احمدالله ارچیوال په ۲۰۰۴ کال کې له پېښور پوهنتونه په ژورنالېزم او په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا له نیوسکول پوهنتونه د نړیوالو چارو په برخه کې ماسټرۍ ترلاسه کړي. دا راز، نوموړی «د خدایې خدمتګار کلتوري اغېزې» او «ولسي مبارزې (عدم تشدد)» کتابونو لیکوال هم دی. ښاغلی ارچیوال له تېرو دوو لسیزو راهیسې، د امریکا د سولې په انستیتوت، یوناما، د افغانستان ټاکنو کمیسیون کې د عامه پوهاوي د رییس او کارډان پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې د استاد په توګه دندې ترسره کړي دي.
(یادونه؛ د دې لیکنې انګلیسي بڼه د سټېمسن مرکز د سویلي آسیا غږونو له وېبپاڼې خپره شوه.)
محدود پوځي ځواک د چنې وهلو د یو اوزار په توګه کارول او یا یې د کارولو ګواښ کول د ډیپلوماسۍ یو بنسټیز توکی دی. دا چاره دمګړې د دولتدارۍ په دودیزو کړنلارو کې په پراخه توګه منل شوی اصل دی. له همدې امله د فشار ډيپلوماسي یوه دفاعي تګلاره ده چې یو هیواد یې د سیال لوري پر وړاندې د دې لپاره کاروي ترڅو موجود وضعیت (سټېټس کو) په خپله ګټه بدل کړي.
پاکستان هڅه کوي د فشار د ډیپلوماسۍ له لارې د طالبانو رژیم اړ کړي تر څو پاکستان ته ډاډ ورکړي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) به د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نه کاروي. د تحریک طالبان پاکستان ډله له یوې لسیزې راهیسې د امریکا د متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو لهخوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ده. د پاکستان او طالبانو ترمنځ د پاکستان لخوا د فشار د ډیپلوماسۍ د کارولو له امله، د تېر میلادي، ۲۰۲۵ کال له نوامبر راپدېخوا حالت ترینګلي دي. که څه هم د ترکیې او قطر په منځګړیتوب د طالبانو او پاکستان ترمنځ شوی اوربند لا هم پر خپل ځای دی، خو تر اوسه پورې د پاکستان د فشار ډيپلوماسي کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.
افغانستان پر وړاندې د پاکستان د فشار ابزارونه
له ډېر پخوا راهیسې، پاکستان په کابل کې د بېلابېلو رژیمونو پر وړاندې د فشار ډیپلوماسي کارولې؛ خو د اسلام آباد دا وروستۍ لړۍ وروسته له هغې پیل شوه چې په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د وسلهوالو بریدونو کچه په ډېرې چټکۍ سره لوړه شوه. پاکستان د دغو بریدونو پړه پر تحریک طالبان پاکستان واچوله. پاکستان د دغو بریدونو په غبرګون کې، د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر سیمو کې بریدونه وکړل. له دې بریدونو وروسته، د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې یو لړ نښتې هم وشوې. له دغو بریدونو وروسته پاکستان یو ځل بېا په پکتیکا، خوست او کونړ ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل. که څه هم طالبان د دغو بریدونو مسوول پاکستان ګڼي، خو اسلاماباد بیا د دغو بریدونو مسولیت رد کړی دی.
د فشارد ډیپلوماسۍ د دویمې وسیلې په توګه، پاکستان له افغانستان سره ټرانزیټي لارې وتړلې، هغه لارې چې افغانستان له هند او نورې نړۍ سره د سوداګرۍ په برخه کې پرې تکیه لري. پاکستان د خپلو فشارونو دایره لاپسې وغځوله، او له خپل هیواد څخه یې په لوی شمېر د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ تېزه کړه. د شمېرو له مخې، پاکستان یوازې د نومبر په میاشت کې شاوخوا ۲۴۱ زره افغان کډوال، چې په دوی کې قانوني اسناد لرونکي کډوال هم شامل وو، له خپلې خاورې وایستل. په دې سره، په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان لهخوا د شړل شویو افغان کډوالو شمېر له یو میلیونه واوښت.
د پاکستان د فشار ډیپلوماسي د دغه هېواد د کورنیو سیاسي او ستراتېژیکو ملاحظاتو تر اغېز لاندې وده کړې ده. خو د طالبانو پرلهپسې انکار چې له پاکستان سره د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو د مهارولو په اړه کومه هوکړه نه کوي، او پر دې ټینګار چې TTP د پاکستان کورنۍ ستونزه ده، دا دریځ د پاکستان د فشار ډيپلوماسۍ د ناکامۍ له ګواښ سره مخ کړې. زه د پاکستان لخوا د طالبانو پر وړاندې د فشار ډیپلوماسي، په دې تړاو د جېنټلسن او وایټاک لخوا په وړاندې شوې پیمانه، اندازه کوم، چې د دې تیوري ناکامي څرنګه تشریح کوي.
