LOADING CLOSE

څو‌قطبي‌کېدنه؛ د میونیخ امنیتي کنفرانس د راپور لنډیز (۲۰۲۵)

ژباړه: د جیو‌افغانیکا د ژباړې ټیم

نننی نړیوال سیسټم د یو قطبي، دوه قطبي، څو قطبي او ان د بې‌قطبۍ ځانګړتیاوې لري. دغه راز د هغو هېوادونو پر لور د ځواک تمایل چې د ډېر نفوذ غوښتونکي دي هم تر ډېره په څرګنده توګه د پام وړ دی. او څو قطبي کېدل نه یوازې د مادي ځواک په انتشار کې څرګند دی، بلکې په دې کې هم څرګند دی چې نړۍ د ایډیالوژیو له پلوه لا زیاته ویشل شوې ده. سیاسي او اقتصادي لیبرالیزم، چې د سړې جګړې له پای وروسته د یو قطبي دورې اساسي ځانګړنې وې، نور یوازینی برلاسه ماډل (نمونه) نه ګڼل کېږي. دا سیستم اوس له دننه د پاپولیزم د زیاتېدو، او له بیرونه د دیموکراسیو او استبدادي نظامونو ترمنځ د ایډیالوژیکي وېش له امله له پراخو ننګونو سره مخ دی. په نړۍ کې دمګړی داسې حالت رامنځته شوی چې بېلابېل نظمونه سره یا ګډ او یوځای دي، او یا هم له یو بل سره په سیالۍ او ان په ټکرونو کې اخته دي. 

د څو قطبي کېدو اغېزې

د نړۍ په کچه څو‌قطبي کېدل بېلابېل احساسات راپاروي. په دې تړاو هیله‌بښونکی لید دغو هر څه ته د فرصتونو په توګه ګوري چې نړیواله حکومتولي به نوره ټولشموله شي او پر واشنګټن به ډېر محدودیتونه وضع شي. ځکه د ډېرو هېوادونو په آند واشنګټن له حده ډېره برلاسې ګڼل کېږي. په بل اړخ کې، بدبینه لید بیا ټینګار کوي چې څو‌قطبي‌کېدل به د بې نظمۍ او شخړو خطر زیات کړي او دغه راز اغېزمنه همکاري به هم راکمه کړي.‌ د ۲۰۲۵ کال د میونیخ امنیتي شاخص ښيي چې په مجموع کې، د G7 هېوادونو خلک د برېکس هېوادونو (له روسیې پرته) په پرتله د یوې څو‌قطبي نړۍ په تړاو لږ خوشبین دي. زموږ په آند دا د اوسني نړیوال نظم او د یو مطلوب راتلونکي نظم په تړاو د هېوادونو لیدلوري او نظرونه دي چې دغه هر څه ټاکي. 

متحده ایالات

د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ بریا له سړې جګړې وروسته د امریکا د بهرني سیاست په تړاو هغې اجماع ته د پای ټکی کېښود، چې ډېرو یې له مخې باور درلود چې د نړیوالې لیبرالې ستره ستراتیژي به د امریکا ګټې خوندي کړي. ټرمپ او ملاتړي یې دا نظم چې امریکا جوړ کړی، له یوې بدې معاملې سره تشبیه کوي. له همدې ځایه ډېر امکان لري چې امریکا د اروپا د امنیت د تضمین تاریخي رول پرېږدي او دا به بیا پر اوکراین زیاتې اغېزې وښندي. د امریکا بهرنی سیاست به احتمالاً د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ د دوه قطبي سیالۍ له امله شکل ومومي، خو دا سیالي ممکن د نړیوال سیستم د څو قطبي کېدو بهیر نور هم ګړندی کړي.

