د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د افغانستان د رایېاچونې ارزونه – د جیوافغانیکا ځانګړی راپور
لیکوال: احمد بلال خلیل
د نړیوالو مسایلو په اړه د یو هېواد دریځ تر ډېره د هغه هېواد په رسمي اعلامیو، بیانونو، او د لوړپوړو چارواکو په ویناوو کې منعکسېږي. سربېره پر دې، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلي د هغو مهمو نړيوالو ډيپلوماټيکو سټېجونو څخه ده چې د هېوادونو د بهرني سیاست، د نړیوالو مسایلو او قضایاوو په تړاو د دوی د لیدلوري او دریځونو د بیان لپاره ډېر ارزښت لري.
د ډېری هېوادونو څېړونکو په دې اسامبلۍ کې د خپلو هېوادونو رایېاچونه ارزولې ده. له بده مرغه، تر دې دمه د افغانستان د رایېاچونې بهیر په اړه یوه منظمه او تحلیلي څېړنه نه ده شوې.
جیو افغانیکا هڅه وکړه چې دا تشه ډکه کړي، او د ملګرو ملتونو په عمومياسامبلۍ کې د افغانستان د رایېاچونې په تړاو یو ابتدایي، خو علمي تحلیل وړاندې کړي.
موږ دا تحلیل د ملګرو ملتونو له رسمي ویبپاڼې د رایېاچونې د ډیټابیس په ښکته کولو، چې د ۱۹۴۶ کال څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې د ټولو هېوادونو د رایو ریکارډ لري، د R پروګرام له لارې تحلیل کړي دي.
د ملګرو ملتونو په جنرال اسامبلۍ کې د افغانستان رایه اچونه
له ۱۹۴۶ کال څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې، افغانستان په ملګرو ملتونو کې ټولټال ۵۵۰۳ رایې کارولې دي. له دې جملې څخه نږدې ۸۰ سلنه یې د “هو” رایې وې، په داسې حال کې چې سپینې رایې (Abstain) او غیرحاضري په مجموع کې د ټولو رایو ۱۷.۳ سلنه جوړوي. د “نه” رایو یا مخالفت کچه بیا یوازې ۲.۸ سلنه ده.
د افغانستان د رایې اچونې دا ډول تمایل څرګندوي چې کابل د مخالفت پر ځای د ملګرو ملتونو قراردادونو ملاتړ ته لومړیتوب ورکوي. دا د یوې اجماعخوښې، نامخالفې، او نرمې ډيپلوماسۍ نښه ده، چې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ فضا پیاوړې کول غواړي، نه دا چې تقابل یا شخړې ته لاره هواره کړي.

په مقابل کې، د امریکا متحده ایالاتو د خپلو ټولو رایو له نیمایي څخه ډېرې د قراردادونو د مخالفت لپاره کارولې دي، چې دا یې د نړیوالې اجماع پرضد دریځنیونه او یو اړخیز بهرني سیاست ښکارندویي کوي.
د افغانستان د “هو” رایو تمایل تر ډېره له چین او پخواني شوروي اتحاد (اوسني روسیې) سره ورتهوالی لري. له ۱۹۷۰مې څخه تر ۲۰۰۰مې لسیزې پورې، افغانستان تر ټولو ډېر په پرلهپسې توګه د ملګرو ملتونو له قراردادونو ملاتړ کړی دی. دغه چلن له ۲۰۰۱ کال وروسته د افغانستان د بیارغونې بهیر پرمهال یو ځل بیا ولیدل شول.
په پرتلهیز ډول، افغانستان د دغو هېوادونو (چین، امریکا، روسیه) ترمنځ د “نه” تر ټولو کمې رایې کارولې دي، او له همدې ځایه یوازې له ۱۵۳ قراردادونو سره یې مخالفت کړی دی.