د فشار د ډیپلوماسۍ ارزونه
پوهان د فشار د ډیپلوماسۍ د اغېزمنتیا د لاملونو په اړه همغږي نه دي. ځینې لکه ټاډ سېچسر، د فشار د ډيپلوماسۍ اغېزمنتیا د فشار راوړونکي لوري له ځواک سره تړي. یعنې هر څومره چې د فشار ډيپلوماسي غوره کوونکی هېواد پياوړی وي، په هماغه کچه د دې ډيپلوماسۍ د بریا چانس لوړ وي. خو جېکوبسن بیا دا نظر ردوي او یادونه کوي چې په نړیواله کچه، د ۱۹۹۰ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ، د فشار د ډیپلوماسۍ له ۳۶ قضیو څخه یوازې پنځه یې بریالي شوي دي. همدا راز، نور څېړونکي د فشار ډیپلوماسۍ بریا تر ډېره د غوښتنې یا تقاضا پر عقلانیت پورې تړلې بولي. یوه معقوله غوښتنه د غیر معقولې غوښتنې په پرتله د بریا زیات امکان لري.سره لدې هم دا چې د فشار ډیپلوماسي کله او څنګه بریالۍ کېږي، لا هم د نړیوالو اړیکو په ډګر کې یوه نا حل شوې بنسټیزه پوښتنه ده.
په عمومي ډول، د فشار ډيپلوماسي هغه مهال بریالۍ کېږي، چې د هدف لاندې هیواد له لوري د غاړې اېښودنې اټکل شوی زیان د غاړې نه اېښودنې له اټکل شوی زیان څخه کم وي. خو بیا هم، په دې اړه چې په اصل کې د فشار د ډيپلوماسۍ پایله څه ته ویل کېږي؟نورو پوهانو د فشار د ډيپلوماسۍ د بریا لپاره یو لړ نور فکتورونه هم وړاندې کړي. د بېلګې په توګه د زیان-ګټې ارزونه. جېنټلسن او وایټاک پدې تړاو یو کوټلی ګام پورته کړی. دوي د فشار د ډیپلوماسۍ د بریالي کېدو او نه بریالي کېدو لپاره یو داسې ماډل وړاندې کړې، چې د پخواینو په پرتله هر اړخیز دی. د دوي ماډل د فشار ډیپلوماسۍ د بریا لپاره اړین لاملونه، د متغیراتو په توګه په دوو کټګوریو کې راټول کړي:
لومړی؛ د فشار راوړونکي دولت ستراتېژي؛ یعنې دا چې ایا دا دولت د باور وړ ګواښونه له ځیرکې ډیپلوماسۍ سره یوځای کوي، او د تناسب (Proportionality) د اصل له مخې د فشار راوړونکي هیوادو پر وړاندې د فشار لاندې هیواد غبرګون (Reciprocity) ترمنځ تناسب موجود دی او که نه. د دې سره مل بل فکتور د فشار راوړونکي هیواد د ګواښ حقیقت دی. د دې مانا دا ده، چې د فشار راوړونکي هیواد لخوا د فشار د کارولو ګواښ حقیقي دی او که نه؟ یعنې دا چې د فشار راوړونکي هېواد لهخوا د فشار ګواښ څومره جدي او د باور وړ دی؟
د دې ماډل دویمه ډله متغیرات د له فشار سره د مخ دولت زیانمنېدا د هغه هېواد د کورني سیاسي او اقتصادي وړتیاوو له مخې ارزول کېږي. په دې کې د نورو فکتورونو په ګډون، د واکمنو اشرافو او نورو مهمو اغېزناکو لوبغاړو رول او ماهیت هم شامل دی. د دې معنی دا ده چې له فشار سره مخ کېدونکی هېواد له اقتصادي، ټولنیز، سیاسي، او نورو اړخونو له امله د فشارونو پر وړاندې د مقاومت کولو څومره وړتیا لري.
زه په دې لیکنه کې د جېنټلسن او وایټاک له ماډل څخه په ګټې اخیستنې، د فشار راوړونکي دولت یعنې د پاکستان له خوا د افغانستان پر وړاندې د فشار ډيپلوماسي څېړم او همدا رنګه، تر هدف لاندې یا له فشار سره د مخ کېدونکي دولت یعنې افغانستان غبرګون هم ارزوم.
