشنګټن دغه هېوادونه له ځانه پردي کوي، چين ورسره اړيکې جوړوي. بیجینګ له برازيل سره په ګډه د اورګاډي د شبکې پلان وړاندې کړی چې د دې هېواد اټلانټیک ساحل به د پېرو هېواد له پاسیفیک ساحل سره ونښلوي. شي جين پينګ په دې وتوانېد چې د هند صدراعظم نريندرا مودي له اوو کلونو وروسته په لومړي ځل چين ته سفر وکړي. چين له جنوبي افريقا سره د سوداګرۍ او مرستې له لارې نږدې شوی او د بېجینګ پر لور د دغه هېواد ولسي نظر ډېر مثبت شوی دی.
ډېری مهال یو شمېر خلک استدلال کوي چې ټرمپ ځکه سختې خبرې کوي څو یوه غوره معامله ترسره کړي. خو ځمکنی حقیقت دا دی چې د هغه تګلارې درد او بدبختۍ زېږوي؛ خلک خپلې دندې له لاسه ورکوي او ډېری یې بېرته د فقر کندې ته ورټېل وهل کېږي. همدا لامل دی چې ان که دغه معاملې له سره بیا بحث شي او امریکا یو څه نرمي خپله کړي؛ خو خاطرې به همداسې پاتې وي. هېوادونه به تل پوه وي چې واشنګټن ورسره هغسې چلند کولای شي لکه څنګه چې ورسره کړی، او له همدې ځایه دوی به وغواړي په احتیاطي توګه له چین او روسیې سره پياوړې اړیکې ټینګې وساتي.
نن ورځ د امريکا بهرنۍ تګلاره د يوه سړي د تصادفي بېاعتنایۍ، توهينونو او ایډیولوژيکي وسواسونو مجموعه ده. په عمومي توګه، ټرمپ کوچني هېوادونه خوښوي چې ورسره سرزوري وکړي، او يا هغه ایډیولوژیک ملګري چې هغه ته نږدې وي. خو دی له سترو، ګډوډو ديموکراسيو سره معامله نه خوښوي چې خپل داخلي خوځښتونه، غرور او ملي احساسات لري. له همدې امله، امريکا د ټرمپ ادارې پرمهال د زورواکانو له یوې عجیبه ډلې سره ملګرتیا کړې ده، لکه په السلوادور، هنګري، پاکستان او د خليج له واکمنو سره. خو له ديموکراسيو لکه هند، برازيل، جنوبي افريقا، مېکسيکو، کاناډا او د اروپا له ډېرو هېوادونو سره په ټکر کې ده. ایا دا کومه مانا لري؟
د دې اونۍ د کړنو پر مهال، قهرجن ټرمپ په ټولنيزو رسنيو کې ګيله وکړه چې چين، روسيه او شمالي کوريا د امريکا پر وړاندې توطئه کوي. خو که د هغه د تګلارو پایلې په پام کې ونیول شي، ښايي تر ټولو دقيقه پوښتنه دا وي: ولې ولسمشر پخپله کله کله داسې ښکاري چې د تېرو میاشتو په اوږدو کې د امريکا د ګټو او ارزښتونو د کمزوري کولو هڅه کوي؟