په مجموعي توګه، که د ۱۹۴۶کال څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې، د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د افغانستان د رایېاچونې چلن وڅېړو، نو څرګندیږي چې افغانستان په دې ټوله دوره کې:
- له چین سره ۷۲ سلنه
- له شوروي اتحاد او روسیې سره ۶۵ سلنه
- او له متحده ایالاتو سره ۱۹ سلنه د رایو ورتهوالی درلود.
که دغه موده د سړې جګړې او له سړې جګړې وروسته مرحلو کې وویشو، نو وینو چې له متحده ایالاتو او شوروي/روسیې سره د افغانستان د رایو ورتهوالی راکم شوی، خو له چین سره دا ورتهوالی لږ څه زیات شوی، البته په ډېر کم تفاوت سره.
- د سړې جګړې پرمهال، افغانستان له شوروي اتحاد سره تر ټولو ډېر (۷۵.۹ سلنه) د رایو ورتهوالی درلود.
- په همدې موده کې له چین سره ۶۷.۴ سلنه او له متحده ایالاتو سره ۱۹.۶۵ سلنه ورتهوالی ثبت شوی دی.
- خو له سړې جګړې وروسته، له روسیې سره د افغانستان د رایو ورتهوالی ۵۱.۹ سلنه ته راکم شو.
- له متحده ایالاتو سره دا ورتهوالی لا نور هم راټیټ شو او یوازې ۱۳.۳ سلنه پاتې شو.
- په همدې پړاو کې له چین سره د افغانستان د رایو ورتهوالی بیا ۶۷.۷ سلنه ته لوړ شوی دی.
دا شمېرې ښيي چې افغانستان، که څه هم ډېر نظامونو او بدلونونه تجربه کړي، خو د نړیوالو قضایاوو په اړه یې د رایېاچونې تمایل له ختیځو قدرتونو (چین، روسیې) سره نږدې دی، او له لوېدیځ (په ځانګړي ډول امریکا) سره د پام وړ واټن لري.

په پورتني شکل کې موږ د هرې لسیزې د اوسط له مخې له سترو قدرتونو سره د افغانستان د رایو ورتهوالی ښودلی دی، خو که دغه ورتهوالی په کلني ډول وڅېړو، نو پایلې یې لا ډېره روښانه کېږي.
د ۱۹۵۰مې لسیزې له پایه تر د ۱۹۸۰مې لسیزې تر وروستیو کلونو، افغانستان له شوروي اتحاد سره د رایېاچونې په برخه کې ډېر زیات ورتهوالی درلود. دا ورتهوالی په تېره بیا د ۱۹۸۰مې لسیزې پرمهال، چې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل راوړی و، تر ۹۰ سلنې هم لوړ شوی و.
په همدې مهال، چې متحده ایالاتو له افغان مجاهدینو ملاتړ کاوه، د افغانستان او امریکا ترمنځ د رایو ورتهوالی تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی و.
خو په ۱۹۵۰مې لسیزې په لومړیو کلونو کې، له امریکا سره د افغانستان د رایو ورتهوالی له شوروي اتحاد څخه زیات و. دا ښيي چې په دې پړاو کې د افغانستان بهرنی سیاست له واشنګټن سره نسبتاً نږدې و.
وروسته، کله چې امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته پر افغانستان یرغل وکړ، او د ۲۰۲۱ کال تر پایه یې له کابل سره سیاسي، مالي، او نظامي ملاتړ کاوه، افغانستان هېڅکله هم له خپل ستراتیژیک شریک سره له ۲۵ سلنې زیات د رایو ورتهوالی نه درلود. خو برعکس، له چین او روسیې سره د افغانستان د رایو ورتهوالی پر دوامدار ډول لوړ و.
دا ټوله ارزونه دا ثابتوي چې افغانستان په نړیوالو چارو کې د رایېاچونې له لارې، او له سویلينړۍ او خپلو دودیز بهرني سیاست سره په همغږۍ، یو نسبتاً خپلواک او غیرموازي دریځ خپل کړی دی.

که د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د هېوادونو رایهاچونه په اتو کټېګوریو کې وویشو — لکه د چین د خلکو جمهوریت ته په ملګرو ملتونو کې څوکۍ ورکول، په ایران بندیزونه، د فلسطین قضیه، استعمار ضد قراردادونه، د وسلو کنټرول، اقتصادي پرمختیا، د انساني حقونو موضوع، او د پراخې ویجاړونې د وسلو کنټرول — نو پایلې دا ښيي چې افغانستان په فکري او ډيپلوماتیک لحاظ د امریکا په پرتله له چین او شوروي اتحاد (او وروسته روسیې) سره ډېر نږدې دی.
دغه تحلیل په واضحه توګه دا هم راښيي چې افغانستان د متحده ایالاتو د بهرني سیاست له بنسټیزو لومړیتوبونو سره ژور اختلاف لري.
د دې واټن غوره بېلګې دا دي:
- د ایران پر وړاندې د بندیزونو مخالفت
- د فلسطین د خپلواکۍ او ملاتړ پیاوړی دریځ
- د چین د استازولۍ ملاتړ
- د استعمار ضد قراردادونو ملاتړ
- او د انساني حقونو په اړه له غربمحور دریځونو سره نههمغږي