فشار راوړونکی دولت؛ پاکستان
لومړی متغیر چې د پاکستان د فشار ډیپلوماسۍ د اغېزمنتیا د ارزونې لپاره کارول کېږي، د پایلو او د فشار د وسیلو ترمنځ تناسب (proportionality) دی. د جېنټلسن او وایټاک د ماډل له مخې، د فشار د ډيپلوماسۍ منطق دا په ډاګه کوي چې د مخالف لوري د غاړې اېښودنې پر لور بېمیلي د تقاضاوو (غوښتنو) له شدت او اندازې سره تړاو لري. یعنې هر څومره چې غوښتنې زیاتې او سختې شي، هومره د هدف لاندې یا له فشار سره مخ دولت ته د غاړې اېښودنه ستونزمنیږي، ځکه چې ښايی دغه غوښتنو لپاره د فشار لاندې هیواد لوړه بېه پرې کړي، او فشار راوړونکی اړ کېږي چې د خپل مخالف د غاړې نه اېښودلو له امله سزاوې او د غاړې اېښودنې ګټې په متناسب ډول زیاتې کړي . د دویم متغیر په توګه دا باید یقیني شي چې د فشار وسیلې له موخو سره همغږي وي. په بل عبارت، هر څومره چې غوښتنې محدودې وي، د بریا احتمال هم هومره زیات وي.
که څه هم د وخت په تېرېدو د پاکستان په غوښتنو کې شدت راغلی دی، خو بیا هم د دې هېواد له اساسي غوښتنو یې لومړۍ دا ده، چې افغان طالبان باید تحریک طالبان پاکستان غړي له افغانستانه وباسي؛ او دویم، د طالبانو چارواکي باید د پاکستان د امنیتي اندېښنو د حل لپاره دټيټيپي پر ضد عملي ګامونه واخلي. ځکه پاکستان ادعا کوي چې د TTP وسلهوال په افغان خاوره کې مېشت دي. پاکستان همدارنګه د ۲۰۲۵ کال د مني او ژمي پر مهال د طالبانو د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوست او د ټولشموله حکومت غوښتنه یې هم وکړه، خو دا دریځ یې ډېر ژر پرېښود.
د پاکستان دا غوښتنې د طالبانو او TTP ترمنځ پر بنسټیزو ایډیولوژیکو او عاطفي اړیکو مستقیم اغېز کوي، چې د غوښتنو او د بریا د احتمال ترمنځ تناسب له منځه وړي. له همدې امله، د دې امکان ډېر کم دی چې طالبان به دغو غوښتنو ته غاړه کېږدي.
د دې ماډل دویم متغیر د مخالف لورې غبرګون دی. په دې چوکاټ کې، له فشار سره مخ دولت د غاړې اېښودنې ګټې د سرغړونې د زیان او بیې سره پرتله کوي. د هدف لاندې هیواد غبرګون یو روښانه، یا لږ تر لږه په ضمني توګه یو داسې ګډ پوهاوی دی چې د فشار راوړونکي هیواد هڅونې له فشار سره د مخ هیوادله امتیاز ورکونې سره تړي. خو د پاکستان غوښتنې نه یوازې دا چې د طالبانو لپاره د عملي کېدو وړ نه دي، بلکې د هغوی له ګټو سره هم سمون نه لري. د TTP غیررسمي جوړښتونه د خیبر پختونخوا په ګڼو سیمو او د پاکستان دننه موجودی دي، او ان که طالبان وغواړي هم، دوی ښايي هغه لازم ظرفیتونه او وړتیاوې ونه لري چې دا ډله تر خپل کنټرول لاندې راولي. له همدې امله، د پاکستان د غوښتنو او د هغه وسایل، چې دوي یې کاروي ترمنځ تناسب نشته. هغه فشارونه چې پاکستان وارد کړي، هغه د هغوغوښتنو چې پاکستان یې کوي په پرتله سختې دي.
بله خبره دا ده، چې د پاکستان د رژیم بدلون ګواښ د طالبانو سیاسي موجودیت له منځه وړي. په بل عبارت، له فشار سره مخ هیواد باید دا محاسبه وکړي چې ایا د غاړې اېښودنې بیه د ترلاسه کېدونکې ګټې په مقابل کې کمه ده که زیاته—د انساني فطرت له مخې هېڅ معقول لوبغاړی به داسې کومه معامله ونه کړي چې بیه یې د هغوی موجودیت وي.خو دلته مهمه دا ده، چې د پاکستان دغه ګواښ څومره جدي او یا هم د باور وړ دی.