چین

چین د څو قطبي نظم تر ټولو څرګند او ځواکمن ملاتړی دی. دی ځان په اصطلاح د نړیوال سویل د هېوادونو استازی بولي.  خو ډېری لویدیځوال بیا د بیجینګ د څو‌قطبي نړۍ بیانیه یوازې هغه څادر ګڼي چې له مخې یې له متحده ایالاتو سره د چین د سترو ځواکونو سیالي پوښل کېږي. سره له دې چې چین له اوسني نړیوال نظمه د ناخوښو هېوادونو په یو موټي کولو کې بریا خپله کړې، خو بیا هم د دغه هېواد اقتصادي او پوځي پرمختګ له ګڼو داخلي خنډونو سره مخ دی. برسېره پر دې، د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال، امکان لري چې امریکا د چین پر وړاندې خپل بندیزونه او خنډونه نور هم زیات کړي. خو د دې هر څه باوجود،‌ بیجینګ کولی شي، له نړیوالو ژمنو څخه د واشنګټن د شاتګ او یا هم د امریکا او د هغې د اوږدمهاله شریکانو ترمنځ له اختلافاتو هم ګټه پورته کړي.

اروپایي ټولنه

اروپایي ټولنه، چې د نړیوال لیبرال نظم تمثیلوونکې ده، اوس په دې ټولنه کې د دې نظم بنسټیزه اصولونه له پراخو مخالفتونو سره مخ دي. له اوکراین سره د روسیې جګړه، د اروپایي ټولنو دننه د پاپولیستیکي رجحانونو زیاتوالی، د دې ټولنې لېبرال لیدلوری له ګواښ سره مخ کړی دی. د ډونالډ ټرمپ بیا ټاکنه کولی شي دا ننګونې لا پسې زیاتې ژورې کړي او دا بحث بیا راژوندی کړي چې ایا اروپایي ټولنه باید په نړیوال سیاست کې یو خپلواک اړخ شي؟ خو ترڅنګ یې ښایي دا د هغه  پاپولیستي حرکتونه هم وهڅوي چې د اروپا داخلي درزونه نور هم ارت کوي او له همدې ځایه د روانو بحرانونو په تړاو د دې ټولنې وړتیا هم کمزورې کوي.‌ 

روسیه

په دې پېړۍ کې هېڅ بل دولت د نړیوال نظم د نړولو لپاره دومره هڅې نه دي کړي لکه روسیې چې کړي. مسکو د څو‌قطبي نړیوال نظم تصور لري چې له “تمدني دولتونو” جوړ شوی وي. روسیه هم ځان یو تمدني دولت ګڼي. د روسیې لپاره د اوکراین په څېر کوچني‌ هېوادونه د تمدني دولتونو د نفوذ تر ساحو لاندې راځي. سره له دې چې د مسکو د خپل‌جوړ انځور او اصلي ځواک ترمنځ ډېر توپیر شته، خو روسیه بیا هم په بریالیتوب سره د نړیوال نظم د ثبات هڅې ګډوډوي. په ورته وخت کې دغه هېواد له زیاتېدونکو اقتصادي ستونزو او د امپراتورۍ له حده ډېر کشېدو له ناوړه پایلو سره مخ ده. دا چې روسیه به وکولای شي چې خپل د نفوذي ساحو تصور پلی کړي، نو دا به تر ډېره د نورو هېوادونو غبرګون پورې تړلی وي.

هند

د اوسني نړیوال نظم پر وړاندې د هندي مشرانو نیوکې او له څو‌قطبي نظم هرکلی د هند له اوږدمهاله موخې سره تړل شوی چې له مخې یې دوی غواړي یو د نړۍ له مخکښو ځواکونو څخه یو شي. که څه هم نوې ډیلۍ د هند د نړیوال حیثیت  د لوړولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی، خو لا هم له ګڼو ننګونو سره مخ ده. چین له بیرونه د هند د ګاونډیانو ترمنځ خپل ستراتیژیک نفوذ زیاتوي. او له دننه، د هند اقتصاد له بنسټیزو کمزوریو سره مخ دی، او د دې هېواد سیاسي او کلتوري تنوع له زوال سره مخ ده. سره له دې چې نوی ډیلي ځان د نړیوال سویل د غږ په توګه وړاندې کوي، خو د څوپېیلتیا سیاست یې پوښتنې راولاړې کړي چې آیا هند د نړیوالې سولې رامنځته کولو په هڅو کې مهم رول لوبول غواړي او که نه؟ 

