LOADING CLOSE

د طالبانو، چین، او پاکستان مثلثې اړیکې؛ د چین ستراتیژیک اهداف – احسان الله عمرخېل

احسان الله عمرخېل
په نړیوالو اړیکو کې د دکتورا کاندید او څیړونکی

احسان‌الله عمرخېل د چین د جه‌جیانګ پوهنتون کې د نادودیزه امنیت مدیریت (Non-traditional Security Management – NTSM) په برخه کې د دوکتورا محصل دی. د هغه د څېړنې لېوالتیا  امنیت، سوله، شخړې، سیمه‌یز نښلون، او دولت جوړونه کې دي. عمرخېل خپلې علمي مقالې د Small Wars & Insurgencies Ethnopolitics، World Affairs، او Asian Political Science Journal په څېر ژورنالونو کې خپرې کړې دي. ښاغلی عمرخیل همداراز د کابل په کاردان پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو په پوهنځي کې د استاد په توګه دنده هم ترسره کړې ده.

لیکوال: دکتور احسان الله عمرخیل

ډېری شنونکي استدلال کوي چې د طالبانو، چین، او پاکستان ترمنځ مثلثې اړیکې به د مرکزي او جنوبي آسیا جیوپولیټیک حالت بدل کړي، او ښايي‌ افغانستان په دې برخه کې د سیمه‌ییزو پرمختیایي پروژو لپاره د یوې څلورلارې په توګه عمل وکړي. 

خو زه له دې روایت سره همغږی نه یم. په عملي ډګر کې، طالبان هڅه کوي له بیجینګ سره نږدې اړیکې ولري څو خپله نړیواله انزوا ماته کړي، په داسې حال کې چې چین په ډېر احتیاط پر مخ ځي. بیجینګ یو ډول تدریجي، سنجیده او کله ناکله بې‌رحمه واقع‌ګرايي تعقیبوي. د بیلګې په توګه، د چین چارواکي ښايي دا بنسټیزه پوښتنه مطرح کړي: ایا افغانستان دا مهال داسې یو حکومت لري چې نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي؟ په حقیقت کې، بیجینګ د طالبانو له داخلي حکومتولۍ سره لږه لېوالتیا لري. کابل ته د چین د بهرنیو چارو وزیر وروستي سفرونه د افغانستان لپاره ډېرې لږې عملي موخې لري. په اصل کې دا د چین د دیپلوماسۍ وسیله ده، چې تر ډېره سېمبولیکي بڼه لري او د پرمختیايي پروژو په څېر کوم اهداف نه لري.

دا سفرونه هېڅکله هم د لویدیځ په څېر د میلیاردونو ډالرو د مرستې ژمنې نه کوي. بیجینګ؛ افغانستان ته د خطرونو د محتاطانه ارزونې له مخې ګوري او له طالب مشرانو سره لیدنو ته د څار او ارزونې د فرصت په توګه حسابوي، نه له هغوی سره د کومې ژمنې کولو لپاره. دا محتاطانه چلند د چین اوږدمهاله لید څرګندوي، چې افغانستان ته د یوې احتمالي ستراتیژیکې لومې په سترګه ګوري او له همدې ځایه بیجینګ د اقتصادي یا امنیتي مسؤلیتونو له اخیستو ډډه کوي. 

په تیانجین کې له طالبانو سره د چین لومړنيو اړیکو دا پیغام ورکړ چې د بیجینګ اصلي غوښتنه دا ده چې طالبان له افراطي ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي. دا بې‌امتیازه سیاست د چین د ځانګړي استازي یوی شیاویونګ له‌خوا څو ځله په کابل کې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره د لیدنو پر مهال څرګند شو، په ځانګړي ډول د دفاع وزیر ملا یعقوب او د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني، چې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده ته نږدې کسان دي سره په خبرو کې واضح شوې. 

که څه هم چین طالبان په سیاسي رسمیت پېژني او له هغوی لفظي ملاتړ هم کوي، خو دې تر اوسه د هغو پراخو پانګونو په بڼه بدلون نه دی موندلی چې طالبان یې د افغانستان د کانونو او سرچینو په سکتورونو کې غوښتونکی دی. چین لا هم محتاطه دی، ځکه دوی باور لري چې افغانستان د سختدریځو ډلو د شتون له کبله پر یو ستراتیژیک جال او لومې بدلېدای شي. هو همغه ډلې چې د چین پر ګټو او پروژو اغېز کولی شي.

طالبانو تل بیجینګ ته ډاډګیرنه ورکړې چې د افغانستان خاوره به د کوم بل ګاونډي یا سیمه‌ییز هېواد پر ضد ونه کارېږي. خو له دې سره طالبان بیا هم د کور دننه او بهر منزوي پاتې دی. دغه راز، چین د هغوی د اوږدمهاله واکمنۍ او سیاسي ثبات په اړه شک لري. د طالبانو تر واک لاندې افغانستان یو ګوندي دولت دی چې ډېر معتدل شخصیتونه پکې څنډې ته شوي او په حکومت کې د دغو منځلارو د شاملولو په تړاو کومه روښانه تګلاره نه تر سترګو کېږي. 

هغه مهال چې امریکا له افغانستانه د وتلو لپاره چمتووالی نیوه، نو بیجینګ یوه داسې سناریو انځور کړې وه چې طالبان به د یو پراخ‌بنسټه حکومت برخه شي او د بېلابېلو قومونو سیاسي ډلې به په ملي ثبات کې ونډه واخلي. خو له افغانستانه د امریکایانو ناڅاپي تګ، چې بیجینګ یې غیرمسؤلانه بولي، او د طالبانو بشپړه یو ګوندي واکمنۍ دا احتمال له منځه یووړ. 