لدې امله دلته یو بل متغیر مخې ته راځي.دا درېیم متغیر د پاکستان د فشارونو پر ګواښ باور ، او د هغوي جدیت دی. د دې مانا دا ده چې فشار راوړونکی هیواد څنګه سر غړونکي هیواد ته دا باور ورکوي، چې د دوي لخوا ګواښونه واقعي دي،او له فشار سره مخ هیواد قانع کوي چې مقاومت یې بې ګټې دی.
اوس که پورته ماډل پخپله موضوع کې عملي کړو، ګورو، چې د پاکستان له لوري د کورنیو سختو سیاسي او امنیتي ګډوډیو پر مهال، د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوايي بریدونو کې رامنځته شويو ملکي تلفاتو له امله پخپله په پاکستان کې او له پاکستانه د باندې پراخه غبرګونونه راوپارول او د غچ اخیستنې وېره یې زیاته کړه، چې دغه هر څه بیا د اسلاماباد د دریځ د لا توندېدو اراده محدودوي.
همدارنګه، پاکستان په تېرو وختونو کې څو ځله د افغان کډوالو د ستنولو له اعلانه شاتهتګ کړی او د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ یې د قانوني او بشري فشارونو له امله دا بهیر په پرلهپسې څپو کې ځنډولی دی. نه یواځې دا بلکې پاکستان په تېره لسیزه کې څو ځله د افغان توکو پر مخ خپلې پولې تړلي، چې هر ځل یې افغان سوداګرو ته د میلیونونو ډالرو اقتصادي زیان اړولی، خو وروسته بیا سوداګري بېرته پرانیستل شوې ده. په ټولیز ډول، دغو ناانډولو او ناپایدارو کړنو د افغانستان له نظره د پاکستان پر فشارونواو ګواښونو د طالبانو باور زیانمن کړی دی. دا چې د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې، له هوايي بریدونو وروسته، په پاکستان کې د TTP بریدونه لا زیات شول، دا په خپله ښيي چې طالبان د اسلاماباد ګواښونه ته د جدي خبردارۍ پر ځای د تشو لاپو په سترګو ګوري.
تر هدف لاندې هیواد: افغانستان
د جېنټلسن او وایټاک د متغیرونو دویمه ډله د هدف لاندې هېواد پوتانشیل دی، زموږ په لیکنه کې له دې متغیر موخه، په ځانګړي ډول د طالبانو سیاسي او اقتصادي وړتیا ده، او دا چې طالبان تر کومه حده کولی شي د پوځي فشار، بندیزونو او کډوالو بار وزغمي. یعنې د لګښتونو کچه تر ډېره د اقتصاد له مقاومتپذیرۍ او د تطابق له وړتیا سره تړل شوې ده.
د طالبانو د وروستیو کورنیو او سیمهییزو اقداماتو پر بنسټ، داسې ښکاري چې دوی د خطر منلو ته چمتو دي. د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې، د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له افغان سوداګرو وغوښتل چې له پاکستانه د توکو واردات ودروي او پاکستان کې دې خپلې سوداګریزې معاملې په درې میاشتو کې تصفیه کړي. که څه هم د ټرانزیټي لارو تړل د طالبانو پر وړاندې جدي سیاسي او اقتصادي ننګونې رامنځته کوي—او باور دا دی، چې د پولې تړل د دواړو خواوو د سوداګرو په ګټه نه دي—خو طالبان هڅه کوي دا زیانونه د بدیلو سوداګریزو لارو له لارې راکم کړي. په دغو بدیلو لارو کې د چابهار نړیوال ترانسپورتي او ټرانزیټي دهلېز شامل دی، چې هند پکې پراخه پانګونه کړې او همدارنګه د طالبانو لخوا د شمال پر لور د مرکزي اسیا پر چټکو پراخېدونکو لارو تمرکز، چې افغانستان، ترکمنستان، قزاقستان او د کسپین سیمه رانغاړي. طالبان باور لري چې دا لارې به په اوږدمهال کې د ټرانزیټ په برخه کې پر پاکستاني ټرانزیټي لارو د افغانستان تکیه پای ته ورسوي. دا چې پدې وروستېو کې پاکستان په څرګنده توګه د ټرانزیټي لارو په اړه خپل دریځ بدل کړی—او په ښکاره ډول یې اعلان کړی چې چمتو دی افغانستان ته د ملګرو ملتونو د خوړو د مرستو لېږد اسان کړي او هغه افغان ټرانزیټي توکي بیا صادر کړي چې په بندرونو کې بند پاتې وو—تر یوه بریده دا خبره چې طالبان د پاکستان د فشارونو پرواه نلري، او دوي له خپل دریځ څخه نه خوځېږي، تاییدوي.