جاپان

جاپان په اصل کې وضعیت ساتی ځواک ګڼل کېږي . دې هېواد د نړیوال لیبرالیزم او امریکايي برلاسۍ ګټه وړې وه؛ خو اوسمهال د یوې قطبي نړۍ پای ته رسېدا، د چین راپورته کېدل او د څو قطبه نظم احتمال د جاپان لپاره اندېښمن کوونکی دی. د ۲۰۲۵ کال د میونیخ امنیتي شاخص له مخې، جاپاني ګډونوالو تر ټولو ډېر د نړۍ د څو قطبه کېدو ته اندېښمن دي. خو توکیو له ډېرو نورو هېوادونو مخکې له دغو جیوپولیتیکي بدلونونو سره د مقابلې لپاره چمتووالی شروع کړی دی. برسېره پر دې، د جاپان د وروستیو ګامونو لړۍ ښيي چې دوی چمتو دي څو له ځانه او هغه نظمه چې درناوی ورته لري، وساتي او دفاع ترې وکړي.

برازیل

د برازیلي مشرانو په آند د څو قطبي نظم را څرګندېدل یوه داسې موقع ده چې له مخې به یې د ځواک تاریخ تېره او غیرعادلانه جوړښتونه اصلاح شي او د نړیوال سویل هېوادونه به یو پیاوړی غږ هم ترلاسه کړي. همدې موخې ته په کتو، برازیل د تېر کال د G20 د مشرۍ پر مهال، د نړیوالې حکومتولۍ رفارم خپله اصلي اجنډا وګرځوله، او ترڅنګ یې د فقر کمول او د خوړو امنیت ته هم لومړیتوب ورکړ. برازیل د خپلو پراخو طبیعي منابعو له امله دا وړتیا لري چې خپل نړیوال نفوذ له دې هم زیات کړي او د خوړو، اقلیم، او انرژۍ امنیت په تړاو نړیوالو بحثونو ته بڼه هم ورکړي. خو د ډېرېدونکو جیوپولیتیکي کړکېچونو او د ټرمپ د دویمې دورې له امله ستونزمنه ده چې برازیل خپله د ناپېیلتوب دودیزه تګلارې ته دوام ورکړای شي.

سویلي افریقا

سویلي افریقا پر اوسني نړیوال نظم توندې نیوکې کوي په تېره بیا په نړیوالو ادارو کې د هېوادونو د استازیتوب د تناسب په تړاو. له همدې ځایه دوی د څو‌قطبې نړۍ له مفکورې څخه هرکلی کوي. ترڅنګ یې پریتوریا ډېری وخت د لویدیځو هېوادونو له‌خوا د نړیوال قانون سلیقوي تطبیق هم غندي. سویلي افریقا له ډېره واخته راهیسې د افریقا فطري مشره او د نړیوالو اخلاقو نمونه بلل کېده. خو د دې هېواد دننه د لویدیځ ضد احساساتو زیاتوالي، او د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخه کې د دې هېواد کمزورې سابقه، د دې هېواد نړیوال اعتبار اغېزمن کړی.

د څو قطبي نظم وېشل شوي نظرونه

د څو قطبي نظم په تړاو لیدلوري هم بېلابېل او سره وېشل شوي دي. له همدې امله په اوسني نظم کې په سوله‌ییزه توګه بدلون رامنځته کول، د نویو وسلو سیالۍ مخنیوی، د د هېوادونو دننه او د هېوادونو ترمنځ له تاوتریخوالي ډکو شخړو مخنیوی کول، د ټولشموله اقتصادي‌ ودې ملاتړ،‌ او د چاپيریالي بدلون په څېر له ګډو ګواښونو پر وړاندې ګډ غبرګون ستونزمن شوی دی. لوی او کوچني ځواکونه په یوازې ځان نه شي کولی دا ډول ننګونې حل کړي، نو له همدې ځایه د دوی ترمنځ همکاري حیاتي ارزښت لري. دا چې په نړیواله ټولنه کې لا هم ګڼ هېوادونه د قواعدو پر بنسټ څوقطبيتوب ته ارزښت ورکوي، د ملګرو ملتونو د تېر کال د (Pact for the Future) د تصویب له لارې څرګند شو. خو بیا هم د دې همکارۍ لپاره، نړۍ لږې بې قطبیتوب ته اړتیا لري. د ۲۰۲۵ کال به موږ ته راوښيي چې آیا داسې ممکنه هم ده او که نړۍ به له دې لا پسې وویشل شي؟

error: Content is protected !!