په ۲۰۲۱ کې طالبانو د چین د رسنیو خبرونه له نږدې څارل او ځان یې د بیجینګ نږدې ملګری معرفي کاوه. هغه مهال د چین په رسنیو کې د طالبانو بریا د امریکایانو پر وړاندې د بزګرو ګوریلایي ځواکونو د بریا په توګه لمانځل کېده. خو دا پوښښ په ډېری توګه د امریکا–چین د سیالۍ په چوکاټ کې دننه ترسره کېده، او هېڅکله یې هم د افغانستان پر وړاندې د چین د رسمي سیاست استازیتوب نه کاوه.

سربېره پر دې، چین د طالبانو په مزاج کې د کوم بنسټیز بدلون نښه نه ویني، که څه هم اړیکې یې له هغوی سره واقع‌ګرايانه دي. د طالبانو په لومړۍ دوره کې د بامیانو د بودا مجسمو ویجاړول هغه موضوع وه چې د دواړو ترمنځ یې اړیکې ترینګلې کړې، خو د بیجینګ اصلي اندېښنه د شین‌جیانګ امنیت و، چې د ۹۰مو کلونو په خبرو کې به په پرله‌پسې توګه مطرح کېده. همدا موضوع بیا په تیانجین کې هم د ملا برادر پر وړاندې یاده شوه، له افراطي ایډیالوژیو سره په روښانه توګه جلاوالی. چین د درېیو بدیو—افراطیت، تروریزم او بېلتون‌پالنې—پر وړاندې حساسیت لري او دا د معاملې وړ نه بولي، ان د پاکستان په څېر له خپلو سیمه‌ییزو شریکانو سره هم ورته چلند کوي!!

د سیمې د افراطي ډلو په اړه، چین یوازې دومره غواړي چې افغانستان کنټرول شي او د یوه بفر یا حایل سیمې په توګه پاتې شي. تر څو چې بیجینګ د افغانستان د ټولنیز، اقتصادي، امنیتي او سیاسي ثبات په تړاو په بشپړه توګه ډاډه شوی نه وي، نو تر هغې به په زیربنایي پروژو او پرمختیا په لویو پروګرامونو لکه د ورېښمو لارې او د یو سړک یو کمربند په بیا نښلولو کې پانګونه ونه کړي. چین تل لنډمهاله ګټې د اوږدمهاله ستراتیژیکو اهدافو پر وړاندې قرباني کړي دي.

که څه هم پاکستان او چین هڅه کوي افغانستان خپل ستراتیژیک مدار ته دننه کړي، خو طالبان باید په ځانګړي ډول د تروریزم او افراطیت پر وړاندې محتاطه تګلاره خپله کړي. په نږدې راتلونکي کې د افغانستان او پاکستان اړیکې د بدلون وړ نه ښکاري، ځکه د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او بلوڅ بېلتون‌پالو مسله لا هم روانه ده، چې اسلام‌اباد یې یوه برخه د طالبانو پر ملاتړ تورنوي. طالبان بیا ټینګار کوي چې پاکستان دې خپل داخلي امنیتي ستونزې حل کړي، ځکه TTP د اوسني افغان نظام څخه وړاندې موجود و.

پاکستان د طالبانو پر کورنیو ټولنیزو پالیسیو لکه د نجونو پر زده‌کړو، د ښځو پر کار او یا د اقتصادي ثبات پر مسایلو چندان فکر نه کوي، بلکې ټول تمرکز یې پر دې دی چې د افغان طالبانو لخوا د TTP د کنټرول ډاډ ترلاسه کړي. د پاکستان له نظره، یو کمزوری ګاونډی د پیاوړي ګاونډي په پرتله تر ډېره د نفوذ لاندې راځي. خو کمزوري ګاونډیان خپل خطرونه هم لري. د ډیورنډ کرښې په څېر تاریخي مسلې په ۱۹۹۰مو او بیا په ۲۰۲۱ کې دوه اړخیزه اړیکې لا زیاتې ترینګلې کړې دي. او بیجینګ په دې برخه کې د منځګړیتوب وړتیا نه لري.

له همدې کبله د چین–پاکستان–افغانستان د مثلثې همکارۍ احتمالات ډېر محدود دي. د پام وړ ستونزې ډېرې او لا ینحله پاتې دي، او دا بیا د عملي همکارۍ لپاره اجماع تر ډېره حده ناممکنه کوي. که څه هم ډیپلوماټیک تماسونه روان دي، خو دا ډول اړیکې پر عیني لاسته راوړنو بدلول به ډېر وخت او هڅو ته اړتیا ولري. 

طالبان لا هم د ښځو د زده‌کړو او کار یا په حکومت کې د معتدلو څېرو د ګډولو په څېر مسایلو په اړه کوم عملي ګامونه نه دي اخیستي. د دې پر ځای چې د یو بریالي ځواک په څېر د سختو شرطونو پر ایښودلو ټینګار وکړي، طالبانو یوه داسې لاره غوره کړې چې د سیاسي ثبات، اقتصادي پرمختګ او سیمه‌ییز ادغام لپاره لوی خنډونه جوړولی شي. او دا بیا هغه څه دي چې د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول چین، او ښايي لویدیځ ته هم د طالبانو حکومت د منلو پروسه سخته او تم کړي.

error: Content is protected !!