د طالبانو حکومت همدارنګه توانېدلی چې له پاکستان او د سیمې له نورو هېوادونو میلیونونه ستانه شوي افغان کډوال جذب کړي. سره له دې چې خپلې سرچینې یې محدودې دي، خو طالبانو د کډوالو لپاره ځانګړې کمېسیون جوړ کړی، بېرته ستنېدونکو کډوالو ته یې خپلو اصلي ولایتونو ته د لېږد اسانتیاوې برابرې کړي او د لومړنيو توکو مرسته یې ورسره کړي دي. که څه هم په کور دننه، افغانستان کې شرایط لا هم خورا سخت دي، طالبانو د پاکستان د فشار ډیپلوماسۍ څخه رامنځته کېدونکی ممکنه زیان منلی او داسې نه ښکاري چې د پاکستان د فشار ډیپلوماسي دې دوي خپل دریځ بدلولو ته اړ کړي وي.
راتلونکی
د جېنټلسن او وایټاک د فشار ډیپلوماسۍ د ماډل پر بنسټ، دې پایلې ته رسېږو، چې د پاکستان د فشار ډیپلوماسي د ناکامۍ پر لور روانه ده.
هغه فشارونه چې پاکستان وارد کړي، د هغوغوښتنو سره، چې پاکستان یې کوي تر منځ تناسب نشته.
دویم دا، چې د طالبانو لخوا پاکستان غوښتنو ته غاړه اېښودنه اېښودنې بیه د غاړې نه اېښودو د بیې په پرتله ډېره زیاته ده.
د فشار راوړونکي لوبغاړي په توګه د پاکستان پر ګواښونو د باور د کمزورتیا، او د طالبانو د دې وړتیا له امله ده چې د غاړې اېښودنې سره تړلي خطرونه مني، له امله رامنځته شوې.
ښايي د پاکستان د فشار ډیپلوماسۍ د وروستۍ مرحلې د ناکامۍ په پایله کې، د افغانستان په اړه د پاکستاني چارواکو غوښتنې هم بدلې شوې وي؛ ځکه دوی نور په کابل کې د «رژیم بدلون» خبره نه کوي. په یوه مهم بدلون کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي اعلان وکړ چې افغان ولس د ملي حاکمیت حق لري ،چې هر ډول حکومت چې مناسب ګڼي غوره کړي، او پاکستان چمتو دی چې په کابل کې له موجوده ادارې سره همکاري وکړي. همدارنګه، پاکستان او افغانستان هوکړه کړې چې د دواړو خواوو د سوداګریزو مشرانو په ګډون یو ۱۳ کسیز ګډ کمېسیون جوړ کړي، څو د پولې د بیا پرانیستلو په اړه رسمي خبرې وکړي؛ دا اقدام د پاکستان د فشار له مهمو وسیلو څخه یوه وسیله نوره هم کمزورې کوي. د پاکستان د دغه دریځ ناڅاپي بدلون ښايي د فشار د ډیپلوماسۍ سره تړلیو تګلارو د دغو تګلارو سره په کور دننه د دغه تګلارې سره د مخالفتونو له امله وي، چې پکې د پولې د تړل کېدو له کبله اقتصادي زیانونه او په افغانستان کې د بریدونو له امله د ملکي تلفاتو پر سر نړیوالې غندنې شاملې دي. سره له دې، د طالبانو له اړخه د پاکستان امنیتي غوښتنو ته غاړه نه اېښودل، اسلاماباد له یوه نازک او ستونزمن وضعیت سره مخ کوي. که څه هم په لنډ مهال کې د TTP د بریدونو د کمېدو امکان شته، خو په بریدونو کې کمښت به تر ډېره دوام ونه کړي، او په منځني او اوږدمهال کې پاکستان کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو احتمال موجود دی. سربېره پر دې، د پاکستان د فشار د ډیپلوماسۍ ناکامي د راتلونکو امنیتي ناورینونو پر مهال د پاکستان انتخابونه هم محدودوي.
که موضوع راټوله کړو، لکه څنګه چې ذبیحالله مجاهد ویلي: «پاکستان باید خپل امنیت پخپله خوندي کړي»؛ او د طالبانو هغه دریځ چې تحریک طالبان پاکستان د پاکستان یوه کورنۍ ستونزه ده، نه د افغانستان، ښيي، چې د پاکستان د غوښتنو پر وړاندې د طالبانو پخوانی دریځ لاهم پر ځای دی.


